جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+لیکونه، ځوابونه/ پروین ملال

لیکونه، ځوابونه/ پروین ملال

                                                                                                ( ۴ )

لیکونه، ځوابونه

لالیه! ټوله ورځ مې ستا د  خیالونو

په سمندرکې 

د رنګینو غمیو په راټولولو تیره شوه

څه مې د بام د څوکو او څه مې، 

د الوبالو د پیغلوټو ونو، 

د تنکېو لاسونو او قلمې نریو ګوتو د سرونو څخه

راټول کړه

د غنمو  د فصل دطلایې څپو

غیږې ته نه وم رسیدلې

چې شپه مې مخ ته راغله

تیاره شوه بیریږم، خیر دی د ږغ رڼا دې راولیږه

چي د راټولو شوو خیالونو ،

غمي را څخه ورک نه شي

***

 د غمنو فصل  ته نیژدی، 

د هغه غټ نښتر پرڅانګه مې،  

 په یوه تیاره ماښام کې 

د الیکین رڼا انځور کړې هغه درسره واخله 

کاشکي زما د خیالونو د سیند ټولې څنډې 

 د  سپوږمۍ په شپوکې ولولئ.

هیڅ وخت به بیا غمي درڅخه ورک نه شي

***

ریښتیا؛ هغه زما او ستا د ماشومتوب د لوبې 

د خیال غمي هم، ستاسي د بزګر لور

(بس بي بي) را څخه غلا کړی

هغه، د پټیدنګې  لوبه 

د  خپلوخوږو لفظونو، 

په وریښمین پاکټ کي راولیږه

او هغه ستاسو د کور ترشا د ژرندې 

د نرۍ او شړنکنده ویالې د غورځیدونکو

څاڅکو غمي چې په پوره بیباکۍ

د ویالې غاړو ته لاس اچوې

 د سبانۍ وږمې د پرخو په غیږکي کښیږده،  

سبانۍ وږمه زموږ د کور مخ ته تیریږي

هغه به ماته د هغو شپو

د خيالونو پنډو کي هم راوړي

چې ته به د منی په یخزوڼو ماښامونو کي 

د ژرندې د لارې زما لیدولو ته راغلې

او جامو به دې د تودو اوړو خوږ بوی کاوه

***

 ګلې؛ شپه مې د ستورو په رڼاکې تیره کړه

او د ذهن د کروندو څخه مې

زما او ستا د شپنېو دیدنونو د خیالونو ګلونه او پاڼې 

راغونډې کړې

د سبانیو تاندو او چټکو وږمو،

په لمنو کې مې ونغاړلې او درومې لیږلې

وږمه به یې دروړي درته

 زموږ د کلې شاپیرۍ

ودراوزې ته غوږشه!

(ستا لیرې، لیرې مسافر میین)

۲۰۲۲/ ۲ /  ۲۲

( ۵ )

لیکونه، ځوابونه

لالیه! دا دی بلې ورځې دلته

د شپې د ګریوان تڼې پرانیستلي

او د دوو هسکو غرونو ترمینځ راتیره شوه

جادوګر لمر زما د خونې د ګریوان تر چاک

را ننوت

ژړ ګلونه یې د ځان سره راوړل

او د خونې د تشیال په ذره، ذره یې

داسي کوډې وکړي

چې اوس ټولې لکه د طاوس وزرې

په هوا کې ځلیږې او ناڅي

کاشکي ته وای؛ خونه یې

***

زما ښایستې؛ دلته لمر شپې ته ننوت او بیده شو

شپه د آسمان په لمن 

د ستورو سره ناڅي

 د ستورو ځلیدونکو څوکو، د تیارې ترلمن

مړوندونه تاو کړي 

زه ناست یم 

د سپوږمۍ د مخ وړې وړې ټوټې 

 چې لاندې زما د خونې تر کړکۍ راځنځیږې

راټولوم او ستا مړوندونو ته 

وښي او بنګړي جوړوم

 اه، چې زما مړوندونه څنګه تږي دي

کاشکي ته وای، خونه یې

***

دلته اوس شپه شوه 

زموږ د بام خړ دیوالونه

تیارې زبیښې، 

او د سپوږمۍ وړانګې چیښې

زه د ماښام د تناره لمبو وهلې تږې. تږې یم

په کټورې کې مې، پاس د سپوږمۍ

کښته د خپل عشق د رڼا اوبه راټولې کړلې

رڼا به وچیښمه، 

د سپوږمې سپينې ځلیدونکې ټوټې

د خوب کوټي ته وړمه په خپل بستر یې اوډم

که چیرې خیال دې د شپې راغلې

لار غلطه نه کړئ، 

زما د ورور کوټي ته ولاړ نه شي

تا د (مومن اوشیرینو) کیسه،

کله د چا نه اوریدلې کنه؟

کاشکي ته وای؛ خونه یې

***

ګلې؛ رڼا شوه دلته

د لمر زرینه بيړۍ هغه ده د لیرې راښکاره شوه

دا دی دا، اوس د اسمانې سمندر

د هغې غاړې ودې غاړې ته ورو، ورو، رادرومي 

لکه پخپل ځان درنده، بلاربه هیلۍ 

د اسمان شین سمنر، په طلایې لاسونو 

څپو ته اغوندې جامې د پاولو

زه په ساحل ولاړ، د سمندر د لاس لویدلې پاولي،

راټولوم تاته کمیس د ځنګلې شڼو پاڼو

او د پاولو جوړوم

کاشکي ته وای؛ خونه یې

(وتا ته ګران، ستا مسافر میین)

۲۰۲۲ / ۲ / ۲۵ 

( ۶ )

لیکونه، ځوابونه 

مسافر جانانه؛

کله چې ستا لېک لولم 

فکر کوم لیرو افسانوي ټاپوګانوته

مې سفر کړی

تر وجود مې ځنګلې پیروتې را تاویږي

پراوږو مې د کافرګل لمرونو 

سر ایښې وي

ورغوي مې د ګلاب دپاڼو 

رګونه زبیښې

سترګې مې په لیرې، لیرې

افقونو کې د بڼو په پل لمر ته لار ښیې

اوزه لکه د اسمان شین سمندر

چې هرڅومره د لمررڼا چښم، 

هغومره مې تنده زیاتیږی

***

ګلې؛ کله چې دې لیک لولم

لکه د نګهتونو په سیند کې چې،

د نیلوفر په بیړۍ کې سپور یم

د سیند او مځکې شونډو ته چې، 

په ساحلونو کې یو په بل پرتې دي

ستا د شونډو او ږغ سندره انځوروم

کاشکي، د وزرونو ډکي سندرې ولیکلی شم

چې زما د شاوخوا  

 ښکلې میلودي تر تا پوري دروړي

او بیا دواړه دهغه د سور او تال په څپو کې 

ګډ سفرپیل کړو

***

ګله؛ کله چې ستا لیک لولم

د ټولو تورو او کلمو څخه یې

د نګهتوتو د موسیقۍ مست او د شوره ډک، 

ابشار جوړ شي

او زه د هغه لاندې لمبیږم

د ویښتانوپه تارونو کې مې 

د افسانوې ښارونو نغمې وپییل شي

او په غوږونو کې مې دچېنو، 

 سپینې سندرې پیل شي 

کله خو، داسي ږغونه راشي لکه د لیرې چې

د پاپ موسیقي سره یو څوک د اتڼ ډهل وهي

***

ګلې؛ کله چې ستا لېک لولم

په هر توري اوهره کلمه کې د ګلونو

اروا راشنه شي

غاټول په ژمي کې 

د سارا بکارت واخلې

پیروتې زما د کوټي په کړکېو مئینې شي  

د هغو تر ګریوانونو سر راهسک کړې 

او د خیالونو د ټاپوګانو ،

وږم د ځان سره راوړي

ژړګلاب د ځان سره د مني د لمر د تودي اروا 

سندره وږغوې

او زما خیال ستا سره

دګلاب د هرې پاڼې د رګونو په نګهت کې

لکه سهارنۍ پرخې 

د ښکلا سفر پیل کړي

زه په یوه پاڼه کې درڅخه پټ شم 

او، د وږمې په لاس پیغام درولیږم

(نور د ې په خدای سپارم)

۲۰۲۲ /  ۲ / ۲۹ 

( ۷ ) 

لېکونه، ځوابونه

لا لیه؛ تیره شپه مې ټوله شپه

ستا د سندرو خوبونه لیدل

سهار مې ټوله اوبو ته یووړه

او غسل مې ورکړ

اوس په هېنداره کې ورته ګورم

ستا په سندرو کې

طاوس د بوډۍ ټال کې ناست دي 

زرکې پخپل جادویې ږغونو د غرونو ډبرې توږې

سره غمي راباسې او په مشوکو یې پیې

بلبلکه ځان ته د ځنګلونو او لمرونو 

 شنې اوژړې جامې ګنډې

او د داودي ګل ژړ او شین مئینتوب ته

لاهوتي سندرې وایې

زاڼې د اسمان یوازیتوب ته

د سپینو وریځو او باران انځوورونه جوړوې

بیا د باران د څاڅکو بلورینې پیالې په سر اوړوې

او ناڅې

*** 

ګرانې؛ ستاد سندرو په تل کې چوپتیا ناڅې

ابشارونه په روڼه ورځ 

د ستورو جامې اغوندې

ګلونه یو د بل په غوږونو کې پوس پوسی کوي 

بوراګانې دګلونو شونډې خورې

نرګس د اوبو څپو ته 

د ژړو ګلونو تاج جوړوې

او د شاتو مچۍ د خوږو سندرو

په اروا ننوزې او هلته، ولادت کوي

***

ګله؛ ستا په سندرو کې 

د ونو څانګې د وږمو په لاس ګنډل شوې جامې،

چې په پاولیو، روپیو او چک چه کو* پسولل شوی

اغوندې  

او د پسرلې د زلمې طراوت سره

سره واده کوي

د بڼ لرګینه دروازه او سپیره دیوالونه

ستا یادونه او لاسونه انځوروې

د انارو سره مئین ګلان د جنت د بڼ څخه 

 د سرو غمیو سندرې غلا کوې

مڼې د نګهت د شونډو درنګ سره

راز و نیاز کوي

تاک د خپلو پاڼو پر لاسونو د شرابو

کیسې لیکې 

او زما د ښکالو پلونه په بڼ کې ستا د ښکالو د پلونو

سره یو ځای کیږې.

***

ګرانه؛ ستا په سندرو کې د فرهاد اوښکې

په چېنو کې په شاتو او شېدو بدلیږې

د غرونو لوړو څوکو ته د شنه اسمان ساقي

طلایې جامونه راوړې

د رڼا لاسونه د مځکې تر تل تاویږې

او هلته د رېښو سره د شپو په تیاتر کې د راز و نیاز 

لوبې لوبوې

للمې ګلونه ستا د پلونو او پڼو د ښکالو انځور

جوړوې

زموږ د کور د دیوالونو پر لوړو څوکو کوترې

د میینې کیسې، یو د بل په مشوکو 

او وزرونو لیکې  

او غومبر یې، بلار بې شاپیرۍ ویښوې

زه، د سنتونو او رواجونو ټول ځنځیرونه

ماتوم

ستا ټولې سندرې په غیږ کې نیسم

او د سارا د بربنډو وږمو سره لڅ سر او لڅې پښې

ناڅم

د سارا شینلي مې ترپښو لاسونه تاوه وې

او په ټول وجود کې مې ستا د لمس

احساس خپریږې

(ستا د میینې تږي)

۲۰۲۲ / ۳ /  ۵ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب