جادوګرهنر هغه غوره اثر دی چې ښاغلي استاد اسدالله غضنفر د یوې آزادې څېړنې او کرکتنې په چهارچوب کې راپنځولی او وړاندي کړی دی.
دلته موږ د آزادې کره کتنې اوڅېړنې خبره وکړه چې ناچار باید پر دې مسلې لږتم شم.
ماچې هر کله د استاد کوم اثر لوستی دی نو د یو متفاوت نوښت روح او رنګ مې پکې حس کړي دي.
اوس نو د نوښت نوعیت او ثبوت هم باید څرګند شي، له نوښت څخه زما موخه له لیکنیو شکلي او تخنیکي چوکاټونو بغاوت او نه مراعت دی، داسي نه مراعت نه چې هغه دي د ګډوډۍ او بې پروایی په ماناوي.
داسي نوښت چې د زړه له تله په صادقانه او هنرمندانه ډول د ټولني غوښتنو او په ځانګړي ډول د ليکوالۍ اقدارو او معیارونو ته په درناوي د یو جرئتمندانه آزادۍ په روحیه څه تخلیق او وپنځوي.
مثلاً: استاد چې د چا پر کومه پنځونه او یا کوم لیک او مطلب خبري کوي د هغوی په جزیاتو غږیږي، داسي ټکوته اشاره کوي چې دده پام يې ور اړولی دی او دده موخه هم دا وي چې د نورو لوستونکو او آن لیکوالو پام دغسي ټکوته ورملتفت کړي، او د دې کره شنني په لړ کې د لا سمون او ورسره اړوندو مسلو د بشپړاوي چاره ترسره کوي.
استاد غضنفر د نورو نوو زلمیو لیکوالو لپاره د یو رښتنې او هڅاندي انګېزې د ورکولو غوره مثال دی.
دغه پېرزوینه چې په کومې ګټورې طریقې استاد وړاندي کوي په خپل ځای اوماهیت کې منفرِده او بې بېلګې ده.
د استاد غضنفر د آثارو او لیکنو د شکلي او محتوايی توپير ډېر اړخونه دي چې سړی پرې غږېدلای او تم کیدلای شي.
اوس به خپل د بحث محوري برخي ته را وګرځو:
جادوګر هنر:
د جادوګر هنر کتاب مې درې کاله وړاندي د هرات په کوم کتابپلورنځي کې وپېرودی کله چې په موتړ کې مخ په فراه روان وم د لاري په اوږدو کې مې په منډه منډه تر نظر تېر کړ، هر عنوان یي ښکلی او جالب و په دې درې ساعته سفر کې مې د بشپړ لوست تلوسه لا ګرمه او زیاته سوه، له هغه وروسته مې څو ځله په خورا ذوق او غور ولوستی او په هر ځل لوستو مې له هري لکیني او بحث نه زده کړه کړې ده.
په دې اثر کې د شعر په باب ډېرې غوره، مهمې او ګټورې خبري سوې دي، داسي خبرې چې د کره کتنې تر ډېرو ځانګړو کتابونو هم له نوو زاویو او متفاوت لیده د شعر پر جولې او منځپانګي شننه سوې ده.
استاد شعر ته د یو جادوګر هنر په توګه کتلي دي او د شعر اهمیت يې له تاریخي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي لحاظه تر غور لاندي نیولی دی، د شاعر د ژوند او زمانې حالات او واقعات يې ورسره څېړلي دي او آن د شاعر د فردي _رواني اوټولنیز ژوند پر ماهیت او کیفیت يې مفصل بحث او تحلیل کړی دی.
همداشان يې پر کرکتني هم کره کتنه کړې ده.
استاد غضنفر د شعر د تخیلي_ هنري خوا ترڅنګ د شعر پر تفکري او اجتماعي نقش هم تم سوی دی او لوستونکي ته دا فکر ورکوي چې شعر یوازي د ذوق د خړوب او تخیلي خوشباورۍ په موخه نه پنځول کېږي.
استاد په دې اثر کې د خپلي آزادپروره روحيي په اساس د موضوعاتو پر شکلي او محتوايي ترتیب ډېر پایبند نه دی پاتي سوی، چې کله يې هم خپل زړه ته د لیکلو تنده راټوکولې ده نو دا تنده يې په بشپړ ذهني او ځېرمن حضور خړوبه کړې ده.
په جادوګر هنر کې چې تر څه باندي شپږسوه مخونو زیات حجم اومخونه لري، د کلاسیک او معاصر شعر پر مختلفو برخو بحث او شننه سوې ده، د شعر روح او رنګ سپړل سوی دی او د اوسنۍ زمانې سره د یو پرتلیز جاج په لړ کې ترکره کتني لاندي نیول سوی دی.
جادوګر هنر ټولټال (٧٨) سرلیکونه لري چې د (٦٠٨) صحفو په آډانه کې د شعري دنیا مختلف ګوټونه را سپړي.
د لویو لیکوالو د پنځ او فکر په لوستلو سړي ته نوي اونور فکرونه اوتمي پیدا کېږي چې کاش لیکوال داسي څه هم لیکلي وای او پر فلانۍ موضوع یې هم قلمي زیار ترسړه کړی وای!
د جادوګر هنر له لوستولو سره ما ته تل دا فکر پیدا کېږي چې کاش استاد غضنفر زموږ د نورو لویو لیکوالو د سبکي او اجتماعي کیفیتونو په باب یو مقایسوي_ تنقیدي تحلیلي اثر و پنځوي، د هغوی د ژوند او سبک متقابل اړخونه وشني، د مزیتونو او نیمګړتیاوو مهم ټکي يې روښانه کړي او د اوسني ادبي جریان لپاره د هغوی د فکر او عمل د پیروی وړ اړخونه وړاندیز کړي.
دا چاره به لا هلته نوښتیزه او ګټوره شي چې د اوسنۍ زمانې د ادبي بهیر له لیدلوري سره د راتلونکي ادبي فضا او تقاضا د چمتوالي لپاره ځیني هنرمندانه_ استادانه سپارښتني وړاندي شي.
زه د استاد اسدالله غضنفر په تفکري قوت او هنري نثر کې دا ځواک او انګېزه په ټول ډاډ او توقع محسوسوم چې موږ ته د ادب اوهنر په دنیا کې لاهم غوره لارښود او کره مرستندوی تخلیق وړاندي کړي.
د استاد د روغ صحت او سوکاله ژوند په هیله
په دعااودرناوي