ډاکتر لمر
ښوونه او روزنه د يوې ټولنې لپاره حیاتي ارزښت لري، چې خلک وکولی شي په روزنيزو، تعليمي او تحصيلي موسسو، مدرسو، مکاتبو او تحصیلي واحدونو کې خپلې زده کړې تر سره کړي، چې فردي او ټولنيز سواد ومومي او کاري مهارتونه زده کړي. د سواد په اړه عام خلک وايي چې يو فرد ليک او لوست وکړلی شي، نو با سواده دی. مګر د سواد عصري تعريف دا دی، چې یو شخص یا فرد باید عصري ښوونيزې او روزنيزې زده کړې پای ته رسولې وي، د ليک لوست تر څنګ په ټولنيزو آدابو، نزاکتونو او معاشرتونو پوه وي، د کمپيوټر په کارولو کې مهارت ولري، د يوې يا ډېرو پرديو ژبو پوهه ولري او د شغل په برخه کې حرفوي یا هم مسلکي یا تخصصي زده کړې او کاري مهارت ولري، چې خپلې کورنۍ ته د خوراک، څښاک او تفریح امکانات رامنځ ته کړي او پر ټولنه یا فاميل ورټپ یا تحميل نه وي، خپل حق او د نورو خلکو د حقوقو پوهه ولري، زغم او درنښت يې وکړي او پر حقالعبد او حقالله ځان پوه کړي، ځکه نو دا ډول انسان با سواده ګڼل کېدلی شي.
د سواد په بڼه ټولنيزه روغتيا هم خپل علمي پېژند يا تعريف لري. ټولنيزه روغتيا د پوهو افرادو د طرزتفکر او هم د سالمو وګړو د کړو وړو نتيجه ده. د يو انسان د ژوند طريقه او سليقه پر نورو انسانانو، ژوو او چاپیریال اغېز کوي او د ټولو افرادو کړه وړه د ټولنیزې روغتيا بنسټ جوړوي، چې د انسانانو تر څنګ په محيط زيست (د ژوندانه چاپېر) او د چاپیر په نباتاتو، ګياهونو، ونو، سرسبزي او حيواناتو، فونا او فلورا خپل اغېز پرېږدي. د ټولنيزې روغتيا اساسات همدا ډول د يو مملکت امنيت، سمه اداره، ملي ارزښتونه، د چاپېر ساتنې شعور، د کار امکانات، خپل توليدات او د کورنۍ د جوړولو ټولنيز تضمين دي. د شعوري ژوند پر بنسټ هر انسان خپل او د بل حقوق پېژني، یو او بل ته احترام کوي، چې د روحي او رواني تشنجاتو مخنيوی وشي او یو هوسا ټولنيز چاپېر ضمانت رامنځ ته شي، چې خلک يا وګړي په ټولنيز ژوند کې د یو او بل د ښو او انساني کړو زغم ولري، يعنې له حسادته ځان وساتي او د ژوند په ټولو برخو کې له يو بل سره د مرستې جوګه وي.
مخکې له دې چې پر ټولنيزې روغتیا بحث وکړو او یا د ښوونې او روزنې اغېز پر افرادو ته نغوته وکړم، نو ښه به دا وې چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې پېښليک او جوړښت ته د افغاني ذهنيت او د ټولنې د حساسيت په اړوند وګورو او ويې سپړو، چې بېلابېل اړخونه يې څرګند کړو، جوت او نا جوت ټکي يې په ګوته کړو، چې يوې داسې پايلې ته ورسو، چې د افغانستان له واکمنو، د دين له علماوو، ټولنپوهانو او ساينسپوهانو سره خپلې اندېښنې او وړانديزونه مطرح کړی شو. نه پوهېږم دا لاندې کرښې چا تورې کړې دي، خو خپل ځانګړی پيغام لري.
زاهده ورځه چې موږ د علم ليـــونيان يــو
ته اهل د جومات، موږ هسې سرمستان یو
ته په جومات کې په ګناهونـــــو کې ډوب
موږ په ميخانو کې په عبادتونو کـې ډوب
بايد ياده کړم، چې د ميخانې تعبير د علم په بحر کې لمبېدل دي، چې هم پوهه ده او هم عبادت! اما نه په مشروباتو یا دوخانيتو کې غرقېدل يا ډوبېدل، مګر د پوهې د سيند پر څپو لاهو کېدلو غوندې باید تعبیر شي. ټول علما شرابي او یا خوشګذاران یا پر شبنيشنیو روږدي نه دي، ځکه علم او پوهه خپل تدبير او تآثیر لري، ځکه ځانونو ته د علم ليونیان او سرمستان وايي. له بل اړخه علم عبادت ګڼي. دا ټولو ته څرګنده ده، چې افغانستان په خپل تاريخي بهير کې په نړيواله کچه ډېر ستر عالمان په خپله لمن کې روزلي دي، چې د بېلګې په توګه د ابن سينا، فارابي، مولانا محمد جلال الدين بلخي رومي، پېر روښان، رحمان بابا، خوشال بابا، ميرویس نيکه، احمد شاه بابا، سید جمال الدين الافغاني او په عصري موده کې علامه حبيبي، غني خان، حمزه بابا، پوهاند محيبي «فزیکپوه»، پوهاند ميرزاد «ځمکپوه»، أکاډميسن موسی وردګ «د طبي علومو أکاډميسن» او په لسهاوو نوريادولی شو. د کابل د پوليتخنيک يوپروفيسور ښاغلي حکيمي صاحب ویل: د پوهنتون او انستيتوت چاپیر پر هر محصل اغېز پرېږدي، ځکه تاسو د نورو کورنيو له غړو سره په يو صنف کې تحصيل کوی او له یو او بله ډېر څه زده کوی، ځکه هر فاميل خپل فاميلي او ټولنيز ارزښتونه لري!
په افغانستان کې وروسته د اسلام د مبارک دين له خپرېدو سره د علم ولولې هم پياوړې شوې. د جوماتونو تر څنګ ګڼشمېر علمي مراکز هم جوړ شول. په سيمه کې د مدرسو د تعليمي سیستم هڅې را منځ ته شوې، چې په ډېرو مدرسو کې دقرآن اعظیم الشان سره غبرګ فارسي ژبه هم تدريسېدله، چې وروسته يې چارکتاب او پنج کتاب او د نورو ديني مضمونونو تر څنګ د قصصُ الانبياقّصَصُ آلاَنبيا کتاب هم د نصاب اساسي برخې شوې او د علموالنجوم، الکيميا، حساب او د ابجد اساسات هم په مدارسو کې تدريسېدل، چې خپل جوت اړخ يې درلود او د خپل وخت او زمان سياسي چلول هم په مدرسو کې ښودل کېدل.
د اسلام مبارک دين د اهل تسنُن بنسټ اېښودونکی امام ابو حنيفه حضرت نعمان (رح) هم د افغانستان په پروان کې وزېږېد او د علم لمنه یې تر بغداد خپره شوه، چې نن په نړۍ کې د اسلامي مذاهبو له ټولو څخه زیات پیروان لري او پلویان یې ورځ تر بلې زياتېږي، ځکه د اما اعظم لقب هم لري. داسې څرګندونې هم کېږي، چې د یو شمېر نورو مذاهبو مخکښان هم په افغانستان کې زېږېدلي دي او د اسلام مقدس دين د رُشد يا ودې او خپرېدو سبب شوي دي، ځکه نو افغانستان د نړۍ په کچه د علومو زانګو ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د ساينسي علومو او د طبابت برخې ته هم نغوته کېدلی شي، چې ابن سينا، فارابي، البېروني او په لسهاوو نورو پوهانو ليا زرنه پخوا هم د طبابت، حساب، رياضيات، نجوم، جغرافيې او هندسې بنسټونه اېښي ول، چې د علومو څپې یې له آسیا تر اروپا او حتی تر امريکا هم غزېدلې وې او د علم انګازې يې نن سبا تر موږ هم رارسېدلې دي. د ابن سينا «القانون في الطب»، حتی په اروپا کې په تېره بيا په فرانسه کې تر ۱۸ پېړۍ تدريسېدلو. د يادولو وړ ده، چې ابو علي سينا مشهور په شیخ الرييس په ۹۸۰ ميلادي کال د ننني افغانستان په بلخ کې زېږېدلی دی او وروسته له ۷ یا اته کلنۍ د بخارا د افشانې سيمې ته یې هجرت کړی دی او مقبره يې اوسمهال په ايران کې ده. د افغانستان په فارياب کې معلمالثاني ابو نصر ابن محمد ابن محمد ترخاني «فارابي» زېږېدلی دی، چې په ګڼشمېر علومو کې يې علمي صلاحيت درلود. په ستورپېژندنه کې د ابوریحان البېروني «د انسان پېژندنې پلار»، چې د افغانستان په غزني کې خاورو ته سپارل شوی دی، چې څېړنې او کتابونه یې د عصري آسترونومي (ستورپېژندنې) او کوسمولوجي (کايناتپېژندنې) اساسات جوړوي. ابوريحان البېروني په ګڼشمېر ژبو تسلط هم درلود. د کوپېرنيکوف ستوريز ملاتړ (ستوريز امېل) هم د لومړي ځل لپاره البېروني لخوا تثبيت او سپړل شوی وو.
د افغان ولس تعليمي سیستم د اسلام له خپرېدو وروسته او په وروستۍ زرنه کې د ديني علماوو لخوا اداره کېدلو او د ملايانو په خوښه تعليمي توکي او مواد ټاکل کېدل، چې د ديني علومو سره غبرګ ساينسي علومو ته هم غوښینه توجو شوې وه، چې په ځينو مدرسو کې داسې علوم لکه رياضي، حساب، ابجد، طبابت، نجوم، قصص الانبيا او نور علوم تدريسېدل، مګر له بده مرغه اوسمهال ملایان په ډېرو ملکونو او په تېره بيا په افغانستان کې د ساينسي او ټولنيزوعلومو سره حساسيت ښيي او نجونه له تعليم او تحصيله محروموي. له بده مرغه د اسلام مقدس دين په لسهاوو مذاهبو او سلهاو فرقو او څانګو وېشل شوی دی، چې عام خلک نه شي کولی دا تفکيک کړي، چې د کومې ډلې او يا فرقې خبرې واوري او یل يې کړه وړه تر سره کړي، ځکه يوه ډله يې د صوفيانو زکر اونڅېدو ته وربولي او بله يې په مشروبو او چراغکوشي کې ډوبېدو ته لمسوي.
په وروستۍ نيمه پېړۍ کې په افغانستان کې هم له عصري ساينسي او ټولنيزو علومو سره سياسي چلند شوی دی، چې په هره حکومتداري کې د مغزشويي فابريکه چالانه شوې ده، چې له هر ډول علومو ابزاري استفاده شوې ده. په وروستيو ۵۰ کلونو کې د کودتايي سیستم سره سم، د ښوونځیو او پوهنتونونو په نصاب او کوريکولوم کې سياسي او ګوندي سليقيي چلند شوی دی.
د کرزي په حکومتداري کې د حنفي او جعفري فرقو ناندرې راپورته شوې. په افغانستان کې د جعفري مذهب سیغې او متعې قانوني او رواج شوې. په بل قانون کې ياده شوې وه، چې که د يو چا مېرمن تر څلورو شپو-ورځو له خانداري سره موافقه و نه کړي، نو خاوند يا مېړه حق لري خپله ښځه جنسي اړيکو ته واداره کړي. په کابل ښار په دې اړه د ښځو تظاهرات تر سره شوي ول. د سړک يو اړخ ته د جعفري فقې سروالې درېدلې وې او د سړک بل اړخ ته د ښځو د حقوقو مدافعينې ولاړې وې، چې د یو او بل پر ضد یې شعارونه ورکول. د جعفري د فرقي فعالينو نارې وهلې، چې د دغه قانون پر بنسټ ښځه او نر دسيغط حق لري او په کوروالي کې مېړه حق لري خپله ښځه جنسي اړيکو ته اړ باسي او د جعفري فقې پر بنسټ شرعي جواز لري، خو دغه نورو د ښځو د حقوقو مدافعينو بيا ویل، چې د دغه قانون پر بنسټ د ښځو جنسي حقونه نقض کېږي، ځکه خانداري د مېړه او ښځې په ګډ توافق بايد تر سره شي، ځکه نر او ښځه مساوي حقوق لري. دغه دواړو ډلو يو اوبل په تيږو او ډبرو هم سره ويشتل، خو تر منځ يې څارندويان درېدلي ول، چې د مویکني مخنيوی وشي.
اوسمهال د طالبانو په واکمني کې نجونه تر شپږم ټولګي زده کړې کولی شي، مګر له شپږمه وروسته له تعليم او همدا ډول له تحصيله بې برخې شوې دي، چې د ديني مدرسو او مُډرنو یا عصري ښوونځيو تر منځ يې ترينګړتيا رامنځ ته کړې ده او افغانستان يې په نړيواله کچه له انزوا سره مخامخ کړی او د افغان ملت د دوښمن تبر ته يې لاستی ورکړی دی.
په افغانستان کې د عصري تعليم او تربیې بنسټ په ۱۳۰۷ شمسي کال د قندهاري سيد لخوا اېښودل شوی دی، چې په «طرز کاکا جان» مشهور وو، چې په افغانستان کې د مُډرنې یا عصري ښوونې او روزنې د بهير ليا تر اوسه سل کاله يا پېړۍ هم نه ده پوره شوې، خو په سلو کلونو کې له لومړۍ او دويمې سقاوي سره مخامخ شوې ده او نن سبا د طالبانو او ملايانو په ژرنده کې مېچن کېږي.
د افغانستان د عصري ښوونې او روزنې او د تحصيل دويم پړاو د مرحوم محمد نادر شاه له واکمني وروسته پیلېږي، ځکه د امير حبيب الله کلکاني په نهه-ميشتنۍ واکمني يا انارشي کې د تعليم او تربيې ټول بنسټونه له منځه تللي ول او د زده کړو بهير په ټپه درېدلی وو. اعليحضرت محمد نادر شاه وروسته له ۴ کلونو واکمني په شهادت ورسېد او اعلیحضرت ظاهر شاه د افغانستان ټولواک شو او د ښوونې او روزنې برخې ته يې د هغه مهال له شرایطو سره سم، اړينه توجو وکړه. ويل کېږي، چې د تدریسي موسسو تر څنګ د ملت بابا اعليحضرت محمد ظاهر شاه لخوا د اکابرو د ښوونې او روزنې پروګرام هم رامنځ ته شوی وو او اعليحضرت به پخپله اکابرو ته سبق ويلو او د تدريس چارې يې پر مخ وړلې.
د ښوونې او روزنې نصاب هم له کودتاوو سره کودتايي اړخ خپل کړ. د مرحوم سردار محمد داود خان له کودتا سره سم په ښوونځيو او حتی پوهنتونونو کې نصاب تبدیل شو، د لومړي صنف د دري کتاب د (الف، مد و بې ميشود آب!) له ويي پيلېدلو، چې د مرحوم ظاهر شاه کتاب بيا بل ډول وو. همدا ډول د پنځم صنف د رياضي کتاب دومره پېرړ او مشکل وو، چې د اتم او حتی نهم صنف شاګردانو هم د دغه کتاب د رياضي تمرينات نه شوی حلولی. وروسته له اتم ټولګي يې د کانکور آزموينه رامنځ ته کړه، چې پايله يې په زرهاوو «کانکور زده ګان» شول، چې د خلقيانو-پرچميانو په حکمروايي کې يې ورته د انقلاب ليسه په يوه دولتي وادنۍ کې د پامير سينما ته مخامخ د کابل د رود بل اړخ ته جوړه کړه، چې ترميم يې په زور د خلکو په اعانو او جبري مرستو تر سره شو، چې له «کانکورزدهګانو» له جمعې ډېر دو آتشه انقلابيان پکې وروزل شول.
وروسته د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا هم د ظلمونو، وژنو، اشغال او بې ديني تر څنګ د ښوونځيو په نصاب کې ګڼشمېر بدلونونه رامنځ ته شول، چې د سياست، واژه های سياسي تر څنک د جامعه شناسي کتاب، نظامي زدهکړې او يو شمېر نور مضمونونه هم ورګډ شول، چې له دغه سیاسي نصاب سره د شوروي په ګټه د مغزشويي فابريکه هم فعاله شوه، چې میده ميده د مارکسيزم او لېنينېزم نظريات په ماشومانو (پېشآهنګانو) او ځوانانو (سازمان جوانان او بريګاد های نظم اجتماعي) کې تزريق شي. د مغزشويي پروسيجر د ګوند په آزمايشي غړیو، خاديستانو او نورو دولتي موسسو کې هم په زغرده روان وو. د هر لوړپوړي کمونيست پر مېز د مارکس او په تېره د لينن بوست يا د بالاتنې مجسمه اېښودل شوې وه، د هر لوړ پوړي رفيق په شعبه کې يو روسی مشاور هم ناست وو. په سازمان جوانان کې رفيق فريد مزدک لومړی منشي وو، چې اوسمهال د برلين شاوخوا کې اوسېږي، هم يو روسی مشاور درلود، سر بېره پر دې، چې د ځوانانو سازمان يو ټولنيز سازمان ګڼل کېدلو، خو بیا یې هم پرته له روسي مشاوره چاره نه کېدله. همدا ډول رفيق کارمل به هم تل د کشور شورا ها د دوستي خبرې خپلو رفيقانو ته کولې او ملت ته به يې د لروينون (تلويزیون) په سکرين خپرولې، چې سويتيزېشن په چابُکي پلی شي او افغانستان د شوروي اتحاد شپاړسم جمهوريت شي.
په زړه پورې خو دا وه، چې په پوهنتونونو کې هم د «حزب طراز نوين!» تاريخ لوستل کېدلو، چې د شوروي اتحاد د کمونيست ګوند تاريخ وو، چې د مينشويک يا لږکي او بولشيويک يا ډېرکي اصطلاحات يې ډېر دو آتشه ول، ځکه پر افغانستان وروسته د شوروي له يرغله د کمونیستانو د پرچم ډله قدرت ته رسول شوې وه، نو پرچميانو به د خلقيانو په تناسب ځان ته د بولشيويک اصطلاح په شوق کاروله. يو شمېر ځوان پرچميانو به يادوله، چې رفيق کارمل وايي: «قدرت از اکثريت بې فرهنګ اجتماع به اکثريت با فرهنګ حزب انتقال شد!» يعنې په (ح د خ ا) کې له خلقي مينشويکانو د پرچم با فرهنګه بولشيويکانو قدرت ونيو، چې پرچميانو له هغو خلقيانو سره، چې د شوروي اشغال ته يې له ملګري کارمل سره يو ځای لبيک ويلی وو، ځانونه د حزب ډېرګړي يا بولشيويکان يادول.
کله چې ما د تحصيل په موده کې د شوروي اتحاد تاريخ لوستلو، نو په پېښليک کې راغلي ول، چې د ۱۹۱۷ م کال د اوکتوبر انقلاب د «آورورې» له ډزونو سره پيل شو او نظاميانو قدرت تر لاسه کړ، د هغه مهال دوما (ولسي جرګه) يې دړې وړې کړه او د لينن ډله يې په نظامي ځواک قدرت ته ورسوله. د «آورورې» په اړه بايد ياده کړم، چې دا يوه نظامي بېړۍ ده، اوسمهال هم د سانکت پيترسبورګ (ليننګراد) د نيوا په سيند کې شاهي ماڼې ته مخامخ درېدلې ده، چې ما پخپله هم دغه بېړۍ په ليننګراد کې لېدلې ده او یو تاریخي موزیم ګڼل کېږي.
د اوکتوبر د انقلاب پر ورځ روسي نظاميانو يا د لينن نظامي پلويانو د آورورې له بېړۍ پر شاهي ماڼۍ لومړنۍ ډزې پیل کړې وې او د اوکتوبر د انقلاب لمبې يې پورته کړې وې، چې د هغه مهال واکمن نظام نسکور شو او د لينن پلويان د روسيې واکمن شول، چې وروسته یې د شوروي اتحاد د ۱۵ جمهوريتونو په اډانه کې رامنځ ته کړ. څنګه چې وينو د اوکتوبر انقلاب په وينو سور وو او قدرت په نظامي زور اخيستل شوی وو.
پوښتنه داسې رامنځ ته کېږي، چې کله د لينن ډله د هغه مهال په دوما (ولسي جرګه) کې اکثريت وه، نو ولې يې قهري ځواکونه وکارول او د آورورا په ډزو يې د اوکتوبر انقلاب په وينو سور کړ؟ په روسيه کې قدرت د نظامي زور په مټ ونيول شو او لېنينيستانو ځانونه بولشیويکان کړل! له بل اړخه يې د دوی په اصطلاح د مينشيويکانو مشران ترور کړل، چې تروڅکي يې ليا په لاتينه امريکا کې په سوټک يا کولنګ وواژه! او قاتل يې د شوروي اتحاد د اتلولي په مډال ونازولو.
د شوروي اتحاد پر پراخه ځمکه، چې د ۱۵ جمهوريتونو اډانه يې درلودله او وروسته له دويمې نړيوالې جګړې یې سيوری په شرقي اروپا هم پرېوت، چې د سوسیاليستي سیستم د غړو ملکونو اداري-سیستم نومونه ورته غوره شوه، چې په ټوله نړۍ کې د «هوموساپيينس» پر ځای د «هوموسويتيکوس» د نوي سوسیاليستي انسان د مغز شويي فابريکه فعاله شوه، چې بنسټ يې د کارل مارکس، فريدريښ اينګلس، ولاديمير ايليچ لينن او يوزف ویستريونویچ ستالين تيوريتیک او نظامي تيوري او تمرينات ول. تېر شوروي تر ۱۹۲۸ کاله د باسماچيانو له مقاومت سره مخامخ شو، چې وروسته له ۷۰ کلونو د شوروي اتحاد سره غبرګ سوسیالیستي سیستم هم ړنګ شوو د شوروي اتحاد اقمار هم خپلواک شول! چې نن د روسيې او اوکراين جګړه د تېر شوروي د ناسور یا روسي ناسيوناليزم نتيجه ده!
دلته د شوروي اتحاد د جوړېدو او نسکورېدو لنډ بهير ځکه یاد شو، چې د هرې آیديالوجي ډلې او تپلې هڅه کوي د خپلو اهدافو لپاره د مغزشويي د پراخو تبليغاتو امکانات رامنځ ته کړي، چې ماشومان، ځوانان او نالوستي خلک خپل اړخ ته ورمات کړي، چې افغان-کمونيستانو هم په خپله واکمني کې هڅه کوله، چې د خپلو اهدافو لپاره ښوونځي، پوهنځي او نورې تعلیمي موسسي وکاروي، چې خلک په خپله لاره ورسيخ کړي.
د ۱۳۵۷ کال د غوايي له غوبله مخکې په افغانستان کې تر ۷۰۰۰ ښوونځي موجود ول او په لکهاوو متعلمينو پکې سبق ويلو. د غوايي له غوبل سره سم په افغانستان کې جګړه پيل شوه، چې دا دي په افغانستان کې دغه جکړه تقریباَ نيمه پېړۍ دوام لري او لا هم د علم او دين اخو ډب روان دی. طالبانو هم پر نجونو ښوونځي له ۶ ټولګي وروسته بند کړي دي، چې مدرسه او مکتب لکه جومات او ميکده په تقابل کې دي! د پنګچ اوداس له يوې سندرې سره سم، چې وايي:
اې غم زندګـــي، کــــوچ تودې مشــــــوره
ایک طرف اوسکا ګر ایک طرف ميـــکده
مې کهــا جـــاوو هوتــا نهــــي فيصلـــــــه
د ډاکتر نجيب د واکمني د ښوونې او روزنې يو وزير ښاغلي خدايداد بشرمل، هغه مهال پخپل راپور کې دا په ډاګه کړې وه، چې په ۱۹۹۱ ميلادي کال په ټول افغانستان کې صرف ۱۵۰۰ ښوونځي پاتې ول، چې ګڼشمېر يې نه معلم درلود، نه سرمعلم، نه چپړاسي او نه هم امنيت! شاګرد خو ليا څه کوې! پاتې ټول د داود د وخت مکتبونه د جګړې په ترڅ کې له منځه تللي ول. د مرحوم برهان الدين ربانې د واکمني په ترڅ کې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې د افغانستان جګړه له اطراف او کليو څخه ښارونو او د مملکت مرکز يعنې کابل ته انتقال شوه، چې د افغانستان ښارونه او کابل يې هم ټوښټوک کړل. ټول دولتي او غير دولتې موسسې يې ورانې او وسوځولې، د خلکو شتمني لوټ شوه، کورونه برباد شول، د مملکت ادراه او ښوونه او روزنه له منځ ولاړل. د تنظیمي جګړو بټۍ په لمبو شوه.
د تنظیمي جګړو په ترڅ کې نه خلکو او نه هم تنظیمونو د دې وخت او امکانات درلودل، چې د تعليم او تربيې په اړه فکر وکړي، مګر هغه څه چې مخکې ول، هغه هم ساقط شول. نه کتاب وو او نه هم قلم. د مملکت ټول اداري، تعليمي او نظامي واحدونه او موسسې له منځه ولاړې او افغان ملت جبري مهاجرتونو ته اړ شو، چې په کمه موده کې څو ميليونه خلک مهاجر شول او مملکت له نویو مخاطرو سره مخامخ شو، ځکه نو نه شي کېدلی، چې د هغه مودې د تعليم او تربيې او يا لوړو زدهکړو په اړه څه ولیکل شي، ځکه نه نصاب او نه هم کتاب وو. ښه ويل شوي، چې په جنګ کې د سر ساتل فرض دي!
د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، د تنظيمي جګړو په ترڅ کې په ټول افغانستان کې د ښوونځيو شمېر ۱۵۰ مکتبونو ته راښکته شوی وو، چې ګومان کېږي، له دغو مکتبونو به ډېر خيالي ښوونځي ول، نو د ښوونې او روزنې څرک په داسې شرایطو کې نه ښکارېدلو.
طالبان په ۱۹۹۶ م کال پر یو غمځپلی او وران مملکت واکمن شول، چې د شمال زورواکان يې تېښتې ته اړ کړل، مګر تر ۲۰۰۱ م کاله يې د کابل او سالنګونو په شمال کې تر ۶۰۰ کيلومتره جبهه کې فعاله د جګړې کرښه درلودله او د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷ نېټه امريکا او ناټو پر افغانستان بربنډ بريد وکړ او د طالبانو واکمني يې ختم کړه. د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم د ښوونې او روزنې په برخه کې کوم جوت ګام پورته نه شو، چې يو له علتونو یې د ښوونځيو، تدریسي کدرونو او امنيت نشتوالی ګڼل کېدلی شي یاد شي، خو له بل اړخه د طالبانو بنسټپالي ته هم نغوته کېدلی شي، ځکه هغه مهال هم ټولنيز او ساينسي علوم مباح ول.
له ۲۰۰۱ م کال د امريکايي يرغل سره سم د کرزي او بیا د اشرف غني په موده کې تر ۳ تريليونه ډالر ښکته پورته شول، خو معياري ښوونځي او تعليمي موسسې د ګوتو په شمار وې، مګر د خيالي مکتبونو شمېر د اشغال په بهير کې بيا له زرهاوو اووښتی وو، د مملکت شاهراوې تر ننه پورې کندې کپرې دي، چې د اشغال حکومتداري بې پروايي او فساد ته په نېغه نغوته کوې، يعنې شهر بې باز خواست وو. ما د حفظ الله شيخ هیبت الله یوه وينا واروېدله، چې وايي: آیا تاسو داسې عصری مکاتب غواړی، چې لکه کرزی او اشرف غني غوندې اشخاص پکې وروزل شي او که دیني مدارس غواړی، چې لکه ملا محمد عُمر مجاهد غوندې رهبران پکې وروزل شي؟ د دې پوښتنې ځواب صرف همدا دی، چې علم پر نر او ښځه فرض دی، دا چې څوک څه کوي، د هغه شخص خپل مسؤليت دی!
زه د شوروي اتحاد د اشغال په بهير کې د تحصیل لپاره د بېلاروسيې هېواد ته مسافر شوم. په بلخ او په تېره بیا په تيمورک کې د اسلامي ګوند یو نامتو سيمييز قوماندان ښاغلي جمعه خان همدرد زما پلار ته ويلي ول، چې زوی دې ولې شوروي ته استولی دی؟ زما پلار ښاغلي جمعه خان همدرد ته په ځواب کې ویلي ول، چې حضرت موسی (ع) هم د فرعون په کور کې لوی شوی وو! ښاغلي جمعه خان له شوروي اتحاد سره جهاد وکړ، مګر د امريکايي اشغال چارواکی شو.
د افغانستان تعليمي او تدریسي سيستم او همدا ډول تحصيلي بهير خپلې لوړې او ژورې درلودلې. د عصري تعليماتو لومړنی مکتب د لومړي ځل لپاره د امير حبيب الله خان په موده کې په ۱۲۸۲ لمريز کال د حبيبې په نامه تاَسيس شو او په ۱۲۸۸ کال په کابل کې يو ابتدائيه ښوونځی هم جوړ شو. له ۱۲۸۸ تر ۱۲۹۱ پورې ګڼشمېر ابتدائيي ښوونځي په جوماتونو او دولتي ودانيو کې تاَسيس شول، چې د فارسي تر څنګ پښتو، دينيات، قرآن مجيد، حُسن خط او ابتدائيي حساب تدريسېدل. په جوماتونو او ديني مدرسو کې د قرآن شريف سره غبرګ د فارسي نثرونظم، خط، حساب او د ابجد اساسات لوستل کېدل. د حبيبيې معلمين او اداري هيئت له هندوستانه راغلي ول، چې په حبيبيه کې هم د هندي تعليم او تربيې سيستم تطبيق شوی وو. په ۱۲۹۱ لومړنی دارلمعلمين هم تاَسیس شو، چې وروسته له ۲ کلونو ۶۵ معلمين په ښوونه او روزنه کې په کار وګومارل شول.
د امان الله خان په دوران کې هم يو شمېر مکتبونه په کابل او ولايتونو کې جوړ شول. په حبيبيه کې ابتدائي، رشيدي او اعدادي دورې جوړې شوې. د استقلال (امانيه) لېسه د فرانسې په مرسته او د نجات لېسه (اماني) د آلمان په مرسته جوړې شوې. د لومړي ځل لپاره د مستورات مکتب هم جوړ شو، چې وروسته يې متعلمين تورکيې، فرانسې او آلمان ته هم واستول شول.
په حرفوي يا مسلکي مکتبونو کې دغه لاندې حرفوي زده کړې تر سره کېدلې:
– د ليکلو توګه (اصول تحرير)
– دفترداري
– کرنه (زراعت)
– صنايع
– قُضات
– حُکام
– مَساحت
همدا ډول دارالعلوم او دارالحفاظ هم رامنځ ته شول، چې ابتدائيه يې ۵ کاله، رشيديه يې ۴ کاله او اعداديه يې ۳ کاله ول، چې جمعاَ ۱۲ کاله تدريس تر سره کېدلو. لومړني کتابونه په لاهور او بیا د کابل په سنګي مطبعه کې چاپېدل، چې د ملت لپاره د ښوونې او روزنې او علم لومړنۍ وږمې وې، چې ملت يې پوهې او انسانيت ته رهنمايي کولو.
په حرفوي او مسلکي ښوونځيو کې لاندې څانګې فعالې وې:
– د رسامي څانګه
– ترکاڼی (نجاري)
– خټګري (معماري)
– موبل سازي
– رنګ رېزي
– تاپه کاري
– کاشي سازي
– قالین بافي
– تباشير سازي
– خیاطي
د اکابرو کورسونه د اعليحضرت ظاهر شاه له خوا تاَسيس شول او خپله شاه به تدریس ورکولو. بيا د کاکا طرز رايج شو. د عصري معارفو لومړنی پیل له ۱۲۹۷ تر ۱۳۰۷ ګڼل کېږي. د حبيب الله کلکاني په حکمروايي کې د افغانستان ټول مکتبونه تر ۹ مياشتو پورې وتړل شول، چې بيا د شهيد نادر شاه په موده کې د ښوونې او روزنې چارې بيرته پيل شوې، خو خلکو له تعليم او تربيې سره علاقه نه ښودله، چې بيا په اساسي قانون کې تغيرات رامنځ ته شول او له ۱۳۱۰ لمريز کاله څخه د ټولو ماشومانو لپاره ابتدائي تعليمات اجباري او وړيا شول، چې له ۱۳۰۸ تر ۱۳۱۲ پورې د ښوونې او روزنې د بيرته پرانېستې نوی پړاو يادېږي، چې لومړنۍ د طب فاکولته هم د معارف په اډانه کې په ۱۳۱۱ لمريز کال جوړه شوه.
له ۱۳۱۶ تر ۱۳۲۴ د افغانستان د معارف ژبه پښتو شوه او په ټول مملکت کې تدريس په پښتو ملي ژبې وو، چې د ښوونې او روزنې په تدريسي پروګرام کې حياتي معلومات هم ورزيات شول. له بده مرغه له ۱۳۲۵ تر ۱۳۲۹ په ښوونه او روزنه کې ژبنيز دوواليزم رامنځ ته شو، د دغه سياسي تېروتنې په ترڅ کې د شمال ولايتونو په سيمو کې تدريسات په فارسي شول او پښتو هلته لکه يوه پردۍ مګر نه ملي ژبه تدريسېدله، چې د سيمې اوزبک، تورکمن، قزاق او ایماقو باندې فارسي ژبه د پښتو ملي ژبې پر ځای وتپل شوه او تحميلي بڼه يې غوره کړه، چې ټولنيزې ستونزې يې تر ننه تر سترګو کېږي، چې څوک د «جنوبي تورکستان» خوبونه ويني او څوک هم افغانستان په «سه کشور فارسی زبان» کې رانغاړي. د اعليحضرت ظاهر شاه د دغه غير ملي پرېکړې بنسټيزه ستونزه په پښتنو کې د پښتو ژبې د معلمينو او نورو کدرونو کمبود ياد شوی دی. نن سبا پښتانه د هرې برخې عالمان او متخصصين لري، چې ځينې يې تر اکاډیميسني هم رسېدلي دي، چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د مودې د کدرونو قلت هم نه شته، مګر بيا هم پښتو سپېره ده او د علم په ډګر کې د سيالي وړ نه ده او يا دا چې په پښتنو او پښتني عالمانو باندې ټکه لوېدلې ده.
د هغو بېسواده وګړو لپاره، چې ليک لوست يې نه و زده، د سوادآموزي لپاره په ۱۳۳۰ کال يو هنګري متخصص ډاکتر لاباک وګومارل شو، چې د سوادآموزي د تدريس مواد جوړ کړي، چې چارترونه يې تر ډېرې مودې پورې د سوادآموزي لپاره کارول کېدل. د اکابرو لپاره د «بخوان و بدان» نشريه په ۱۳۳۳ لمريز کال تاَسیس او خپره شوه. په ۱۳۲۸ لمريز کال په کليو، بانډو او د کوچيانو لپاره هم مکتبونه تاَسيس شول او په ۱۳۲۳ لمريز کال د شرعي علومو مدرسه له ۱۲ کلن تعليمي نصاب سره په کابل کې جوړه شوه.
په ۱۳۱۱ کال د کابل پوهنتون تاَسیس شو، چې د علومو پوهنځي تر څنک د حقوقو، ادبياتو، طب او نور پوهنځي يې درلودل، چې په ۱۳۲۶ لمريز کال يې د پوهنځيو شمېر تر ۱۱ رسېدلی وو. د کابل د طب پوهنځي د فرانسې د ليوُن له پوهنتون سره ګډ کار کولو. په ۱۳۳۸ لمريز کال د دوا سازي پوهنځی هم د کابل پوهنتون په اډانه کې ورغول شو، چې په ۱۳۴۶ لمريز کال د طب او دواسازي له پوهنځيو ۸۴۰ متخصصين او طبيبان فارغ شول. دغو يادشويو روغتيايي پوهنځيو د ۷۰۰ تنو د شموليت ظرفيت درلود. بايد ياده شی، چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال، يوازې په نيدرلند کې له ۱۰۰۰ ډېر افغان طبيبان مهاجر ول، چې اوس به يې شمېره له څو زرو هم اوښتې وي او په نورو پرديو ملکونو کې هم ګڼشمېر افغان کدرونه مهاجر دي او اوسمهال هم د ناکاره افغان-چارواکو له لاسه ډېرافغان-کدرونه مهاجرت ته اړ کېږي.
د ننګرهار پوهنتون کې د طب فاکولته تاَسیس شوه، چې خپل کتابتون يې درلود. د کابل په پوهنتون کې هم د کتابتون تر څنګ يوه کافتريا او د پوهنتون صحي سرویس جوړ شول. په کابل کې د پولتخنيک انستيتوت (پوهنتون) او د تعليم او تربيې پوهنځی او د تعليم او تربيې د مشاورينو موسسه هم تاَسیس شول، چې د ځوان نسل په روزنه کې يې اساسي رول لوباوه، چې ډېر کدرونه يې روزلي هم دي.
د کابل پوهنتون په اډانه کې د طب، انجينيري، اقتصاد، زراعت، شرعیاتو، ادبياتو، د سياسي علومو، حقوقو او درملپوهنې پوهنځي هم تاَسیس شول او خپل فعاليت يې پيل کړ. په ۱۳۲۵ لمريز کال د نسوان موسسه هم جوړه شوه، چې تدريسي برخه يې آشپزي، خیاطي، کاردستي (خامک دوزي)، کتابپالنه، سوادخواني او نور تعليمات ول. د مېړوښو ښځو لپاره په لېسو کې د شاملېدو امکانات هم رامنځ ته شول. د مېرمنو لپاره د ماشومانو روزنه، خياطي، آشپزي، ټايپ، صنايع دستي (خامک دوزي) هم تدريسېدل، چې بيا د «مېرمن» په نامه مياشتنۍ مجله هم خپره شوه.
په ښوونځيو يا تعليمي موسسو کې د څښلو اوبه، د ځان مينځلو حمامونه، د جامو د مينځلو او وچولو ځای، د ډوډۍ خوړلو ځای، مجهز تشنابونه، چې د حفظالصحې شرايط يې په پام کې نيول شوي وي، هم جوړ شول. د افغان هوايي ډګر په سيمه کې د طيارو (الوتکو) د تخنيکي او فني څانګې فعالول او په ګڼشمېر سيمو کې د ولډنګ کاري واحدونه هم رامنځ ته شول. د مستجلو لپاره د ۲۵ دارلمعليمونو جوړول هم د پام وړ دي. د کابل د صنايع په ۲۹ مکتبونو کې ګڼشمېر صنعتي څانګې جوړې شوې. هغه مهال د شپې تخنيکي کورسونه، د برق، راډيو او د موټر د ترميم ورکشاپونو جوړول هم د يادولو وړ دي.
په دويمه نړيواله جګړه کې د اعليحضرت ظاهر شاه په واکمني کې افغانستان له جګړې وژغورل شو او بې طرفه پاتې شو. د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې له ۱۹۳۹ تر ۱۹۴۵ پورې بيا هم د افغانستان معارف ټکنی شو او د جګړې اغيز محسوسېدلو. په ۱۳۴۶ لمريز کال د نرينه لپاره ۲۴۶۴ او د ښځينه لپاره ۳۵۷ مکتبونو فعاليت درلود، چې د حفظالصحې، تربيت بدني او دينياتو په اړه يې اړين تدريس شاګردانو ته ورکولو. د نرينه متعلمينو شمېر په ۱۳۴۶ لمريز کال ۴۳۹۷۱۳ تنه او د ښځينه ۷۲۴۳۷ تنه وو. په کندهار، خوست، کابل او نورو سيمو کې ګڼشمېر تخنيکي مکتبونه هم جوړ شوي ول. د مرحوم اعليحضرت ظاهر شاه په موده کې د «پښتو انجمن» په کندهار کې تاَسيس شو، چې په ۱۳۱۴ لمريز کې کابل ته منتقل شو، چې په ۱۳۱۶ لمريز کال پر «پښتو ټولنه» واوښت.
افغاسنتان په ۱۹۴۸ ميلادي کال د يونسکو (UNCR) غړيتوب تر لاسه کړ، چې د ۱۹۴۹ ميلادي کال کې د يونسکو هياَت افغاسنتان ته راغی او د افغانستان د بشري مرستو او ښوونيز پروګرامونو بررسي يې وکړه. په ښوونځيو کې د لاسي کار (کار دستي)، يعنې د ټکريو، پوړنيو، کميسونو او نورو ټوکرو د ګنډلو يا خامکدوزي لپاره هم پاملرنه شوې وه، چې د لاسي کار توليدات هم په هېواد کې زيات شوي ول.همدا ډول د منازلو تدبير (ډېکور) هم په تعليمي موسسو کې تدريسېدلو، چې د يو سوله ييز او صحي چاپېر د ژوندون تضمين يې رامنځ ته کړی وو.
له بده مرغه په ۱۳۵۲ لمريز کال د شهيد داود خان له کودتا سره د ټيټو ونو سيوري د هغی تر بېيې اوږده شول! یعنې خر در بست شېر کار ميکرد! له کودتا وروسته ګڼشمېر هفتکيان، هشتکيان او کوسکولا جنرالان شول او د مملکت کدري سیستم ته نه جبرانېدونکی زيان ورسېدلو او د دولتداري بنسټونه کاوړي شول، چې پايله يې د ۱۳۵۷ د غويي غوبل وو، چې ټول ملت يې قرباني شو او د نيمې پېړۍ په بهیر کې تر ۳ ميليونه زیات بې ګناه او غير نظامي وګړي ووژل شول. له دغه غوبله د افغانستان ښوونه او روزنه او همدا ډول تحصیلي برخه هم متضرره شوه.
څنګه چې مخکې ياده شوه، چې د مرحوم ډاکتر نجيب د واکمني د ښوونې او روزنې يو وزير په ډاګه کړه، چې په ۱۹۹۱ کال په ټول افغانستان کې يوازې ۱۵۰۰ تعليمې موسسې فعالې پاتې وې، خو د ملل متحد له څرګندونو سره سم، د جهاديانو په موده کې د تعليمې موسسو شمېر نور هم ښکته شو، چې د ملل متحد له راپور سره سم په ټول افغانستان کې د جګړو له کبله يوازې ۱۵۰ ښوونځيو متعلمين درلودل او نور ټول مکاتب له منځه تللي ول.
د حبيبيې، سوريا، نجات ليسې او د کابل پوهنتون د هزاره ملېشو مورچلونه ول. مکروریانونه د رشيد دوستم قرارګاه وه، کارته پروان، خير خانه او ارګ د مرحوم مسعود د جبهې کرښه وه، چې افغانستان یې د بدمرغي کنډواله کړه. له بده مرغه لومړنیو طالبانو هم د امريکا يرغل ته زمينه برابره کړه، چې د امريکايي اشغال ۲۰ کلنه جګړه پر افغان ولس تحميل شوه او د ۳ تريليونو ډالرو مرستې هم په جمهوريت کې تری تام شوې. نن سبا طالبانو هم د افغانستان د ګوتو په شمېر کدرونه دېته اړ کړي، چې خپل مملکت پرېږدي او جبري مهاجر شي. د نجونو لپاره وروسته له ۶ ټولګې پر زده کړو بنديز لګېدلی دی، پر ښځينوو د کار محدوديتونه ډېر شوي دي او ښځينه له لوړو زده کړو منعه شوې دي.
بايد ياده شي، چې تعليمي او تدریسي موسسې د يوې ټولنې لپاره حیاتي دي، ځکه انسان له ډېرو ټولنيزو، طبیعي او نورو ګواښونو سره مخامخ دی. د انسان د بدمرغي اساسي دوښمن نا پوهي ده، ځکه په ټوله نړۍ کې هڅه کېږي، چې خلک يې لیک لوست زده کړي، علمي معلوماتو ته لاسرسي ولري، چې وکولی شي، د خپل ژوند ټول اړخونه سم اداره کړي، په خپلو او د نورو په حقونو پوه شي او د خپلو او پرديو د شارلاتانيزم قرباني نه شی. په ټولنه کې د زغم، صبر او انسانيت ارزښتونو ته درنښت ولري، د کار کولو جوګه شي او په ټولنه کې فعاله ونډه ولري، ځکه نو د نرينه او ښځينه زده کړي ډېرې اړينې دي.
د (National Center for Health Statistics) په خپلو څېړنو کې ښودلې ده، چې له ۲۰ تر ۶۴ کلنو نرانو کې په هرو ۱۰۰،۰۰۰ (سل رزو) کې د مړېنې کچه په دولسپاسو کې ۶۶۵،۲ تنه، وروسته له کالجه ۶۰۰،۹ تنه او په هغو کې، چې لوړې زده کړې يې درلودلې مړينه ۲۳۸،۹ تنه وه، چې په ښځو کې هم تعليم او تحصيل خپل جوت اغېز پرېاېښی دی، يعنې له لوړو زده کړو سره د مړينې کچه په نرينه او ښځينه کې ټيټېږي. د سګرت څکولو کچه په دولسپاسو کې ۳۰ سلنه او وروسته له لوړو زده کړو ۱۰ سلنه ياده شوې ده، چې دغه فيصدي د چاغښت په اړه هم صدق کوي. د لوړو زده کړو وګړي د صحي چاپېر په رامنځ ته کولو کې هم ډېره پاملرنه کوي او عايدات يې هم تر ۲۰ سلنه زيات وي.
د ښځېنه لپاره تحصيل خپل بل اړخ هم لري. ما څو کاله مخکې د سعودي عربستان د ښځينه د تعليم او تربيې او لوړو تحصيلاتو په اړه يوه څېړنيزه ليکنه لوستې وه. په هغه ليکنه کې دې ته نغوته شوې وه، چې په سعودي کې د ۲۵ تر ۳۵ کلونو ښځينه کې له ۳۵ سلنې زياتې نجونه پېغلې پاتې دي او هېڅ مېړه يې نه دی کړی. په دې برخه کې په زرهاوو نجونه پوښتل شوې وې، چې ولې دوی مجردې پاتې شوي دي. له ۱۸ تر ۲۴ کلنۍ نجونو غوښتل لوړ تحصيلات بشپړ کړي. په ۲۵ کلنۍ کې زياتره نجونه خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولې وې، مګر بيا هم د کور او کورنۍ په جوړولو کې پاتې راغلې وې. د دغه مُصيبت سببونو ته داسې اشاره شوې وه. هغه نجونه چې د ښوونځيو په وروستيو کلونو کې بالغ عمر ته رسېدلې وې، نو دغو پېغلو د ښوونځي د ختملو په اړوند له واده ډډه کوله، وروسته له ښوونځي اکثريت نجونو غوښتل چې لوړې زده کړې وکړي، ځکه يې واده ته زړه نه ښه کولو. وروسته له لوړو زده کړو نجونو د خپلې کچې او د لوړو تحصيلاتو مېړونه غوښتل، خو د نجونو خواستګاران زياتره له دوی زاړه ول او همځولي يې نه ول، له بل اړخه نجونه د خپلې زده کړې او ټولنيز موقف له کچې سره د برابر خواستګار په تمه وې، خو په دې ډول د عمر په تېرېدو د دوی خواستګاران کمېدل. زياتره خواستګاران متاهل يا د پاخه سن نرينه ول او يا يې بله مېرمن درلودله او په دويمه پسې ګرځېدل، چې تحصیل کړې نجلی بايد پر بن یا (امباق) ورغلې وی، خو زياترو ښځو بيا نه غوښتل پر بن واده شي، نو په دې ډول له ۳۵ سلنه زياتې ښځې د مجردۍ ژوند خپل کړی وو او له رواني ستونزو، تنهايي او انزوا يې سر ټکولو. داسې معلومات هم خپرېږي، چې په عربي ملکونو کې د طلاق پېښې هم ډېرې دي، چې د کونډو شمېر هم لوړ ښودل کېږي. د ژوند او تحصيل دغه برخه د ټولنيز ناانډولتيا ته نغوته کوې، چې پايله يې په ټولنه کې د وګړو مضمن سترس دی، چې د کورتېزول نامطلوبه اغيز د انسان پر بدن باندې پياوړی کوي.
په ټولنيزه او فردي روغتيا باندې د ښوونې او روزنې او لوړو تحصيلاتو اغېز ډېر جوت دی. په ښوونځي کې يو ماشوم او بيا يو ژڼی د ليکلوست تر څنک اداب او معاشرت زده کوي، د نورو انسانانو حقوقو ته درناوی کوي. د تعليم او تربيې په برخه کې ټولنيزه تربيه، دينداري، صداقت او ايمانداري زده کوي. د دغو مثبتو تربيوي برخو سره خپل نظافت ته هم پاملرنه کوي، چې د ګڼشمېر انتاني او عصبي ناروغيو وقايه په سمه توګه تر سره کېږي. تحصيل کړي خلک د نورو په مقابل کې زغم او صبر کوي، خپل ټولنيز موقف پياوړی کوي او د مېړانې (مردانګي)، عياري اساسات زده کوي، يعنې يو کامل، هوښيار او پر ځان متقي انسان ترې جوړېږي.
په نيمه پېړۍ کې په افغاسنتان کې ټولنيز ارزښتونه له ګڼشمېر ګواښونو سره مخامخ شوي دي. سيالي د پوهې او انسانيت ځای نيولی دی. فکرونه ماجرا جو شوي دي! ودونه په قصرونو کې کېږي، خو اکثريت ملت له لوږې سره لاس او ګريوان دی. د سروزرو مينه دومره پياوړې شوې، چې (ښځو) ميندو د اولادنو بسټيز حقونه تر پښو لاندې کړي دي. د سرو زرو نېشې ښځې هوايي کړي، بادسرې او بې بندوباره کړې دي. په انترنټ کې د مېز او خوړو سليقه او د تفريحي پروګرامونو فلمي سيالي خپل اوج ته رسېدلي دي، چې د يوې سالمي کورنۍ جوړښت او بنسټ يې له ګواښ سره مخامخ کړي دي، نو په افغانستان او افغانانو کې ښوونه او روزنه يو فکري اوښتون ته اړتيا ليري، چې افغان ولس هم د انسانيت په جوهر سينګار شي.
آيا د عصري مکتبونو د ښځينوو استازې مرحومه اناهيتا راتبزاد، قوماندان کفتر، مېرمن بارکزۍ، فوزیه کوفي، سيما سمر او داسې نورې يادېدلی شي؟ او يا د صحنو نمايندګي يې بیا آريانا سعيد، سيتا قاسمي، عاليه انصاري او که غزال عنايت، رمشا شفا او ګڼشمېر نورې مطلقې کولی شي؟ يا هم په ژورناليستانوکې شرميلا هاشمي یا هم ګلالی کريمي يادولی شو؟ ځکه نو په افغانانو کې له عصري ښوونې او روزنې سره حساسيتونه ډېر شوي دي او په تيره بيا د کليوالو حساسيتونه ډېر پياوړي دي، چې د هر واکمن پږې ترې رېږدي!
د جمهوريت په بهير کې د افغانستان په ګڼشمېر ښارونو کې د (امن کور) په نامه کورونه جوړ شول، چې يو شمېر مېرمنې یې له مېړونو او کورنيو بېلې کړې او سر نوشت يې وروسته د جمهوريت له سقوطه هېچا ته معلوم نه دی. په دې برخه کې د کبیر رنجبر او د خانه امن د یوې وينځې داستان په خوالو رسنيو کې ويرال شو، چې ښاغلي رنجبر بیا د خانه امن له دغه تښتولۍ او له ده څخه حاملې شوې ښځې سره نکاح هم وکړه.
د يو شمېر ښځو او نرانو نا مطلوبه کړه وړه نن ځکه ډېر تر سترګو کېږي، چې په مجازي رسنيو کې يې نخرې ډېرې شوې دي او په يوټوبري کې خپل شُهرت، رزق او روزي لټوي. د رفيق کارمل په موده کې د کابل پوهنتون ته د (فيشنتون کابل) اصطلاح کارول کېدله، ځکه د هلکانو لپاره د کانکور امتحان له منځه تللی وو او وروسته له دولسمه عسکري ته سوقېدل، چې په ټولو تعليمي او تدریسي موسسو کې د ښځينوو برخه غوښينه شوې وه. تدريس هم ډېر ضعیفالبنياد وو، ځکه نجونه به په سينګارولو بوختې وې او تحصيل ته يې پام نه وو، ځکه نو پوهنتون په فېشنتون اوښتی وو.
په افغاني ټولنه کې د کمونيستانو په دوران کې عسکري د ځوانانو لپاره يو ستر مُصيبت وو، ځکه لومړۍ دوره يې ۴ کاله وه او بيا وروسته له دوو کلونو به يو شخص بيا عسکري ته جذبېدلو او بيا به يې د احتياط دوره هم ۴ کاله پرې تېروله، خو که څوک به ژوندی پاتې شو، نو د ژوند ۸ کاله به يې په هېڅ کې شمېرل کېدل، نو د دغه مودې يوه اصطلاح د «تخم داري!» وه، چې د سردار محمد داود په دوران کې د ت-تحصيل، خ-خانه او م-موتر معنی درلودله، خو د کمونيستانو په موده کې د ت-ترخيص، خ-خانه او م-موتر بڼه خپله کړه، یعنې تحصيل په ترخيص واوښت. د مرحوم حفيظ الله امين د (کور، کالي او ډوډۍ) شعار هم په (ګولۍ، کفن او ګور) واوښتل!، چې دا ټول د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د غير مسلکي اود پرديو تيوريو او عنعناتو د کاپي کولو او د پرديو د پېښو کولو يا قلاغ نيولو نتيجه وه.
راځم د طالبانو لومړۍ واکمني او دويم امارت ته! وروسته د کمونيستي او جهادي غوبله په افغانستان کې د مملکت ټولې شتمنۍ له منځه تللې وې. د مملکت علمي او مسلکي سټې او پوهان مهاجرت ته اړ شوي ول. افغانستان په تنظيمي جګړو کې غرق وو، نو له طالبانو د دې تمه نه کېدله، چې پرته له کدرونو د افغانستان ټول اداري، تعليمي، روغتياي، نظامي … او نور ټولنيز جوړښتونه په کمه موده کې جوړ او فعال کړي. له بده مرغه وروسته د امريکايانو له شرمه ډکې تېښتی هم تر ۴ لکه افغاني کدرونه له افغانستانه په نظامي الوتکو کې وايستل شول او د مملکت اداره يې بلکُل فلج کړه او افغان ملت يې نيمچه ملايانو ته لاس تړلی تسلیم کړ او کدرونه يې تېښتې ته ولمسول، چې په ټول افغانستان کې يې د پوهې يوه ژوره کنده رامنځ ته کړه، چې قرباني يې نن بيا هم افغان ولس ورکوي. اوسمهال طالبان د افغانستان یکه تاز واکمن دي، نو خپل ولس ته مسؤل دي، چې د هوسا ژوند، فردي امنيت، کاري تضمين، د تعليم او تربيې سهولتونه او د لوړو تحصيلاتو امکانات د نرينه او ښځينه وګړو لپاره په مساويانه توګه برابر کړي او له ښځینه وګړو سره د میرې او بنزيو چلند ونه کړي.
ښځه مور ده، ښځه مېرمن ده، ښځه خور ده، ترور ده، ترله ده، توړۍ ده، معلمه ده او بايد ډاکتره شي، پوليسه شي، ماموره شي …، په افغان ولس کې داسې ښځې هم وې، لکه نازو أنا، دورانۍ عايشه، بلخي رابعه، د ميوند ملاله او په عصري زمان کې معصومه عصمتي وردګ د یادول وړ ده. دغه افغان ښخې هم تاريخي څېرې دي او هم د سترو اشخاصو ميندې وې، ښه ويل شوي، چې ښځه په یو لاس ماشوم خو پر بل لاس نړۍ زنګوي!
د افغانستان د ښوونې او روزنې او همدا ډول د سمې ادارې لپاره زه هم کوم ځانګړي امکانات نه لرم، مګر له احتياط سره سم د پایلې يو څو کرښې توروم، چې کېدی شي کومه ګټه د افغان ملت لپاره ولري. په بهر کې څو ميليونه افغانان ژوند کوي، له ۱۹۸۰ کاله تر ننه يعنې په نيمه پېړۍ کې لږ تر لږه درې نسلونه په بهر کې د تکنالوجي په عصر کې لوی شوي دي اوعصري علومو ته په هره برخه کې لاسرسي لري، نو کولی شي، د ښوونې او روزنې او حتی د پوهنتونونو د درسي موادو په تيارولو کې ونډه واخلي او تدريسي مواد په هره کچه د افغان ولس لپاره برابر کړي او د افغانستان نننيو واکمنو ته د اصلاح لارې چارې وړاندې کړي، سر بېره پر دې چې طالب د بل نه مني، خو بيا هم بايد لاس تر زنې کېننو!
پايله
مناسبه او پر انساني ارزښتونو سمباله ښوونه او روزنه د روغتیا لپاره یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي، د ټولنیز ټاکونکي فکتور په توګه، تعليم په روغتیا پورې اړوند د ژوند شرایط، په ټولنه کې موقف، کاري فرصتونه او چلندونه جوړوي يا يې آسانوي، د خلکو پوهه د چاپېر په اړه پراخوي، چې په دې توګه تعليم په فردي جسمي، رواني او ټولنيزې روغتیا مستقیم او غیر مستقیم اغیزې لري. د ټولنیز حالت نور شاخصونه هم په تعلیمي لاسته راوړنې پورې اړه لري، چې وايي «څومره چې ډېره زده کړه کوې، هومره ډېر عايد تر لاسه کوې»، د ښه عايد سره يو انسان او يا کورنۍ د ژوند ټول سهولتونه ځان ته او خپلو ماشومانو ته برابرولی شي او ګاونډي يا بېوزلي وګړي هم ترې مستفيد کېدلی شي.
د روغتیاپالنې او ښوونې او روزنې له لارې، بايد يو شخص د ناروغۍ مخنیوي وکړي، د خپلې ټولنې د غړو روغتیا ته پاملرنه وکړي، د روغې ټولنې په ساتلو، ښه کولو او جوړولو کې ونډه واخلي او هر اړخيزه مرسته وکړي، د ژوند چاپېر ژغورنې ته ځېر شي، د مخاطرې د فکتورونو بار يا بوج پر وګړو کم کړي، له بېوزلو، معلولو او معيوبو وګړو سره مرسته وکړي، چې د معلولیت يا معيوبت سره بیا هم ښه ژوند ولري. د فردي او ټولنيزې روغتيا لپاره عدالت، انسانی محيط، امنيت، سمه اداره، ټولنيز نظام، د تعليم او تربيې پياوړی جوړښت ډېر اړين دي، چې په سالمه ټولنه کې د تحصيل تر څنګ د کار او ښه ژوند تضمين ولري.
و من الله التوفيق