یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهله پاکستانه هېواد ته ستانه شوي افغان کډوال څه کیسې لري؟

له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي افغان کډوال څه کیسې لري؟

تاند (پنجشنبه، د عقرب ۱۱ مه) افغانستان ته له ستنیدو سره، ډېری افغان کډوال د دوی د اېستو په ورځو کې له پاکستاني ادارو او پولیسو شکایت لري.

د دوی ځینو یې په تورخم کې رسنیو ته ویلي، چې پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند ورسره کړی، کورونه یې تالاشي کړي، بندیان کړي یې دي او په زوره یې پیسې ورڅخه اخیستي دي.

یو شمېر دغو کډوالو ویلي، چې د پاکستان دا چلند نه شي هېرولی او د طالبانو واکمن رژیم باید په دې اړه غږ پورته کړي.

پرون د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني یوازې د تورخم په لاره، هېواد ته د شاوخوا ۱۵۰ زرو افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکړ.

له دې سره، پاکستان ویلي چې رسماً یې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو ، بندیانولو او خپل هېواد ته د استولو کمپاین پیل کړی

پاکستان ۱،۷ میلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې په ناقانونه استوګنې تورن کړي وو، خو وروسته یې د کورنیو چارو وزیر وویل، چې ټول شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال به له دغه هېواده وویستل شي.

د پاکستان دا چلند په پراخه کچه غندل شوی او نیوکې پرې شوي، خو دغه  هېواد ټینګار لري چې له خپل دغه دریځه نه په شا کیږي او ټول افغان کډوال وباسي.

7 COMMENTS

  1. یواځي دي دا غريبه طايفه نه را باسي، هغوی دی هم راوباسي چي:
    ۱- شتنمن دي هلته بنګلې لري او کوټ کوټ دلته کوي او لا هم هګۍ هلته اچوي.
    ۲- د پخوانیو مجاهدینو او د اوسنیو ټالبانو کورنۍ او ملاتړي دي يې هم راوباسي، چي سبا ورځ بیا د افغانستان لپاره د ژرو بوشکو کار ترې اخلي او افغانستان د بربادۍ لپاره د «الجهاد» نارې په وهي.

  2. سلامونه،
    ډاکټر نجیب به ویل چې د رابرانو او تش په نامه مجاهدینو په قدرت ته رسیدو باندې به د وینو رودونه کابل او ټول وطن کې جاري شي، چې هماغسې وشول او د لمړني ط. په اوله ورځ ې د ورور سره ې اعدام کړ!؛ بیا ې د ۲۰کلن اشغال کې د پټو دروازو شاته همغو راهبردانو او یو څو له زیر دار ګریخته ګانو سره تش په نامه جمبوریت وتاپه او فایدې ټولې ایران ،پوکستان او سیمې او ابر قدرتانو وکړې؛
    ولس هر وار در په دره خاک به سر اوځوانانو په شاقه کارونو پردي ملکونه آباد کړل!! آخر هم په داسې بدمعاشئ او تهقیر او سپکاوۍ راویستل کاږي!!!؛ د ورغوو زحمت ې هم لوټ کاږي او نورې بېشرمیانې….؛
    په دعوت میډیا ۲۴ کښې د یون صاحب لیکنې لوستلو ته مو رابولم!(آیا سوله ایز غچ ممکن دی؟)
    پښتانه سل کاله وروسته خپل انتقام اخیستی ؛ که دا له تور کرښي ډیورڼده وي او که له ګکړ په شان ګوډاګیانو!!

  3. وایی: خود کرده را درد است و درمان نه !
    رښتیا یې ویلي دي . مونږ په خپل لاس له ځان او ګران افغانستان سره دا ظلم او خیانت کړیدی .
    د مجاهدینو له راتګ سره په 1371 کې د خپل منځي جګړو له امله لوی ښارونه او کابل په کنډوالو بدل شو. شاوخوا 70 زره بېګناه ښاریان شهیدان او زرګونه نور هرې خواته مهاجر شول .
    700 جیت جنګي ، کشف ، ښکاري او ترانسپورتي الوتکې ، سلګونه هلیکوپترونه ، 4500 د هغه وخت مدرن ټانکونه ، زرګونه زرهدار وسایط ، میلیونونه سپکې او درنې وسلې ، د سکات ، لونا ، بې ام 40 او پیچورتوغندي ټول پنجاب ته انتقال او د کباړ په بیه خرڅ شول.
    افغانستان یو بې وسلې ، ضعیف او د هرډول ترهګرو په مرکز هېواد بدل شو. په دې تېرو شلو کلونو کې د نړیوالو مرستو نیمه برخه پنجابیانو وخوړه او پاتې همغو جنګسالارانو ، غلو ، مفسدینو له ځان سره نورو هېوادونو ته انتقال کړه .
    اوس دا بېچاره او مظلوم ملت د الله رحم او د ملا دیکتاتوري ته پاته ده . ملا وایی یو څه او کوي بل څه. په پېښور کې ملا سر + کونسل منظور مې افغان ملا جنرال قونسل دی د پاکستان له آدرسه خبرې کوي او دهغوی د خلکو له ګټو دفاع کوي . مهاجرین او کډوالو سره د الله تعالی مرسته وکړي . والسلام علی من اتبع الهدی

  4. Home+مسلمان گاونډیان، یزیدي چمونه | آصف بهاند
    +مقالې
    مسلمان گاونډیان، یزیدي چمونه | آصف بهاند
    تاند
    خبریال:
    تاند
    نوومبر 1, 2023
    1
    751
    FacebookTwitter

    ما باندې وطن کې د ځوزانو بړستن واچوئ

    زه پـردي وطن د ورېښمو کمپل نـه غــواړم

    (آصف بهاند)

    «بس دی، زه پوه شوم چې اسلامیت او انسانیت څه معنی.»

    «د پنځوس‌کلن تاریخ ژوندی کتاب:

    هغه درد، غم، ناهیلي، بې‌چاره‌ګي، بې‌کوري، بې‌وطني…چې په دې معصوم‌انسان کې راټول دي، ټولو قاتلو ایډیولوژیو-ذهني‌باورونو فصل ورسوزوي!

    د دنیا/دین، ګټلو قوماندانانو-فاتحانو، د ټنډو او اوږو د برم‌وشوکت، نښانونو/نښانو باندې ناړې (تف) کوي؛

    او ماووتا ته وایي:

    ته هېڅوک او هېڅ‌شی نشې ژغورغلای/ ګټلای!

    د نورو ژوندوروزګار پرېږده؛ خپل ځان ته وزګار شه!!

    ستا نغد کار، نغد ثواب، نغده آزادي؛

    آزاد، نغد او پرخپل ژوند او چارو بر انسان، «اوسېدل» دي.

    د تاریخ په ټول فصل سپاره ډبرین، مسي، برنزي، طلایي بتان دې،

    د دې ماشوم خوندي او اباده ژوند ته (اوبه) شي!»

    (وفا سمندر)

    د ښکاره او پټو پالیسیو په پایله کې زموږ دوو مسلمانو گاونډیانو (ایران او پاکستان) په گډه د افغانستان له بېوزلو مهاجرو سره په یوه خوله داسې یو سره‌ورته یزیدي چمونه راپیل کړي دي، لکه له پخوا نه چې سره سلا شوي وي، چې په یوه وخت به د افغان مهاجرو پرضد داسې پالیسي غوره کوي چې د دوی په هېوادونو (ایران او پاکستان) کې افغان مهاجرین اړ شي چې په خپله، خپله کډه بار او د افغانستان پرلوري وخوځېـږي. میډیا یې وایی او ښیي یې چې په کومه ورځ څومره افغانان له یادو هېوادونو څخه، له ډول چلن نه په استفادې سره، د افغانستان پر پولو وراړول کېـږي.

    زه فکر کوم چې په دې جبري اخراج کې افغانانو گټه کړې ده، داسې گټه ده چې باسواده او بېسواده ټول یې راویښ کړل او په دې وپوهېدل چې:

    ــ پاکستان څه معنی؟

    ــ اسلام‌اباد کوم مفهوم افاده کوي؟

    ــ د ایران مسلماني او همژبتوب څه مفهوم لري؟

    هېره دې نه وي چې دې جبرې اخراج ټول افغانان سره داسې یوموټی کړل چې په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی، البته په خپل وطن کې به د خلکو بېرته ځای‌پرځای کېدل یوڅه ستونزمن وي، خو خوښي به په دې کې وي چې له دایمي احتیاج نه به لومړی زموږ بېرته راستنېدونکي وطنوال خلاص او په خپل کور کې به د هرڅه مالکین وي او بیا به زموږ هېواد په رسمي ډول د مهاجرو د بېرته راستنولو له گواښ نه خلاص شي.

    د کوم بېرته راستنېدونکي ماشوم عکس چې ما راپور کړی دی، زما له نظره دا ماشوم ټول بشریت ته په خطاب سره دا وايي چې:

    «بس دی، زه پوه شوم چې اسلامیت او انسانیت څه معنی.»

    باسنی عکس د یوې مهاجرې ایستل کېدونکي کورنۍ د یوکوچني عکس دی، دا کوچنی داسې تړل شوی دی لکه یو لوی کریمینال شخص چې څو وژنې یې کړي وي. دې عکس د ډېرو بادرده او چیزفهمه خلکو په زړونو کې چړې ننیستلي دي. لاندې به یاد عکس ته د ځینو قلموالو غبرگونونه راواخلم:

    ښاغلي عبدالوهاب باور د شعر په ژبه داسې لیکلي دي:

    «ستـا پـه درد کې ددې واړه ملت درد دی

    سـتا سـلام تـه ددې ټـول وطن سلام دی

    ستا دې یـو تصـویـر کې سـل زره خـبـرې

    ستـا چـوپتیا خو لـه معناوو ډک کلام دی»

    (باور)

    ښاغلي محمدجان باور داسې ورته لیکلي دي:

    «زما ګرانه !

    دزمان جبر دی !

    ستا نازک بدن یی د موتر په سخت اسپنو او تختو پوری تړلی دی !

    د اوږده مزل لپاره یی چمتو کړی یی !

    مه خفه کیږه !

    خپل ملک او هیواد ته ، تشریف راوړی !

    ستا په مټو دی الله تعالی برکت کښیږدی چی راتلونکی نسل له همدغه کړاوه وساتی!!!»

    وفا سمندر بیا دا لاندې متن ورته لیکلي دي:

    «د پنځوس‌کلن تاریخ ژوندی کتاب:

    هغه درد، غم، ناهیلي، بې‌چاره‌ګي، بې‌کوري، بې‌وطني…چې په دې معصوم‌انسان کې راټول دي، ټولو قاتلو ایډیولوژیو-ذهني‌باورونو فصل ورسوزوي!

    د دنیا/دین، ګټلو قوماندانانو-فاتحانو، د ټنډو او اوږو د برم‌وشوکت، نښانونو/نښانو باندې ناړې (تف) کوي؛

    او ماووتا ته وایي:

    ته هېڅوک او هېڅ‌شی نشې ژغورغلای/ ګټلای!

    د نورو ژوندوروزګار پرېږده؛ خپل ځان ته وزګار شه!!

    ستا نغد کار، نغد ثواب، نغده آزادي؛

    آزاد، نغد او پرخپل ژوند او چارو بر انسان، «اوسېدل» دي.

    د تاریخ په ټول فصل سپاره ډبرین، مسي، برنزي، طلایي بتان دې،

    ددې ماشوم خوندي او اباده ژوند ته (اوبه) شي!»

    په هرصورت دا حالات به هم زموږ پر هېواد او هېوادوالو باندې تېر شي، خو د افغانستان او افغانانو د پټو او ښکاره دوښمنانو مخ به ټول بشریت او تاریخ ته د سکرو په شان تور وي، په دې شرط چې زموږ خلک خپل اتحاد او یووالی همداسې وساتي او و‌ې‌پالي لکه دا اوس چې په یووالي او خندا سره د خپلو راروانو هېودوالو هرکلی کوي.

    FacebookTwitter
    Previous article
    بلخ کې د طالبانو او داعش وسله والو نښته
    Next article
    سیګار وايي، لا هم افغانانو ته تر ټولو زیاته مرسته امریکا ورکوي
    نور تازه موضوعات
    +
    په «چغن» کې خاموش دردونه| ملیحه ناصري‎
    تاند – نوومبر 2, 2023
    +
    ټولنیز نزاکتونه | لیکنه: شکېبا نادري‎
    تاند – نوومبر 2, 2023
    +
    د کړکۍ کیسه موږ ته څه وایي؟ / میمونه کامران
    http://www.taand.com/main – نوومبر 2, 2023
    1 COMMENT
    غلام حضرت نوومبر 2, 2023 At 5:50 pm
    یو څو څرګندونی:
    ۱ – د نړی د سیاسی – اجتماعی منظومی تر ټولو ځپلی او زخمی سیاری دوی دی:
    افغانستان
    فلسطین
    د فلسطین خلګ د خپل ابائی ټاټوبی څخه په زور او جبر شړل کیږی.
    د افغانستان خلګ د پاکستان څخه په زور او جبر ایستل کیږی.
    دا دواړه حالتونه دردوونکی او ځوروونکی او خواشینوونکی دی.
    ۲ – غربی ټولنه خصوصاً امریکائیان او انګریزان د رنډی زامن هم د افغانانو ددی فاجعی په را منځته کولو کی دخیل دی، کنی کولای ئی سوای یا کولای سی د پاکستان په دی شیطانی تصمیم کی بدلون راولی.
    ۳ – تر ټولو بدرنګه او خواګرځنه منظره دا ده چی څلویښت کلونه مخکی د پیښور او بلوچستان سور کونو پښتنو د ورغلو افغان مهاجرو پر ضد تبلیغات او اقدامات تر سره کول خو نن ورځ پټه خوله څه چی په ریاکارانه توګه د مهاجرینو د اجباری ایستلو خلاف تبلیغ کوی او دی ټکی ته ئی پام نه دی چی مهاجر افغانان د سر په سترګو وینی چی د مهاجرو د ایستلو او شړلو اصلی آمرین او عاملین همدا پاکستانی پښتانه دی.
    ۴ – په پورته مقاله کی د ” وفا سمندر ” د کتاب یوه جمله هم را نقل سویده، دا جمله ډیره مرموزه او سخیفه او غولوونکی او بی معنی جمله ده ( بس دی، زه پوه سوم چی اسلامیت او انسانیت څه معنی! !!!!!!! ).
    د اسلامیت د معنی په هکله د وفاد سمندر سره د بحث اړتیا نسته خو د ” انسانیت ” په هکله باید وویل سی:
    که مثلاً ” احمد ” یوه انسانی فاجعه پخپلو سترګو ووینی او د خواخوږی او زړه سوی له مخی ووائی چی “《 انسانیت مړ دی او انسانیت هیڅ معنی نلری》 نو د ” احمد ” دا خبره به د سختی خندا وړ وی ځکه که انسانیت مړ او بی معنی وی نو ” احمد ” له کوم ادرس څخه دا خپل وچ احساسات بیان کړی دی؟
    داسی ښکاری چی د وفا سمندر د کتاب ټول محتویات پورته جملی غوندی خوشی چرندیات دی او بس.
    ۵ – ډیر امکان او احتمال لری چی د پاکستان څخه د راغلو مهاجرینو په منځ کی اکثراً ډیر تکړه تکړه او د لوړو زده کړو درلوونکی پاکستانی پښتانه هم شتون ولری او طالب ئی په شعوری یا غیر شعوری توګه پخپلو رسمی ادارو کی وګوماری څو د پاکستان په ګټه د افغانستان داخلی سیاستونه مدیریت کړی چی البته په هغه صورت کی به د عامو افغانانو اعتراض هیڅ ځای و نه نیسی او طالب به هم ادعا وکړی چی وروره دا مو خپل را ستانه سوی افغان وطنداران دی.
    ۶ – پیچلی او خطرناکی لوبی روانی دی چی څه به پیښه سی.

  5. کیسې به چاته وکړي غلام طالب ته ؟ سي حتی اورته یې پنجابي ورنه یرغمل کړې 😡.ولي ولي د موټکي او د کباړي د چیچیانو کورونه نه راباسي؟ هغوۍ هلته هم په میلیاردو په وینو ګټلو په پنجاب کې هټۍ او نور تجارتونه لري. تف لعنت په هغه چا سي یوه ورځ یې هم د طاغوتي جهاد په نوم وسله پورته کړې وي سره له اشراره او اشرار چیچي طالب موزي 🐖🤮

  6. لوپره ! کله سي یې له طالبه اورته یرغمل نیولې او تورلینګي ورته زیږوي نو موزي حرامي طالب به د بل چا په هکله څه ووایی ؟ طالب غلام ده دده له برکته افغانستان د تورغري سوبه وګرزیدل په هغه برسیره هم افغانان وژني هم تحقیروي 😡😭

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب