Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان سوداګریز کسر په څلورو میاشتو کې ۱۶ سلنه زیات شوی...

د پاکستان سوداګریز کسر په څلورو میاشتو کې ۱۶ سلنه زیات شوی دی

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) د پاکستان سوداګریز کسر د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، له جولای څخه تر اکتوبر پورې، ۱۶ سلنه زیات شوی او ۱۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. د دغه زیاتوالي اصلي لامل د وارداتو چټک لوړوالی او د صادراتو ورو وده بلل شوې ده.

د سوداګریز کسر زیاتوالی ښايي د پاکستان پر بهرنیو پورونو او نړیوالو مالي بنسټونو د دغه هېواد تکیه نوره هم زیاته کړي.

د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله د دغه هېواد سوداګریز کسر دوه میلیارد ډالره زیات شوی دی.

د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د پاکستان واردات ۲۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله دوه میلیارده او ۹۰۰ میلیون ډالره، یا ۱۲،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په مقابل کې، د پاکستان په صادراتو کې یوازې لږ زیاتوالی راغلی دی. د جولای او اکتوبر ترمنځ د دغه هېواد ټول صادرات ۱۱ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالره وو چې د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله یوازې ۸۹۰ میلیون ډالره زیات دي.

په دې موده کې د پاکستان میاشتني واردات په منځنۍ کچه ۶،۵ میلیارد ډالره او صادرات یې ۲،۸ میلیارد ډالره وو.

د سوداګریز کسر د زیاتوالي دغه شمېرې په داسې حال کې خپرې شوې دي چې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، سعودي عربستان تېره میاشت له دغه هېواد سره د درې میلیارد ډالرو پور د بېرته ورکړې موده وغځوله.

د پاکستان د مالیې وزارت منشي امدادالله بوسال یوې پارلماني کمېټې ته ویلي، دغه هېواد باید خپل بهرني پورونه بېرته ورکړي، خو حکومت هڅه کوي چې د دوه‌اړخیزو او سوداګریزو پورونو د بېرته ورکړې موده وغځوي.

د هغه په وینا، حکومت د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو د ساتلو لپاره په دوامداره توګه د نویو بهرنیو پورونو په لټه کې هم دی.

د پاکستان صدراعظم ژمنه کړې چې له نړیوال وجهي صندوق سره د دغه هېواد ۲۵م پروګرام به د پاکستان په تاریخ کې وروستی پروګرام وي او ټاکل شوې د راتلونکي کال په سپټمبر کې بشپړ شي. خو د دغه دریځ عملي کېدل به په راتلونکو کلونو کې څرګند شي.

د پاکستان مرکزي بانک اټکل کړی چې د روان مالي کال په ترڅ کې به د دغه هېواد واردات ۷۱ میلیارد ډالرو ته ورسېږي. د دې زیاتوالي یو مهم لامل د انرژۍ د وارداتو د لګښتونو لوړوالی بلل شوی دی.

د پاکستان حکومت د روان مالي کال لپاره د توکو د صادراتو هدف ۳۴ میلیارده ډالره ټاکلی دی. همداراز، د صادراتو د زیاتولو لپاره یې په بودجه کې ۸۸ میلیارده پاکستانۍ روپۍ/ کلدارې سبسیډي ځانګړې کړې، څو لویو صادرونکو ته په ټیټه ګټه پورونه ورکړل شي.

خو په تېرو کلونو کې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د پام وړ کمښت هم د دغه هېواد د صادراتو په زیاتولو کې د پام وړ اغېز نه دی کړی.

د پاکستان د پلان جوړونې فدرالي وزیر احسن اقبال وايي، د دې لپاره چې پاکستان په راتلونکي کې د نړیوال وجهي صندوق له پروګرامونو بې‌نیازه شي، باید خپل صادرات ۶۰ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي.

د هغه په وینا، د سوداګرۍ د ازادولو په برخه کې د حکومت پالیسي هم تر اوسه نه ده توانېدلې چې په صادراتو کې هومره وده راولي چې تمه یې کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...