شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسیګار وايي، لا هم افغانانو ته تر ټولو زیاته مرسته امریکا ورکوي

سیګار وايي، لا هم افغانانو ته تر ټولو زیاته مرسته امریکا ورکوي

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۱) د امریکا سیګار ادارې، چې په افغانستان کې د متحدوایالتونو مرستې څاري، وايي چې له دې هیواده د امریکايي پوځیانو له وتلو دوه کاله وروسته لا هم متحد ایالتونه افغانانو ته د نړۍ تر بل هر هیواد زیاته مرسته ورکوي.

د سیګار پر اساس، په دې موده کې امریکا د افغانستان خلکو او افغان کډوالو ته ۱۱ اعشاریه ۱۱ میلیارد ډالره مرسته ځانګړې کړې یا ورکړي ده.

سیګار د دغو مرستو جزییات هم په خپل راپور کې یاد کړي. د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یا یو ایس ایډ او د دغه هیواد د باندنیو چارو وزات په روان ۲۰۲۳ م کال کې د ۸۲۶ میلیون ډالرو بشري مرستې ژمنه کړې ده. د دغو پیسو تر نیمايي زیاتې، یا ۴۲۲ میلیون ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شوي چې میلیونونو افغانانو ته یې پر بیړنیو خوراکي مرستو ولګوي.

نورې پیسې د افغان کډوالو د ژوند، او همداراز د راستنو شویو کډوالو او نورو وګړو پر اړتیاوو ولګول شي.

د سیګار په راپور کې ملګروملتو او ګڼو نورو نړیوالو موسسو ته له افغانانو سره د مرستې لپاره د امریکا له لوري د پیسو ورکړې ته اشاره شوې او ویل شوي چې هرې ادارې ته څومره پیسې ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب