Homeخبرونهاصف درانی: د افغانستان په اړه د روسیې او هند نزدې‌والی د...

اصف درانی: د افغانستان په اړه د روسیې او هند نزدې‌والی د طالبانو دریځ پیاوړی کوي

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳۰ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، اصف دراني، په «عرب نیوز» وېبپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې له طالبانو سره د روسیې نژدېوالی او له هند سره د افغانستان د اړیکو پراختیا د طالبانو سیمه‌ییز دریځ پیاوړی کولی شي.

نوموړي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، هغو څرګندونو ته په اشارې چې د طالبانو تر واک لاندې ادارې ته یې د «ملي حکومت» نوم ورکړی، ویلي چې دا د طالبانو په اړه د مسکو د تګلارې د بدلون ښکارندويي کوي.

لاوروف د مسکو په غونډه کې د داعش پر ضد د افغانستان د طالبانو د حکومت د مبارزې او د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د هغوی د اقداماتو ستاینه کړې وه.

طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید تقریباً بشپړ ختم کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې د جمهوري حکومت په مهال افغانستان د نړۍ د تریاکو ۹۰ سلنه تولیداوه.

د اصف دراني په باور، د روسیې د تګلارې بدلون کولی شي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز انډول بدل کړي او پاکستان اړ کړي چې په سیمه کې د دیپلوماټیکې سیالۍ په فضا کې خپل دریځ له سره وارزوي.

هغه لیکلي چې طالبانو له بهرنیو فشارونو او محدودو سرچینو سره سره، د داعش په ګډون له ترهګرو ډلو سره مبارزه کړې او سلګونه وسله‌وال یې وژلي دي.

دراني زیاته کړې چې روسیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او اوس اصلي پوښتنه دا ده چې مسکو د دې ادارې د پیاوړتیا لپاره تر کومه حده چمتو دی.

نوموړي په کابل کې د هند د حضور زیاتېدو ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو پراختیا، د روسیې له زیاتېدونکي سیاسي ملاتړ سره یوځای، کولی شي د طالبانو د نړیوال مشروعیت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

پاکستان څو ځله هند تورن کړی چې د پاکستاني طالبانو تحریک او د بلوچستان د ازادۍ پوځ مالي ملاتړ کوي، خو نوي ډیلي دا تورونه رد کړي دي.

دراني ویلي چې روسیه د افغانستان له امنیتي وضعیت او په دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو له فعالیتونو خبر دی.

د نوموړي په باور، که هند له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي او روسیه هم طالبانو ته د سیاسي ملاتړ پراخه زمینه برابره کړي، طالبان ښايي دې پایلې ته ورسېږي چې د پاکستان د فشارونو پر وړاندې د درېدو لپاره کافي سیمه‌ییزې لارې لري.

هغه زیاته کړې چې دا وضعیت ښايي د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه د طالبانو د ځواب ویلو لېوالتیا کمه کړي او د مسکو د بهیر لومړنی اهمیت هم راټیټ کړي.

اصف دراني د افغانستان په اړه د مسکو د بهیر د اکتوبر د پنځمې غونډې په اړه لیکلي چې غونډه د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده، ځکه طالبانو د ترهګرۍ او د ګاونډیو هېوادونو په وړاندې د افغانستان د ژمنو په اړه له ځینو عبارتونو سره مخالفت کړی و.

د هغه په وینا، د طالبانو دا مخالفت د پام وړ دی، ځکه د افغانستان له خاورې د راولاړېدونکې ترهګرۍ په اړه اندېښنې تر دې مخکې هم د مسکو د بهیر په اعلامیو کې یادې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...