Homeخبرونهد افغانستان له نولس کلنو کشره لوبډله نن له هند سره نیمه...

د افغانستان له نولس کلنو کشره لوبډله نن له هند سره نیمه پایلوبه کوي

تاند (چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۵مه) د افغانستان د نوولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه له هندوستان سره نيمه پايلوبه ترسره کوي.

دغه لوبه نن غرمه دولس بجې پیلېږي.

د دغې لوبې ګټونکې لوبډله به په پایلوبه کې له انګلنډ سره مخ شي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې په زړه پورې لوبې کړي او تمه کېږي چې، په نننۍ لوبه کې هم خپله هندۍ سرسخته سیاله ماته کړي.

تر دې وړاندې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې انګلنډ د اسټرالیا لوبډله ماته کړه او پایلوبې ته یې ځان ورسوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...