Homeخبرونهولې د نړۍ ۹۰ سلنه خلک په ښي لاس کار کوي؟ ساینسپوهانو...

ولې د نړۍ ۹۰ سلنه خلک په ښي لاس کار کوي؟ ساینسپوهانو یې دلیل څرګند کړی

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۸ مه) که همدا اوس مو ملفون (ګرځنده ټیلیفون) په لاس کې وي، ښايي د ښي لاس په وسیله یې کاروئ او پرده یې پورته او ښکته کوئ.

د نړۍ شاوخوا ۸۵ تر ۹۰ سلنه خلک په ښي لاس کار کوي، په داسې حال کې چې یوازې ۱۰ تر ۱۵ سلنه کسان کیڼ لاسي دي یا په کیڼ لاس په کار کولو عادت دي. ځینې کسان بیا دواړه لاسونه په یوه کچه کارولی شي.

که څه هم په بېلابېلو سیمو کې په دې شمېرو کې لږ توپیر شته، خو د نړۍ په هېڅ انساني ټولنه کې د کیڼ‌لاسو شمېر تر ښي لاسو ډېر نه دی.

د بریتانیا د چېسټر پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي استاد پاول روډوې وايي، اصلي پوښتنه دا ده چې ولې د انسانانو ډېری برخه د یوه لاس کارولو ته ترجیح ورکوي؟

د هغه په وینا، د اسیا، عربي او افریقايي هېوادونو په ځینو ټولنو کې چپ لاس ناپاک ګڼل کېږي او ماشومان د ټولنیزو بندیزونو او سزاګانو له ډاره اړ کېږي چې په ښي لاس کار وکړي.

روډوې وايي، په هغو ټولنو کې چې د کیڼ لاس کارولو پر وړاندې ټولنیز فشار ډېر وي، د کیڼ لاسو شمېر هم کم وي. خو ان په هغو ټولنو کې چې داسې تعصب نه شته، کیڼ لاسي کسان بیا هم اقلیت وي.

د کارپوهانو په باور، په بېلابېلو کلتورونو کې د دې توپیر دوام ښيي چې د یوه لاس کارولو ته د انسانانو لېوالتیا یوازې ټولنیز عوامل نه لري، بلکې بیولوژیکي بنسټ هم لري.

ساینسپوهان باور لري چې د یوه لاس د غوره کولو بهیر د ماشوم له زېږېدو مخکې پیلېږي.

د هالنډ د مکس پلانک انستیتیوت او د رادبود پوهنتون د طبي مرکز د مغز څېړونکی پروفیسر کلایډ فرانکس وايي، د مور په ګېډه کې د ماشوم په خوځښتونو کې هم د یوه لاس د غوره کولو نښې لیدل کېدای شي.

د الټراساونډ څېړنو ښودلې چې د امیندوارۍ تر لسمې اوونۍ پورې ډېری ماشومان خپل ښی مټ تر کیڼ هغه ډېر خوځوي. همداراز، له پنځلسمې اوونۍ راوروسته ډېری ماشومان د خپل ښي لاس د غټې ګوتې په زبېښلو/ رودلو پیل کوي.

د پروفیسر فرانکس په وینا، ښايي په ښي لاس د کار کولو لېوالتیا د مغز د ودې د لومړني پړاو پر مهال په جنیټیکي بڼه رامنځته شي.

څېړنې ښيي چې شاوخوا ۴۰ جینونه د انسان د ښي یا کیڼ لاس د غوره کولو په بهیر کې ونډه لري. دغه جینونه په مستقیم ډول یو لاس نه ټاکي، بلکې د مغز پر جوړښت او ودې اغېز کوي، چې په پایله کې یې عموماً ښی لاس د کارولو لپاره غوره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...