Homeخبرونهبقایي: د ځانګړو استازو غونډه کې د افغانستان نه ګډون، د دوی...

بقایي: د ځانګړو استازو غونډه کې د افغانستان نه ګډون، د دوی خپله پرېکړه ده

تاند ( یک شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۳مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې، د تهران په ناسته کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو غونډه کې د طالبانو نه ګډون، د دوی خپله پرېکړه ده او دوی ورته درناوی لري.

اسماعیل بقایي د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، ایران د سیمې د نورو هېوادونو په څېر افغانستان ته د دې ناستې د ګډون بلنه ورکړې وه او غوښتل یې چې، د طالبانو استازی هم پکې حاضر وي، خو د نه ګډون وروستۍ پرېکړه خپله طالبانو کړې ده.

د بقایي په وینا، د تهران ناسته د ایران او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سلا مشورو او همدارنګه له طالبانو او پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو پایله ده.

سرچینه زیاتوي چې، له شاوخوا دوو کلونو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د چارو د ځانګړو استازو په کچه داسې ناسته ترسره کېږي.

په دې ناسته کې د روسیې، چین، تاجکستان، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې، د دې ناستې اصلي موخه د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله ده او ټینګار یې کړی چې، ټول هغه بدلونونه او پېښې به پکې وڅېړل شي چې په هر ډول د افغانستان له وضعیت سره تړاو لري.

دا ناسته څو ساعتونه وړاندې پیل شوې چې د افغانستان لپاره پکې د پاکستان ځانګړي استازي، صادق خان ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ګواښ په اړه باید د اسلام آباد اندېښنې په جدي توګه وڅېړل شي.

1 COMMENT

  1. رښتیا هم فکیستان یو ترهګر هېواد دی او د نژدې ټولو ترهګرو مور ټاټوبی بلل کیږي . د دغه ترهګر بې وخته پیدا شوي هېواد مور او پلار لا سم معلوم نه دی ، خو د ټولو ګاونډیانو امنیت یې خربه کړی او سل ګونه تروریستي او ترهګرې ډلې یې د افغانستان ، هندوستان ، ایران ، چین او د منځنۍ آسیا دولتونو پرضد استعمال کړیدي . د نني ترهګریز برید چې په آسترالیا کې شویدی، د اړیکو پل یې فکیستان پورې رسیږي . افغانستان او هندوستان دا اویا اتیا کاله له دغه مضر سرطاني موجود نه کړیږي . هیله ده نړیوال ورته د جراحي یوه سمه لار پیدا کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...