Homeخبرونهمیرخان مقری: د فرید ملک مېډال په ۳ زرو ډالرو اخلم

میرخان مقری: د فرید ملک مېډال په ۳ زرو ډالرو اخلم

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه) د افغانستان یوه ځوان سندرغاړي میرخان مقري د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي فرید ملک ته په خطاب کې ویلي، چې د سپینو زرو خرڅیدونکی مېډال یې په ۳ زرو امریکايي ډالرو اخلي.

د هغه په وینا، یاد شوی مېډال به له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو ته ډالۍ کړي.

مخکې فرید ملک ویلي وو، چې خپل د سپینو زرو مېډال به خرڅ او پیسې به یې له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو ته ډالۍ کړي.

هېواد ته د افغان کډوالو له ستنیدو سره په ټولنیزو رسنیو کې له هغوی سره د مرستو لپاره پراخ کمپاینونه روان دي.

دا کمپاینونه په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې د ځوانانو، سوداګرو او ټولنیزو فعالانو له لوري ترسره کیږي.

راپورونه ښيي، چې د دغه ولایت خلکو تورخم ته د سلګونه کډوالو لپاره خوراکي مواد وړي او چمتو شوې ډوډۍ پرې وېشي.

1 COMMENT

  1. ماشاءالله ، افغان ملت اوس دا ملي شعور لري چې خپله دارایی او ثروت یا په بل عبارت خپله ډوډۍ له غمځپلو او پنجاب نه راستنو شویو مظلومو هېوادوالو سره وويشي . دوی ته د الله تعالی توفیق ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...