تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ په خپله وینا کې وویل چې دا د خوښۍ ځای دی چې د سیند په تاریخي خاوره کې د ملي شهید عثمان خان کاکړ پنځم تلین لمانځل کېږي. د هغه په وینا، عثمان خان کاکړ یوازې د پښتنو مشر نه و، بلکې د ټولو محکومو قومونو، مظلومو خلکو او دیموکراتیکو ځواکونو پیاوړی غږ و.
هغه وویل، عثمان خان کاکړ خپل ټول ژوند د پارلمان په ګډون په بېلابېلو سیاسي او ولسي فورمونو کې د مظلومو او محکومو خلکو د حقونو د دفاع لپاره وقف کړی و. نوموړي د پښتنو، بلوڅو او سندیانو ترمنځ د یووالي، متقابل درناوي او ګډې مبارزې لپاره هم مهم خدمتونه کړي دي.
هغه دا څرګندونې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیند ایالت څانګې له خوا د کراچۍ په «آرټس کونسل» کې د «ملي شهید عثمان خان کاکړ» د پنځم تلین په مناسبت د فاتحې او یاد په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر او حقوقپوه رضا رباني د غونډې ځانګړی مېلمه و. په غونډه کې د سیند او پښتونخوا د ملتپالو، وطنپالو، دیموکراتیکو او مترقي سیاسي ګوندونو مشرانو، فعالانو، وکیلانو، لیکوالانو او د بېلابېلو ټولنیزو برخو استازو ګډون کړی و.
د پښتونخوا امنیتي وضعیت
خوشحال خان کاکړ د پښتونخوا د اوسني وضعیت په اړه وویل چې په پاکستان کې اوسنی حاکم نظام د ده په باور «تر ټولو د بدې دیکتاتورۍ» بڼه خپله کړې او اوسنی وضعیت یې د پخوانیو پوځي مارشل لاوو پرتله هم بد وباله.
هغه وویل، پښتونخوا وطن اوس د اور او وینو په منځ کې دی او په ډېرو سیمو کې ناامني، ترهګري، جګړه، شخړې او وېره خپره ده.
کاکړ ادعا وکړه چې هغه وسلهوال عناصر چې د دولت د پالیسۍ له مخې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه راوستل شوي او په پښتونخوا کې مېشت کړل شوي وو، اوس د همدغو عناصرو پر وړاندې بېلابېلې پالیسۍ عملي کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د پښتونخوا خلک نور د جګړې او د دولت د امنیتي پالیسیو د تجربو بار نه شي زغملای او باید سیمه نوره د جګړې ډګر ونه ګرځول شي.
په سیند کې د پښتنو د حقونو غوښتنه
خوشحال خان کاکړ وویل، په سیند کې مېشت پښتانه د دې سیمې اتباع دي او باید د کار، سوداګرۍ، ژوند او مال د بشپړ امنیت حق ولري.
هغه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یوه مخکښ سیاستوال علي وزیر زنداني کېدل سیاسي غچ وباله او د سیند له ملتپالو ګوندونو یې وغوښتل چې د هغه د خوشې کېدو لپاره خپل رول ادا کړي.
د نویو صوبو مخالفت
کاکړ د پاکستان د نویو صوبو د جوړولو په اړه روانې خبرې هم رد کړې. هغه وویل، د پښتنو د لا ډېر وېش پر ځای باید د هغوی ملي یووالی او تاریخي هویت په رسمیت وپېژندل شي.
د هغه په وینا، د نویو صوبو د جوړولو خبرې باید د خلکو د اصلي ستونزو د حل پر ځای د هغوی د پام اړولو وسیله ونه ګرځي.
د رضا رباني څرګندونې
د غونډې ځانګړي مېلمه او د پاکستان د سنا جرګې پخواني مشر رضا رباني هم عثمان خان کاکړ یو زړور او مېړنی مشر وباله. هغه وویل، عثمان خان کاکړ یوازې د پښتنو مشر نه و، بلکې د ټولو محکومو قومونو او مظلومو خلکو اغېزمن غږ و.
رضا رباني وویل، عثمان خان کاکړ به په سنا کې تل له وېرې پرته خپل دریځ څرګنداوه او د هېڅ ډول فشار پروا به یې نه کوله.
هغه زیاته کړه چې که څه هم د عثمان خان کاکړ نه شتون د دوی لپاره د درد وړ دی، خو د هغه سیاسي او فکري لارویان یې مبارزه مخته وړي.
د نوي صوبو په اړه د رضا رباني دریځ
رضا رباني د نویو صوبو د جوړېدو روان بحث هم په کلکه رد کړ. هغه وویل، صوبې یوازې اداري واحدونه نه دي، بلکې د قومونو هویت، ملي یووالي او تاریخي حیثیت هم څرګندوي.
د هغه په وینا، کله د «ډویژن» او کله د «ولسوالۍ» پر بنسټ د نویو صوبو د جوړولو خبرې د قومونو د تاریخي هویت او ملي یووالي د کمزوري کولو هڅه ده او کېدای شي له اصلي ستونزو څخه په بله د د خلکو د پام د اړلو لپاره د واکمنانو یوه هڅه وي.
په غونډه کې د سیند د ترقیپسند ګوند، عوامي تحریک، نېشنل ډیموکراټیک موومنټ، پاکستان پیپلز ګوند، عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو شمېر نورو مشرانو هم ویناوې وکړې او د عثمان خان کاکړ د دیموکراتیکې مبارزې ستاینه یې وکړه.