پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهایرانۍ بلاګرې "اناهیتا ناچو" ۳۸۸ ځلې د ښکلا جراحي کړې

ایرانۍ بلاګرې “اناهیتا ناچو” ۳۸۸ ځلې د ښکلا جراحي کړې

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۳مه) ایرانۍ بلاګره «آناهیتا ناچو» له یوه یوټیوبر سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې،  تر اوسه یې د خپلې ښکلا لپاره ۳۸۸ د ښکلا جراحي عملیاتونه ترسره کړي دي.

هغه وایي چې، د نړۍ په کچه یې د ښکلا د جراحیو په عملیاتونو کې ریکارډ جوړ کړی او هڅه کوي دا په ګینس کې ثبت کړي.

هغې چې د پزې، سترګو او شونډو د ښکلا عملیاتونو ترڅنګ، د ملا د نري کېدو عملیاتونه ترسره کړي وایي له اتو کلونو راهیسې یې خواړه نه دي خوړلي او د وزن د ساتلو لپاره یوازې قهوه څښي.

دغه ایرانۍ بلاګره زیاتوپ چې د لومړي ځل لپاره یې هغه وخت جراحي عملیات ترسره کړ، چې معشوق یې ورته د پزې د بدرنګوالي پېغور ورکړی وو.

اناهیتا ناچو وایي: ” اوس مې دا کار یو شوق ګرځېدلی او چې ترسره یې نکړم ناراحته یم او څو ځلې ډاکټرانو راته منفي ځواب راکړی چې، نه یې درته کوو، خو ما چې کله د ډېرو پیسو ورته ویلي بیا یې راته عملیات کړي دي.”

په نړۍ کې په دې وروستیو کې د ښکلا د جراحۍ عملیات په ځانګړي ډول په نویو ځوانانو او پېغلو کې ډېر دود ګرځېدلی دی.

روغتیاپالان وایي د ښکلا جراحي که څه هم د ظاهري بدلون لپاره ترسره کېږي، خو ګڼ تاوانونه او خطرونه لري چې، باید خلکو ته روښانه شي.

دوی وایي دا ډول جراحي د بې‌هوښۍ خطر، انتان، وینه‌بهېدنه او د دایمي داغونو سبب کېدای شي، او ځینې وخت د انسان روغتیا ته جدي زیان رسوي.

د روغتیا پالانو په وینا ډېری کسان د پایلو څخه راضي نه وي چې دا چاره رواني فشار، خپګان او د ځان باور کمښت رامنځته کوي.

متخصصین سپارښتنه کوي چې خلک د ښکلا جراحۍ له پرېکړې مخکې باید د هغې تاوانونه او خطرونه په دقت وارزوي او بیا اقدام وکړي.

1 COMMENT

  1. د دِه خواجه ( د کنداریانو په اصطلاح د دېخوَجې) د بدماشانو خبره:
    عجیبه زمانه ده – تر دې هغه اوږده ده.
    مخکی به آزادخیالو ځوانانو د ښو مُلایانو پر ښو خبرو خندل خو نن ورځ همدا ځوانان د طِب د اکاډمیکو متخصصینو پر علمی څرګندوونو هم خاندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...