Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار کې سږکال د ګنيو حاصلات ۱۸۱ زره ټنه اټکل شوی

ننګرهار کې سږکال د ګنيو حاصلات ۱۸۱ زره ټنه اټکل شوی

تاند/ پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۸مه/ د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولان وایي، سږکال د دې ولایت په نهو ولسوالیو کې پر ۱۹ زره او ۲۲۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي دي.

د یاد ریاست د اټکل له مخې به ترې ۱۸۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.

سرچینه زیاتوي چې، سږکال به له یادې اندازې ګنیو ۱۱ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه ګوړه تولید شي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني د طالبانو د حکومت اړوند باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ګوړو ۲۴۴ کارخونې فعالیت لري او زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د نوموړي په وینا، ګني د کامې، سره ‌رود، بهسودو، کوز کونړ، ګوشتې، بټي کوټ، لعلپورې، شينوارو او مومندرې ولسوالیو کې کرل شوي دي.

سبحاني زیاته کړې، د ګنیو او ګوړو بازار د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی او تولیدات یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

په همدې حال کې د ګوړو تولیدوونکو ویلي، چې په خپلو کارخونو کې یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او له کلونو راهیسې د لوړ کیفیت ګوړه تولیدوي.

د کرنې ریاست د شمېرو له مخې، تېر کال د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې پر ۱۵ زره او ۹۸۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي وو، چې ۱۵۷ زره او ۷۸۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و.

کرنې ریاست سږکال د بزګرانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره ۹ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...