Home+د استاد پژواک په آزادو شعرونو کې د ځینو تلمیحاتو او هنري...

د استاد پژواک په آزادو شعرونو کې د ځینو تلمیحاتو او هنري ظرافتونو شننه

آزاد شعر د قافیې او سېلابونو له تنګ وزن او محدودیت څخه فارغ او خودمختار دی، د شاعر د لوړ تخیل او ژور تفکر مختلف موضوعي موارد يې په پراخه لمن کې په پوره آزادۍ نغاړل کېږي، نو؛ په دې خاطر شاعرانو تل خپل شاعرانه طبع آزمايې پکې کړې ده، اوله محدودو چوکاټونو بهر يې د تخیل اوتفکر د لایتنهايي دنیا لویه غېږه پکې کچ کړې ده.
شاعر د خپل فکر او پېغام، ادبیت او رسالت لپاره دغسي پهناور ظروف انتخابوي، داسي ظروف چې د کایناتو د ذراتو نه نیولې تر لویو غرونو، ګړنګونو، ځنګلونو او دریابونو… پورې د مانا منارونه پکې ځای شي.
ارواښاد استاد پژواک هم د خپل لوړ هنري_ ادبي صلاحیت له مخي په دې لوی ادبي قلمرو کې خپل ادبي زیار او قلمي کردار په ښه شان ترسره کړی دی، د مختلفو تلمیحاتو، استعاراتو، اشارو، سوژو… په لړ کې يې د آزاد شعر په مټ هنري پنځوني او ادبي سپړني وړاندي کړي دي.
استاد پژواک د یو امریکايي شاعر (ویلیام پت روت د هغه شعر چې د افغانانو په باب يې ویلی دی، (الماس ناشکن) د ژباړي ترڅنګ يې د یو آزاد شعر په چوکاټ کې د هغه ډېر ښه هنري او کره ځواب هم وړاندي کړی دی، د دې شعر ټوله عمومي محتوا له ملي_وطني تلمیحاتو او اشارو ډکه ده.
ای شاعر ناشناس:
ای همنوای نواهای دور!
کشورمن آریانا، هفت اقلیم زیبای جهان باستان
آن دیباچه آفرین دیوان کاینات که:
نگارندگان ویدا و اوستا، ریشی ها و سپین تمان، آن را به صفحه گیتی ثبت کرد.
***
استاد د دې ځوابیه شعر له پیله پرخپل ملي_تاریخي لرغوني آریايي تمدن تمرکز کوي، بهرنیو پوهانو او خپلو نوو نسلونو ته د آریايي مدنیت پر اصالت او لرغونتوب تمرکز ساتي او دا چاره پسې غځوي.
***
اشکی هستم که از چشم مادر آفرینش
فروچکیدم ودر دامان مادر طبیعت
جاگزیدم گرمی این دامن آتشین
محبت مرا هوا ساخت و به هوا سپرد
میهن خود را بازجستم وبر گلبرگی باریدم
زیبا بود و زیبا می نمودم
نمی دانم چرا باز هوا کردم، سالهاست که می بارم
ولی در دامن میهن خود نمی افتم
خود را در دامان مادران بیگانه می یابم
همه کشورهای جهان مادر اندرانند
ای مادر من! مرا به سوی خود بخوان و اگر خاک
شده باشی، مرا در دل خود جای بده
نیویارک
***
استاد پژواک له وطنه بهر په وطن پسې څومره له خلوص او عاطفې نه ډکه ناستالوژیکه تلمیح او اشاره کارولې ده.
(وطن مور ده). له مور نه د ماشوم جدايي او عاطفي اړیکه پرېکول ناممکنه چاره ده، آن تصور يې هم سخت دی، دلته استاد د خپل ورته ګران هیواد اود نړۍ د نورو هیوادونو په غېږ کې د اوسېدو يو شاعرانه او ظریفه تلمیحي پرتلنه ترسره کړې ده.
موږ په ټولنیزه محاوره او دود دستور کې هم یو متل لرو چې وايې: (ميره مې نه لیده تر مور میینه!).
استاد هم د همدې متل په مصداق دا شاعرانه اعتراف په خورا رښتیني انداز کوي چې خپل وطن مور ده او د نورو وطنونه ميرې ګاني دي.
خدای من!
…بگذاردرلحظه های ابدی خویش باتو تنها بمانم
بگذاردراین تنهایی مقدس
به ارواح بی هراس درود فرستم
وجدان های دلیر را بستایم
و ضمیرهای پاک را نیایش کنم
سرود های مرا آسمانی کن
نغمه های مرا ایزدی بساز
تا شاعر وجدان انسان شوم
په دې التجايي هنرپارې کې استاد د شاعرانه ارواح د سپېڅلتوب او آزادۍ د اهمیت په تړاو څومره له منځپانګیز پېغام نه ډکه دعا او غوښتنه کړې ده، هغه غوښتنه چې د ویښ وجدان د حکم پر بنسټ د هر آزاد پروره روح غوښتنه او تمنا ده.
د استاد پژواک د شعر رنګینه نړۍ خورا زیات ګڼ اړخیز هنري توکي او سوژې لري، چې موږ يې دلته یوازي پرځينو تلمیحي برخو لږ تم سو.
او د نوموړي د شاعرانه اشارو اهم ټکي لا هم سپړني او شنني ته اړتیا لري.
زه به خپله دا لیکنه د ښه او نېکمرغه اختتام په موخه بیاهم د استاد په دې ښکلي بیت پای ته ورسوم.
نه دي مري رڼا د زړه که ومري نو
دا ډېوه له سره بیا بلېږي نه
په دعا او درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....