Home+لفظي عکسونه او په لفظونو کې عکسونه

لفظي عکسونه او په لفظونو کې عکسونه

لیکوال: اقبال کوثر / لاهور

 

دا وخت دغه دوه کتابونه «لفظي عکسونه» او «په لفظونو کې عکسونه» زما د بالښت لاندې پراته دي کله يو راواخلم کله بل، دواړه د خاکو کتابونه دي نومونه يې هم يو شان دي لفظونو کښې عکسونه او لفظي عکسونه او خوندور هم تقریباً يو هومره دي په دواړو کښې کله کله خاکه دوه ولولم پوره مې لا دواړه نه دي لوستي چې تبصره پرې وکړم خو د ډاکټر اسرار صاحب خبره زۀ چې کتاب راواخلم نو لمړے يې وروستنۍ برخه ګورم زيات خواړه په دغه برخه کښي راټول وي په دې وجه مې د جاوېد اقبال ګېلاني صاحب سرخېله وړاندې وکتله او د نعمت الله صديقي ژړک.
که هسې سر سري خبره کوو نو د محترم ګېلاني صاحب ژبه د خاکې دپاره موزون ده ځينې خاکه ترې ځاے په ځاے تعارفي بڼه واخلي خو واقعات يې په يو بل پسې داسې تړلي وي چې قاري ترې ړق نه وهي البته چې کله په تعريف او توصيف کښې ډېر ورخوږ شي زما په شان د شرير ذهن قاري محسوس کړي چې سر يې ترې وکړو خو په دويم پيراګراف کښې يې بيا ښۀ کېمنډلے ګزار ورکړے وي او هم دا د يو بالغ نظره ليکونکي کمال وي د فيلډ مارشل خاکې په ما تقالت راوستۀ حال دا چې اقبال حسین افکار زۀ هم پېژنم ملاقات مې هم ورسره شوے او هم دغسې مې محسوس کړے لکه باچا چې څنګه پېش کړے خو معلومه نه ده چې ما ولې داسې محسوس کړل چې باچا صاحب يا د هغوى رانيولي کردار بعضې وخت خبره ژوولې ده مثلاً افکار صاحب کله هم د خپلې ناجوړه کورودانې په وړاندې د دويمې ملګرې د تقاضې اظهار نه دے کړے دا به باچا جي ته پته وي که نۀ، خو ما ته معلومه ده چې دومره اسانه نۀ ده او د اظهار کوم ضرورت دے د افکار صاحب د ګاډي مخکښنے سيټ او د اسلام اباد لارې کوڅې ګواه دي.
بل د ښاپېرۍ نمسے خاکه مې ځکه په لمړي فرصت کښې ولوسته چې زۀ هم د ښاپېرۍ ابۍ Grand son لږ لږ پېژنم دا هم يوه تعارفي خاکه ده خو څه د باچا جى له مينې ډکو کلماتو او څه د ابۍ د نمسي واقعاتو دومره خوږه کړې ده چې ختمه شي قاري يو څه تشنګي محسوس کړي د خاکې دپاره دا ضروري نه ده چې د کردار نامه په وچ زور پټه وساتلې شي او لفظونه په زور دومره راښکلے شي چې په خپله چغې ووهي چې روښان يادوې نو په واضحه ډول يې ياد کړه دلته اکثر يوه مسله را پيدا شي چې د کردار په نسبت فن ته ترجيح ورکړے شي او بلها خبرې نيمګړې پاتې شي خو باچا چې د څومره ژرندو نه وتلے او د څومره وطنونو اوبه يې څښلي نو په دې پوهيږي چې د کوم کردار دپاره به مناسب لفظونه څنګه کاروم زۀ يې د مينې پورړے يم چې په دومره خوندور کتاب يې د ګل محمد بېتاب په لاس ونازولم
د نعمت الله صديقي لفظي عکسونه هم د خاکو مجموعه ده په دې کتاب کښې مې اول د صادق ژړک خاکه ولوسته او بيا درې څلور نورې نعمت الله صديقي د پښتو ژبې او ادب په هغه ليکونکيو کښې دے چې د استناد درجه لري خو خوشحال نيکه يو څه هم نه دي پرېښودي هلکه نيکه د دې شعر وئېلو څه حاجت وۀ چې اوس مونږ ته په داسې موقعو را ياديږي چې:
هر سړے پيدا دے خپل خپل کار لره کنه
د نعمت الله صديقي نوم د نقد او علمي ليکونو په اساس دومره کوټلے او پېژندل شوے دے چې که خاکه تکل وهم ليکي دا به داسې وي لکه بدرمنير چې د نعمت سرحدي په کردار کښې راشي داسې هم نه ده چې ګوندې عالمان فاضلان دې خاکې نۀ ليکي زمونږ ډېرو ښو ښو نقادانو او عالمانو هم ښې خوندورې او په ادبي چاشنۍ پر معمور خاکې ليکلي دي او مقبوليت يې هم موندلے خو خداے زده زما ولې په نعمت الله صديقي دا ورځ نه ده پېرزو حالانکې هغه د کردارونو په نفسياتو او په باطني شخصيت زيات فوکس کړے هغه هم په دومره خوږه خو علمي انداز چې سړے وايي که د دۀ دا ژبه لږه اسانه يعني د فارسۍ نه بحرمنده نۀ وے بايد دۀ په تواتر سره خاکې ليکلے وے د بابائے خاکه او مامائے خاکه القابات خو نيول شوي يا وېشل شوي خو کاکائے خاکه به ارومرو وۀ د نعمت الله صديقي په خاکو کښې که يو خوا د هغۀ علميت موجزن دے نو بل پلو د هغۀ د داخلي شرارت محبوبیت اپنائیت او په لفظونو د قدرت کمال په پټه خولۀ سترګکونه وهي عين لکه لفظونه چې کله قاري او کله کردار ته سترګې وهي زۀ بيا هم وايم چې د نعمت الله ژبه او اسلوب د خاکې په نازک وجود يو قسم تشدد ښکاري خو که چا هم په غور ولوستې نو زما د دې رائے سره به اتفاق وکړي چې ما په پښتو کښې دومره درنې او ژورې خاکې نۀ دي لوستلي دوه ځله يې شکريه ادا کوم چې يو خو يې د کتاب انتساب د بېتاب صاحب سره زما په نوم کړے بل يې له افغانستانه لاس را اوږد کړ او د پېښور نه يې کتاب لاهور ته راولېږۀ
ودان دې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د «زاړه میرزایان او زلمي لیکوال» کتاب ته یوه کتنه

د کتاب نوم: زاړه میرزایان او زلمي لیکوال لیکوال: ملوک رغون خپرندوی: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه د چاپ کال: ۱۳۹۴ لمریز کال ـ ۲۰۱۵ میلادي...