کرکټران:
هرکول پوارو| کپټان هسټينګ| میرمن میلیسینټ کاسل وان| لاوینګتن| انسپیکټر جاپ
**
دې ته مې پام شوی و چې پوارو د یو څه وخت راهېسې په ډیریدونکي توګه ناراضه او نارامه و. دې نږدې وختونو کې مو کومه داسې په زړه پورې قضیه نه وه تر ګوتو شوي چې زما کوچنۍ ملګری دې خپل هوښیاره عقل او د نتیجه اخیستلو د پام وړ مهارتونو ته پرې تمرین ورکړي. نن سهار يې په یوه بې صبره «ټچا» اواز ( د ده د خوښې تعجب غږ چې د پیشو پرنجي ته ورته دی ) وویست او ورځپاڼه يې وغورځوله.
ويې ویل:« ما ویروي هسټینګه؛ ستاسې د انګلستان مجرمین مې ویروي! کله چې پیشو دلته وي، کوچني موږکان نور په پنیرو پسې نه راځي.»
په خندا مې وویل:« فکر نه کوم چې ددوی زیاته برخه دې حتی ستا په شتون لا خبره وي»
پوارو په درد سره راوکتل. دی تل دا فکر کوي چې ټوله نړۍ د هرکول پوارو په هکله فکر او خبرې کوي. دی رښتیا هم په لندن کې نوم لري، خو پدې باور راته سخت دی چې دده شتون دې د مجرمانو په نړۍ کې ویره خپره کړي وي.
ومې پوښتل:« په بانډ کوڅه کې د هغې بلې رڼا ورځې د زیوراتو د غلا په هکله څه وايې؟»
پوارو په منونکي ډول راته وویل:«یوه با نظمه غلا! خو زما په نظر نه. یوازې له زړورتیا يې ګټه اخیستي او هوښیاري يې پریښي. یو سړی چې دروند لرګی ورسره دی ، د یوې زرګرۍ شیشه ماتوي او یو شمیر قیمتي غمي ورڅخه اخلي. هوښیاره ښاریان يې سملاسي نیسي؛ یو عسکر رارسیږي. له قیمتي غمیو سره لاس تړلۍ نیول کیږي. له عسکر سره روانیږي او بیا معلومیږي چې غمي جعلي دي. اصلي غمي یې خپل بل ملګري ته چې په وړاندې یادو شويو هوښیاره ښاریانو کې يې شتون درلود، ورکړي. دی به زندان ته ولاړ شي ـ سمه ده؛ خو کله چې راخلاص شي، ده ته به کوچنۍ او ښکلی بخت انتظار کوي. هو، بده يې نده تصور کړي خو زه يې له دې ښه کولای شم. هسټینګه! کله وار په خپل دې اخلاقي حالت باندې پښیمانه کیږم. د بدلون لپاره؛ د قانون خلاف کار کول به خوندور وي. »
ومې ویل:« پوارو خوشحاله اوسه! پوهیږې چې په خپل دې کار کې دې بې مثاله يې»
ويې ویل:« ښه نو په خپل دې کار کې څه پلاس راځي؟
پاڼه مې راوخیستله، ومې ویل:« یو انګریز سړی په هالنډ کې په مرموزه توګه وژل شوی دئ.»
پوارو وویل:« تل همداسې وايي، خو وروسته معلومیږي چې په قطي کې بند شوي ماهیان يې خوړلي او مرګ يې بلکل طبیعي دی.»
ومې ویل:« ښه نو که له تا مرسته وغوښتل شي بیا!»
پوارو چې د کړکۍ خواته تللی وو، وویل:« واخله! په کوڅه هغه د ناول په اصطلاح یوه ډیره باحجابه میرمن روانه ده، په زینو راپورته کیږي، د دروازې زنګ وهي او له موږ څخه مرسته غواړي. د یوه په زړه پورې څه امکان شته، که ددي په څیر یو څوک ښکلي او ځوانه وي او کومه مهمه موضوع هم نه وي نو خپل مخ نه پټوي.
یوه دقیقه وروسته زموږ میلمنه رادننه شوه. پوارو چې څنګه ویلي و هغومره ډيره باحجابه وه. تر هغې چې د هسپانوي ټوکرو جوړ شوی حجاب يې نه و لیرې کړی، پیژندل يې ناممکن و. ومې لیدل چې د پوارو وړاندوینې سمې وې؛ میرمن له مناسبو ویښتانو او ابي سترګو سره بيخي ډیره ښایسته وه. له قیمتي جامو څخه يې په یو وار راته ثابته شوه چې د ټولنې له لوړې طبقې څخه ده.
میرمنې په نرم او موزیکال اواز کې وویل:« ښاغلی پوارو! زه په لوی مشکلو کې راګیره یم. زه په سختی سره پدې باور کوم چې تاسې راسره مرسته کولای شئ، خو داسې په زړه پورې خبرې مې هم اوریدلي دي چې په حقیقت کې تاته د وروستی هیلې په صفت راغلي یم او دا سوال درته کوم چې دا ناممکن کار راته وکړئ.»
پوارو وویل:« ناممکن مې هر وخت خوشحالوي. دوام ورکړی اغلې میرمنې»
زموږ ښکلي میلمنه زړه نازړه شوه. پوارو زیاته کړه:« خو باید رښتیا راته ووايې او په هېڅ نقطه کې مې په تیاره کې پرینږدې.»
جلۍ ناڅاپه وویل:« زه به باور درباندې وکړم. د لیډي میلیسیڼت کاسل وان په هکله دې څه اوریدلي؟»
په ډیرې لیوالتیا سره مې وروکتل، د سوت شایر له ځوان دوک سره د میرمن میلیسینټ د نامزادۍ خبر یو څو ورځې وړاندې خپور شوی و. زه چې تر کومه پوهیدم؛ دي د یوې ایرلنډۍ غریبې جوړې پنځمه لور وه او د سوت شایر دوک په انګلستان کې یو له غورو کسانو څخه و.
جلۍ دوام ورکړ:« زه میرمن میلیسینټ یم، شاید زما د کوژدې مو اوریدلي وي. زه باید په ژوندیو انجونو کې تر ټولو خوشحاله انجلۍ وای خو اه پوارو صاب! زه په ډیرو سختو مشکلو کې یم. یو سړی دی ، یو ډیر ویرونکی سړی، نوم یې لاوینګتن دی او دی …. نه پوهیږم څنګه يې درته ووایم. زه شپاړس کلنه وم چې یو لیک مې لیکل و؛ دی….. دي»
پوارو وپوښتل:« لیک دې همدې لاوینګتن ته لیکلی و؟»
جلۍ وویل:« اوه نه… ده ته نه! یوه ځوان سرتیري ته….. زه یې ډیره لیواله وم … په جګړه کې ووژل شو.»
پوارو په مهربانۍ سره وویل:« پوه شوم»
جلۍ وویل:« په حقیقت کې یوه احمق او بې ملاحظې لیک و ښاغلی پوارو، نور هېڅ هم نه. خو پدې لیک کې داسې اصطلاحات دي چې شاید غلطه معنا ترې واخیستل شي.»
پوارو وویل:« پوهیږم. او دا لیک بیا د ښاغلي لاوینګتن لاس ته لویدلی دئ؟»
جلۍ وویل:« هو، دی مې پدې ګواښي چې کچیرې یو لوی مقدار پیسې ورنکړم، دومره پیسې چې ما ته يې یې پیدا کول بیخي ناممکن دي، نو لیک به دوک ته ولیګم.»
له خولې مې دا خبره ووته:« دا خر خنزیر» بیا مې وویل:« هیله ده ومې بښې ښاغلې میلیسنټ.»
پوارو وویل:« دا به ښه نه وي چې خپل راتلونکي خاوند ته دې په هر څه اعتراف وکړې؟»
جلۍ وویل:« داسې به ونه کړم ښاغلی پوارو. دوک یو رقم عجیب او غریب، بخیل، شکي شخص دئ او دې ته متمایل دی چې خراب شیان ومني. بیا نو شاید زه خپله کوژده ماته کړم.»
پوارو په نمایشي بړوستوب وویل:« ګرانې، ګرانې، له ما د څه کار تمه لرې؟»
جلۍ وویل:« ما فکر کولو چې له لاوینګټن به وغواړم چې تاته زنګ وکړي. ده ته به ووایم چې ته زما له اړخه خبرو کولو ته مؤظف یې. شاید ته يې غوښتنې راکمې کړې.»
پوارو وویل:« څومره پیسې يې ښودلي؟»
جلۍ وویل:« شل زره پونډه…… ناممکن. زه پدې شک لرم چې لس زره به هم پوره نشم کړای.»
پوارو وویل:« د خپل نږدې کیدونکي واده په مقصد يې شاید له خپل خاوند هم پور کړای شې، خو پدې شکي یم چې د هغې مقدار نیمې به هم تر لاسه نه کړې.ښه نو ددې تر څنګ دا ما ته د منلو وړ نه ده چې ته دې پیسې ورکړې. نه! د هرکول پوارو نبوغ به ستا دښمنانو ته ماته ورکړي. ښاغلی لاوینګټون ماته راولیږه. ایا احتمال لري چې لیک دې له ځانه سره راوړي؟»
انجلۍ سر وښوراوه او ويې ویل:« فکر نه کوم، ډیر محتاطه دئ!»
پوارو وویل:« زه شکمن یمه چې دی به دا لیک رښتیا هم لري؟»
انجلۍ وویل:« زه يې چې کله کور ته ورغلي وم، راښکاره يې کړ.»
پوارو وویل:« کور ته هم ورغلې يې؟ دا خو ډيره بې احتیاطي ده میرمنې!»
انجلۍ وویل:« رښتیا هم؟ ډیره مایوسه وم. هیله مې لرله چې زما عاجزي به یې ګوندې لګ ښه کړي.»
پوارو وویل:« او هو هو! ددې دنیا لاوینګټنان په عاجزۍ سره نه بدلیږي. دی به دې ته لا خوشحاله شي چې تاته دا اسناد څومره مهم دي. دا ښاغلۍ چیرته اوسیږي؟»
انجلۍ وویل:« د ویمبلډن په بونا ویسټا کې؛ زه له تیارې کیدو وروسته هلته ورغلم. پوارو فریاد غوندې وکړ. جلۍ دوام ورکړ« په اخیر کې مې دا پریکړه وکړه چې پولیس به خبروم خو ده یوازې په ویرونکي توګه پوزخند وکړ او ويې ویل« زما ګرانې میرمن میلیسینټ! په ټوله معنا دې چې هر څنګه خوښه وي ويې کړه»
پوارو وبنګید:« د پولیسو لپاره دا کومه خاصه موضوع نه ده. »
انجلۍ وویل:« زه فکر کوم چې ته به له دوی هوښیار وې. لاوینګټون دوام ورکړ:« وګوره ستا لیک دا دی…. پدې کوچني چینایي بکس کې.» بکس يې داسې ونیولو چې زه ووینم، هڅه مې وکړه چې ترې ویې نیسم خو دی له ما تیز و. په ویرونکي خندا سره يې لیک ټول کړ او په هغه کوچني لرګین بکس کې يې ځای پر ځای کړ. ويې ویل« ډاډ درکوم چې دا به دلته ډیر محفوظ او په داسې ځای کې ایښی وي چې هېڅکله به يې هم پیدا نه کړې». سترګې مې کوچني دیوالي خوندي ځای(سېف) ته ورواوختې، ده سر وښوراوه او ویې خندل. ويې ویل:« زه له دې ښه پتنځای لرم» اه ښاغلۍ پوارو ډير د کرکې وړ ؤ. فکر کوې چې زما سره مرسته کولای شې؟»
پوارو وویل:« په پوارو کاکا باور لره. زه به یوه لاره پیدا کړم.»
فکر مې کولو چې دا ټولې ډاډګیرنې ډيرې ښې وې، دا چې پوارو خپل ښایسته میلمنه په میړانې سره په زینو کې لاندې بدرګه کوله، ما ته داسې ښکاریدله چې د ماتولو لپاره یو کلک چارمغز په مخه راغلی. پوارو چې راوګرځید همداسې مې ورته وویل. په اندیښنې يې سره وښوراوه او ويې ویل:« هو! حللاره خو نه تر سترګو کیږي. ښاغلی لاوینګتن د غوټې سر په لاس کې لري، د اوس لپاره خو داسې کومه لار نشته چې معلومات دې ترې ترلاسه کړو.»
*****
ښاغلي لاوینګتن موږ په موقې سره موږ هماغه ماسپښین وروغوښتو. میرمن میلیسینټ رښتیا ویلي وو چې دی یو بد صفته انسان دی. د بوټ په پای کې مې یو څه سوی احساس کړ، د خپلې ځیرکتیا له مخې مې د زینو په پای کې څنډ واهه. چلند يې ډیر مغروره او په ځان غره و. د پوارو په ښو وړاندیزونو باندې به يې د تمسخر لپاره خندل او په عموم کې يې ځان په ټولو حالاتو واکمن ښودلو. ما دا احساسوله چې پوارو په سختی سره ځان راقابو کړی. ډير بې جرأته او مایوسه ښکاریدلو.
لاوینګتن د خپلې خولۍ په پورته کولو سره وویل:« ښه نو ښاغلو! داسې ښکاري چې نور باید وړاندې ولاړ نشو. خبره داسې ده: میرمن میلیسینټ سره به پدې ګوزاره وکم چې ځوانه، ښکلي او غوړه ده. بیا يې په کرکجن نظر وکتل.« اتلس زره به يې کړو. زه نن پاریس ته ځم… هلته لګ څه کار لرم چې باید ورشم. د سه شنبې په ورځ به بیرته راستون شم. که د سه شنبې تر ماښامه پیسې نه وي تادیه شوي نو لیک به دوک ته ورسیږي. ماته مه وایئ چې میرمن میلیسنټ پیسې نه شي پیدا کولای، ددي ځینې ښاغلي ملګري به یوازې دا هیله لري چې دا ښکلي میرمن دې ددوی پوروړي واوسي. البته که سمه لار وکاروي.»
مخ مې سور واوښت او یو قدم وړاندې شوم، خو لاوینګتن د دې خبرې په کولو سره له کوټې ووت.
چیغه مې کړه:« اوه زما خدایه! یو څه خو باید شوي وای. پوارو ته داسې ښکارې چې دا موضوع لویوې.»
پوارو وویل:« زما ملګریه! ته ډير ښه زړه لرې خو خړې حجرې دې بیخي د زړه سوي وړ حالت کې دي. زه د خپلو وړتیاوو له کبله د لاوینګتن د متأثره کولو هېڅ هیله نه لرم، ما ته چې څومره د ضعیف فکر کوي همدومره ښه ده.»
ما وویل:« ولې؟»
پوارو د یاد اوری په شکل وبنګید:« عجیبه ده! دقیقاً د میرمن میلیسنټ له رارسیدو وړاندې ما دا هیله لرله چې د قانون خلاف کار مې کړی وای.»
ما وویل:« دده په نشتون کې يې غواړې کور ته د غله په بڼه ورشې؟»
پوارو وویل:« هسټینګه! کله وار دې مغزي عملیې بیخي په سوُر او تیز کار کوي.»
ما وویل:« فرض کړه لیک یې له ځان سره وړای؟»
پوارو سر وښوراوه:« دا بیخي احتمال نه لري. په ښکاره په کور کې داسې ځای لري چې دی يې نه پیدا کیدونکی تصوروي.»
ما وویل:« دا کار کله کوو؟»
پوارو وویل:« سبا شپه. له دې ځایه به يې په یوولسو بجو پیل کړو.»
****
په ټاکل شوي وخت تیار وم، تور کالي او یوه نرمه توره خولۍ مې پر تن وې. پوارو په خوش خلقۍ راته وخندل او زیاته يې کړه:« وینم چې خپله برخه دې اغوستي. راځه چې ویمبلډن ته د ځمکې لاندې ولاړ شو.»
ومې ویل:« کوم څه له ځانه سره نه اخلو؟ داسې څه چې کورته پرې ورننوځو؟»
پوارو وویل:« زما ګرانه هسټینګه! هرکول پوارو داسې خام میتودونو نه کاروي»
زه ترټلی په شا شوم، خو له احتیاط مې لاس وانخیست.»
تقریباً نیمه شپه وه چې د بونا ویسټآ کوچني کلیوالي باغ ته ورداخل شو. کور تیاره او خاموشه و، پوارو نیغ د کور شا ته یوې کړکۍ ته ورغئ، بې شوره يې خلاصه کړه او ما ته يې د ننوتو وویل. ماته ډیره وهمي وبریښیده او په پسپسي کې مې ورته وویل:« څنګه پوهیدې چې دا کړکۍ به خلاصیږي؟»
ويې ویل:« ځکه نن سهار مې آره کړي وه»
ومې ویل:« څه؟»
ويې ویل:« هو، ډیر ساده. ما یو جعلي کارت او یو د انسپیکټر جاپ رسمي کارت راسره واخیستل، ومې ویل چې زه د سکاټلنډ یارډ له لورې تایید او رالیږل شوی یم تر څو د غلا د مخنیوي لپاره ځیني هغه کلپونه جوړ کړم چې ښاغلي لاوینګتن په خپل نشتون کې غوښتل. د کورساتونکي په خوښی سره ښه راغلاست راته ووایه. داسې ښکاري چې له دوی څخه په دې نږدې وختونو کې دوه وارې د غلا هڅه شوي ده او په ښکاره ډول د لاوینګتن هغو نورو مشتریانو سره هم زموږ نظریه ده؛ پداسې حال کې چې هېڅ کوم قیمتي شی يې له کور څخه ندی اخیستل شوی. ټولې کړکۍ مې وڅیړلې، خپل کار مې ترسره کړ ، خدمتګار مې کړکیو ته له لاس وروړلو څخه تر سبا سهاره منع کړ ځکه چې په بریښنايي توګه سره نښلول شوي وې او په خوښی سره له کوره ترې ووتم.
ومې ویل:« رښتیا! پوارو ته په رښتیا هم هیښښونکی يې.»
پوارو وویل:« ملګریه دا خو ساده کار وو. راځه چې اوس کار وکړو. خدمتګاران د کور په پورتنۍ برخه کې ویدیږي او موږ به دوی ته د مزاحمت کولو لږ خطر سره مخ کیږو.»
ما وویل:« زه دا فکر چې خوندي ځای به په کوم دیوال کې جوړ شوی وي؟»
پوارو وویل:« خوندي ځای؟ چټیات! کوم خوندي ځای نشته. لاوینګتن هوښیار سړی دی. وبه يې وینې چې داسې یو ځای به يې برابر کړی وي چې له خوندي ځای څخه به ډیر امن وي. هر څوک په خوندي ځای پسې اول ګوري.»
د ټول ځای سیستماتیکه پلټنه مو پیل کړه، خو ساعتونه په کور کې لالهانده پلټنه بې نتیجې وه. د پوارو په مخ کې مې د غوسې د راټولیدو نښې ولیدې.
پوارو وویل:« اه خدایه! ایا هرکولو پوارو د ماتېدلو دی؟ هېڅکله نه! پریږده چې ارام شو. پریږده چې فکر وکړو. پریږده چې عقل په کار واچوو. بلاخره مو پریږده چې خپلې خړې حجرې په کار واچوو!»
لګ څه غلی شو، باڼه يې د تمرکز لپاره بند کړل او بیا يې هغه شنه روښايي په سترګو کې وځلیده چې ما ډیره ښه پیژنده.
بیا يې وویل:« ډیر پوچ مغزی یم! پخلنځۍ!»
ما وویل:« پخلنځۍ! دا خو ناممکنه ده. خدمتګاران!؟»
پوارو وویل:« دقیقاً له سلو نهه نوي خلک به همداسې ووايي او د همدې دلیل لپاره پخلنځۍ تر ټولو غوره ځای دئ. د مختلفو کورنیو شیانو څخه ډک دی . پخلنځي ته درځغله!»
پده پسې شوم؛ د باور وړ راته نه وه، کتل مې چې ده د ډوډۍ صندوق ، بند د قورمې لوښي او د ګاز نغري ته سر ورښکاره کاوه، په اخیر کې دده له کتلو ستړی شوم او خپلې پلټنې ته مې دوام ورکړ. پدې قانع شوی وم چې دلته، فقط همدلته به بکس وي. یوه دقیقه پلټنه مې نوره هم وکړه، بیا مې پام شو چې له څلورو پنځلس تیرې دي، ډیر ژر به رڼا خپریدل شروع شي او بیرته د پخلنځي ساحې ته ورغلم. زما د مکملې حیرانتیا سره پوارو د سکرو د تاخچې په منځ کې ولاړ و او خپل سپک پاک کمیس يې خیرن کړی و.
پوارو وویل:« هو زما ملګریه! دا زما د ټولو غریزو خلاف ده چې خپل شېپ دې خراب کړم خو تا به څه کولای؟»
ما وویل: «لاوینګتن به د سکرو لاندې نه وي خښ کړي؟»
ويې ویل:« که خپلې سترګې د کارولي وای نو لیدلي به دې وای چې زه سکاره نه پلټم.» بیا مې د سکرو له ذخیرې اخوا یوه تاقچه ولیده چې څو لرګي پکې دلۍ شوي وو. پوارو یو یو په ماهرانه انداز راښکته کاوه او ناڅاپه يې یوه ورو تعجبیه جمله له خولې ووته:« هسټینګه! چاقو دې!»
چاقو مې ورکړ، داسې ښکاریده لکه په لرګي کې يې چې ننباسي. ناڅاپه لرګۍ دوه ټوټې شو. په نیمایۍ کې صفا آره شوی وو او په منځ کې يې خالیګاه وه. له همدې خالیګاه پوارو د لرګي یو کوچنی چینايي جوړ شوی بکس راوویست. زه چې له خپله حاله وتلی وم نو چیغه مې کړه:« ډير ښه!»
پوارو وویل:« ارام هسټینګه! اواز دې ډیر مه پورته کوه. وړاندې له دې چې رڼا شي، راځه چې له دې ځایه په هوا شو.»
بکس په جیب ته اچولو سره د سکرو له تاخچې په ارامی سره راووتو، ځان يې صفا کړو. په هماغې لار چې راغلي وو، بیرته لاړو. د لندن په طرف په تیزۍ سره روان شو. ما په غندونکي ډول وویل:«څه یو فوقالعاده ځای! هر چا باید لرګی استعمال کړی وای.»
پوارو وویل:« هسټینګه په جولای کې؟ او بیا د لرګیو د دلۍ په پای کې … ډیر با ابتکاره پټنځای. اه دغه ده ټکسي. اوس کور ته ، بیا لامبل او بیا یو تازه کوونکی خوب.»
****
د شپې له هیجان وروسته تر ناوخته ویده شوم. او کله چې له یوې بجې وړاندې د خپلې ناستې کوټې ته ورغلم، د پوارو په لیدو حیران شوم؛ په لاسي چوکۍ کې غزیدلی پروت ، چینايي بکس يې تر څنګ خلاص پروت و او په ارام سره يې له بکس څخه اخیستل شوی لیک لوستلو. ما ته يې په لیوالتیا سره وخندل او په لاس کې پاڼې ته يې ټک ورکړ.
ويې ویل:« دي سمه وه. میرمن میلیسینټ به په دې لیک سره دوک هېڅکله نه وای بخښلي. پدې کې د مینې داسې عجیبې خبرې لیکل شوي چې ما هېڅکله هم ندي لیدلي.»
لږ په خفګان مې وویل:« رښتیا پوارو؟ فکر نه کوم چې لیک به دې لوستی وي. دا خو داسې کار دی چې نه ترسره کیږي.»
ملګري مې په ارامی ځواب راکړ:« هرکول پوراو يې کوي.»
ومې ویل:« او بله خبره دا ده چې زما په فکر پرون د جاپ رسمي کارت کارول کومه د لوبو کولو خبره نه وه.»
پوارو وویل:« ما هم لوبې نه کولې بلکې یوه قضیه مې پر مخ وړه.»
لاسونه مې پورته واچول. یو څوک په یوه لید لوري لرلو سره بحث نه شي کولای.
پوارو وویل:« په زینو کې یو قدم، دا به میرمن میلیسینټ وي.
زموږ ښکلي مشتري په خپل مخ له یوې اندیښمنې بڼې سره راننوته خو د پوارو سره يې د بکس او لیک په لیدلو سره يې بڼه په خوشحالۍ بدله شوه.
ويې ویل:« اخ ښاغلی پوارو! تاسې څومره جالب یاست! دا کار مو څنګه وکړ؟»
پوارو وویل:« په ځينې غندونکو میتودونو سره میرمن جانې. ښاغلی لاوینګتن به کومه قانوني دعوه ونه کړي. ستاسې لیک همدا دی، که نه؟ »
دي وکوت او ويې ويل:« اه له تاسې څنګه مننه وکړم! تاسې ډير ډير په زړه پورې انسان يئ. چیرته يې پټ کړی وو؟»
پوارو ورته وویل.
دي کوچنۍ بکس له میز څخه واخیست او ويې ویل:« ته څومره هوښیار يې! دا به اوس زه د یادګار په توګه راسره وساتم. »
پوارو وویل:« میرمنې؛ ما دا ویل چې که اجازه دې وي نو زه به يې د یادګار په توګه راسره وساتم.»
انجلۍ وویل:« زه به د خپل واده په ورځ له دې غوره ډالۍ درته راواستوم. ما به نمک حرامه ونه ګڼئ ښاغلی پوارو.»
پوارو وویل:« ستاسې خدمت کول ما ته له یوه نغد چیکه ډیر غوره دي. اوس نو اجازه راکړه چې دا بکس بیرته واخلم.»
دي په خندا وویل:« اوه نه ښاغلۍ پوارو! زه باید دا راسره واخلم»
دي لاس ور اوږد کړ خو پوارو وار لومړۍ کړ او په بکس يې لاس کيښود، اواز يې بدل شو او ويې ویل:« فکر نه کوم!»
د میلیسینت اواز چغنده ښکاریدو:« موخه دې څه ده؟»
پوارو وویل:« په هر صورت؛ اجازه راکړی چې نور اجزا يې هم درته ښکاره کړم. ته وینې چې اصلي خالیګاه له نیمايي راکمه شوي ده، په لومړۍ نیمايي کې لیک او په بیخ کې……!» ده یو چالاکه خوځښت ترسره کړ او بیا يې لاس راوکیښ، په ورغوي کې يې څلور غټې ځلیدونکي تیږې او دوه شیده يي سپین غمي وو.
پوارو وبنګید:« ها بله ورځ په بانډ کوڅه کې غلا شوي زیورات، خیال خو نه وي؟ جاپ به راته ووايي.»
زما د مکملې حیرانتیا سره جاپ په خپله د پوارو د خوب له کوټې څخه راووت.
پوارو میرمن میلیسینټ ته په احترامانه ډول وویل:« باور لرم چې ستا پخوانۍ ملګری دئ.»
میرمن میلیسینټ په خپلو کړو وړو کې د جوت تغیر سره وویل:« خدای دې ووهه. پوارو ته يې په جلبوونکي ویرې سره وویل:« زوړ چلبازه شیطانه!»
جاپ وویل:« ښه نو زما ګرانې ګیرټي.! فکر کوم چې دا وار لوبه پای ته رسیدلي. خوښ شوم چې بیا مې دومره ژر ولیدې. ستا هغه بل قدرمند ملګرۍ چې ها بله ورځ يې دلته زنګ را وهلی وو او ځان ته یې لاوینګتن ویل، هم نیولی. دا چې لاوینګتن پخپله؛ الیاس کروکر او یا هم الیاس رییډ، نه پوهیږم کومه یو به وي چې دی يې ها بله ورځ په هالنډ کې په چاقو ووهلو؟ تا دا فکر کولو چې ده به دا ارزښتمن شیان له ځانه سره وړي وي، نه دې کولو؟ خو ده نه وو وړي. ده په بشپړه توګه خطا ایستلي يې او په خپل کور کې يې پټ کړي وو. ستا دوه ملګري یې په لټه کې و، بیا دې دلته له ښاغلي پوارو څخه مرسته وغوښته او ده د ښه بخت لرلو له کبله پیدا کړل.»
پخوانۍ میرمن میلیسینټ وویل:« ډیر خبرې خوند درکوي کنه؟ سمه ده ، زه به ارامه شم. خو ته دا نشې ویلای چې زه یوه تکړه ښځه نه یم. بس!»
دا چې زه لا هم د خبرو کولو جوګه نه وم، پوارو په کارتوني شکله ډول وویل:« بوټونه دې غلط اغوستي. ما خپله دا کوچنۍ مشاهده ستا د انګریزتوب څخه وکړه؛ کومه ښځه چې تر اوسه زیږيدلي د خپلو بوټو په هکله بیخي دقیقه وي. شاید بې ذوقه کالي ولري خو بوټونو بیا بیخي شیک په پښو کوي. دا میرمن میلیسینت ښکلي قیمتي کالي اغوندي خو بوټونه ارزان. دا احتمال نشته چې ما او یا تا دې ریښتیني میرمن میلیسینټ لیدلي وای؛ دي په لندن کې ډیره کمه وي، دا انجلۍ رښتیا هم ظاهري شباهت ورسره لري چې په اسانی سره مو تیر ایستلای شي، خو لکه څنګه چې مې وویل؛ لومړۍ يې بوټونو زما شک راوپاروه، بیا يې کیسې او بیا يې حجاب لګ میلو ډراماتيک وو. همداسې نده؟ اغه چینايي بکس چې په سر يې مشکوک د روغې جوړې لیک و، شاید ټوله ډله پرې خبره وي خو د لرګي د سټې نظریه د مرحوم لاوینګتن وه. ښه نو هسټینګه! هیله لرم چې بیا مې احساسات داسې زخمي نکړې لکه پرون دې چې پدې ویلو سره زخمي کړل چې زه له جنايي پیښو سره بلد نه یم. په رښتیا چې شي؛ مخالفین مې چې خپله ناکام شي نو ما ګوماري.
۱۹۲۳
د اکتوبر دریمه