Homeخبرونهکندهار کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ۴۰ کسان مړه...

کندهار کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ۴۰ کسان مړه او ۱۷۰ ټپیان شوي

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۲۴مه)  د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي په یو لړ هوايي او توپچي بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپیان دي.

په وژل او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو له لوري پرون چهارشنبه، تلې ۲۳مه شوي دي.

د سپین‌بولدک ولسوالي د روغتیا امر کریم‌الله ذبیر اغا رسنیو ته ویلي چې د ولسوالي روغتیايي مرکز ته د بریدونو له ځایه د ۱۷۰ ټپیان او ۴۰ مړي ور وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په مړوکې د ښځو او ماشومانو شمېر زیات دی.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه لوري یو پر بل پر سرغړونو تورونوي.

د سیمې اوسېدونکي د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کوي.

اروپايي ټولنه: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...