تاند ( یک شنبه د لیندۍ – قوس ۲۳مه) د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د نړیوال سازمان له مشر «ایډوین سینزا سلاوډور» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
روغتیا وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د روغتیا نړیوال سازمان د توبرکلوز (نري رنځ) برخې مسوولینو هم ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د توبرکلوز برخې د خدماتو د پياوړتيا، روغتيايي مرکزونو ته د نري رنځ په برخه کې د لا زياتو اسانتياوو برابرولو، ناروغانو ته د معياري او پر وخت خدماتو وړاندې کولو، د خدماتو د لا ښه والي لپاره د بودجې د زياتوالي، د تشخيص او درملنې د بهير د اغېزمنتيا او د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د نور جلال جلالي له قوله لیکل شوي چې د نري رنځ ناروغۍ مخنيوی او درملنه د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه دي او دوی هڅه کوي د نړيوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ، د هېواد ټولو اوسېدونکو ته معياري روغتيايي خدمات ورسول شي.
بل لورته د روغتيا نړيوال سازمان مشر او د توبرکلوز برخې نړيوالو مسوولینو خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د نري رنځ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې، د خدماتو د پراختيا او د عامې روغتيا وزارت سره د بشپړې همکارۍ او پاملرنې ډاډ ورکړی دی.