Homeخبرونهیونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۷ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو پر زده‌کړو د لا زیاتو پانګونو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د بشري مرستو د اړتیاوو له زیاتېدو او پر نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو له امله، میلیونونه ماشومان لا هم له زده‌کړو بې‌برخې دي.

یونیسف د نومبر په ۱۹مه، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې د زده‌کړو په برخه کې پانګونه د ماشومانو د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره پانګونه ده.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د زده‌کړو له ژور بحران سره مخ دی. د یونیسف د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. افغانستان اوس هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع دي.

د یونیسکو او یونیسف په ګډ راپور کې، چې د نومبر په څلورمه خپور شوی، راغلي چې د لومړنیو زده‌کړو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان په افغانستان کې له رسمي عمومي زده‌کړو بې‌برخې دي. په راپور کې ویل شوي چې د نفوس زیاتوالی، د زده‌کړو په برخه کې د پانګونې کموالی او پر نجونو محدودیتونه د افغانستان پر هغه ښوونیز نظام لا ډېر فشار راوړي چې له مخکې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د ماشومانو ستونزې یوازې په ښوونځیو پورې محدودې نه دي، بلکې بې‌ځایه کېدل، بېوزلي او د خوړو کمښت هم په ټول هېواد کې د هغوی وضعیت خرابوي.

سېف دي چلدرن یا د ماشومانو د ژغورنې ادارې په یوه راپور کې چې د نومبر په ۱۸مه خپور شوی، ویلي چې په افغانستان کې د سروې شویو بې‌ځایه شویو ماشومانو ۵۵ سلنه له خپلو کورونو تر وتلو وروسته د خوړو له کمښت سره مخ شوي او ۴۱ سلنه یې ویلي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی دی.

د «بې‌ځایه کېدونکو ماشومانو» تر سرلیک لاندې دغه راپور په اوو ولایتونو کې له ۸۲۴ ماشومانو او ۸۳۸ پالونکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. د راپور له مخې، د ماشومانو ۳۳ سلنه پالونکو ویلي چې له بې‌ځایه کېدو وروسته د ماشومانو زده‌کړو ته لاسرسی خراب شوی دی. په سروې کې له هرو لسو ماشومانو څخه تر یوه کم ویلي چې مرستې یې ترلاسه کړې دي.

راپور د بې‌ځایه کېدو یو مهم لامل اقتصادي ستونزې بللې دي. په سلو کې ۴۹ ماشومانو ویلي چې کورنۍ یې د کار د نه موندلو یا د کافي عاید د نه لرلو له امله له خپلو سیمو کډه شوې دي. نژدې ۷۰ سلنه سروې شویو ماشومانو ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې لږ تر لږه له دوو کړکېچونو سره مخامخ شوي دي. په دغو پېښو کې وچکالي، سېلونه، زلزلې او جګړې شاملې دي.

د ماشومانو نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۲۰مه لمانځل کېږي. د دې ورځې هدف د ماشومانو د حقونو ملاتړ دی، چې زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو، خوندیتوب او د ودې فرصتونو ته لاسرسی هم پکې شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...