تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) افغانستان او ازبکستان د شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت مهمې سوداګریزې موافقې لاسلیک کړې، چې پکې ۲۵ تجارتي هوکړې شاملې دي.
د طالبان تر ادارې لاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې له ازبکستان سره یې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریزې موافقې لاسلیک کړې دي.
دا موافقې د افغانستان–ازبکستان د سوداګریز فورم پر مهال لاسلیک شوې، چې پکې د صنعت وزیر نورالدین عزیزي او د سرخاندریا ولایت والي ارکینجون توردیموف ګډون کړی و.
د چارواکو په وینا، دا هوکړې د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، د فرنیچر تولید، ټوکرانو او درملو د همکارۍ په ګډون بېلابېلې برخې رانغاړي.
د طالبانو چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخیزه سوداګري په تېزۍ پراخه شوې او په تېر کال کې صادرات او واردات په څرګند ډول زیات شوي دي.
دا موافقې په داسې وخت کې لاسلیک شوې چې د سرحدي امنیت او سیاسي اختلافاتو پر سر د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، چې سیمهییزې اقتصادي اړیکې یې اغېزمنې کړې دي.
د دغو اختلافاتو تر څنګ، چارواکو تازه له پاکستان څخه د درملو واردات په بشپړه توګه بند اعلان کړل، چې له امله یې سوداګر اړ شوي د منځنۍ اسیا له لارې د بدیلو عرضو لارې ولټوي.