Home+سیستم څه ته وایي؟| نورمحمد غفوری

سیستم څه ته وایي؟| نورمحمد غفوری

سریزه

سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې، اقتصاد او سیاست یوه مهمه اصطلاح ده. موږ په ورځني ژوند کې له بېلابېلو سیستمونو سره مخ کېږو، خو ښایي تل دې ته پام ونه کړو چې سیستم څه شی دی، له کومو برخو جوړ دی او څنګه فعالیت کوي.

په ساده ژبه، سیستم د څو عناصرو، برخو یا ادارو هغه منظمه ټولګه ده چې له یو بل سره اړیکې لري او د یوه ګډ فعالیت، اړتیا یا موخې د ترسره کولو لپاره په ګډه کار کوي. د سیستم برخې یوازې جلا جلا موجودات نه دي، بلکې د هغوی ترمنځ اړیکې، د فعالیت څرنګوالی او د هرې برخې دنده هم د سیستم په جوړښت او فعالیت کې اساسي رول لري.

د سیستم مفهوم

سیستم یوازې د څو برخو میخانیکي یوځای کېدو ته نه ویل کېږي، بلکې د دغو برخو ترمنځ منظمې او متقابلې اړیکې هم پکې اساسي اهمیت لري. د سیستم بېلابېلې برخې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال پر یو بل اغېز کوي او په ګډه د یوه ټولیز جوړښت په توګه فعالیت کوي. که د یوې ټولګې ځانګړې برخې له یو بل سره هېڅ اړیکه ونه لري، یوازې د هغوی څنګ پر څنګ شتون د یوه منظم او فعال سیستم د رامنځته کېدو لپاره بسنه نه کوي.

د بېلګې په توګه، د انسان بدن یو سیستم دی. زړه، سږي، مغز، ځیګر او نور غړي هر یو ځانګړې دنده لري، خو د دغو غړو همغږی فعالیت د انسان د ژوند دوام ممکنوي. که د بدن د یوه مهم غړي فعالیت له جدي ستونزې سره مخ شي، د ټول بدن پر فعالیت اغېز کولای شي.

له همدې امله، د یوه سیستم د پېژندلو له پاره باید درې مهم ټکي په پام کې ونیسو: د هغه برخې او عناصر، د دغو برخو ترمنځ اړیکې او د هغو ګډ فعالیت، اړتیا یا موخه چې سیستم یې د ترسره کولو لپاره فعالیت کوي.

د سیستم اساسي ځانګړنې

سیستمونه د خپل ډول او جوړښت له مخې توپیر لري، خو په ډېرو سیستمونو کې لاندې ګډې ځانګړنې (خواص) موندل کېږي:

۱.  برخې او عناصر: هر سیستم له څو برخو یا عناصرو جوړ وي. دا برخې کېدای شي انسانان، ادارې، قوانین، وسایل یا طبیعي عناصر وي. د دغو برخو مجموعه د سیستم بنسټیز جوړښت رامنځته کوي.

۲.  اړیکې او همغږي: د سیستم مختلفې برخې له یو بل سره اړیکې لري او د خپلو دندو په ترسره کولو کې پر یو بل اغېز کوي. د دغو اړیکو او همغږۍ کیفیت ټاکي چې سیستم به څومره منظم او اغېزمن فعالیت وکړي.

۳. جوړښت او نظم:  په یوه سیستم کې د بېلابېلو برخو د فعالیت، مسئولیتونو او اړیکو له پاره یو ځانګړی جوړښت موجود وي. دا جوړښت د مختلفو برخو د دندو د تنظیم او د ټول سیستم د فعالیت په همغږۍ کې مرسته کوي.

۴. موخه یا پایله:  ډېر انساني او تخنیکي سیستمونه د یوې ټاکلې موخې د ترلاسه کولو له پاره جوړېږي؛ لکه ښوونیز سیستم چې د پوهې او مهارتونو د لېږد لپاره فعالیت کوي. خو طبیعي سیستمونه، لکه د لمریز نظام او ایکولوژیکي سیستم، د انسان له خوا د یوې ټاکل شوې موخې لپاره نه دي جوړ شوي، بلکې د طبیعي قوانینو او بهیرونو له مخې فعالیت کوي.

۵. د معلوماتو او سرچینو تبادله: ډېر سیستمونه له خپل چاپېریال سره په متقابل تعامل کې فعالیت کوي. هغوی له چاپېریال څخه معلومات، انرژي یا نورې سرچینې ترلاسه کوي، په خپلو داخلي بهیرونو کې یې کاروي او په پایله کې توکي، خدمتونه یا نور بدلونونه رامنځته کوي.

د بېلګې په توګه، یو ښوونځی ښوونکي، زده‌کوونکي، درسي مواد او نورې سرچینې په یوه منظم ښوونیز بهیر کې سره یوځای کوي، څو زده‌کوونکو ته پوهه او مهارتونه ورزده کړي. البته، ټول سیستمونه له چاپېریال سره په یوه اندازه اړیکه نه لري. ځینې سیستمونه نسبتاً پرانیستي وي او له چاپېریال سره مواد، انرژي یا معلومات تبادله کوي، په داسې حال کې چې ځینې نور تر یوه حده تړلي وي.

۶. د بدلون او اصلاح وړتیا: سیستمونه تل په یوه ثابت حالت کې نه پاتې کېږي، بلکې د داخلي ستونزو، بهرنیو شرایطو او نوو اړتیاوو له امله بدلون مومي. د بېلګې په توګه، د سرچینو کمښت، د برخو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، اقتصادي بدلونونه، د ټولنې نوې اړتیاوې او د ټکنالوژۍ پرمختګ کولای شي د یوه سیستم پر جوړښت او فعالیت اغېز وکړي.

اغېزمن سیستمونه د خپلو ستونزو د پېژندلو، د لاملونو د ارزولو او د مناسبو اصلاحاتو د ترسره کولو وړتیا لري. د معلوماتو راټولول، د پایلو ارزونه، له تېروتنو زده کړه او د اړتیا پر مهال د فعالیتونو بدلول د دې بهیر مهمې برخې دي.

د بېلګې په توګه، که په یوه ښوونیز سیستم کې د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه ټیټه شي، باید د تدریس طریقه، درسي مواد، د ښوونکو وړتیا او د زده‌کړې شرایط وڅېړل شي. که د ارزونې پایلې ستونزې څرګندې کړي، د مناسبو اصلاحاتو له لارې د ښوونیز سیستم فعالیت ښه کېدای شي.

همدا اصل په سیاسي او اقتصادي سیستمونو کې هم د تطبیق وړ دی. هغه سیستمونه چې خپلې نیمګړتیاوې ارزوي، د خلکو اړتیاوو ته پام کوي او د اغېزمنو اصلاحاتو له لارې له بدلېدونکو شرایطو سره ځان عیاروي، د اغېزمنتیا او دوام لپاره غوره فرصتونه لري.

پایله

سیستم د برخو، عناصرو او د هغوی ترمنځ د اړیکو یو منظم جوړښت دی چې په ګډه فعالیت کوي. د یوه سیستم د سمې پېژندنې لپاره باید یوازې د هغه برخو ته ونه ګورو، بلکې د برخو ترمنځ اړیکې، د فعالیت څرنګوالی او له چاپېریال سره تعامل یې هم وڅېړو.

د یوه سیستم پیاوړتیا یوازې په منظم جوړښت کې نه ده، بلکې د ستونزو د پېژندلو، له تجربو څخه د زده‌کړې او د اړتیا پر مهال د اصلاح او بدلون په وړتیا کې هم ده.

په راتلونکې لیکنه کې به د سیستمونو تنوع وڅېړو او دا به روښانه کړو چې اصلي سیستمونه او فرعي سیستمونه څه ته وایي او د یوه سیستم مختلفې برخې څنګه د یوه پراخ جوړښت په دننه کې فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...