پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په میمله باغ کې نرګس ګل مشاعره

د ننګرهار په میمله باغ کې نرګس ګل مشاعره

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۴ مه) د ننګرهار په مشهور تاریخي بڼ( میلمه باغ) کې نن د نرګس ګل په نوم مشاعره وشوه.

دې مشاعرې ته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه او یو شمېر نور چارواکي ورغلي وو.

په مشاعره کې تر ډېره طالب پلوو شاعرانو ګډون کړی و او د دوی په پلوۍ یې شعرونه واورول.

دا مشاعره څو کاله مخکې د ننګرهار د یوه سیمه ییز شاعر داوود شهید په نوښت د هغه په بڼ کې پيل او هر کال ترسره کېده، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دا مشاعره طالب چارواکو اطلاعاتو او فرهنګ ادارې پورې تړلې.

یو شمېر ځایي فرهنګیانو تاند ته ویلي، چې طالب چارواکو لږ تر لږه د دغې مشاعرې بنسټګر ته هم په مشاعره کې د ګډون او شعر ویلو وخت نه و ورکړی.

1 COMMENT

  1. سقاوي او شا شجاعي نظامونو غوندې ددوی دور به هم تیر شي. خلکو ته ورو ورو ددوی اصلي څهرې چې د اسلام په نوم د وینو بهولو کاروبار دی رابرسیره کیږي. خیر که دوی اوس هر څه ولکه کړي د افغانستان په تاریخ کې ډیر قوي نظامونه تیر شو دا هم دایمي نظام ندی او بیا ډیر کمزوری نظام دی. افغانان کلک مسلمانان دي خو د سر دپاسه سر نه مني، سپکاوی او بې عزتي زغملی نشي او په زور که پرې کوم شی منی نو هغه د قبول کړي شي نه هم بیا تیریږي. مقصد مې دادی چې که په یو مننونکي او قوي مسلمان د یو جاهل لخوا ددین فشار راولې بیا دې د دین قصه کې هم ندي. او بیا طالب خو ظاهري مسلمان دی حقیقي ندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب