Homeخبرونهافغان ځوانانو هند ته د ۳۱۱ منډو ستر هدف مخې ته کېښود

افغان ځوانانو هند ته د ۳۱۱ منډو ستر هدف مخې ته کېښود

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۵مه) د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د دویمې نیمه پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره یې ۳۱۰ منډې جوړې کړې.

او سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان شینوزاده ۱۱۰، عزیرالله خان نیازي ۱۰۱*، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډې جوړې کړې.

افغان اتلان به څو شېبې وروسته له یاد هدف نه دفاع پیل کړي.

فیصل شینوزاده لومړی لوبغاړی شو چې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو ډېرې منډې کوي.

ده تر اوسه په ۴۱۴ منډو خبره ور اړولې ده چې دوه سلیزې او دوه پنځوسیزې پکې شاملې دي. دی اوس د دغو لوبو د نوملړ په سر کې ځای لري.

تر ده وروسته د د انګلنډ بین ماییس دی چې ۳۹۹ رنزونه یې کړي دي او په ۳۱۰ منډو د سري‌لنکا ویران چمودیتا درېیم ځای لري.

فیصل شینوزاده د افغانستان یوازېنی لوبغاړی دی چې د ۱۹ کلنو په کرکټ کې یې تر زر ډېرې منډې کړې دي.

افغان ځوانان که نننۍ لوبه وګټي نو د لومړي ځل لپاره به د ۱۹ کلنو نړیوال جام پایلوبې ته ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...