تاند (دوشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې، سږ کال د حمل میاشت له پيل څخه تر دې دمه په اوبو کې د ډوبېدو له امله ۷۵ کسان مړه شوي دي.
د طالبانو د یادې ادارې ویاند حافظ یوسف حماد زیاته کړې چې،ډېری پېښې تفریحي سیمو ته د سفرونو او د لامبو پرمهال رامنځته شوې او درې کسان نور ټپيان شوي هم دي.
په مړو شوو کسانو کې ۲۷نارینه، ۷ ښځې او ۴۱ ماشومان شامل دي.
نوموړي په یو ویډیويي کلیپ کې له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د سیندونو، بندونو او ژورو اوبو سیمو ته د تګ او لامبو وهلو پر مهال د خوندیتوب لارښوونې په پام کې ونیسي.
یوسف حماد همداراز ټینګار کړی چې هېوادوال باید د لامبو پرمهال د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ملي ادارې سپارښتنو ته پام وکړي، څو د دا ډول خونړیو پېښو مخنیوی وشي.
د یادولو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبو کې د ډوبېدو پېښې زیاتې شوې او ډېری قربانیان یې ځوانان دي.