زیارت په زیارت کتاب له پېښو ډک دی، له داسې پېښو، چې زړه ورسره رېږدي. یو عجیبه ناروغي، چې علاج نه لري، یو عجیب درد، چې تحمل نه لري، د یوه بې کسې مور او زوی داستان، چې اور یې لمبه نه لري، خو دوی سوزوي.
د محمد نعیم وردګ د زړه چيغې له هغه ورځې پیل شوې، چې دی دولس او یا دیارلس کلن ځوان و. یوې نا اشنا ناروغۍ په خپلې منحوسې غېږ کې ونیوو. څلورویشت کاله یې وسېزه.
دا ناروغي نه وه، یو اور و، چې تاب یې نه شته، همدې کس د خپلې ناروغۍ خاطرې لیکلې، دی د طبابت څلور دروازو ته ورغلی دی، د دې وحشي دروازو داستان په دې کتاب کې خوندي دی.
په دې کتاب کې د مورولۍ هغه ستړې، چې ۲۴ کاله یې د نعیم سره ګاللې دي. دا ستړې د تصور وړ نه دي. مور یې ان دوه نیمې لسیزې له زوی سره د معالجې په برخه کې په مبارزه بوخته ده. کلونه یې د ناروغۍ ووځي، خو د نعیم په روغتیا کې فرق نه راځي، یوه شپه نعیم د خپلو دردونو له امله یو دم چيغې کړي، مور یې وډاره شي، حتا له خولې یې ښیرې ووځي! اې پروردګاره موږ ته له داسې درده فنا را کړې. آمین.
او د ناروغۍ په دې ۲۴ کلن مزل کې، چې نعیم کومې ستونزې ګاللې دي، بیا هم د تصور وړ نه دي. یانې زیارت په زیارت کتاب یو داسې داستان دی، چې په هر کور کې پېښېدونکی دی، خو نورې کورنۍ یې ممکن دومره نه وي ځورولې.
نعیم یو ناروغ انسان دی، چې لا ډېر ارمانونه لري، مګر ټول ارمانونه یې یوازې د خپلې روغتیا په تناره کې وسیزل. یوازینۍ ارمان، چې ده ور سره له تصوره سیوا مبارزه کړې. حتا یو داسې کړاو یې د خپلې ناروغۍ د معالجې لپاره تېر کړی، چې فرهاد د شیرینۍ لپاره هم نه وي تېر کړی. زه فکر کومه، چې په یعقوب ع او یوسف ع سلام به هم دومره کړاو نه وي تېر شوی!؟
له دغې نا اشنا ناروغۍ سره نعیم لا هم په همدې زندان کې دی. عجیبه دا ده، چې په دې زندان کې یې مور ور سره سوزېدلې او د کورنۍ هر غړی ترې پرهر شوی.
د یوې داسې سوې مور داستان په دې کتاب کې لوستی شئ، چې سړی هېښوي. دا کتاب باید ځکه ولوستل شي، چې لیکوال د ټولنې حقایق روښانه کړي او موږ ورته متوجې کوي. تاسې باور وکړئ، چې د محمد نعیم وردګ داستان ډېر زړه بوږنونکی دی. دا کتاب به مو په خپلو ستونزو شکر ګوزاره کړي.
له دغه داستان څخه طبابت باید شرم وکړي، یانې یوه داسې ناروغي، چې طبابت ترې عاجز شوی او په علاج یې نه دی بریالی شوی.
تر ټولو زیات کور دې د استاد غضنفر اباد وي، چې یوه مقاله یې د خاطرو د ارزښت په اړه لیکلې وه، دغه ناروغ نعیم، چې کله دا مقاله لوستې، نو د خپل داستان د لیکلو تلوسه ور سره ملګرې شوې او خلک یې په لوستلو د ټولنې تریخ او لوی حقیقتونه ویني.
محمد نعیم د خپلې معالجې په برخه کې داسې خطرناک عملیاتونه کړي، چې انسان یې له یادولو عاجز دی. یانې د نعم ژوند د ډېرو خطرناکو عملیاتو لاندې نیول شوی دی. حتا زړه یې له سینې را اېستل شوی، د سینې قفس یې څېرې شوی، بیضې یا هګۍ یې څېرې شوې، مګر بیا هم روغ نه دی او هماغه ناروغي ور سره ملګرې ده، هغه هم داسې ناروغي، چې انسان سخت اذیتوي.
دا ځوان یوې داسې ناروغۍ په سر اخیستی، چې ټولنه د توهین په سترګه ور ته ګوري او ویل کیږي، چې نعیم چوره دی، خو دی چوره نه دی، بلکې یوې بلې بدې ناروغۍ په سر اخیستی، چې علاج نه لري. کله به چې دی بهیر ته راتلو، نو ما فکر کاوه، چې دی پیدایشي معذور دی، خو داسې نه ده، دا څهره د ډېرو مظالمو شاهده وه.
له نن څخه کابو دوه نیمې لسیزې د سید اباد ولسوالۍ سپین کلینک ته ورځي او کابو زیاتې ورځې پکې بستریږي. همدا د نعیم دویم کور شي، چې ۲۴ کاله ورسره لاس او ګریوان وي. د بسترېدو او روغتون سره یې انډیوالي له همدې ځایه پیلیږي، چې بیا په کابل، پاکستان او د هند په ډاکټرانو راتاو شي او هر کس او ناکس ناکې تجربې پکې وکړي.
د روغتونونو د کارکوونکو ناسم وضعیت، د نه تشخیص شوې ناروغۍ په اړه نادرستې تجربې، بې ادبه ژبه یې یو داستان خبرې دي.
خو حیف دا دی، چې نعیم په یوې داسې ناروغۍ اخته وي، چې مجبور دی هر ډاکتر ته خپله ګنډه خلاصه کړي او ستر یې وګوري، مګر څه وي، ارمان هماغسې وي، اور هماغسې وي. مور یې د روغتون په انګړ کې د دعا لاسونه پورته کوي. څلرویشت کاله کیږي، چې د مور سترګې یې له اوښکو څخه نه دې وچې شوې، خدای تعالی ج عالم ذات دی، د هر چا په تقدیر ښه پوهیږي او یوازینی شفاء ورکوونکی دی.
او که چیرې د ملایانو او زیارتونو داستان پکې ولولئ، نو کرکه به دې راشي او که بیا یې د کورنۍ طبابت ستړې وګورئ، نو له طبابته به دې زړه تور شي. ګوا چې یو عالَم ظلمونه او دوکې دي. د ټولنې یو بد تصویر، چې حقیقت دی او سترګې نه شي ترې پټېدی.
د زمري میاشتې په سره ګرمۍ کې یې د تازه حلال شوي غوایي په څرمن کې ۲۴ ساعته پټ کړی و. د وینو او غوشایو بوی، د مچانو هجوم او داسې نور ان ۴۸ ساعته په همدې بوین شوي بدن کې باید پاتې شي. نعیم د زیاتو مچانو له هجومه په موټر سایکل پښه واړوي، خو چې څومره لرې لاړ هم شي د مچانو له هجومه نه وي خلاص شوی.
د بې ځایه مشورو له امله د کیشپ هګۍ پرې په پټه خوړل شوې، که یې کابل ته کوچ نه وی کړی، نو د تور سپي څرمن به یې هم ور پورې کړې وه. په سره ګرمۍ یې په ریګونو کې پټ کړی، په غوشایو کې یې پټ کړی د اوښ اغزنو پچو کې یې ان مکمله شپه تېره کړې ده، د کورني طب، چې کوم مظالم دي د هغوی ټولې معالجې پرې ستړې شوې دي. له یوې خوا غربت او له بلې خوا د فاریاب پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي څخه را شړل کېدل او د مامورینو او استادانو جهالت به دې په دې خاطرو کې دماغ ګرم کړي او ښیرا به دې له خولې ورته ووځي.
خو دی بیا هم د همدغې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی. د زیارتونو او تعویذګرو د ظلمونو او دوکو یو عالَم هېښوونکې کیسې لري. د پیریانو سره یې شپې تېرې کړې، ویرولی یې دی آن په نیمه شپه کې په تېښته ترې خلاص شوی دی.
په دې کتاب کې د ژوند یو هېښوونکی داستان دی، چې سړی یې لوستلو باندې هېڅ نه ستړی کیږي، هره خاطره یو داستان خبرې دي او ډېرې هېښوونکې دي. د دې کتاب لیکوال یو غر انسان دی، چې په هر حالت کې استوار پاتې شوی، له خپلو امیدونو سره د مبارزې یو لوی داستان لري.
یانې په نړۍ کې د طبابت څلور دروازې یې ور خلاصې کړې، مګر یوې دراوزې یې هم علاج ور په برخه نه کړ. په اوس وخت کې ټر ټولو اهم عصري طبابت دی، چې آن تر هنده ورسېده او خپلې پلارنۍ ځمکې یې ورته ګرو کړې؛ مګر ارمان یې لا هم ارمان پاتې شو او روغ صحت یې په برخه نه شو.
یوناني طبابت، کورنی یا هم کلیوالي طبابت، وهمي طبابت یې ټول پرې ګز کړل، مګر یوازې یې په میراث همدا خاطرې ور پاتې شوې؛ نور یې هېڅ ګټه ورته ونه کړه او د دې جبر خپلې تنګسیې یې لیکلې دي. اوس یې موږ هم هېښ پاتې کړو او په خپلو ستونزو یې شکر ګوزاره کړو. د دې کتاب لوستل په دې هم مهم دي، چې پر ځان به شکر وکاږئ.
دا کتاب باید هر څوک ولولي او زموږ ټولنه خو یې باید ځکه زیات ولولي، چې موږ د داسې جاهلو کړنو سره لاس او ګریوان یو، زموږ طبابت باید وشرمیږي، چې لا اوس هم جهالت پکې نه دی وژل شوی. دا د دې ټولنې راڼه حقایق دي او د دې کتاب لوستل ډېر ضروري دي. نعیم د طبابت دغو څلورو دروازو ته ور دننه شوی او خپلې خاطرې یې لیکلې دي. خدای تعالی ج دې موږ او تاسې له داسې امراضو وساتي او محمد نعیم وردګ او د دې مسکینې مور او کورنۍ ته دې الله تعالی ج اجرونه ورکړي او خدای تعالی ج ته یې د روغتیا لاسونه لپه کوو.
دې لیکنې ما ته د خپلې یوې فرانسوۍ ملګرې کیسه را یاده کړه. زما ملګرې په پاریس کې له زده کړو وروسته نیویارک ته لاړه هلته یې په ارټ کې ماستري وکړه او کار یې پیل کړ. ډیره خوشاله وه خو تېر کال ناببره یو ډول درد ورته پیدا شو. په پیل کې یې درد یوازې په لاسونو کې و خو ورو ورو یې ټول بدن ته خپور شو. ګڼو ډاکترانو ته لاړه، له مسکن ګولیو پرته یې بل څه ورنه کړل ځکه چې بله دوا یې نه لرله. بېرته پاریس ته راغله دلته هم روغتون په روغتون وګرځېده، معالجه یې ونه موندل شوه او یوازې هماغه لومړۍ خبره چې په نیویارک کې یوه ډاکتر ورته کړې وه، دلته هم وشوه.
د دې مرض اټو ایمیون ډس ارډر دی. د دې معنا دا ده چې په بدن کې هغه سویچ له کاره لوېدلی یا یې شارتي کړې چې درد کنترولوي.
که مو ذهن ومنله چې درد لرم، درد به احساسوئ او که حتي په رښتیا هم سخت خوږ شوي یاست او په مازغو مو ومنله چې درد نه شته، درد به نه احساسوئ یا به یې کم احساسوئ.
ډاکترانو زما ملګرې ته ویلي چې په تدریج به له درد سره عادي شي، بدن به دې دا ومني چې همداسي ده. په دې وخت کې به نورماله شې.
د فکر د غلطولو لپاره یې ورته ویلي چې آب بازي وکړي او نور داسي کارونه چې ذهن یې مصروف ساتي. باور لرم چې له ښاغلي وردک سره به د دې کتاب لیکلو مرسته کړې وي.
اما ډېره نه پوهیږم چې د ښاغلي محمد نعیم وردګ ستونزه به څومره زما د ملګرې له درد سره ورته وي.
مینه احمد
دېره مننه کوم اغلې!
دا کس هم داسې نا اشنا ناروغي لري، که کتاب یې ولولې، نو د خپلې ناروغۍ په اړه یې ډېرې خبرې کړې دي.