جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د شيعه ګانو پر جومات ځانمرګي بریدونه شوي

کندهار کې د شيعه ګانو پر جومات ځانمرګي بریدونه شوي

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) راپورونه وايي، چې په کندهار کې د نن د جمعې ورځې د لمانځه پر وخت د کندهار د لومړۍ ناحيې اړوند د شيعه ګانو په امام بارګاه جومات کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي دي.

عيني شاهدانو ويلي، چې يوه ځانمرګي بریدګر د جومات په دروازه او بل د جومات دننه ځانته چاودنه ورکړې ده.

دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنه کېږي.

ګومان کېږي، چې دا چاودنه به هم د کندوز په شان داعش کړی وي.

تر اوسه د دې چاودنې په اړه ډېر جزییات نه دي رسنيز شوي.

له خپرو شويو عکسونو داسې ښکاري چې د چاودنې مرګ ژوبله به ډېره وي.

تېره جمعه د لمانځه پر مهال په کندوز کې د شيعه ګانو پر جومات ځانمرګی برید شوی و، چې پکې د څه باندې سل تنو د وژل کيدو تر څنګ د سلګونو نورو کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی و.

1 COMMENT

  1. د دې ناوړو پیښو تر شا یهودی صهیونیزم ښکیل دئ کوم چی د اسلامی! صهیونیزم په مرسته تر سره کیږی.
    خپله ابن تیمیه د یهودی مور په غېږه کی لوی سوئ یو نفوذی مُلا ؤ.
    د غربی فرهنګ مَیَنان باید دې درنې پوښتنی ته جواب ووائی چی څنګه د عراق او سورئې څخه د داعش خبیث غړی د ناټو په طیارو کی زموږ سیمی ته را وستل کیږی البته دا پوښتنه هم پخپل قوت پاتی ده چی څنګه امکان لری له یوې خوا پاکستان د امریکې دوست وګڼل سی او له بلی خوا طالب د امریکې دښمن وګڼل سی او له بلی خوا طالب د امریکې د دوست ( پاکستان ) په غېږه کی امریکائی ضد کړنی تر سره او د امریکې د ستراتژیک دوست! یعنی افغانستان پر سرنوشت مسلط سی. چی دا عینی پراخ تناقضات به څنګه توجیه کړای سی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب