Home+د نیل وروستی شاهد (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

د نیل وروستی شاهد (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

دویم څپرکی

هغه کوزه چې راز یې ساتهٔ

تر سهاره مې درې ځله هغه پاڼه وسوځؤله او درې ځله مې بېرته لهٔ اوره را وایسته. لومړی ځل مې د څراغ لمبه د هغې تر څنډې ورسؤله، خو د خپل نوم پهٔ لیدو مې لاس شاته کړ. دویم ځل مې فکر وکړ، چې کهٔ پاڼه پاتې شي، زهٔ به مړ شم، خو کهٔ یې وسوځؤم، هغه نخت مین به هم مړ شي، چې تر دې شپې مخکې مې نهٔ پېژاندهٔ. درېیم ځل مې لمبې ته دومره نږدې کړ، چې د پوپاېرس بوی پورته شو. پهٔ پای کې مې اور مړ کړ. انسان خپله پوښتنه نهٔ شي سوزؤلای، دی د پوهې ډېره شدیده تنده او اشتیاق لري.

طبس سهار د شاهي بریا لپاره را ویښ شو. د مسګرانو پهٔ کوڅه کې څټوکه تر لمر مخکې ټکېدل. کب پلورونکیو د نیل تازه کبان پر لندو بوریو غوړؤلي وو او خټګرو د شتمنو د نویو مقبرو لپاره لهٔ سینده خټه چلؤله. یوه کونډه د معبد پر زینو ناسته وه او د خپل مړهٔ زوی تغویذ یې خرڅاوهٔ، لوږه لهٔ غم او احساساتو زوروره ده. ښار د فرعون د بریا سندرې ویلې، خو لوږه لویه ماتې ده، خلکو ډوډۍ لټؤله.

زهٔ د مړو لهٔ کوره د شا خوا پهٔ کوڅو کې د خپلې مور کور ته روان شؤم. پاڼه مې د کمربند او پوستکي تر منځ پټه کړې وه. هر عسکر را ته جلاد ښکارېدهٔ. هر کاتب مې نوم لیکهٔ او هر سوالګر داسې ښکارېدهٔ، لکه زما راز چې یې اورېدلی وي. هغه ورځ مې زده کړل، چې وېره د انسان سترګې نهٔ ړندوي، برعکس دومره ډېر څهٔ ورښيي، چې د ریښتیا او خیال توپیر ترې ورک شي.

زموږ کور د رنګمالانو پهٔ کوڅه کې و. د دې کوڅې اوبهٔ نیلي او سرې وې، ځکه چې رنګمالانو به خپلې کاسې او څوباړي پهٔ همدې ویالهٔ کې مینځل. ماشومان به پهٔ رنګینو اوبو کې لوڅې پښې ګرځېدل او مېندو به یې ویل، چې د شاهي جامو رنګ د غریب د ماشوم لهٔ پښو پېلیږي. انسان، چې ډېر مات شي، بیا ځان ته دغسې ډاډ ورکوي، دا ډاډ کله د لنډې مودې سکون درکوي او کله درنه د حرکت یؤ مهم لوری ورکوي او پهٔ همدې تکیه دې ژوند همغه وړ پاتې کیږي، څنګه چې پخوا و.

دزواره نیمه خلاصه وه. زما مور، تیا، هېڅکله دروازه نهٔ بندؤله. هغې لهٔ غلو وېره نهٔ لرله، ویل به یې چې غل زموږ پهٔ کور کې تر موږ ډېر ناهیلی کیږي. خو د عسکرو لهٔ بوټونو یې وېره لرله، ځکه عسکرو د وړلو لپاره یوازې مال ته اړتیا نهٔ لري.

کور ته ننوتلم. د اوبو منګی مات و، د اوبدلو چوکاټ پر ځمکه پروت و او د غنمو کوچنې کڅوړه څیرې شوې وه. زموږ اوزه د دېوال پهٔ کونج کې ولاړه وه او د خوراک پر ځای یې د مور شین څادر ژووهٔ. ما د مور نوم واخیست،  خو یوازې اوزې را ته وکتل.

د کوټې پر دېوال د سکرو پهٔ تورکي یوه نښه کښل شوې وه: باز چې پنجې یې پر یوهٔ مات لمر ایښې وې. دا د هورم هب د پټو پلټونکیو نښه وه. هغوی کور لټؤلی و او مور مې یې بېولې وه.

زما ګاونډۍ، بوډۍ نفر، د بام پر سر را ښکاره شوه. هغې د خلکو د رازونو پهٔ بدل کې مالګه اخیسته، خو دا ځل یې بې بیې وویل: «شپږ کسان وو. ستا مور نهٔ ژړل، نهٔ یې زارۍ کؤلې. یوازې یې را ته وویل، چې نخت مین ته ووایه، هغه کوزه، چې اوبهٔ نهٔ ساتي، کله ناکله راز راستي.»

ما د پخلنځي زاړهٔ لوښي یؤ پهٔ بل پسې وکتل. پهٔ کونج کې یوه چاودلې کوزه پرته وه، چې مور پهٔ کې د سکرو ټوټې اچؤلې وې. تل مې ویل، چې ویې وغورځوه، خو هغې به ویل: «داسې وخت هم راځي، چې مات شی، د سالم شي کار کوي» کوزه مې ماته کړه. د خټې د دوه پوړونو تر منځ یوه نرۍ د سرو زور پاڼه پټه وه.

پر پاڼه د ماشوم د زېږېدو انځور کښل شوی و. یوې ښځې ماشوم پهٔ غېږ کې نیولی و، تر شا یې د لمر وړانګې ښکارې، چې لاسونه یې لرل. د انځور لاندې درې نومونه وو. لومړی د اخناتون د یوې لرو و، دویم د یوهٔ شاهي طبیب و او درېیم نوم د چاقو پهٔ څوکو ګرؤل شوی او لهٔ منځه وړل شوی و، خو د نوم تر څنګ د سینوهه نښه پاتې وه: مار چې خپله لکۍ خوري.

بوډۍ نفر زما لهٔ اوږې شاته وکتل او ساه یې ودرېده. و یې ویل: «دا سره زر نهٔ دي، زویه دا مرګ دی. سره زر خرڅیږي، خو دا شی خپل خاوند خرڅوي»

ما وپوښتل: «مور مې څوک وه؟»

هغې وویل: «هغه ښځه چې تا ورته مور ویلي، همدا ستا مور ده. د وینې کیسې پرېږده. پاچاهان اولاد زېږوي، چې تخت وساتي، غریبې ښځې اولاد زېږوي، چې ژوندی پاتې شي. شاید یوه غریزه وي.»

ما د هغې لاس ونیو: «تهٔ څهٔ پوهېږې؟»

هغې خپل لاس را څخه خلاص کړ. و یې ویل «دومره پوهېږم، چې ډېر کلونه دمخه دې کوڅې ته یوه ځوانه ښځه راغله. لاسونه یې د مزدورې وو، خو خبرې یې د ماڼۍ وې. لهٔ ځانه سره یې یؤ ماشوم راوړ. ویل یې پلار یې پهٔ جګړه کې مړ شوی دی. هغه شپه یؤ طبیب هم راغی، اوږده جامه یې اغوستې وه او د شمالي خلکو پهٔ لهجه غږېدهٔ. ما یې مخ و نهٔ لید، خو ستا مور هغه سینوهه بالهٔ»

زما پهٔ غوږونو کې د نیل شور شو. ما غوښتل باور وکړم، ځکه د بې اصله ژوند پر ځای شاهي پلار خوږ خیال و او غوښتل مې، چې باور و نهٔ کړم، ځکه ما د مړو پهٔ کورونو کې لیدلي وو، چې د پاچا هډوکي د سوالګر لهٔ هډوکو سره توپیر نهٔ لري.

لهٔ کوڅې د آسونو اواز راغی. بوډۍ نفر د سرو زرو پاڼه زما لهٔ لاسه واخیسته، پهٔ خولهٔ کې یې کېښوده او تر خپلې ژبې لاندې یې پټه کړه. ما پهٔ حېرانتیا ورته کتل.

هغې وویل: «زاړهٔ خلک غاښونه نهٔ لري، خو د راز پټؤلو لپاره خولهٔ لري»

درې عسکر کور ته ننؤتل. لهٔ هغوی سره یؤ نری کاتب هم و، چې سپینې جامې یې د کوڅې دوړو چټلې کړې وې. د دهٔ سترګې تورې او بې حرکته وې، هغه ځان من مس بالهٔ، هغه ویل، د فرعون د غلې د حساب مشر دی، خو د غلې حسابوونکي لهٔ تورو او زور سره کورونه نهٔ پلټي.

من مس را ته وویل: «ستا مور د یوې پخوانۍ غلا پهٔ اړه پوښتنو ته بېول شوې»

ما وویل: «موږ دومره غریب یو، چې خپله غلا هم لهٔ موږه امان غواړي»

هغه موسکی شو ویې ویل: «ځينې خلک سره زر غلا کوي، ځینې نومونه. نوم د سرو زرو پهٔ پرتله، پهٔ سختۍ بېرته اخیستل کیږي»

دهٔ زما لاسونه وکتل، بیا یې دکمربند خوا ته سترګې واړؤلې. پوه شؤم، چې د سینوهه پاڼه به پېدا کړي. تر دې مخکې چې عسکر را ته نژدې شي، د کوڅې لهٔ پای څخه چیغې شوې. یوه د رنګ لویه کاسه د عسکرو پر آسونو توی شوې وه. آسونه وارخطا شؤل، خلک وتښتېدل او کوڅه پهٔ نیلي دوړو او سرو اوبو کې ورکه شوه.

یوې نجلۍ زما لاس ونیو او د رنګمال د دوکان شاته یې کش کړم. د نجلۍ مخ پهٔ تور څادر پټ و، خو د سترګو شاوخوا یې د شنو ډبرو پوډر وهلی و.
هغې داسې منډه وهله، لکه د کوڅې هره ډبره، چې یې پېژندله. موږ د تنګو لارو، د څرمنو د بوی او د خټو د بامونو لهٔ منځه تېر شوو او د آمون د زړو غلو ګودام ته ورسېدو.

هلته یې څادر پورته کړ، هغه میریت وه«د مړو د کور خوشبو پلورونکې. ما به تل ګومان کاوهٔ، چې هغه یوازې د پېسو حساب پېژني، خو د هغې پر مړوند د لمر هماغه نښه وه، چې د سرو زرو پر پاڼه مې لیدلې وه.»

هغې وویل: «کهٔ ژوند غواړې، لیک ما ته را کړه!»

ما وویل: «کهٔ حقیقت غواړم؟»

هغې ځواب را کړ: «بیا به ژوند لهٔ لاسه ورکړې»

ما وپوښتل: «مور مې چېرته ده؟»

میریت وویل: «تر اوسه پهٔ شاهي زندان کې نهٔ ده. منمس غواړي تهٔ پهٔ هغې پسې ورشې او صندوق درسره یوسې. هغهٔ ستا مور د ښکار لپاره تړلې اوزه ګڼلې ده»

ما وویل: «صندوق لهٔ ما سره نشته»

هغه رانژدې شوه: «خو د صندوق ژبه درسره ده»

ما د سینوهه پاڼه راوایسته. هغې ولوسته، خو د حېرانتیا نښه یې پر مخ پېدا نهٔ شوه.

ما وویل: «تهٔ مخکې پوهېدلې؟»

میریت پاڼه بېرته راکړه: «زهٔ پوهېدم، چې سینوهه یؤ ماشوم وژغوره، خو پهٔ دې نهٔ پوهېدم، چې ماشوم ته یې نخت مین نوم ورکړی دی»

هغې د ګودام د خاورینو دېوالونو یوه خښته راوایسته. تر شاه یې تنګه زینه ښکاره شوه، چې ځمکې ته ښکته کېده. لهٔ لاندې د خلکو زوږ را تلو.

میریت وویل: «هورم هب فکر کوي، د اخناتون لمر مړ شوی دی، خو رڼا مړه کېدای نهٔ شي، یوازې تر ځمکې لاندې پټیږي.»

موږ ښکته شوو. هلته لسګونه کسان وو. پخواني کاهنان، بې نومه عسکر، مزدوران، دوه شاهي لیکوالان او یوه ماشومه نجلۍ، چې د لمر پهٔ بڼه څراغ یې نیولی و. هغوی ټولو ما ته داسې کتل، لکه زما راتګ ته، چې کلونه منتظر وي.

د خلکو لهٔ منځه یوه ډېره زړه ښځه راووتله. ویښتان یې سپین وو، خو ملا یې لا سیده وه. هغې زما مخ پهٔ دواړو لاسونو کې ونیوهٔ، زما سترګو، تندي او زنې ته یې وکتل، بیا یې په ژړغوني غږ وویل:

«د دهٔ سترګې یې د پلار دي، خو وېره یې د سینوهه ده»

ما وپوښتل: «زما پلار څوک و؟»

زړې ښځې ځواب را نهٔ کړ. د سرو زرو یؤ کوچنی تعویذ یې زما پر غاړه را ځوړند کړ. پر تعویذ د هغه ماشوم نوم لیکل شوی و، چې لهٔ شاهي زېږنکتاب څخه پاک شوی و.

مخکې تر دې، چې نوم ولولم، د ګودام لهٔ پاسه دروند درب شو. بیا دویم درب. د خټو دوړې لهٔ چته راولوېدې. مېن مس زموږ پټه دروازه موندلې وه.

میریت څراغ مړ کړ. تیاره پر موږ داسې راولوېده، لکه یوه لویه ډبره. زړې ښځې را ته پهٔ غوږ کې وویل: «ستا د مور د ژغورلو لپاره وخت شته دی، خو کهٔ نن دې خپل نوم وپېژاند، ټول مصر به هم درباندې خبر شي.»

ما پهٔ تیاره کې تعویذ پهٔ لاس کې ټینګ کړ. پاس عسکرو خښتو ته کولنګونه نیولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...