سه شنبه, فبروري 17, 2026
Home+سپینه ماڼۍ «تکل» | نعمت الله صدیقي

سپینه ماڼۍ «تکل» | نعمت الله صدیقي

د ښادۍ سپینه ماڼۍ یې کړې، ما وې که دا له دغه وایټ هاوس سره فرق لري؛ خو تېره ورځ چې مې له سیاسي ټاکو میرباشي سره د دنیا د طاقت او توازون په اړه بحث جدي شو او د نړی تقریباً ټولې ګډې وډې مو په همدې وایټ هاوس او سپينې ماڼۍ پورې وتړلې؛ نو ایسته ده هم په دوه وو ښه غوړو اعتراضونو سم په جدي انداز مخاطب څه کړم؛ چې همدا د وایټ هاوس يا سپینې ماڼۍ د مالکانو او فېصله سازو غوندې یې ګوتڅنډنې هم راته وکړې، وې اول خو دا نوم یو اخله، د دواړو نومونو په منځ کې چې «او» تړوکی راولې؛ نو مانا دوه بېلا بېل نومونه اخلې؛ یعنې «وایټ هاوس او سپینه ماڼۍ» خو د «او» په ځای «یا» وایه/لیکه هم سهي ده؛ کنه ضرورت یې څه ده؟ د زیار صاحب خو نور دا دی سلیزه په پوره کېدو ده، چې همدا د کلیمو یا د ژبې په بې ځایه اصراف او مصارفو درته ستړی شو. وې بله دا چې په تعلیم مې دې زړه وسوزېده؛ خو چې «وایټ» دې ووایه، مانا سپین او «هاوس» خو کور ته ویلی شي؛ نو څه پکار چې یوار لفظ ووایې او بل ځل یې ژباړه کوې. بیا یې وې چې په دې وایټ هاوس تلفظ کې دې په دې «ټې» زور یو څه شکونه هم راولاړ کړل، لکه د زړه څه رګ مګ خو به دې هغه خوا نه وي متمایله شوی؟

 

ما وې اعتراضات دې سر په سترګو؛ خو دومره چې له ما سره جدي شوې؛ د سپینې ماڼۍ په دغه طاقت او توازون به دې هغه د شینوارو عزیزانو په خبره ګړار کړی و؛ خو ځه دا هم د سپیڼې ماڼۍ بخت دی، چې ستا په څېر د څلرویشت ساعته سیاستوال هم دا حال دی، چې د اصل بحث پر ځای زما د پړې او ملامتۍ پر خوا راوڅرخېدې. ښکاري داسې چې ټول عمر دې همدا اخبار او راډیو ته ږېره سپینه کړې، کوم چورت مورت دې پرې نه دی وهلی، وې وګوره کنه؛ زما ږېرې ته دې هم د سپینې نسبت ورکړ، ما وې نو سپین خو ډېر څه دي، سپین خو رنګ دی، سپین خو زړه وي، سپین خو رښتیا او صداقت وي؛ ولې هغه دې نه دي اورېدلي چې سپینې سپینې مه وایه؛ نو که ته یې هسې په هسې په سپینې ماڼۍ پسې تړې دا خو بس یوازې ستا شک کېدای شي؛ نور نو زما زړه درته سپین دی او دا مې درته سپینه مامدینه هم ووې او رښتیا د سپینې خولې اصطلاح هم مشهوره ده.

 

وې دا نور هر څه پرېږده، دا اوس چې دې ووې، چې سپینې سپینې مه وایه، که ژوند کوې، د دې شعر څه مطلب؟ دا یې د سپینې ماڼۍ په اړه ویلي او کنه د سپینو خبرو په اړه؟ ما وې اول خو دې مانا غلطه کړه، بل دا چې د سپینې ماڼۍ په اړه دې اول زما په اړه شک وکړ؛ خو اوس دې حتی په دې شعر کې هم دې سپینې ماڼۍ ته پام واوښتو. که داسې وي؛ نو بیا خو هغه د سیف الرحمان سلیم په شعر کې محل هم همدا ماڼۍ کېدای شي چې ویلي یې وو:

 

څومره جونګړو ته دې اور ورته کړو
چې خپل محل ته دې رڼا راوړه

 

وې روکیه غوږ شه مه له ما خر جوړوه او مه له ځانه څه همداسې شی، ستا دا د سپینې ماڼۍ په اړه خبره له خولې نه وه راوتلې، چې زما ذهن پرې ورسېده، زه که نه وایم، زما دا ماته خوله یې وایي او که سپینه یې راباندې وایې، دغه ږېره هم همدې سپینې ماڼۍ راسپینه کړې؛ خو خبره دا ده، چې زما او ستا تمایل هم باید روښانه وي؛ ځکه موږ د سپینې ماڼۍ په اړه دوه ډوله عملي او نظري خلک لرو، یو ډول خلک پرې سم دم میین دي او بل ډول یې د هرې جرړې مور بولي؛ خو زه یې په دا دواړو طبقو کې نه یم او نه مې خوښېږي؛ ځکه دا یوه ډله یې بغیر له دوی ځان نېمګړی بولي او دا بل یې داسې دوښمني یا مخالفت ورسره کوي، چې د سیاسي تمایل او ګټو پر ځای یې اکثر کور ته ترې سپین تاوان هم راورسېږي.

 

ما وې خدای شته که دا خو ماته داسې سپینه معلومه وه؛ خو تا په دا اوله کې لږه داسې تېزه غوندې وویله، ودې ډار کړم، وې ډار دې په حقه ده، د سپینې ماڼۍ په اړه بحث یا که دې خوله بل ډول وخوروله، چې په هر فورم کې وې، کوډ کوي دې او د سرغړاوي په جرم بیا ځلې حق نلرې، چې وغږېږې. بله دا چې له سپینې ماڼۍ خو ټوله دنیا وېرېږي؛ حتی چې دا سوپر پاورونه یا لوی قدرتونه هم ورسره تامل کوي؛ دې وړو ریاستو ته خو بېخي ورسره پوهاوی پکار دی، کنه که مخامخ نه وي، په دویم او درېیم لاس یې لا له کومې تېرولای شي.

 

ما وې که موږ حق خبره هم کوله، بیا به هم سپینه ماڼۍ په موږ بندیزونه لګوي، وې داسې ښکاري، چې تا یې په اړه یوازې اورېدلي دي او لکه هغه نومونه چې دې یې دوه اخیستل، رښتیا دې هم نه پېژنده؛ خو دا یاد ساتل پکار دي، چې که په اوسمهالې نړی او سیاستونو کې دې سپینه ماڼۍ نه پېژندنه؛ نو نه نړۍ پېژنې او نه سیاست!! ځکه د نړۍ د اخیستنې یا جاګیردارۍ هوډ او تکل همدې ماڼۍ کې ناستو خلکو کړی او د همدې هدف په اساس یې د ټولې نړۍ له سیاستونو سره سروکار هم ده.

 

ما وې ګرانه دې نه کړه؟ وې ته لږ غلی شه، اوس دې راشټاټ کړم، دا وېره، حقوق او پر نړۍ د اجاره دارۍ یا د نېونې خبرې اصلاً د سپینې ماڼۍ د اهدافو مثلث ده، دا په بشپړ باور درته وایم، چې سپینه ماڼۍ دا درې واړه هدفونه په همدې درېیو معکوسو لارو کې لټوي، دا موږ چې کله خبرونه اورو یا یې لولو، ته یې منې او کنه؛ خو په څه نا څه شکل یې ترشا د همدې سپینې بلاګۍ لاس وي او علت یې هم نړېواله وېره ده، څه مې ګرانه کړه، مقصد زما خبرې هسې مه اخله؛ خو واقعیتونه تر دې هم تراخه دي او دغه واقعیتونه هم دوی سرچپه کړي دي او په دې پوهېدنه هغه وخت ممکنه ده، چې زه او ته باید سپینه ماڼۍ یوازې په پېژندنه پرېنږدو؛ بلکې په پوهېدنه یې لاسبري شو.

 

ما وې دا خو به بحث علمي نشي، په دې پېژندنه او پوهنه کې یې څه فرق شو؟ وې دغه خو غم دی کنه، چې تاته دا ماڼۍ بس هسې یوه ماڼۍ ښکاري، لکه هغه زموږ د کلیو او بانډ په کورونو کې چې لویې او لوړې کوټې ته ماڼۍ وایې؛ حال دا چې د داسې ماڼیو په اړه یوازې پېژندنه اکتفا نه کوي، سمه دمه پوهه ترلاسه کول یې لازم دي، پوهنه له پېژندنې څخه یو ګام وړاندې پړاو دی؛ یعنې یوازې د یوه شي نوم او بڼه پېژندل نه؛ بلکې د هغې په اړه ژوره، منظمه او تحلیلي پوهه لرل دي. پېژندنه عموماً لومړنی او سطحي درک وي؛ خو پوهنه پراخ او منظم فهم ته ویل کېږي. په بل عبارت، هره پوهنه له پېژندنې پیلېږي، خو هره پېژندنه تر پوهنې نه رسېږي؛ مثلاً دا د سپینې ماڼۍ سطحي پېژندنه ده، چې سپینه ماڼۍ د امریکا د ولسمشر کور او د کار ځای دی او په واشنګټن ډي سي کې موقعیت لري. دا ودانۍ له ډېر پخوا، یعنې له ۱۸۰۰م کال راهیسې د ولسمشرانو استوګنځای پاتې شوی او جوړول یې لا تر هغه مخکې په ۱۷۹۲م کال کې پیل شوي وو، چې په کې لسګونه خونې او دفترونه شته؛ خو تر ټولو مهم ځای یې هغه دفتر دی، چې ولسمشر پکې مهمې پرېکړې کوي. سپینه ماڼۍ یوازې یوه زړه تاریخي ودانۍ نه ده؛ بلکې د امریکا د حکومت د واک نښه هم ده، ځکه ډېر مهم سیاسي اعلانونه او دریځونه له همدغه ځایه اعلانېږي.

 

وې دا خو د سپینې ماڼۍ پېژندنه شوه؛ خو که په اړه یې پوهه ترلاسه کول وي؛ نو بیا هغه دا ده، چې د دوی سپینې ماڼۍ په څیر به یې لکه هرې سیمې، موضوع او برخې ته د متخصصینو تهنګ ټینګ کېنوې، هغسې تهنک ټینګ چې بیا په کې زما او ستا، ګوند او فکر خبره باید ونه چلېږي؛ یعنې پوهېدنه یې دا ده، چې د دې ماڼۍ پېژندنه پر ملي کچه د متخصصینو په واسطه یې برخې برخې او ستراتیژۍ باندې پوهه ترلاسه کړي او بېخي له یوه موقفه له هرې برخې سره رغنده پالیسي او ستراتیژي ولرلای شي؛ کنه هسې په هغه او دغه پېژندنه یې او په مرده باد او زندباد یې خداکا هیڅوک ورسره شل کاندي.

 

ما وې دا خو یې ته سم متخصص یې!! خو په دې یوې خبرې مې سر راخلاص کړه، چې دوی «سينه ماڼی وال» خو خدا کا دومره خوار هم وي، تر دې ماڼیو، شهرتونو او قدرتونو وراخوا نور څه داسې دي، چې معاصر انسان به یې ترلاسه کوي؟ وې ته ودرې دا خو ته هم داسې فکري فکري کېږې، فلسفي به درته نه وایم؛ خو خبره دا ده، چې انسان د خپل سرشت یا طبعیت سره په جګړه ده او جګړې ړندې او بې شعوره وي، دا یې هېر دي، چې د زندګۍ فنا هم شته، هر نړېوال حاکم او واکمن خپل تاریخ په وینو او مرګونو لیکل غواړي او د طاقت په نشه کې دي، بل د طاقت په روایت کې چنګیزخان او هټلر هم یو ذهنیت دی او دا روایت او ذهنیت خپل خپل لاروي او پالونکي لري، د دغه روایت په اساس دوی د ځمکې، وسایلو او پر انسان د نېونې اهداف او په دنیا د جنګونو د تسلط او قبضو بیانیې جوړوي، دوی اصلاً همدې ته فتحې وایي او دا د طاقت ړوند تعریف هم دی، ړوند تعریف په دې مانا هم چې اصلاً طاقت دا نه دی، چې ته ډېر شته، قبضې او نېونې ولرې؛ بلکې ډېرو خلکو ته د خېر او عافیت ترڅنګ انساني حقوق، ښوونه، برابري ورکړې او خپل طبیعي حق او غږ یې استثمار او خاموش نه کړې، له بده مرغه دا وخت د نړی اکثریت انسانان د همدغه ړانده تعریف او بې توازنه طاقت په اساس وږي، نهر، بې کوره او بې کالیو دي، که د طاقت لرونکیو انسانانو په سرونو کې یوه زره عقل هم وای، دوی به کله هم د خپلو طاقتونو د هوس لپاره دا ډول انساني استثمار نه وی کړی او نه به یې دا استعماري لارې خپلې کړې وای. دا اصلاً د معاصرو طاقتونو د سیالۍ غلطه کړې لار ده، چې کله یې پر مذهب، سیاست او اخلاقیاتو وراړوي او کله یې تهذیبي او تمدني خلاوې ګڼي. تر هغې چې د طاقتونو دغه هوس سوړ او پر لاره نشي؛ نو هغه د سایل صاحب خبره؛ البته په لږ تحریف چې:
مري به انسانان او طاقتور به تماشې

 

ما وې بس یې کړه، سر مې وخوږېده، سپینه ماڼۍ نه شوه، بلا شوه؛ تا خو سمه جاخه راوچوله، په لنډه یې راته ووایه چې دا سپینه یې ولې بولي؟ وې دغه خو چل دی کنه؛ چې کله د مشوړې سر درته پیدا شي بیا ستاسې سر وخوږېږي؛ سپینه او توره یې څه کړې، دوی یې چې هر څه بولي، ستا څه خیالی دی؟ په کوم رنګ دې یې واره ورته راځي؟ مازې ترکیب کوه یې سپینه،
توره یا شنه او که بېخي یې «سره ماڼۍ» یې هم بولې؟ هیڅ کسر یې نشته او نه دوی په دې وړو وړو خبرو پسې سر ګرځوي، ما وې دا تا چې کوم قسم خبرې او بحث وکړ، زه یې هډو پېژنم نه او نه مې کتلې، زما څه کار دی؟ همغه د خوشال بابا خبره،چې:

 

د فساد فکر مې نشته خدای حاضر دی
خپل ساعت به تېرومه وخت اخر دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...