الیاس هوو لومړنی کس و، چې د کالیو ګنډلو ماشین یې اختراع کړ. د دې اختراع پر مهال هوو له یوې ډېرې وړې مګر مهمې ستونزې سره مخ و. د ماشین نورې ټولې برخې سمې وې، خو یوازینی مشکل یې دا و، چې تار یې له رخت نه بلې خوا ته نه تېرېده. یوه شپه هوو خوب لیده، چې یوه ډله وحشي کسانو په ځنګله کې ور نیولی دی او له ده غواړي، چې د کالیو ګنډلو ماشین ژر تر ژره بشپړ کړي. د دې لپاره چې دی ووېروي، هوو په ونې پورې تړي او د نېزو خطا وارونه ورباندې کوي. په دې کې یوه نېزه د هوو له اوږې سره تېرېږي او په ونه کې نښلي. هوو ګوري چې په نېزه کې سوری دی. دی چې له خوبه را ویښ شي، پام يې شي، چې د ده د ماشین ستنه سوری نه لري. هوو چې په ستنه کې سوری وکړي، ماشین هم د انساني بدن د پوښلو په برخه کې انقلاب ته لاره هواره کړي.
ایا الهام د یوې نوې نظریې ذهن ته راتلل یا ستونزې ته حل لاره موندل دي؟ پورتنۍ کیسه د عام تصور په خلاف دا مني، چې الهام یوازې شاعرانو او پیغمبرانو ته نه، ساینسپوهانو ته هم کېږي. و دې شي، د ساینسپوه الهام په اختراع او توکي بدل شي او د شاعر الهام د شعر نازکه پېغله شي. آیا شعر هم اختراع وبولو؟
د ټکنالوژي کلمه د یوناني ژبې له ټکني جوړه شوې، چې د جوړونې فن ته ویل کېږي. د هوو الهام په ستنه کې د سوري سبب ګرځي، ښايي حمید مومند به د خپل الهام په مټ وېښتان سوري کول، چې موشګاف بلل شوی دی. هغه ډله نقادان چې د شعر په برخه کې د الهام په هکله ماورايي عقیده نه لري، ممکن شعر هم له جوړېدونکو فنونو وشمېري او په دې سره شعر او بل هر هنر هم ټکنالوژي وګڼي. تصادف دا دی، چې د انګريزي ژبېpoet کلمه هم د يوناني ژبې له poetes نه رغېدلې، چې جوړوونکي يا تالفيوونکي ته ويل کېږي. معنا دا چې شاعر هم جوړونه او پنځونه کوي.
د ټکنالوژي د کلمې په څېر، د الهام، شاعرانه الهام او شاعرانه جنون سر هم یوناني اسطورو ته رسېږي، مګر ریښې يې په لرغوني انسان کې هم موندلی شو. ابتدايي انسانانو به چې ډېر ښکار وکړ، د شپې به يې له اور نه چاپېر نڅا پیل کړه او راز، راز نعرې به يې ورسره وهلې. دغه لومړنۍ نعرې بشرپوهانو د لرغوني انسان شاعري ګڼلې ده او په ابتدايي زمانه کې د ډلې هر فرد شاعر تصور شوی دی. په دغو نعرو کې ګڼې داسې ځانګړنې وې، چې د لرغوني انسان د شاعري په توګه يې په منلو کې راسره مرسته کوي. دغه نعرې به تکراري جملې وې، چې له خوښۍ او جذباتو به ویل کېدلې؛ د دې جملو په ویلو کې به آهنګ ته هم ځانګړی پام کېده. د شعر اوسنۍ تیوري ته به دا زیاتی ښکاره شي، چې «په ځانګړي آهنګ له ډېرې خوښۍ او جذباتو ویل شویو تکراري جملو» ته د شعر نوم ورکړو، خو آیا په دې عبارت کې د شعر ګڼ عناصر اشنا نه دي؟ په لرغوني انسان کې د شعر سرچینه د خوښۍ او هیجان احساسات و او دا چې ټولې ډلې دغه ډول جذبات او احساسات درلودل، نو ټوله ډله به شاعره وه.
لرغوني انسان ته آهنګ او ریتم په دې مهم وو، چې د ژوند ډېری بنیادي اړتیاوې يې د آهنګ په مټ پوره کېدې. د جګړې په ډګر کې د خپل لښکر روحیه پیاوړې کول، د ښکار او نورو سختو کارونو لپاره د مزدورانو همت لوړول، په خپلو مذهبي مراسمو کې د خلکو جذبات پارول او دې ته ورته ګڼې موخې د آهنګینو خبرو په مټ ډېر په اسانه د ترلاسي وړ وې.
په لرغوني دنیا کې د شاعرانه الهام بل څرک په یوناني اسطورو کې موندلی شو. په یوناني اسطورو کې د شعر، سندرو، سرودونو او موسیقۍ خدایان اپولو او نهه میوز خویندې ګڼل شوې دي. اپولو په پیل کې د لمر خدای و، خو له وخت سره د غیب ګويي او پېش بینیو خدای هم شو.
په لرغوني یونان کې پیش بیني او غیب ګويي یو ډول ابتدايي شاعري ګڼل کېدله؛ دا چې دغه ویناوې به په وزن هم برابرې وې، نو غیب ویونکی او شاعر تقریباً د یوې څانګې مېوې وې. د غیب ګويي او شاعري تر منځ یوه بله مشترکه ځانګړنه دا وه، چې دواړه د یو ډول ذهني حالت زېږنده وو، چې دوی وجد یا الهامي کیفیت باله. غیب ویونکي به چې غیب ګويي او شاعر به چې شاعري کوله؛ دواړو به خپل ځان یوې لاشعوري جذبې ته سپارلی وو.
دا چې غیب ګويي او پیش بیني په یوه وزني سیسټم ویل کېدله، له دې سره اپولو د سندرو او موسیقي خدای شو. په یوناني اسطورو کې د میوز نهه خویندو د اپولو تر مشري لاندې د غیب ګويي دنده مخته وړله، او دا چې غیب ګويي او شاعري سره ورته ګڼل کېدل، نو اپولو د شاعري خدای هم شو. د الهام او شاعري په برخه کې اپولو لومړنی او د میوز نهه خویندې دوهم مقام لري.
میوز خویندې د زیوس او نیموسین نهه لورانې وې او د حافظې تشخص يې خپل کړی و او پیامبرانه مقام يې درلوده. دغه نهه خویندې وروسته د سندرو او بیا د شاعرۍ د نهو مختلفو ډولونو خدایڼې شوې او هرې یوې د شاعري په یوه بېله څانګه د راج واګې ترلاسه کړې. د شعر او سندرو ځواک له همدې نهو خویندو سره و، چاته به يې چې خوښه شوه، دغه ځواک يې بښلی او چا به يې چې غوسه وپاروله، د شاعري له ځواک نه به يې بې برخې کړ او د لرغوني یونان په ادبي اثارو کې د دې ګڼ مثالونه موندلی شو.
په یوناني اسطورو کې د شاعري د یوې بلې بتخانې دروازه هم باید هېره نه کړو. دیونيسوس د حیواني ژوند، نباتاتو او په تېره د انګورو خدای و. دی د خوشالي، مستي او بې خودي په خدای هم پېژندل کېږي. د ده لمانځنه به هم په ډېرو عجیبو هیجاني حرکتونو او دودونو سره کېدله او د دغه پرستش په شېبو کې به يې پیروانو خپل حواس له لاسه ورکړل، بې خوده به شول او له خدایانو سره به يې اړیکه ټینګه شوه. ګمان دا دی، چې ډرامه له همدغو هیجاني حرکتونو منځته راغلې؛ او له دې لارې دیونيسوس له میوز خویندو سره هم اړیکه لرله.
که یوه شاعر ته الهام شوی وي، نو دا په دې معنا ده چې له خدای سره په اړیکه کې دی او له خدایانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره بېخودي، مستي او خوشالي اساسي شرط و، نو په دې شېبو کې په شاعر باندې د جنون او لېونتوب راتلل عادي خبره وه.
موږ پورته د لرغوني انسان د شاعري خبره وکړه. آیا د یوناني اسطورو شاعر او د لرغونې بشري ډلې شاعر ترمنځ مو ګڼ مشابهتونه نه تر سترګو کېږي؟ هلته هم د هیجان، مستي او بې خودي کیفیت دی، چې په شخص یا ډله راځي او له خولې يې آهنګین او تکراري عبارتونه له خولې وځي او په یوناني اسطورو کې هم له خدایانو سره د ارتباط نیولو په پایله کې شخص د جنون او لېونتوب له څپو سره خپل حواس او خود له لاسه ورکوي او له خولې يې آهنګینې، وزن لرونکې او مبهمې خبرې راوځي.
خو لرغونی شاعر او یوناني شاعر څو فرقونه هم لري. د لرغوني انسان شاعري له اپولو، میوز خویندو، دیونيسوس او نورو خدایانو سره له اتصال او ارتباط پرته پېښېدله؛ مګر په یوناني اسطوره کې د شاعري ټول بهیر په ماورايي منطق پورې تړل شوی، شاعري خدايي الهام او مقدس کلام ګڼل شوی او شاعر له نورو انسانانو بېل، مقدس او برتر مخلوق منل شوی دی. په یوناني اسطوره کې شاعر څوک دی؟ داسې څوک دی، چې له خدایانو سره اړیکه ټینګولی شي، خدایان ورسره خبرې کوي او د خدایانو په خبرو پوهېږي. همدا وجه ده، چې یو خو په یوناني اسطورو کې شاعر، پیغمبر هم دی او پیغمبر، شاعر هم دی. بله دا چې پخپله یوناني اسطورې هم د شعر په ژبه کې لیکل شوې دي.
آیا د لرغوني شاعر په شاعري ټوله ډله پوهېدله؟ هغه شاعري چې په جمعي ډول پنځېده، د ټولې ډلې مشترکه وه او ټوله ډله پرې پوهېدلی شوی. مګر کله به چې د یوه شخص خبرې له نورو ګونګې شوې، نو په لرغونې ډله کې به هم دغه ډول شخص بېل، مجنون او مقدس ګڼل کېده. یوه بله وجه يې دا وه، چې هغه شخص چې مبهمه وینا به يې کوله، د وخت په تېرېدو به يې له ډلې سره فکري او عملي اختلافونه هم زیات شوو. لرغونی انسان د توافق په مټ پایېدلی دی. هلته به د ډلې خیر د هر شخص خیر و او د یوه شخص خیر به د ټولې ډلې خیر و. مګر هغه څوک چې له ډلې سره به يې له موافقت نه مخالفتونه زیات شول، نو ډلې به هغه شخص ته له ځانه د برتر انسان په سترګه کتل او له نورو ګوښی به يې باله.
دلته د لرغوني شاعر او یوناني شاعر ترمنځ یوه بل شباهت ته هم متوجه کېدلی شو. شاعر په دواړو زمانو کې بېل، مقدس او مبهم هویت او شناخت درلوده. یوناني اسطورو سره له دې چې د شاعر لپاره ماورايي توجیه وړاندې کوله، مګر عام خلک لا هم په دې نه پوهېدل، چې شاعر څرنګه شاعري کوي او له خدایانو سره د ده اتصال څرنګه پېښېږي؟ له لرغونې بشري ډلې سره هم همدا پوښتنې وې؟ د دوی د ډلې یو غړی ولې ترې بېل شوی او څه پرې شوي دي؟ خلک چې شاعر ته حیرانه وو او پوښتنې ورسره وې، وجه يې دا وه، چې دوی نه پوهېدل چې شاعر ولې شاعري کوي، او په څه ډول يې کوي؟ دا چې دوی په خپله شاعري نه کوله یا یې په خپل ځان کې شاعري نه لیدله، نو د یوناني اسطورو په څېر لرغوني انسان هم شاعري یوه خارجي پدیده وګڼله؛ یو داسې څه چې باید وموندل شي، او باید غوږ ورته ونیول شي. عجیبه خبره دا ده، چې پخپله شاعر هم له دې معما سره مخ و، او د شعر ویلو قوه پخپله شاعر ته هم د هغه په اراده لاسته نه ورتلله. کله به يې په ټوله هڅه دوه لفظونه هم نه شوی تړلی، او کله به يې بیا له هېڅ راز هلو ځلو پرته د «شعر زینه تر اسمان ورسوله.»
په دې دواړو لیدلورو کې د بشر یو ډېر عام خصلت هم لاس لري. انسان چې هر کله د یوه شي لپاره توجیه ونه لري او په څرنګوالي يې پوه نه شي، نو اسماني او ماورايي جنبه ورکوي؛ د انسان لپاره ماورا الطبیعت هغه کتاب دی، چې ټولې ګونګې او نه درک کېدونکې خبرې يې پهکې لیکلې دي.
د شاعرانه الهام نظریه هم هغه مهال منځته راغله، چې کله شاعري په یوه خارجي ځواک پورې وتړل شوه. د لرغوني او اوسني انسان لپاره دغه خارجي ځواک نامعلوم او محجوب دی، مګر په یوناني اسطورو کې يې د اپولو، میوز یا دیونيسوس څېره خپله کړې ده. د الهام لپاره انګریزي وییکی «inspiration» دی، چې له inspire فعل نه جوړه شوې او د ساه اخیستو معنا لري. شاعر هغه څوک دی، چې یاد خارجي ځواک تنفس کوي او چې کله يې ځواک تنفس کړ، نو دا په دې معنا وه، چې د دغه ځواک په مټ شاعر له نورو خلکو برتر او په بشپړ ډول مختلف موجود و. شاعر د نورو خلکو په څېر نه و او د خوند خبره دا وه، چې شاعر همېش د ځان په څېر هم نه و. د ده ټول فطرت او ځواک په تنفس کړي ځواک پورې تړلي وو. پوښتنه دا ده، چې آیا د دغه ځواک تنفس کوم ځانګړی حالت درلوده؟
شاعر ته الهام یوازې د وجد او جنون په حالت کې راته او یا يې د جنون په حالت کې الهام ته لاسرسی لرلی شوی.
تر دې ځايه پوه شوو، چې الهام يوه خارجي قوه گڼل شوې او پېښېدل يې د يوه ځانګړي حالت غوښتنه کوي، بله دا چې الهام د شاعر په لاس کې نه دی. ايا د دغه ځانګري حالت ايجاد او دې حالت ته ځان رسول د شاعر په ارادي هڅو کېدون لري؟
الهام، شاعرانه انرژي ده، چې پخوا يې د جنون او لېونتوب په سترګه ورته کتل. د ديونيسوس په عبادت کې د بې خودي نڅا او مستي اصلا د شاعرانه رياضت برخه وه.
له يوناني اسطورو چې را تېر شو، د يونان د نومياليو فيلسوفانو نظر هم ډېر مختلف نه و. سقراط به ويل، شاعر په خپل هنر شعر نه ليکي، بلکې د الهي ځواک په مرسته يې پنځوي. خدای له شاعر نه د هغه ذهن اخلي او د خپل پیغمبر په توګه کار ترې اخلي. سقراط شاعر له يوه داسې شرابي سره تشبيه کوي، چې خپل ټول حواس يې له لاسه ورکړي. له شرابي سره د شاعر پرتله هم له يوناني اساطيرو اخيستل شوې برېښي، په دې چې د شاعري او موسيقي خدای، ديونيسوس د انګورو خدای هم و.
يوناني اساطير او د لرغوني انسان ژوند د شاعري په اړه راته وايي، چې شاعري له ډله ييزو سندرو ورو په ورو په يوه فردي چاره بدله شوې ده. لومړی به ټولې ډلې په ګډه آهنګينې خبرې يا سرودونه ويل، او له دې ډلې څخه به يوه يا څو تنو واټن نيوه او وينا او خبرې به يې د نورو لپاره ګونګې او مبهمې شوې. دغه واټن به تر دې حده ډېر شو، چې کله به بېل شوي کس (شاعر) خبرې کولې، نوره ټوله ډله به غلې شوه.
په دغه شاعرانه ځواک کې يوه مشترکه ځانګړنه د احساس او جذباتو ليدلی شو. مذهبي عبادتونه هم له ولوله ييزو جذبو سره کېدل او د ښکار په خوشالي کې نڅا هم د خوښۍ د احساس پايله وه. نو د شاعري لومړنی عنصر احساس يا عاطفه ده او همدغه احساساتي کيفيت ته يې پخوا د جنون نوم ورکړی و. متمدن انسان ډېرکله د احساس او عاطفې ډېر پراخه طيف هېروي. احساسات د بشري ژوند په ګڼو اړخونو کې ډېر موثر او ګټور لاس لري.
همدغه عاطفي ځواک هغه چينه ده، چې د شاعري بڼ پرې ښېرازه دی. په انساني ژوند کې احساس له عقل او منطق نه ډېر زوړ دی. انسان لومړی احساساتي او عاطفي موجود دی او بيا يو عقلي موجود دی. د انسان عقلي ځواک د احساساتي قوې د مهارولو لپاره راځي، په دې معنا چې عقل د احساساتو په خدمت کې ولاړ دی. د احساس بله ځانګړنه دا ده، چې هېڅ کله فردي نه وي، بلکې مشترک خاصيت لري. احساس چې مشترک شو، نو د شاعرانه ځواک بل عنصر دا دی، چې شاعري فردي نه وي، ټولنيزه وي. شاعر که هر څومره هم ګوشه نشين وي، بيا هم د هغو زړونو په ملتيا کې ساه اخلي، چې د ده په زړه کې څپې وهي. شاعر د خلکو اواز وي.
د شاعرانه ځواک دريمه ځانګړنه دا ده، چې شاعري کنټرول شوی احساس دی. اهنګ يا ريتم له ابتدا نه د حرکت او خوځښت د کنټرولولو لپاره استفاده شوی دی. هغه ځوان چې په ډېره جذبه په ملي اتڼ ور ګډ شوی وي، هر حرکت يې د موسيقي له څپو سره هم آهنګ وي. موسيقي چې تېزه شي، د ځوان حرکتونه هم تېز شي او وخت په وخت د همدې موسيقي له سر و تال سره سم خپل حرکتونه عیاروي. خو دلته موږ يوازې د حرکتونو کنټرول نه وينو، بلکې د ځوان د احساساتي ولولو کنټرول هم وينو. نو اهنګ د افعالو په خوا کې د احساساتو د کنټرول دنده هم ترسره کوي.
همدا اهنګ په خپله ساده بڼه د هنر جوهر دی او شاعرانه هنر هم د غالبو احساساتو د کنټرولوونکي اصل په توګه تعريفولی شو. نو شاعرانه انرژي، مشترک او کنټرول شوی احساس دی. دا هغه انرژي ده، چې له مبهمو احساساتو زېږي، ټولنيزه ده او فردي نه ده.
هغسې چې موږ وويل، شاعرانه ته له ابتدا نه د مجنون او لېوني په سترګه کتل شوي او شاعر د وحشي انسانانو اصلي وارث او د ديوني سوس د جنوني ډلې پيغمبر و. د شاعر په اړه دا نظريه تر نن ورځې پورې نه ده بدله شوې. اقبال لاهوري هم شاعري ته د تقدس په عقيده قايل و او شاعر يې د پیغمبر وارث ګڼلی دی:
شعر را مقصود اگر آدم گريست
شاعري هم وارث پيغمبريست
زموږ جامي د مولانا بلخي د مثنوي په اړه ليکلي و:
هست قرآن بر زبان پهلوی
مثنوی معنوی مولوی
مګر دغه جنون او لېونتوت د مختل شوي ذهن يا موقتي اختلال او غوسې پايله نه وه، بلکې هغه حالت و، چې عقل به خپل فعاليت ودراوه او ټول واک به يې احساساتو ته ورکړ. د شاعرانه الهام دوه ځانګړنې داسې وې،چې خلک يې ډېر زيات حيرانه کړي و. يو دا چې غير ارادي به و او بل غير شعوري و. شاعر په خپله اراده الهام ته لاسرسی نه درلوده او بله دا چې په شعوري حالت کې نه ورته راته. که په شعوري ډول راتللی، نو بيا په ارادي ډول هم الهام ته د لاسرسي لاره هوارېدلی شوی. د الهام پر مهال اراده د خوب سترګې پټوي او د لاشعور ښاپېرۍ، انسان د الهام صحيفو ته کېنوي.
له دې بهير سره هر لوی شاعر اشنا و. د مثال په ډول ګويته يوې صحنې ته ګوري او په ذهن کې يې د شعر ليکلو هېڅ خيال هم نه وي. خو ناڅاپه د هغه ذهن له ځان سره د بيتونو په زمزمه کولو پیل کوي، او په دې ټول بهير کې د ګويته برخه يوازې دومره وي، چې دغه سندره په ذهن کې ونيسي او د کاغذ سينې ته يې وسپاري. د شاعر ذهن هم وينو، چې له يوه داسې پرمختللي ذهن سره ورته والی مومي، چې د لرغوني انسان په طرز فعاليت کوي.
لوړ شاعرانه ذهن د بشري تمدن د ابتدايي انسان له ذهن سره تر ټولو ډېر نږدېکت لري. په شعر کې اسطوره د شاعرانه عظمت د اوج ټکی ښيي. په شعر کې اسطوره بل هېڅ شی هم نه دی، د لرغوني انسان له فکر و خياله اوسنۍ دنيا ته د کتلو کړکۍ ده. ځينې په دې فکر دي، چې ځينې ماورايي عناصر او يا افسانوي پېښې يادول په شعر کې د اسطورې سبب ګرځي. مګر اسطوره په اصل کې د لرغوني انسان د تفکر په طرز کې فکر کول او بيانول يې دي.
هغه څه چې شاعرانه جنون ګڼل کېږي، کوم غير نورمال ذهني کيفيت نه دی، بلکې هغه احساس دی، چې په خپله سوچه او ابتدايي بڼه په عمل راغلی وي. شاعر که جنون لري، نو تر دې اندازې چې خپله اراده او عقل يې په واک کې نه وي او خپلې عاطفې ته له هېڅ ډول خنډ پرته د اظهار لاره ورکوي. نو عاطفه د شاعر مورنی حق دی، له عاطفې پرته شاعر هېڅ هم نه دی.
عاطفه تر هغې ډېړ لوړ مقام لري، چې اوسني انسان ورته ټاکلی دی. په عموم کې واقعيتونه هم په عاطفي اتصال کې پراته دي. که دوه ملګري له يو بل سره افکار تبادله کوي، نو دواړه دوه انسانان دي. خو که خپله عاطفه او احساس له یو بل سره شریکوي، نو بيا د يو بل وروڼه دي. همدغه عاطفه هغه نفوذي ځواک دی، چې شاعر له نورو انسانانو سره يو موټی يا په دقيقه ژبه، يو زړه کوي، خو تر ټولو لومړی عاطفه يو شاعر له خپل ژوند سره همرازه کوي.
د عاطفې سرچينه به حواس، ماغزه يا روح وي، مګر په خپل ذات کې عاطفه د ژوند مترادفه ده او زموږ ژوند د احساساتو او عواطفو مجموعه ده. عقل د ژوند لپاره د وسيلې حيثيت لري. له احساسه زموږ ژوند ساز شوی دی او عقل زموږ ژوند ته یو ځانګړی ساز وربښي. د شاعر نښه دا ده، چې د خپلې عاطفې په مټ تر بل هر چا ډېر ژوند ته لاره مومي. شاعر د ژوند د نڅا رهبر دی.
شاعر تل يوه ګوښې اروا په نظر راځي، مګر همدا يې د شاعرانه ژوند تر ټولو لوی پراډاکس دی. شاعر چې څومره يوازې وي، همدومره ډېر دی رهبر وي. ادبيات له همدې امله تر ټولو لوی هنر دی، چې ټولنيز اغېز يې ډېر پراخه او نفوذي دی.
پورته موږ د شاعرانه ځواک په دوو اصلونو خبرې وکړې. یو دا چې شاعرانه ځواک مشترک دی، بل دا چې کنټرول شوی احساس دی. د شاعري د کنټرول اصل دوه اړخونه لري. لومړنی اړخ د شعر خيال، خوب، جوهر يا له ذهن څخه خپرېدنه ده او د شاعري بل اړخ د هغې سمبالښت دی. همدغه سمبالښت ته يې تخنيک هم ويل کېږي او دا د هر هنر تر ټولو ډېر شعوري اړخ دی.
شاعرانه ځواک په ذهن کې زېږي او داسې څه نه دی، چې له اسمانونو دې را کوز شي، د دغه ځواک سرچينه له ژوند سره تعلق نيسي او هغه خيال يا خوب چې يوې عاطفې ته يې لاره سازه کړې وي، په مصنوعي يا په خپل سر نه ايجادېږي، بلکې همدغه عاطفې ورته زمينه برابره کړې وي. د دې په خوا کې هغه کس هم رښتينی شاعر نه دی، چې تخنيکي مهارت يا د سمبالښت چاره يې لاشعوري او وجداني بنياد ونه لري. شاعر هم خپل بيتونه او وزن همدومره تر نظر تېروي يا شعوري هڅې پسې کوي، څومره يې چې يو موسيقار يا هنرمند د خپلې موسيقي لپاره کوي. مګر شاعر د ايډيا، تصویرونو، فکر او مضمون لپاره تر دې ډېره کمه خواري کوي.
شاعر د شعرپنځونې بهيرونه دومره نااګاهانه ترسروي، لکه يو لوبغاړی چې د خپلو اعضاوو له فعاليته بې خبره وي. سره له دې چې شاعر او ورزشکار دواړو خپل ټول مهارتونه او استعداد په ابتدا کې په خواريو موندلي وي.
د شعري تخنيک زدکړه د نوي شاعر لپاره ضرور ده، مګر تخنيک يوازې د خپلو آلاتو د صيقل کولو او عيارولو لپاره وي. تخنيک يا شعوري هنر بايد له لاسونو، سترګو او مغزو تېر شي، زړه ته ورسېږي او هلته بايد هېر کړای شي. د شاعرانه ځواک سمبالښت یا تخنيک هم بايد لاشعوري، وجداني او نااګاهانه وي، که نه وي، په بل صورت کې به نيمګړی او عيبجن وي.
شاعرانه انرژي د بشر په وجود کې روحاني پدیده ده، چې په عاطفه او تخییل دواړو کې د خپل دروني قانون تابع ده. عاطفه د ټول بشر مشترکه ځانګړنه ده، خو عادي انسان عاطفه په خپلو تجربو او رښتیني ژوند کې ويني، مګر په شاعر کې عاطفه د تخییل جامه اغوندي. په بل ګام کې همدا متخیله عاطفه د شاعر په ژبه کې د اظهار جامه اغوندي. له عاطفې نه د شعر ټولنیز یا مشترک اصل ته لاره جوړېږي؛ او دا چې شاعرانه انرژي کنټرول شوی احساس دی، نو دا د شعر هنري اړخ دی.
یو ځل بیا د لرغوني انسان ذهن ته ور ننوځو. د لرغوني یا پخواني انسان ذهني شرایط په شاعري کې کلیدي لاس لري. د لرغوني انسان په سندرو کې تکرار او یو رنګي موجوده وه. یو رنګي د لرغوني ژوند یوه اساسي ځانګړنه وه، دغه راز تکرار هم ډېرې زیاتې ګټې لرلې. مثلاً تکرار په سختو کارونو کې ډېره زیاته مرسته ورسره کوله. مصري کارګرو به هغه مهال سندرې ویلې، چې په کار به کې ډېر زیات ستړي شوو. د مزدورانو سندرې هوساینه نه وه، کومکي وسیله وه.
یو رنګي او تکرار له ځان سره هیجان راووړ. د هیجان په حالت کې د ذهن ځواک او سرعت دواړه زیاتېږي. موږ هیجان ته د مصنوعي درملو په استفادې سره هم رسېدلی شو، خو کله چې دغه هیجان په طبیعي ډول د احساس او عاطفې په مټ پیدا شي، بیا هم د ذهن په ځواک او سرعت هماغه اغېز ښندي. دغه حالت چې په مصنوعي یا طبیعي ډول زېږېدلی وي، په خپل نوعیت کې له الهام سره کوم توپیر نه لري، او همدا هغه حالت دی، چې کله پای ته ورسېږي، نو انسان بېرته خپل نورمال حالت ته ستنېږي.
په لرغوني انسان کې یو خاصیت دا و، چې ټوله ډله به په یوه عقیده وه، په یوه شي پورې به تړلي و، د اشیاوو په هکله د دوی فکر او پوهه دواړه مشترک ول. خو که به چا د دې جمعي یا مشترکې پوهې مخالفت وکړ، نو د دغه ډول شخص لپاره به یوه توجیه دا وه، چې دی سپېڅلی انسان دی، او په یو نه یو ډول د کوم ځواک – شیطاني یا اسماني ځواک – ګوتو ته لوېدلی دی.
پر سپېڅلي، بېل شوي او د شیطان یا اسماني ځواک تر اغېزې لاندې به چې لرغوني انسان خبرې وکړې، له نورو ډلې سره به يې فرق درلوده او تر ډېره پورې به ګونګې او نوې وې. دغه تصور ورو په ورو د الهام په نظریه بدل شو او تر متمدنو زمانو پورې يې وزرې را وکړې. مګر د لرغوني انسان دغه حالت د هیجان له هغو حالتونو پرته بل هېڅ هم نه دی، چې د احساس او عاطفې په مټ په ذهن کې ایجادېږي. هغسې چې عاطفه د شعر اساس دی، په همدې ډول الهام هم له احساس او عاطفې څخه زېږي. د عاطفې د شدت په نیتجه کې د انسان ذهني ځواک او سرعت زیاتوالی مومي، د ذهن فعالیتونه او عملیې چټکتیا اخلي، او دغه چټک ذهن تر نورو انسانانو ډېر زیات لطیف، او مدرکه قوه يې پیاوړې کېږي، او په پایله کې همدغه لطافت د الهام سبب ګرځي. له دې اړخه الهام هغه عاطفه ده، چې عقل را ژوندی کوي او لطافت، شفافیت او چټکتیا ور بښي. الهام د ذهن له حافظې او تخییل نه هغه مضمون یا خوب پنځوي، چې یوه تلپاتې او ابدي پېښه ګرځي. همدا هغه حالت دی، چې عقل خپله اصلي دنده د څو شېبو لپاره دروي، او خپل ځان د عاطفې خدمت ته سپاري. په همدې شېبو کې شاعر خپل حواس له لاسه ورکوي، د بې خودي له کیفیت سره مخ کېږي او د ځان اختیار يې له ګوتو وځي، پخوانو همدغه ډول حالت ته لېونتوب ویل. دغه ډول شېبې موږ ټول په خپل ژوند کې تجربه کوو، چې احساس او عاطفې دومره مغلوب کړي یو، چې خپل ځان له لاسه ورکوو، او په ژوند کې دومره جذبېږو، چې ځان بې خوده احساسوو. همدا هغه شېبې دي، چې نوي واقعیتونه د برېښنا د پړقونو غوندې زموږ سترګې برېښوي، د ښکلا ادراک مو روح ته په ناڅاپي رڼا ځلا وربښي، د مینې احساسات مو له اروا نه خپرېږي او بیرون ته لاره کوي – خو بیا ناڅاپي تیارې راځي او بېرته له دې حالت نه راوځو.
خو هغه څه چې شاعر له نورو عادي انسانانو بېلوي، دا دی، چې شاعر دغه ډول ناڅاپي انځورونه په یوه هنري پنځونه بدلوي، او هغه څه چې زموږ لپاره د شخصي ژوند یوه تجربه وي، د یوه شاعر له لارې په بشري تجربه بدل شي. شاعر هم له خپلې هغې ناڅاپي تجربې راوځي، هغه حالت يې پای مومي، خو د ده پنځونه او تخلیق پاتې کېږي. شاعر هم پر هغې تجربې همدومره حاکم وي څومره چې یو عادي انسان پرې حاکم وي، شاعر هم خپله تجربه تکرارولی نه شي، الهام په خپله اراده نه شي غوښتلی، یوازې یې شېبې او پړاوونه مشاهده کولی شي. همدا وجه ده، چې شاعرانه ژوند یوازې د ځینو خاصو انسانانو امتیاز نه دی، بلکې د ټول بشر مشترک مسیر دی. خلک به په نورو برخو کې لوی، لوی مقامونه لري، مثلاً د تجارت، سیاست او جګړو په برخه کې لوی انسانان؛ مګر عادي انسانان هم د روح په برخه کې په هماغه نسبت ستروالی لري، څومره يې چې شاعران لري. شاعرانه انګېزه نړیواله ده، په دې چې د ژوند له عاطفي څرکونو هېڅ څوک هم ځان نه شي ژغولی. مګر دا اړینه ده، چې انسان له هغه عاطفي ځواک نه چې طبیعت ور پېرزو کړی دی، ځیرکه استفاده هم وکولی شي.
لوی شاعران او د تاریخ لویه شاعري د ژوند همدغسې منتخبې او نېکمرغه شېبې دي، چې د عاطفې ځواک پارېدلی او د شعر او هنر جامه يې اغوستې ده او همدا شعر و هنر د روح د منطقي حاسې هارمونیک صورتونه دي.
شاعرانه جنون یا الهام له هغې عاطفي تجربې پرته بل څه نه دی، چې په خورا لوړ شدت پېښه شوې وي، او یوه لویه ځانګړنه يې دا وي، چې دغه ډول تجربه له ځانه یوه هنري پنځونه پرېږدي، چې په هغه پنځونه کې یاده عاطفي تجربه په تلپاتې ډول ثبتېږي. نابغه انسانان ډېرکله د لرغوني زمانې له هغه لېوني انسان سره ډېر زیات نږدېوالی مومي، چې چلن به يې د قبیلې له نورمونو سره سمون نه خوړ. دغه لېونی انسان چې شاعر يې باله، فطرتا بې بند و باره او بې قانونه انسان و. نبوغ په ټولنه کې د اختلاف اصل دی. نبوغ هغه عنصر دی، چې نوي ترې زېږي، او زاړه تل نویو ته د لېونتوب په سترګه ګوري، په دې چې نوی د ماضي له تجربو سره ټکر لري او د لوی اکثریت لپاره ماضي د هوښیارتیا او عقل زرکاڼی وي. انسان یو طبیعي بعد لري او دغه بعد يې د طبیعي قوانینونه تابع وي. د انسان بل بعد رواني دی، چې د رواني یا ذهني قوانینو تابع دی. عاطفه د رواني ژوند یوه لویه برخه ده. احساس او عاطفې ډېر ورو په ورو د ځان لپاره ګټورې او سمې لارې موندلې. عاطفې هغه مهال ډېر ارزښت ومونده، چې کله يې شاعرانه الهام ته لاره برابره کړه، او عقل ته ورسېده او هلته په شاعري، موسیقي، مجسمه سازي، یا د هنر په نورو ډولونو بدله شوه. هغه ښکلا او حقیقت چې په شعر کې را نازلېږي او د هنر څېره خپلوي، په اصل کې د عاطفې عقلي بچوڼي دي. د عاطفې دنده دا وه، چې د انسان عاطفي ژوند ته يې حدونه وټاکل. هغسې چې ساینس د انسان عقلاني ژوند ته حدونه وټاکل. د عاطفې زرکاڼی د شاعري د تولید لپاره د هغې ظرفیت دی، او د عقل ظرفیت د ساینس په تولید کې ځان ښکاروي. مګر د دې دواړو ترمنځ یو بنیادي فرق شته دی. عاطفه د بشر لایتناهي ځواک دی. لایتناهي شی ستړیا او وروستی حد نه لري، همدا وجه ده، چې د نابغه انسانانو اثار هېڅ پای نه لري. الهام د انسان په لایتناهي ځواک کې مېشت دی او استوګنه يې په عاطفه کې ده. هغه شاعرانه جنون چې له عاطفې زېږي او د عقلي ځواک په مټ په الهام او شعر بدلېږي، له ځانه یوازې هنري پنځونه نه پرېږدي، بلکې دغه پنځونه په نړۍ کې یوه نوې زوکړه هم وي. ایمرسن به ویل، چې د شاعر زوکړه په نړۍ کې تر ټولو ستره پېښه وي. په دې معنا چې د شاعر زوکړه په نړۍ کې د لویو بدلونونو نښه وي.
شاعران د عواطفو او احساساتو محافظ عسکر دي. د دوی دندا ده، چې زموږ د هر یوه دننه موجود شاعر ته وده ورکړي او زموږ په سینو کې بندې شاعرانه انرژي ته سپېڅلې لارې ولټوي.
ماخذونه:
1- Woodberry, George Edward. The Inspiration of Poetry. Newyork, The Macmillan Company, 1910.
2- Bean, Lillian. The Idea of Poetic Inspiration ins the Eighteenth Century. A. B. University of Illinois, 1917.