د ښځو د ژوند، رواني فشار، کورني قید او د لیکلو له لارې د مقاومت موضوعات د نړۍ په ادبیاتو کې ډېر یاد شوي دي. دلته پر همدې موضوع د یوې افغانې لیکوالې او د یوې امریکایۍ لیکوالې د داستان پرتله غواړم. یوه د امریکا په کنېټیکټ ایالت کې په ۱۸۶۰ کال کې زېږېدلې، بلې د ۲۱ مې پېړۍ په غزني کې سترګې پرانیستې دي.
٬٬ژېړ دېوالي کاغذ،، د ۱۹ مې پېړۍ کیسه ده چې شارلېټ پرکېنز جېلمن لیکلې وه، د ٬٬زه،، په نامه پښتو لنډه کیسه بیا په ۲۰۲۶ کال کې کاملې عزیزي کښلې ده.
د شارلټ پرکېنز جېلمن کیسه د ۱۹ پېړۍ د ښځو د رواني ناروغۍ د ناسمې درملنې او په کور د قید د ناوړه اغېزو یوه خوندوره سمبولیکه کیسه ګڼل کېږي. د کاملې عزیزي کیسه بیا د ۲۱ پېړۍ د یوې ښځې د کورني فشار، ستړیا، د هویت د ورکېدو او د لیکلو له لارې د ژغورنې تصویر راکوي. که څه هم دواړه کیسې له زماني او فرهنګي لحاظه ډېر توپیر لري، خو د ښځې د ژوند داسې تصویر راکوي چې په دوو جلا پېړیو، دوو جلا نړیو او دوو جلا کیسو کې هم یو انځور راښيي.
شارلټ پرکېنز جېلمن (۱۸۶۰–۱۹۳۵) د امریکا د ښځو د حقونو، اقتصاد، ټولنیزو اصلاحاتو او ادبياتو یوه مهمه څېره وه. په ژېړ دېوالي کاغذ کې د کیسې اتله د ماشوم له زېږولو وروسته په ژور خپګان اخته شوې، ډاکټر سپارښتنه کوي چې دا دې له نورو خلکو لیرې په یوه کور کې ارام وکړي، له لیکلو او له هر هغه کاره چې فکر غواړي باید لیرې واوسي، په کټ دې پرته وي، غلې دې وي او هېڅ دې نه کوي. دا نسخه د دې د درملنې پر ځای د دې رواني حالت نور هم خراب کړي. په ژېړ دېوالي کاغذ کې ښځه د مېړه تر څار لاندې په یوه کوټه کې بنده پاتې ده او پر دېوال د نښلول شوي کاغذ انځورونه یې د رواني ګډوډۍ نخښه ګرځي . د دې دغه کیسه د ښځو د رواني کړاو او د کورني کنټرول پر وړاندې د ادبي مقاومت خورا مهمه او ارزښتناکه لیکنه بلل شوې ده.
د کاملې عزیزي کیسه ٬ زه، کې هم ښځه د کور په فضا کې راګیره ده، تلویزیون نه شي روښانه کولای، په کتابونو او کتابچې کې ډوبه ده، د کورنۍ د خبرو تر فشار لاندې ده، د ناروغې څارنه او پالنه ورله غاړې ده، سیروم، ستنه، تبه او د کوژدن فشار هم جلا دی. که څه هم د کاملې عزیزي کیسه د معاصر ژوند د ورځنیو شیانو له لارې د قید فضا جوړوي، خو د دواړو کیسو د فضا ګډ ټکی دا دی چې ښځه د کور د دیوالونو تر منځ ورو ورو ورکېږي. کور د دواړو کرېکټرونو لپاره د ارامښت ځای نه دی، بلکې د رواني فشار د زیاتېدو په سرچینه ورته بدلېږي.
د شارلېټ جېلمن په کیسه کې لیکل د ښځې د یوازینۍ ازادۍ وسیله ده. د هغې مېړه دا له لیکلو منع کړې وه خو دې پټ لیکل کول، لیکل د هغې د ژغورنې وروستۍ هڅه وه. د کاملې عزیزي په کیسه کې هم لیکل د کرېکټرې د مقاومت اصلي خبره ده، د کتابچې نیمګړي یاداښتونه، په یوې جملې پسې ګرځېدل، د شعر نیمګړی بیت، دا جرئت نه کول چې لیکل دې وکړي وایي ٬٬زه خو څه لیکواله نه یم،،.
دواړه کیسې لیکل د خپل ځان د راټولولو، د فکر د تنظیم او د فشار د کمولو د وسیلې غوندې کاروي. یا په بله ژبه لیکل د دواړو ښځو لپاره د ځان ژغورلو وروستۍ هڅه ده.
په ژېړ دېوالي کاغذ کې ښځه د خپل بدن، ذهن او د نورو د توقعاتو تر منځ په ټکر کې ده. د کاملې عزیزي په کیسه کې هم د خور خبره ٬٬د نجونو به دغسي ډنګر لاسونه وو،، یا د ورور نیوکه ٬٬اوږده نوکان مې نه خوښېږي،، د کوژدن غوښتنه ٬٬یو عکس را ولېږه،،. دا ټول د ښځې د بدن د واک یا د تړاو، د نورو لپاره د جوړېدو او د ځان د هویت د ورکېدو نخښې دي. دواړه کیسې د ښځې د بدن د کنټرول موضوع ډېره ښه را اخلي.
د ۱۹ مې پېړۍ په امریکایۍ کیسه کې د مېړه او کورنۍ غږونه د ښځې د رواني حالت د خرابېدو لامل کېږي. د کاملې عزیزي د اوسني وخت په کیسه کې هم د مور غلی قضاوت، د انا خبرې ، د خور ټوکې، د کوژدن غوښتنې او د کورنۍ ګډ غږونه چې ٬٬هیڅ یې نه ویل،، د فشارونو نخښې دي چې د کرېکټر د ذهني ګډوډیو او د فشار د زیاتېدا لامل کېږي.
په ژېړ دېوالي کاغذ کې ښځه په دې پلمه کنټرولېږي چې ګواکې ناروغه ده باید درملنه یې وشي. د کاملې عزیزي د ٬٬ زه ،، په کیسه کې ناروغي د یوې بلې ښځې د پالنې او څار په بڼه وینو، دلته ناروغي فزیکي نه ده بلکې دا د رواني ستړیا، د یوه مسوولیت او د کورني فشار نخښه ده. په دواړو کیسو کې ناروغي د ښځې د داخلي نړۍ د ماتېدو استعاره ده.
د شارلېټ په کیسه کې پای د بشپړې رواني ماتې ښکارندویي کوي. د کاملې عزیزي په کیسه کې پای د یوې جملې په بڼه راځي ٬٬موبایل مې چرته دی؟،، د کیسو دا دواړه پایه د ښځې د داخلي نړۍ د ماتېدو تصویر راکوي.
که څه هم د شارلټ پرکېنز جېلمن کیسه د ۱۹ پېړۍ د ښځو د قید او د رواني ناروغۍ د غلطې درملنې پر وړاندې یوه ناره وه او د کاملې عزیزي کیسه د ۲۱ پېړۍ د یوې ښځې د کورني فشار، ستړیا او د هویت د ورکېدو انځور دی خو دواړه په یوه ټکی سره نښلي او هغه دا چې د ښځې داخلي نړۍ د کور د دیوالونو تر منځ ورو ورو ورکېږي او لیکل د هغې د ژغورنې وروستۍ هڅه ده. دواړه کیسې د ښځې د نه اورېدل کېدو، د بدن د کنټرول، د کورني فشار او د رواني مقاومت موضوع ده چې په هنري ژبه او داسې بیان شوې چې لوستونکي لا ډېر فکر ته هڅوي.
د شارلېټ جېلمن کیسه ما د نړیوالو کیسو کیسې کتاب ( ۲۰۲۰) ته ژباړلې او شاربلې وه، کیسه چې مې لوسته فکر مې کاوه چې دوې پېړۍ وړاندې د امریکایي ښځو رواني حالت ته داستان لیکل شوی خو زموږ د ښځو ټول ژوند چې په کاملآ جلا نړۍ کې له خورا ډېرو ستونزو ډک دی، ولې پرې دغه ډول کیسې نه لرو؟ شاید ویې لرو ما نه وي لوستې، د کاملې عزیزي د ٬ زه، کیسه راښيي چې د هنر په ژبه افغانه پېغله هم خپل درد ښکلی انځورولی شي.
دا هم ژېړ دېوالي کاغذ او د زه کیسې
ژېړ دېوالي کاغذ
شارلټ پرکینز جېلمن
ډېر کم داسې پېښېږي چې زما او جان غوندې عادي کسانو ته دې د اوړي په مخه ماڼۍ په لاس ورشي. د استعمار د پېر ماڼۍ، په میراث پاتې جایداد، زه به یې په نظر شوی کور وبولم او د مینې او خوښۍ هغه اوج خو دا به نو له بخته د ډېر څه غوښتلو په مانا وي. بیا یې هم په جرئت وایم چې په دې ځای کې یو نه یو څه کم و. که دغسې نه وای نو ولې به یې دومره په ټیټه کرایه دا ماڼۍ راکوله؟ او ولې ډېر وخت پکې څوک نه اوسېدل؟ ٫جان، راپورې خاندي خو طبعآ په ودني ژوند کې دا خبرې حیرانونکې نه دي. جان دومره د عمل سړی دی چې بیخې پکې افراط کوي. دین ته حوصله نه لري، له خرافاتو بیخي کرکه کوي، په خبرو کې ښکاره هغه شیان غندي چې نه احساسېږي، نه لیدل کېږي خو شمېرل کېږي. جان ډاکټر دی او ښايي یو دلیل چې زه ژر نه ښه کېږم دغه جان دی. دا خبره به طبعآ هېڅ بل انسان ته ونه وایم، خو دلته یې چې لیکم نو پر یوه مړه کاغذ یې لیکم او د خپل ذهن هوساینې ته یې کاږم.
ګوره دی اصلآ باور نه کوي چې زه ناروغه یم.
نو څوک څه کولی شي.
که یو ډاکټر چې خورا تکړه وي او مېړه مې هم وي خپلو ملګريو او خپلوانو ته ډاډ ورکوي چې په ما هېڅ نه دې شوي بلکې هسې په ژورخپګان اخته شوې یم او هغه هم د لېونتوب غوندې یو څه ، نو څوک به څه وکړي؟
زما ورور هم ډاکټر دی ، هغه هم ډېر تکړه دی او هغه هم همدا خبرې کوي. نو زه د فوسیفټ درمل کاروم، د تقویې دوا خورم، سفر کوم، تازه هوا تنفسوم، تمرین کوم او تر هغو چې ښه شوې نه یم له هر ډول کاره کاملآ منع شوې یم. شخصآ د دوی له دې نظرونو سره جوړه نه یم. خپله په دې باور یم چې که داسې زړه ته رانژدې کار وي چې ومې هڅوي او بدلون راته ولري ښايي زما روغتیا ته ډېر ګټور وي.
خو څوک څه کولی شي؟
تر څه وخته مې د دوی له ممانعت سره هم لیکل وکړل خو ډېره مې ستړې کوي په دې چې که ماهرانه او خلاقه لیکنه رانه شي نو له سخت مخالفت سره مخامخېږم. زه کله کله غواړم چې زما په شرایطو کې که له ما سره مخالفت لږ وشي، له خلکو سره ډېره راشه درشه ولرم او وهڅېږم ښه به وي خو جان وايي که زه د خپلو روغتیايي شرایطو په اړه فکر وکړم همدا راته تر هر څه بده ده، اقرار کوم چې همدا خبره تل لا بد احساس راکوي. نو پرې به یې ږدم او د کور په اړه به خبرې وکړم. خورا ښکلی ځای دی! ډېر یوازې، له سړکه ښه شاته پروت دی، له کلي درې مایله لیرې دی. دا ځای مې ، ذهن د انګریزانو هغو کورونو ته بیايي چې په کتابونو کې یې تشریح کړی وي، ځکه چې پوله لري، دېوال لري، ورونه چې کولپېږي او ډېر واړه فرعي کورونه چې بڼوال او نور خلک پکې اوسېږي.
یو خوندور بڼ هم شته. ما دغسې بڼ کله نه و لیدلی. لوی او له سیوریو ډک، له داسې لاره ګیو ډک چې د لرګو کټارې لري، د انګورو لوی تاکونه پکې دي چې لاندې یې د ناستې ځایونه دي. زرغون کورونه ( د سبو او ګلانو پالنځایونه ) هم پکې دي خو اوس مات شوي دي. ګومان کوم یو څه قانوني سرخوږی و، میراث و او بیا ورپسې چا ته دا ودانۍ رسېده، خو دا ځای تر څو کلونو خالي و. دا خبره به مې د دې کور د پیریاني توب کیسه خرابه کړي خو پروا یې نه لرم زه داسې احساسوم چې په دې کور کې یو نه یو څه عجیب شته. د څوارلسمې سپوږمۍ په یوه شپه مې دا خبره جان ته وکړه خو هغه راته وویل څه چې زه احساسوم هسې شمال دی، کړکۍ باید وتړم. کله کله پر جان بې دلیله غوسه کوم. باوري یم چې پخوا دومره حساسه نه وم. فکر کوم دا مې د عصبي حالت له امله دی. خو جان وايي کله چې دغسې احساس وکړم باید د ځان د کنټرولولو سمې لارې هېرې کړم، نو اقلآ د ده په مخکې زه په ځان درد ګالم چې کنټرول شم، دا حالت مې ډېره ستړې کوي.
خپله خونه مې هېڅ نه ده خوښه. ما په لومړي پوړ کې یوه غوښته چې حویلۍ ته پرانیستل کېدای، په کړکۍ کې د ګلابو بوټي وای، د زړو ځایونو غوندې یې ښکلي لاستي وای خو جان دا خبره نه اوري. دی وايي هلته یوه کړکۍ ده او د دوو کټونو لپاره ځای نشته، که دی بل ځای ویدېږي نو نژدې ورته بله خونه نشته. دی دقیق او مینه ناک دی، په ګرانه مې پرېږدي چې د ده له ځانګړي پام پرته څه وکړم.
د ورځې هر ساعت ته له مهال وېش سره سم درمل لرم، دی راباندې ټول پام کوي نو وجدانآ ځان ناخوښه بولم چې ډېر قدر یې ونه کړم. ده وویل دلته یوازې او یوازې زما لپاره راغلي یوو چې ښه ارام وکړم او تازه هوا تنفس کړم. ده وویل :
– ګرانې ستا تمرین ستا په قوت پورې تړاو لري. ستا خواړه ستا په اشتها پورې خو هوا تل تنفسولی شې.
نو د کور په سر مو اینه خانه راخپله کړه. خورا لویه هواداره خونه ده، نژدې هر لور کړکۍ ، هوا او د لمر وړانګې دي. لومړی دا اینه خانه یا د بوټو روزنتون و چې بوټي یې پکې پالل، بیا د ساعت تیرۍ خونه شوه بیا جمنازیم شوه، د وړو ماشومانو له امله یې کړکۍ تړل شوې ، پر دېوالونو کړۍ او نور شیان راځوړند دي. رنګ او د دېوال کاغذ داسې ښکاري لکه یو وخت چې د هلکانو ښوونځی و. د دېوال کاغذ یې لیرې کړی، زما د کټ شاوخوا ټول ځای ځای لیرې شوی ان تر هغه ځایه دیوالي کاغذ لیرې شوی چې زما لاس ور رسېږي، د خونې هغه بل سر کې بیا ان تر لاندې کاغذ لیرې شوی، په ژوند کې مې تر دې بد کاغذ نه و لیدلی. پر کاغذ داسې طرحې وې چې یو یې ډېر جوت او خورا زیات و او داسې ښکارېده ته وا انځورګر پکې هر ډول تېروتنه کړې وي. دومره زړه تنګوونکي دي چې سترګې یې په معلومولو سربداله کېږي، دومره لویې دي چې پرله پسې دې په عذابوي او اړ باسې دې چې ورته وګورې، چې کله دې دا ناڅرګندې او ماتې ګوډې کرښې تر یوه وخته تعقیب کړې نو ناڅاپه ورکې شي، په عجیبو زاویو کې غیبې شي او په نامعقوله او نه مننونکې بڼه ختمې شي. رنګونه یې خوا ګرځوونکي دي، تېز، ناپاکه ژېړ چې د لمر په کراره اوښتونکې رڼا ته په حیرانونکې توګه پيکه شوي دي. بېخې بد رنګه او په ځینو برخو کې په نارنجي رنګ بدل شوي او په ځینو کې یې بیا نسواري رنګ اخیستی. ماشومان ګرم نه وو چې له دې ځایه یې بد راتلل. که زه هم په دې خونه کې تر ډېرو پاتې شم زما به هم ترې بد راشي. دغه دی جان راغی زه باید دا کاغذ لیرې کړم، د ده نه خوښېږي چې زه یوه کلمه لا ولیکم.
دلته مو دوې اوونۍ وشوې له لومړۍ ورځې راهیسې مې بیا تر ننه کله لیکلو ته زړه نه و ښه شوی. اوس له کړکۍ سره ناسته یم. دا ځای مې لیکنه دومره خرابوي لکه بې سېکه چې یم او نه یې شم لیکلی. جان ټوله ورځ تللی وي، کله چې یې قضیې جدي وي ان ځینې شپې هم نه راستنېږي. خوشحاله یم چې زما قضیه جدي نه ده.! خو دا عصبي ستونزې ډېرې ځپوونکې دي. جان نه پوهېږي چې زه واقعآ ځومره کړېږم. دی په دې پوهېږي چې د ځور او کړاو کوم دلیل نشته او همدا خبره دی قانع کوي. طبعآ دا یوازې اندېښنه او وارخطايي ده. بس پر ما دومره بوج دی چې په هېڅ ډول خپل کار پکې نه شم کولی.!
ما باید د جان لاسنیوی کړی وای، د هغه د هوساینې او ارامښت سبب وای خو دا دی د وخته لا پرې بار او بوج یم! هېڅوک نه پوهېږي چې زما له وسه پوره هغه لږ کار هم څومره خواري رانه غواړي، همدا جامې اغوستل، له چا سره لیدل او نور شیان. له ښه مرغه ٫میري، له ماشوم سره ډېره ښه ده. اخ څومره خوږ ماشوم دی! خو بیا هم ماشوم باید له ما سره نه وي، ورخطا کوي مې. شاید جان په ژوند کې هېڅکله نه وي وارخطا شوی.
د دې دېوالي کاغذ په برخه کې دی راپورې خاندي. اول یې ویل د دې خونې پر دېوالونو به نور کاغذونه ونښلوي خو وروسته یې وویل هسې دا کاغذ راته ببو شوی دی، او عصبي ناروغ ته تر دې بل څه بد نشته چې له هر څه یې بد راځي هغه ورته بدل شي. ده ویل که د دېوال کاغذ بدل شي بیا به د کټ دروند چوکاټ وي، بیا به بې پردې کړکۍ وي، بیا به د زینو په سر دروازه وي او همداسې نور شیان. ده وویل:
– پوهېږې دې ځای پر تا ښه اغېز کړی دی، او رښتیا ګرانې د درو میاشتو کرايي ځای دی نو ولې یې جوړ کړم؟
– نو بیا مو پرېږده چې لاندې پوړ ته لاړ شو، هلته ډېرې ښایسته خونې دي.
ده په غېږ کې ونیولم، پاکه بتکه یې وبللم او ویې ویل که غواړم ان تل خونې ته تللی شم او تکه سپینه یې رنګولی شم. خو دی د کټونو، کړکیو او نورو شیانو په برخه کې سمه خبره کوي. دا خونه دومره هواداره او ارامه ده چې څومره دې زړه غواړي او طبعآ زه دومره احمقه نه یم چې دی هسې د خپل وهم او ګومان په خاطر نا ارامه کړم. دا لویه خونه راباندې په رښتیا ګرانېږي خو بس یوازې دا بد دېوالي کاغذونه یې نه غواړم.
له یوې کړکۍ بڼ وینم، مرموز بوټي، په زاړه دود برابر ګلونه، واښه او ښایسته ونې. له دې بلې کړکۍ د اوبو غاړه او اوبو ته د کښتیو د کښته کېدو ځای چې په دې ودانۍ پورې تړلی دی. له کوره تر هغه ځایه په سیوري پټه ښکلې لار ده. دغلته په دې ګڼو لارو خلک وینم چې پلي روان وي، خوند راکوي خو جان راته ویلي چې دې خوندورو خیالونو باندې ځان بوخت نه کړم. دی وايي زما خلاقیت او د کیسو جوړولو عادت ته او زما عصبي ضعف ته په پام ښايي ډېر خیالونه او خوبونه ووینم خو باید خپله اراده اوشعور وکاروم او ځان ترې راوګرځوم. نو همدا هڅه کوم.
کله کله فکر کوم چې که دومره ښه وای چې لیکل مې لږ لږ کولای شوای نو هغه فکرونه چې راباندې یرغل کوي هغه به مې ورک کړي وو او ارامه شوې به وم. خو چې کله یې هڅه وکړم نو ډېره ستړیا احساس کړم.
زړه ماتونکې خبره دا ده چې زما د کار په برخه کې نه څوک مشوره راکوي او نه هم کوم ملګری یا ملګرې لرم. جان وايي چې زه ښه شم بیا به مو تربرونو ٫هینري، او ٫جولیا، ته وايي چې راشي او تر ډېرو دلته واوسي خو دی وايي که دغه زړه ته راتېر خلک اوس راپرېږدي نو داسې به وي لکه پر اور چې تیل پاشې. کاشکې زه ژر جوړه شم. خو باید پرې فکر ونه کړم.
د دېوال دا کاغذ داسې دی، لکه پوهېږي چې، څرنګه بد اغېز راباندې کوي. د جوړښت بڼه یې داسې ده چې یو ځای پکې په بیا بیا لکه ماته غاړه او غټې ګردۍ سترګې ښکاري چې سرچپه درته ګوري. زه په دې غوسه کېږم او فکر کوم لیدونکي ته پکې درناوی نشته او تمام نه لري. لوړ او کښته، یو اړخ او بل اړخ هر لور ته همدا نه رپېدونکې سترګې دي. په یوه برخه کې دا حالت سره ورته نه دی، سترګې په یوه کرښه کې کښته پورته کېږي او یوه تر بلې لږ پورته ده. ما کله پخوا په کوم انځور کې دومره خبرې نه وې لیدلې. په کمکیني به ما له ساده دېواله او ساده مېز او څوکیو د تفریح او ډار دومره څه موندل چې نورو ماشومانو به د ساعتېري د شیانو له دوکانه نه شوای موندلی. یادېږې مې زموږ د مطالعې په زړې خونې کې به لاستیو سترګه وهله او یوه څوکۍ وه چې تل به راته د یوې پياوړې ملګرې غوندې ښکارېده. ما به داسې احساس کاوه چې که کوم څه مې وډاره کړي نو دې څوکۍ ته به ورټوپ کړم او خوندي به یم.
د دې خونې مېز او څوکۍ سره منظم نه دي. موږ ټول له لاندې پوړه راخېژولي دي. ګومان کوم کله چې یې له دې خونې د ماشومانو د ساعتیرۍ لپاره کار اخیست، د پالنې او اینه خانې ټول شیان یې ترې لیرې کړي وو او طبعآ ماشومانو دلته سم ورانی کړی دی. لکه مخته چې مې وویل د دېوال کاغذ ځای ځای شکېدلی دی بېرته یې سره نښلولی، شاید دا کاغذ هم د پايښت او هم د کرکې قوت لري. غولی یې ګرول شوی، کډی شوی او مات شوی دی، پلستر یې ځای ځای کیندل شوی ، داسې ښکاري لکه جنګ چې پرې تېر شوی وي.
خو بد مې له هغو نه راځي یوازې د دېوال له کاغذه مې ښه نه راځي.
د جان خور راغله. ډېره خوږه نجلۍ ده او پر ما ډېر پام کوي.! دا باید را پوه نه شي چې زه لیکل کوم. دا د کور ساتنې ته خورا لېواله ده او پکې تکړه هم ده، تر دې ښه دنده نه غواړي. زه باوري یم چې دا ګومان نه کوي چې زما ناروغي له لیکلو راپیدا شوې. خو دا چې دباندې وي او له کړکۍ راښکاري چې ښه لیرې ده زه لیکل کولی شم.
یوه کړکۍ مې سړک ته خلاصېږي، یو ښایسته کوږ ووږ له سیوري ډک سړک دی او یو بل دی چې نور کلی ترې ښکاري. ښکلی کلی هم دی چې له لویو چنارونو ډک دی او بخملي سیمې یې له ګلانو ډکې دي.
د دېوال دا کاغذ یو یو ځای بله طرحه هم لري چې سیوری پرې غوړېدلی، دا نو بېخې ډېر په عذابوونکی دی، په ځانګړې رڼا کې یې لیدلی شې او بیا یې هم ښکاره نه وینې. کوم ځایونه چې یې تت نه دي او لمر پرې لږ شته هلته زه یو ډول عجیب، پارونکی، بې شکله ډول څېره وینم چې د مخې له جوتې او د احمقانه طرحې له شا یې سر را ایستلی دی.
هغه ده خور یې راغله زینو کې ده!
ښه د جولای څلورمه پای ته ورسېده! خلک لاړل او زه ستړې یم. جان فکر کاوه چې که خلک راسره وي ښه به شم نو د یوې اوونۍ لپاره مور، نیلي او ماشومان دلته وو. طبعآ ما هېڅ ونه کړل، ٬جېنې، اوس په هر څه پام کوي. خو بیا یې هم زه ستړې کړم. جان وايي که ژر ښه نه شم نو په مني کې به مې ٫ویر مېچل، ته واستوي. خو هلته تګ هېڅ نه غواړم. یوه ملګرې مې لرله چې یو وخت یې ده درملنه کوله، هغه وايي وير مېچل بیخي لکه جان او زما ورور داسې دی بلکې یو څه تر دوی هم زیات! له دغې خبرې پرته هم دومره لیرې تګ خپله زور غواړي.
ګومان نه کوم د یوه نوي کار لپاره زړه ښه کولی شم، ډېره اندېښنه کوم او منفي فکره کېږم. په هېڅ ژاړم او ډېر کله ژاړم.
طبعآ چې جان یا بل څوک دلته وي بیا نه ژاړم چې یوازې یم بیا ژاړم. اوس تر ډېره یوازې یم. جان د جدي قضیو له امله تر ډېره ښار کې وي او جېني ښه ده چې وغواړم یوازې واوسم دا مې یوازې پرېږدي. نو زه لږ په بڼ کې وګرځم او یا هم هغې وړې لاره ګۍ کې پښې وغوړم، د ګلابو د بوټي لاندې ځای کې کښېنم او یا دلته تر ډېرو پرته یم.
له دېوالي کاغذ سره سره مې هم اوس له دې خونې سره مینه پيدا شوې ده. شاید د همدې دېوالي کاغذ له امله وي. شاید زما پر مغز لوبې کوي! زه په دې نا خوځنده کټ پرته یم، ګومان کوم پر مځکه مېخ شوی دی، پاس پر کاغذ کښل شوې طرحې تعقیبوم. باور وکړئ دا کار دومره خوندور دی لکه جمناستیک چې کوې. زه یې له پایه شروع کړم، تر هغه کونجه چې له بل څه سره نه دی موښتی، هوډ کوم چې دا بې ځایه طرحه به زر ځلې تعقیبوم چې یوې نه یوې پایلې ته ورسېږم. د طرحې له ځینو اصولو خبره یم، په دې پوهېږم چې دا یوه نه د انرژۍ په حساب، نه د بدلون په حساب، نه د تکرار له پلوه، نه د انډول له پلوه یا د کومې بلې داسې خبرې په مناسبت جوړه شوې چې ما دې کله اورېدلې وي. ډېره تکرار شوې خو بل کمال نه لري. له یوه نظره هره برخه جلا ده، ښکاره کږوالی یې او اضافي برخې یې لکه د اروپايي رومانیسک طراحۍ ویجاړه بڼه چې لېونتوب ولري او په احمقانه ډول کښته پورته په جلا ستونونو کې راجوت شوي وي. خو له بلې خوا دا طرحې له یوه کونجه تر بله سره نښلي او لویې بڼې یې په کږو او ډارونکو څپو اوړي لکه د سمندر اوبړۍ چې خورې شوې وي. دا هر څه افقي هم ځي یا لږ تر لږه همداسې ښکاري، زه یې د تګ لورې په معلومولو ځان ستړی کوم. دوی لویه افقي طرحه هم د سینګار لپاره کارولې چې انسان لا ډېر سربداله کوي. د خونې یو سر دی چې هلته بیخي پوره دی ، هلته چې رڼا تته شي او د لوېدونکي لمر رڼا پرې مخامخ ولګېږي ، بېلا بېلې غښتلې څېرې په یوه مرکز را ټولې شي، او په بېړه داسې غورځي چې هغه پخپله پام په بله کوي. زه چې یې تعقیبومه ستړې مې کړي.
باید یوه سترګه پټه کړم.
نه پوهېږم ولې باید دا ولیکم. نه یې غواړم. د لیکلو توان یې نه لرم. پوهېږم جان به وايي دا هسې حماقت دی. خو زه باید په یو نه یو ډول هغه څه ووايم چې احساسوم یې یا پرې فکر کوم، دغه کار مې زړه سپکوي. خو تر هوساینې یې د لیکلو هڅه ډېره ده. ډېر کله اوس زه سسته یم او تر ډېره پرته یم. جان وايي زه باید بې سېکه نه شم، ده راته د کب د تېلو ګولۍ او د تقویې ډېر درمل راکړي، د بیرو، شرابو او لږ موندونکې غوښې خبره به نه کوو.
په ګران جان! ډېره ګرانه یم، هغه نه غواړي چې ناروغه واوسم. هغه ورځ مې وغوښتل چې ښه معقولې خبرې ورسره وکړم او ورته ووایم چې کاشکې یې پرېښې وای چې تربرونو هینرې او جولیا ته ورغلې وای. خو ده ویل زه د تګ توان نه لرم او که هلته لاړه هم شم حوصله به یې ونه لرم ، ما هم د خپلو خبرو لپاره ښه استدلال ونه کړ ځکه چې د خبرو تر پای وړاندې مې بیا په ژړا پیل کړی و. سم فکر هم زما لپاره هم اوس ګران شوي دي. شاید همدا عصبي ضعف وي.
ګران جان په غېږ کې ورپورته کړم، لوړې خونې ته یې بوتلم، په کټ یې واچولم، تر څنګ مې کېناست تر هغو یې کتاب راته ولوست چې ذهنآ یې ستړې کړم.
ده ويل زه یې معشوقه یم، دی هوسا کوم او دغه ډول نورې خبرې، دا یې هم ویل چې باید پر ځان د ده په خاطر پام وکړم او ښه شم. دی وايي هېڅوک له ما سره مرسته نه شي کولی یوازې او یوازې زه خپله له دې حالته ځان ایستلی شم، زه باید خپل هوډ او پر ځان له کنټروله کار واخلم او کوم احمقانه خوب او خیال مې باید بې لارې نه کړي. د هوساینې یوه خبره شته، ماشوم روغ او خوښ دی، د ډارونکي دېوالي کاغذ دې خونې ته هم اړ نه دی. که موږ دغه خونه نه کارولی دغه پاک ماشوم به کارولی. څومره بختور دی چې ترې بچ شوی. ولې ما باید خپل ماشوم ، یو معصوم کوچینی نه لرلی چې په دې ډول خونه کې اوسېدی. پخوا مې په دې اړه فکر نه و کړی. خو له ښه مرغه جان دلته ساتلې یم، تر یوه ماشوم زه دا خونه ښه زغملی شم. طبعآ زه یې دوی ته نور نه وریادوم، ډېره هوښیاره یم خو تل یې څارم.
په دې کاغذونو کې داسې خبرې شته چې یوازې زه پرې پوهېږم هېڅوک به هېڅکله پرې پوه نه شي. له ښکاره طرحې ور هاخوا داسې تتې بڼې پکې شته چې هره ورځ لا ډېرې راته روښانېږي. تل همدا یوه سره ورته بڼه ده خو بې شمېره وي. لکه یوه ښځه چې اوږې یې اچولې وي او د دغې طرحې تر شا پټه پټه راڅرګندېږي. هيڅ مې خوښه نه ده. غواړم، بلکې فکر کوم کاشکې مې جان له دې ځایه بل ځای یوسي، له جان سره زما پر قضیې خبرې ډېرې سختې دي، ځکه چې دی ډېر هوښیار دی او زه پرې ډېره ګرانه یم. خو تېره شپه ما هڅه وکړه چې خبرې ورسره وکړم. د سپوږمۍ شپه وه. سپوږمۍ هر لور هغسې ځلېده لکه لمر چې وي. کله کله د سپوږمۍ له لیدو کرکه لرم چې ورو ورو پټه پټه راځي او تل له یوې یا بلې کړکۍ راښکاري. جان ویده و او ما نه غوښتل چې را وېښ یې کړم. نو زه غلې شوم، د دېوال پر کاغذ مې سپوږمۍ تر هغو لیده چې ځان راته عجیب ښکاره شو.
د دغې طرحې تر شا کمزورې څېره راته داسې ښکاره شوه چې بڼه یې ښوروي بیخي داسې لکه دا چې غواړي ووځي. زه ورپورته شوم پر کاغذ مې لاس کېښود چې وګورم واقعآ خوځېږي که نه چې بېرته راغلم جان وېښ شوی و. ده وویل:
– څه دي، وه وړې نجلۍ؟ دغسې مه ګرځه یخ به دې وشي.
فکر مې وکړ همدا ښه وخت دی چې خبرې وکړم نو ورته ومې ویل چې دلته نه ښه کېږم او کاشکې مې دی بل ځای بوځي. ده وویل:
– ولې ګرانې، کرایه مو درې اوونیو کې پوره کېږي، تر هغه وړاندې څرنګه لاړ شو. په کور کې مو د ترمیم کار بشپړ شوی نه دی، زه لا اوس ښار نه شم پرېښودلی، طبعآ که تا ته کوم خطر وای تللی به وم او حتمآ تلم، خو ګرانې ته په رښتیا ښه شوې یې، ته به یې وینې یا نه. ګرانې زه ډاکټر یم او پوهېږم. غوښه دې کړې ده او رنګ دې بدل شوی، اشتها دې ښه شوې اوس ستا له اړخه ډاډه یم.
– زما وزن ډېر شوی نه دی او چې ته دلته ماښام یې هغه وخت مې اشتها ښه وي، سهار چې ته نه یې اشتها نه لرم.
ده ټینګه په غېږ کې ونیولم:
– دا کوچینی زړه دې وګرځم، هر رنګ چې دې زړه غواړي واوسه خو اوس راشه ښه شه او ویده شه سهار به پرې خبرې وکړو.
په مات زړه مې وپوښت:
– او ته به نه ځې؟
– ولې، ګرانې څرنګه وکړم؟ یوازې درې نورې اوونۍ دي بیا به تر هغو چې جیني کور تیاروي موږ به څو ورځې په واړه او خواږه سفر لاړ شو. باور وکړه ته ښه یې.
– شاید بدن به مې ښه وي..
ما خبره پیل کړه خو پرېمېښوده ځکه چې دی نیغ کېناست، مخامخ یې راته وکتل، لیدل یې داسې و لکه خواست چې کوي، ما یې په مقابل کې بل توری نه درلود. ده وویل:
– زما ګرانې، له تا خواست کوم، زما لپاره، زموږ د ماشوم لپاره خپله ستا لپاره چې یوه شېبه هم دغه فکر ذهن ته مه درګرځوه، ستا طبعیت ته تر دغه بل هېڅ شی دومره خطرناکه نشته، دا غلط او احمقانه خوب او خیال دی. ایا پر ما د یوه ډاکټر په صفت باور نه کوې چې دغه درته وایم؟
ما ورته وویل طبعآ خو نور مې په دې اړه څه ونه ویل او پرېوتوو.. ده فکر کاوه چې زه لومړۍ ویده شوم خو زه نه وم ، تر څو ساعته غځېدلې وم او په دې مې غور کاوه چې د کاغذ دغه مخکینۍ طرحه او شاتنۍ هغه سره ګډه خوځېږي که سره جلا دي. دغه ډول طرحې باندې د ورځې چې رڼا وي نظم پکې نه ښکاري لکه د قانون خلاف کار چې پر له پسې یوه نورمال ذهن ته سرخوږی جوړوي. رنګ یې هسې هم بد رنګه، بې باوره او زړه تنګوونکی دی خو د جوړښت بڼه یې بیخي انسان شکنجه کوي. فکر کوې سر دې پرې خلاص شو خو چې په تعقیبولو یې سر شوې نو ټوپ کړي او خبره بدله شي. پر مخ دې په څپېړه ووهي، راودې غورځوي او ودې ځپي، داسې دی لکه بد خوب چې وینې. دباندې طرحه یې داسې ده لکه ګلداره انځورګري خو انسان ته چوبړۍ ور په زړه کوي. که مو مرخېړي لیدلي وي چې د پاس او لاندې برخې د وصل ځای یې څرنګه ښکاري، همداسې خو بې شمېره، همداسې سر او پای خو بې پایه او خورا سخت، ولې دغسې دی. البته کله کله دغسې وي.
په دې کاغذ کې یوه نخښه ځانګړې ده، داسې څه چې بې له ما د بل چا نه دې ورپام شوي او هغه دا چې له رڼا سره بدلېږي. کله چې د لمر وړانګې له ختیځې کړکۍ راځي زه تل هغې لومړنۍ اوږدې او نیغې وړانګې ته ګورم، دومره ژر بدلېږي چې هېڅ باور نه شم کولی. په همدې دلیل یې تل ګورم. د سپوږمۍ په رڼا کې، هر کله چې سپوږمۍ وي رڼا یې وي، بیا نو نه پوهېږم چې دا کاغذ هم هغه دی که نه. د شپې په هر ډول رڼا کې ، که د لمر لوېدو وي، که د شمعې وي، که د څراغ وي او تر ټولو بده یې لا دا چې د سپوږمۍ رڼا ته داسې ښکاري لکه د شرابو بار خونه. مطلب مې له بهرنۍ بڼې یې دی او ښځه پکې شاته هغومره ساده ده څومره چې ممکنه ده. تر ډېره وخته نه پوهېدم چې تر شا یې څه ښکاري هغه تته فرعي څېره، خو اوس باوري یم چې دا یوه ښځه ده.
د ورځې په رڼا کې دا مطیع او غلې ده. ګومان کوم همدا هغه بڼه ده چې دا ارامه ساتي. ډېره سربدالوونکې ده، تر ساعتونو مې غلې ساتي.
زه اوس تر ډېرو پرته یم. جان وايي دا راته ښه ده چې هر څومره کولی شم هغومره ویده شم. ده دغه عادت راپیدا کړ چې له هر ځل خوړو وروسته تر یوه ساعته پرېوځم. باوري یم چې دا بد عادت دی خو ګورئ چې زه نه ویدیږم. دا حالت غولول او تېر ایستل رازده کوي ځکه چې زه نه ورته وایم چې ویده یم، اصلآ نه ورته وایم. حقیقت دا دی چې زه له جانه یو څه ډارېږم. کله نا کله بیخي بل ډول وي ان جیني لا داسې ښکاره شي لکه پردۍ چې وي. ځینې وخت مې زړه ته راګرځي چې دا هسې ساینسي تیوري ده او شاید د دیوالي کاغذ له امله وي. ما جان ته هغه وخت کتلي چې د ده راپام نه وي، خونې ته په هسې پلمه ورننوتلې یم او څو ځله مې لیدلی چې د دېوال کاغذ ته ګوري. جیني مې هم لیدلې. یو ځل مې جیني ولیده چې د دېوال پر کاغذ یې لاس ايښی و. دا نه پوهېده چې زه په خونه کې یم. کله چې مې په ټیټ غږ، ډېر ټیټ غږ او په عاجزانه بڼه پوښتلې چې د دېوال پر کاغذ څه کوي دې مخ را اړولی او داسې ښکاره شوې لکه غلا چې کوي او غوسه شوې ، پوښتلې یې یم چې ولې یې داسې ډاروم؟
بیا یې وویل کاغذ چې له هر څه سره ولګېد ککړ یې کړاو دې زما او د جان پر کالیو ژېړې نخښې موندلي دي دې هیله یې وکړه چې موږ محتاطه واوسو. دا خبرې یې ډېرې معصومانه نه ښکاري؟ خو زه پوهېږم دا یې طرحو ته ځیره وه، ما هوډ کړی چې د دغو طرحو شرحه به بې له ما بل څوک نه مومي.
اوس ژوند تر پخوا ډېر په زړه پوری دی. اوس تر پخوا هیله ډېره لرم، یو څه ته منتظره یم چې ویې ګورم. تر پخوا ښه خورم او تر بل هر کله اوس ډېره غلې یم. جان راته خوشاله دی چې زه ښه کېږم. هغه ورځ یې لږ وخندل او ویې ویل د دېوال له کاغذ سره سره دا دی غوړېږم.
ما خبره په خندا تېره کړه نه مې غوښتل ورته ووایم چې دلیل یې د دېوال کاغذ دی ، که مې ویلي وای راپورې خندلي به یې و، ملنډې به یې راوهلې وې. شاید بېخې یې له دې ځایه بېولې وای. اوس زه نه غواړم تر هغو له دې ځایه لاړه شم چې دا طرحه مې نه وي موندلې، یوه اوونۍ لا بله شته او ګومان کوم دغه کافي وخت دی.
داسې احساسوم چې اوس ډېره ښه شوې یم. د شپې ډېره نه ویدېږم ځکه چې هغه وخت د دېوال د کاغذ پر مخ پرمختیاوې ډېرې دلچسپه وي خو د ورځې له خوا ډېره ویده یم. د ورځې یې لیدل ستړي کوونکي او سربدالوونکي وي.
تل په مرخېړیو نوي شیان وي او د ژېړ رنګ سیوری پرې ټول خپور شوی وي. زه یې شمېرلی نه شم که څه هم په دقت مې یې د شمېرلو هڅه وکړه.
د دېوال کاغذ عجیب ژېړ دی. د هر هغه ژیړ شي تصور ته مې بیايي چې په ژوند کې مې لیدلي هغسې ښکلي نه لکه ژېړ ګلونه بلکې زاړه او بد ژېړ شیان. خو د دې کاغذ په اړه یو بل څه هم شته ، بوی یې، هغه وخت مې لا حس کړ چې دې خونې ته راننووتو، خو دلته چې څومره ډېره هوا ده او لمر دی نو دغه بوی پکې بد نه لګېږي. اوس مو دا دی یوه اوونۍ شوه چې لړه وي او باران اوري، که کړکۍ خلاصي وي که بندې وي د کاغذ بوی شته. په ټول کور کې خپرېږي. د ډوډۍ خوړلو خونه کې مې احساس کړ ،تشناب کې و، دهلیز کې پټ و ، په زینو کې راته منتظره و. زما وېښتو کې ننوتی. ان چې سپرلۍ کوم سر مې ور واوړي او حیرانه مې کړي، دغه بوی وي، عجیب بل ډول بوی هم دی. ساعتونه مې واړول چې دا بوی وارزوم او ویې مومم چې کوم ډول بوی ته ورته دی. په اول سر کې بد نه دی بلکې ارام دی خو مخامخ نه دی او تر ډېره درسره پاتېدونکی دی.
په دې نمجنه هوا کې بیخي بد دی، د شپې را وېښه شم او شاوخوا یې راته مومم. په لومړیو کې یې په عذابولم. فکر مې کاوه ، جدي فکر ، چې کور وسوځوم چې له دې بویه خلاصه شم. خو اوس ورسره روږدې شوې یم. یوازینی شی چې اوس فکر کوم دا دی چې دا بوی هغسې دی لکه د دې کاغذ رنګ. ژېړ بوی. د دېوال لاندینۍ برخه کې هغه چې له غولي سره لګېږي هلته پر دړې یوه خندونکې نخښه ده، داسې کرښه چې له خونې ګرده ګوښې تاوېږي. له هرې څوکۍ، مېز او بې له کټه له هر څه تېرېږي، یوه اوږده، نېغه او مساوي ته وا بیا بیا په پنسل پاک پاکه شوې یا موښل شوې وي. نه پوهېږم څرنګه شوې او چا کړې او د څه لپاره یې کړې ده. شاوخوا حلقه حلقه ، حلقه حلقه ګنکسوي مې.
بالاخر ما یو نه یو څه وموندل. د شپې له خوا د دومره لیدو له برکته چې ډېر څه پکې بدلېږي هم ما بالاخر همدا وموندل. د مخې طرحې خوځېږي او دا د حیرت وړ نه ده. تر شا ښځه یې ښوروي. کله کله فکر کوم تر شا یې ډېرې ښځې شته او کله بیا وایم یوازې یوه ده او دا یوه هم په بیړه شاوخوا پټه پټه ګرځي او همدا تګ یې هر څه خوځوي.
بیا په هغه بیخي راڼه ځای کې دا درېږي او هغه ځای چې سیوری وي دا ستونونه نیسي او چابک چابک یې ښوروي. دا تل هڅه هم کوي چې په همدې حالت کې یې هم بره پرې وخېژي. خو هیڅوک په دې طرحو ختلی نه شي، له ستوني یې نیسي ګومان کوم په همدې دلیل ډېر سرونه لري.
دوی پرې تېر شي او بیا یې دا طرحې له ستونې ونیسي او سرچپه یې راوځړوي او سترګې یې سپینې کړي. که دغه سرونه پټ شوي وای یا لیرې شوي وای نو نیمايي به دومره بد نه وای. فکر کوم دغه ښځه د ورځې له خوا وځي. دلیل به یې درته ووايم، ما یوازې ولیده. زه دا له خپلې هرې کړکۍ دباندې وینم. همدا یوه ښځه ده، خبره یم ځکه چې تل داسې پټه پټه ځي ډېرې ښځې د ورځې لپاره دغسې نه ګرځي. دا په هغه اوږده سړک د ونو لاندې وینم، ورو ورو روانه وي چې ګاډۍ راښکاره شي دا د بوټو لاندې پټه شي. هېڅ یې نه ګرموم. دغسې که په پټه ګرځېدلو ونیول شې حتمآ شرمونکې خبره ده. زه چې د ورځې دغسې پټه ځم دروازه کولپوم. د شپې یې نه شم کولی ځکه چې پوهېږم جان به سملاسي د یو نه یوڅه شک وکړي.
جان اوس د نور کله خلاف بل ډول دی او زه نه غواړم چې په داسې حالت کې یې په عذاب هم کړم. کاشکې په بله خونه کې ویدېدای. زه نه غواړم چې بې له ما دې بل څوک دغه ښځه د شپې دباندې ونیسي. ډېر کله فکر کوم چې دا به په یوه وخت له ټولو کړکیو دباندې تګ باندې ووینم که نه؟ خو که هر څومره تېزه هم شم زه یوازې په یوه وخت دا له یوې کړکۍ دباندې تګ باندې لیدلی شم. که څه هم زه یې تل وینم خو دا شاید زما د مخ تر اړولو چابکه وي. کله کله یې دباندې په پراخه فضا کې وینم، پټه او داسې چابکه رهي وي لکه د ورېځو سیوري چې بره په تېز شمال کې منډې وهي.
کاشکې پاسنۍ طرحه له لاندینۍ هغې جلا کېدای، مطلب مې دا دی چې دغسې هڅه ګام په ګام شوې وای.
یوه بله جالبه خبره مې کشف کړه، خو اوس یې باید ونه وایم. پر خلکو ډېر باور ګټه نه لري. دوه نورې ورځې پاتې دي چې دا کاغذ لیرې کړم، ګومان کوم د جان هم ورپام شوي دي. د ده د لیدو طرز مې نه دی خوښ. وامې ورېد چې ده له جیني زما په اړه ګڼې مسلکي پوښتنې وکړې. هغې هم ډېر څه لرل چې ورته ویې وايي. هغې ورته وویل زه د ورځې له خوا ډېره ویدېږم.
که څه هم زه د شپې ډېره ارامه یم خو جان پوهېږي چې د شپې زه ډېره نه ویدېږم. ده له ما هم ډېرې بېلا بېلې پوښتنې وکړې داسې یې ښووله چې ګواکې ډېر مهربان او مینه ناکه دی. ته وا زه پرې نه پوهېدم.
بیا هم ګرم نه دی چې دغه ډول عمل کوي اخر دا درې میاشتې د دېوال د همدې کاغذونو په شته والي کې دلته ویده شوی دی. دا کاغذ یوازې ما ته په زړه پوری دی خو باوري یم چې پر جان او جیني یې هم پټ اغېز کړی دی.
واووو دا یې هم وروستی ورځ، خو کافي نه ده. جان به نن شپه په ښار کې پاتې کېږي او تر ناوخته ماښامه به دلته نه وي. جیني هوښیارې بلا غوښتل له ما سره ویده شي، خو ما ورته وویل بې له شکه چې که یوه شپه یوازې ویده شم ښه ارام به وکړای شم.
دا مې هوښیاري وه، اخر کله بیا یوه شېبه هم یوازې وم. څرنګه چې د سپوږمۍ رڼا شوه او دغه بېچاره په پټه رهي شوه او د کاغذ طرحې یې وښورولې زه ورپورته شوم چې مرسته ورسره وکړم. ما راکش کړه او دې وښوروله، ما وښوروله او دې کش کړه، سهار چې کېده موږ د دې کاغذ څو متره شکولي وو. دومره جګ لکه زما قد او شاوخوا نیمايي خونه. بیا چې لمر راښکاره شو او دغه بدمرغه طرحې په ما پورې خندا پيل کړه نو ما وپتېیله چې همدا نن به یې خلاصوم.
موږ سبا ځو او دوی زما ټول شیان کښته وړي چې دلته ځای هغسې پرېږدي لکه پخوا چې و. جیني دېوال ته په حیرت وکتل خو ما ورته وویل دا کار ما د دغه بدمرغه شي له قصده وکړ. دې وخندل او ویې ویل فرق نه کوي دې به خپله هم دغه کار کړی وای خو زه باید ستړې نه شم.
څرنګه یې ځان دغسې وغولاوه.
خو زه دلته یم او هېڅوک بې له ما دې کاغذ ته په ژوندوني لاس نه شي وروړلای. دې هڅه وکړه چې ما له خونې وباسي، بیخي ښکاره وه. خو ما وویل اوس دا ځای دومره غلی ، تش او پاک دی چې ګومان کوم زه پکې بیا غځېدلی شم تر هغو ویدېدای شم چې خپله راویښه شم، ډوډۍ ته مې هم مه راوېښوئ خپله به غږ وکړم.
نو اوس دا لاړه، مزدوران هم لاړل، شیان هم لاړل او اوس بې د کټ له چوکاټه چې پر غولي مېخ دی او پرې پراته توشکه، دلته بل څه نشته.
موږ باید نن شپه لاندې پوړ کې ویده شو او سبا په کښتۍ کې کور ته لاړ شو.
له دې خونې اوس ډېر خوند اخلم چې کاغذ پکې نشته. هغو ماشومانو به دلته څرنګه شیان څیرې کړي وي.
د کټ دا چوکاټ ډېر خراب دی. خو زه باید لاس په کار شم. ور مې کولپ کړ او کونجي مې د کور د مخې لارې ته وغورځوله. نه غواړم دباندې لاړه شم. بل څوک هم نه غواړم چې دلته تر هغو راشي چې جان راځي. زه غواړم جان ګوته په غاښ کړم.
دلته یو پړی لرم چې ان جیني لا ونه موند. که هغه ښځه ووځي او هڅه وکړي چې وتښتي وبه یې تړم.
خو هېر مې شول که داسې څه ونه لرم چې پرې ودرېږم لاس مې لیرې نه رسېږي. دا کټ نه خوځېږي.
د راپورته کولو او کشولو هڅه مې تر هغو وکړه چې خوږ یې کړم غوسه راغله، یو کونج مې په غاښ کړ خو خپل غاښ مې خوږ کړ.
بیا مو هغه ټول کاغذونه هم وشکول چې په ولاړو مې لاس ور رسېده. ډېر بد راوتلي او هغه طرحې ترې خوند اخلي. هغه ټول قید شوي سرونه، غټې راوتلې سترګې او پړسېدلي مرخېړي احمقانه چیغې وهي.
زه دومره غوسه شوې یم چې له ناچارۍ یو نه یو څه کوم. که له کړکۍ ټوپ کړم ښه کار به وي خو که هڅه هم وکړم دا ستونونه ډېر قوي دي. او زه یې هسې هم نه کوم. طبعآ نه. پوهېږم چې دا ډول ګام مناسب نه دی او شاید غلط تعبیر شي.
ان له کړکۍ دباندې کتل نه غواړم، خوځنده ښځې دومره ډېرې دي او بیخې چټکې دي. نه پوهېږم چې دوی ټولې به هم د دېوال له همدې کاغذه زما غوندې راوتلې وي که نه؟ خو اوس زه په خپل پټ کړي پړي کلکه تړلې یم، تاسو چې هلته په سړک یاست ما نه شئ نیولی. که شپه شوه باید بیرته د یوې طرحې تر شا شم او دا کار سخته دی.
سخت خوند کوي چې په دې ستره خونه کې پټه پټه له خپل زړه سره سمه شاوخوا وګرځم. نه غواړم دباندې لاړه شم. ان که جیني راڅخه وهم غواړم دباندې نه ځم. دباندې باید پر مځکه پټه پټه رهي شې، هلته هر څه د ژېړ رنګ پر ځای زرغونه دي. خو دلته زه پر غولي پټه پټه ګرځېدی شم، زما اوږې له دې پاکو دېوالونو سره برابرې دي لار نه شم غلطولی.
جان ولې په وره کې ولاړ دی!
ګټه نه لري ځوانه، ته ور نه شې پرانیستلی.
دی څرنګه ، هم غږ کوي او هم ور دربوي.
اوس تبر غواړي. بده به وي چې دا ښکلې دروازه ماته کړي. ما ورته په پاسته غږ وویل:
– ګرانه جانه! کونجي د کور دباندې په زینو کې د کېلې د ونې تر پاڼو لاندې ده.
دې خبرې تر څو شېبو غلی کړ. بیا یې ډېر په کراره وویل:
– زما ګرانې ور پرانیزه!
ما ورته وویل:
– نه یې شم. کونجي لاندې منزل کې د دروازې مخته د کېلې د ونې تر پاڼې لاندې پرته ده.
بیا مې خپله خبره تکرار کړه، څو ځله مې په کراره او ورو همدا خبره وکړه. دومره مې وویل چې دی ولاړ چې ویې لټوي، طبعآ ویې موندله او راغی. دی وره ته نژدې ودرېد.
ده وژړل:
– څه شوي دي؟ د خدای لپاره ته څه کوې؟
زه همداسې په خاپوړو وم خو سر مې وګرځاوه او شا ته مې دی ولید. ورته ومې ویل:
– بالاخر ستا او جېن په شته والي کې هم ووتم. ما ډېر دېوالي کاغذونه هم وشکول چې بیا مې ته هلته ایساره نه کړې.!
ښه نو اوس دې سړي ولې ضعف وکړ؟ خو ویې کړ او دغلته زما په لاره کې پرېووت، دېوال ته نژدې چې زه پرې هر وارې په پټه واوړم.،، پای ، دا کیسه په ۱۸۹۲ کې چاپ شوې ده
زه
کامله عزیزي
خاموشي راباندې وغمېده، تلویزیون مې نه شو روښانه کولای په کتابونو پسې مې سترګې واړولې څنګ ته مې په واړه مېز یوه کتابچه او بل د دستایوفسکي ناول ايښي و.
ناول مې دومره لوستی و چې نور یې به هره پاڼه کې د یوې کرښې لوستل ټولې جملې را یادولې. کتابچې ته مې لاس کړ، د دې د یاداښتونو وه لومړی زړه نازړه وم خو د پام غلطولو بله لار نه وه، څنګ ته یې کېناستم، سیروم یې تر نیمایي هم تېر و، نور هماغسي د ناول د کرکټرې غوندې بې سیکه پر خپل کټ پرته وه.
کتابچه مې واړوله د ډېرو پاڼو په سر کې یوه یوه نیمګړې جمله لیکل شوې وه نوره به ټوله سپینه وه یوازې څو ځایه تر نیمایي رسېدلې کرښې وې چې زه یې هیڅ په مانا ونه پوهېدم د کتابچې منځ کې مې تر ټولو اوږد یاداښت پیدا کړ خو په قلم ړنګ شوې ځایونه تر جملو هم کله کله ډېر شوي و، لیکلي یې و:
په میاشتو میاشتو مې د کتاب مخ هم نه و لیدلی، نن د واورینې ورځې برکت دی چې مجبوره یې کړم کتاب راواخلم، مور مې څنګ ته ناسته وه کاږه یې راته وکتل څه یې ونه ویل او له کتلو یې هم پوهه نه شوم چې په دې کار مې خوشاله وه که خپه!؟
د انا ګونځې سترګې نورې هم سره را وړې شوې وې کړکۍ ته یې کتل، بیا یې په ما غږ وکړ: اوس هم ورېږي؟!
کړکۍ ته مې وکتل د واورې غټ غټ بڅرکي تاوېدل ورکېدل ومې ویل: هو هو ښه سمه!
د کتاب رانه ګډوډي شوې کرښې مې بېرته پیدا کړې، ناول و، اوږده وضاحتونه و، خو زه په داسي یوه جمله پسې ګرځېدم چې پرته د ناول له کیسې یې هم ولولم او مستقله مانا ترې واخلم. خو دغسي جملې هم لیکوالان په نخرو لیکي، کله کله بېخې په خاورو کې ورک زر شي.
خو د ستنې یو ټک وکاږه!
د مور په دې خبره په کتاب کې ورکې جملې نورې هم رانه ورکې شوې.
کتاب مې څنګ ته کېښود، زه هم کله کله په داسي شیانو پسې ګرځم، که یې پیدا کړم هم ګټه نه شم ترې اخیستلای!
موبایل مې روښانه کړ، زړه مې راته ویل چې په نوټ کې نیمګړی پاته شعر نن پوره کولای شې، خو کوم بیت چې زما په زړه کې و هغه په همدې ردیف او قافیه کې نه ځایېده، ښه که په نثر کې یې ولیکم؟ نه نه زه خو څه لیکواله نه یم چې نوې خبر ده نوی شعر به ولیکم!
موبایل مې ولړزېد کوژدن مې لیکلي و: دا ته نن چېرته یې؟
ژر مې ورته ځواب ورکړ: څه خبره ده دا دی راغلم!
د خور خندا مې واورېده بیا یې وویل: کتاب هم ښه بهانه ده!
ور ومې کتل: پخپله خو د هیڅ شي ذوق نه لرې!
انا مې مور ته مخ واړوه: چې په دغه کافر کې اوس دي څه؟
مور مې ځواب ورکړ: نه یم خبره ته یې سترګو ته ګوره، د نجونو به دغسي ډنګر لاسونه و.
ژر مې لاسونو ته وکتل هسي هم ورته خپه وم پرون مې ورور رایاده کړه چې اوږده نوکان مې نه خوښېږي او اوس چې مې اخیستل شویو نوکانو ته ور کتل غوسه راتله ښه نو د پېغلي به څنګه لاسونه وي؟
موبایل مې تر بالښت لاندې کړ، تر دولسو درویشت دقیقې تېرې وې، سهار په همدې تمه وختي جګه شوم چې د غرمې ډوډۍ به په یولس تیاروم او بیا به ویده کېږم! ژر ولاړه شوم.
د دېګ کولو پر وخت څو خبرې نورې خبرې هم رایادې شوې خو په اشپزخانه کې کتابچه نه وه
سخته ده چې دغسي خبرې مخکې له دې چې نور یې هېرې کړي مجبوره یې خپله یې هېرې کړې.
له کوټې ورو ورو غږونه راتلل، نه پوهېدم څه یې ویل خو پوهېدم چې هیڅ یې نه ویل.
له ډوډۍ وروسته مې قلم او کاغذ واخیستل درس به مې دوه دقیقې لیکلی و چې بیا یې مسیج راغی:
یادېږې مې یو عکس خو را ولېږه!
مخامخ هنداري ته مې وکتل ویښته مې ټول ګډوډ و، په څهره کې مې هم داسي څه راته ښکاره نه شول چې د چا به یادېدل او کالي!!! په دې کې خو مې پرون هم یو عکس ور لېږلی و…
سر مې ولګاوه اوږده ساه مې واخیسته سترګې مې پټې کړې!
وړې خور مې چې نوی خط پیل کړی و، کتابچه یې زما سترګو ته نیولې وه:
ــ ته ورته وګوره “زه” دغسي لیکل کېږي؟
ورو مې ورته وویل: هو، لیکل کېږي خو دغسي….
2028/2/19
شنبه
د کتابچې بله پاڼه چې مې اړوله ورپام مې شول چې سیروم یې په خلاصېدو و، څنګ ته ورغلم د سیروم تېره ستن مې په په کراره ترې لرې کړه، مخکې له دې چې د ستنې پر ځای پنبه کېږدم لاس یې رانه کش کړ له سترګو یې د ګروپ رڼا پرې پټه کړه د تندي ګونځي یې ورسره ورکې شوې، ما تندي یې لاس کېښود تبه یې لا هم تېزه وه، ومې ویل:
اوس څنګه یې؟
یو بل خوا یې وکتل، یې لاس تر بالښت لاندې کړ بیا یې ورو وویل:
موبایل مې چرته دی؟ پای دا کیسه په ۲۰۲۶ کې خپره شوې ده.