داسې به ډېر کم پېښ شوي وي چې زه دې د کوم ښه کتاب په پای ته رسېدو نه وم خپه شوی او د بيا لوستلو تلوسه به يې راسره نه وي پاتې.
که څه هم کتابونه زيات او د انسان عمر لنډ او تنګ وي، نو بايد چې په دې لنډ عمر کې لوستونکی د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ډېر دقيق وي.
د نړۍ په بې شمېره کتابونو کې يې کم په لوستلو ارزي، هغه چې په لوستلو ارزي په هغه کې بيا کم داسې کتابونه دي چې په دوه درې ځل لوستلو ارزي او ډېر کم يې بيا د سړي په ژوند کې د مثبت او منفي رول په لوبولو کې ونډه لري.
زه يو عادت لرم، نه پوهېږم ښه به وي، که بد… کله چې د کوم کتاب ستاينې واورم/ ووينم يا يې کوم ملګری، استاد…. راته د ويلو توسيه وکړي، بيا يې په هماغه شېبه او وخت پيدا او لولم.
دا څو ورځې د “زما داغستان” کتاب سره په بحث کولو اخته وم. ډېری ملګرو د دې کتاب ستاينې او صفتونه راته کړي وو، خو باور وکړئ، د دې کتاب چې څومره صفتونه شوي وو، له هغې هم لوړ او زيات وخوت. دا کتاب زما د مطالعې په لېست شویو کتابونو کې يو له هغې کتابونو شو چې زه يې په پای ته رسېدو خپه او د بيا لوستو تنده يې راسره پاتې شوه.
د دې کتاب د ښه والي اړخونه ډېر دي، خو هغه ډېر مهم يې په دې ډول دي:
اول، دا کتاب د ليکوال له خپل وطني احساس او مينې ډک دی.
دوه، دا کتاب موږ په دې خبره قانع کوي چې يو ښه شاعر، ښه نثر ليکونکی هم کېدای شي.
درې، دا کتاب موږ ته راښيي چې په ليکنه کې بايد ډېر رسمي او پر ځان قيودات منونکي نه شو. ليکنه چې په هره موضوع کوو، خو چې څنګه غږېږو، هماغسې يې وه هم ليکو.
څلور، په دې کتاب کې د يو ليکوال او شاعر د شاعرۍ او ليکوالۍ دېرش کلنې تجربې ځای پرځای شوي دي.
پنځه، دا کتاب موږ ته راښيي چې يو کتاب تنها د ځينو موضوعاتو په شنلو او سپړلو نه ښايسته کېږي، د خپل ژوند له تجربو، د خپلو او نورو له ډايريو او ژوند پېښو څخه استفاده هم ستاسو د کتاب په ښايسته والي کې ژور اغېز لري.
شپږ، په دې کتاب تقريباً د هرې خبرې د وضوح او اثبات لپاره ليکوال له ډېرو معقولو، پرځای او ساده تشبېهاتو څخه استفاده کړې ده، مثال: د يو کتاب د ښه والي او بد والي په اړه يو ځای ليکي: “د يو کتاب په څرنګوالي او موادو کې هماغه شان تعلق او رشته ده، کومه چې د يو سړي او د هغه د جامو ترمنځ ده. يو سړی نېک دی، هوښيار دی، ښه کړه وړه لري، نو هغه د ولې د خپل حيثيت او شخصیت سره سمې جامې وانه غوندي؟ د يو ښايسته او پۍ مخي سړي فکرونه او سوچونه دې د هغه د څهرې په څېر ګلالي او سپېڅلې ولې نه وي؟ اکثره ښځې لياقت او هوښیارتیا نه لري او قابلې او هوښيارې ښځې د حسن او ښايست څخه محرومې وي. دا خبره د يو هنري تخليق په لړ کې هم سمه ده. خو د داسې بختورو ښځو هم کمۍ نشته چې د ظاهري حسن او ښايست سره سره بيدار ذهن، ښه خوی، هوښیارتیا او سليقه هم لري. دغه حال د هغه هنري تخليق او کتاب هم دی چې خالق يې ريښتيني هنري صلاحيتونه لري”.
اووم، د دې کتاب تر ټولو جالبه او وروستۍ ځانګړنه دا ده چې: دا کتاب تر پايه د يوې سريزې او مقدمې په شکل ليکل شوی، خو په داسې هنر چې تر پايه پرې سړی نه پوهېږي چې زه اوس د کوم کتاب سريزه لولم او که کتاب؟ او له همدې امله ورته د روس يوې لويې ورځپاڼې د ژوند د سريزې نوم هم ورکړی دی.
په ټوله کې دا کتاب له ډېرو عالي او ګټورو موضوعاتو مالامال دی. 360 مخونه لري چې د داغستان د سيمې مشهور شاعر “رسول حمزه توف” ليکلی او پښتو ژبې ته عزيز خان مليزي او زاهد بونېري په ګډه را ژباړلی دی.