سه شنبه, فبروري 17, 2026
Homeخبرونهپه ډیپرېشن د اخته میندو ماشوم د اوټیزم له خطر سره ډېر...

په ډیپرېشن د اخته میندو ماشوم د اوټیزم له خطر سره ډېر مخامخ وي

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸مه) د امیندوارۍ پر مهال یا له زیږون وروسته په شدید ذهني فشار او ډیپرېشن د اخته میندو په ماشومانو کې د آټیزم (۱) خطر زیات دی.

په دې څېړنه کې تر ۲۳ زره د زیاتو میندو او ماشومانو معلومات وڅېړل شول، او پر موږکانو ترسره شویو تجربو هم د دې دواړو ترمنځ حیاتي اړیکه تایید کړه.

په جاپان کې شوې څېړنه ښيي، د هغو ښځو، چې اومیندوارۍ په دوره کې له ډیپرېشن سره مخ وي، د هغوی په ماشومانو کې آټیزم ته ورته نښې ډېرې لیدل شوي دي.

په ځانګړي ډول دا اغېز په نجونو کې ډېر څرګند و. دغه نجونې اکثره په کم وزن زېږېدلې وې او له خپلو میندو سره یې احساساتي اړیکه هم کمزورې وه.

د څېړنیز راپور له مخې، په عمومي ډول په هلکانو کې آټیزم ته ورته نښې د نجونو پرتله ډېرې وې، که د مور ذهني حالت هر ډول و.

څېړونکو ټینګار کړی چې د میندو د ذهني روغتیا پر وخت تشخیص او ملاتړ کولی شي په ماشومانو کې د آټیزم د خطر په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د راپور له مخې، ذهني فشار د آکسی‌ټوسین هورمون پر کچه اغېز کوي، له همدې امله د امیندوارۍ پر مهال او له زیږون وروسته د میندو د ذهني روغتیا څارنه ډېره اړینه ده.

پر څه باندې ۱۴۰ زره امیندواره ښځو شوې څېړنه ښيي چې د امیندوارۍ په دوهمو او درېیمو درو میاشتو کې د ډیپرېشن د درملنې لپاره د انټي‌ډیپرېسنټ درملو کارول، په ماشومانو کې د آټیزم خطر نژدې دوه برابره زیاتوي.

د دې څېړنې پایلو د آټیزم د تشخیص په اړه، په ځانګړي ډول په نجونو کې د کم تشخیص مسئله، او د امیندوارۍ پر مهال د ذهني روغتیا پر اهمیت نوې بحثونه راولاړ کړي دي.

۱- اوټیزم څه شی دی؟

اوټیزم (Autism) یو عصبي حالت دی چې د انسان د دماغ د ودې له پړاو سره تړاو لري. دا حالت عموماً له ماشومتوبه پیلېږي او د اړیکو، ټولنیز چلند، ژبې او تکراري کړنو پر څرنګوالي اغېز کوي.

د اوټیزم لرونکي کسان کېدای شي د نورو د احساساتو په درک، خبرو اترو، او ټولنیزو اړیکو کې ستونزې ولري، خو ډېر یې ځانګړې وړتیاوې او قوي تمرکز هم لري. اوټیزم ناروغي نه ده، بلکې د انسان د ودې یو بېل ډول دی، او شدت یې له شخصه تر شخصه توپیر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...