پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد روان کال له پیل راهیسې نږدې ۷۹ زره پاسپورټونه وېشل شوي

د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۷۹ زره پاسپورټونه وېشل شوي

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۵مه)  د افغانستان د پاسپورت ریاست ویاند  قاري عمري وایي چې، د روان کال له پيله تر اوسه په مرکز او ولایاتو کې ۷۸ زره او ۷۵۰ تمدید شوي پاسپورټونه او بهرني اقامه لرونکو افغانانو ته صادر شوي پاسپورټونه وېشل شوي دي.

نوموړي په خپلې اېکس ټولنیزې شبکې زیاته کړې په اوسط ډول هره ورځ څه باندې دوه زره پاسپورټ غوښتونکو چارې په منظم او شفاف ډول تر سره کېږي.

‏عمري همداراز زیاته کړې چې د پاسپورټ لوی ریاست د خدمتونو د ښه‌والي لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي چې په خبره یې پکې د انلاین غوښتنلیکونو تنظیم، په کابل کې د یو شمېر څانګو پرانیستل، د الکترونیکي تذکرو سره د بایومتریک سیستم نښلول، د افغانستان بانک او د کاغذي تذکرو د تایید څانګې، د پاسپورټونو تر کور او کار ځای پورې وېش، د شکایتونو ځانګړې شمېره، او د اداري او تخنیکي تجهیزاتو زیاتوالی شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په راتلو سره په لومړیو کلونو کې د پاسپورټ اخیستل خورا ستونزمن وه او ډېری خلکو به د  پاسپورټ اخیستو لپاره د پاسپورټ ریاست دروازې شاته شپې سبا کولې.

خو مسوولان زیاتوي چې، اوس مهال دغه پروسه اسانه شوې او یوازې په یوې او دوو ورځو کې پاسپورټ اخیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...