Home+بوډا او د لېوانو پلونه ناول کره کتنیز جاج | وهاب حیات

بوډا او د لېوانو پلونه ناول کره کتنیز جاج | وهاب حیات

احمدي د خپلو ناولونو نومونه خورا زړه راښکونکي ایښي دي، زه په ډیر تاسف سره باید یادونه وکړم، چې زمونږ په ادبي تیوریو کې د اثارو د نوم په اړه هیڅ هم نشته، یوازې د یوه اثر په منځپانګه بحث دی او بس. په غربي نړۍ کې د اثر د نوم لپاره د پارا ټکس کلمه کارول کیږي او دا ما په پښتو کې په کتابي بڼه نه ده لوستې، بلکې دنعمت الله صدیقي سره مې په یوه مرکه کې، چې د هغه د نوي چاپ شوي کتاب په اړه وه دا پوښتنه مطرح کړه، نو زه باور لرم چې دا زمونږ د ادبي تیورۍ یوه ستونزه ده چې باید ډکه شي، د احمدي د دې ناول نوم هم د دې ناول د غوټې د خلاصیدو پر وخت تاسو ته خپل حیثیت ښیي او که مونږ همداسې ووایو (بوډا او د لیوانو پلونه) ممکن مونږ ته یو مبهم څیز مخ ته کیږدي، خو په ناول باندې د دا ډول نوم کېښودل د یوه تخلیقکار یا پنځوونکي نبوغ بللی شو، بله خبره چې په دې ناول کې د توجو وړ ده، هغه دا ده چې لیکوال په یوه کیسه کې بله کیسه کوي، زما په باور دا د اوسنۍ کیسې یا داستان تر ټولو غوره ډول دی، ما د دې لپاره کومه اصطلاح ونه مونده، نو ځکه مې ورته د مغلوف یا پرده دار ناول نوم ورکړ، ځکه چې په دې ناول کې د پیل او پای خبرې د ناول اصلي کیسه نه ده، نو په دې بنیاد یې دا ناول لا خوندور کړی دی او په دې سره یې تلوسه نوره هم ډیره شوې ده، راوي په کې خپله د بل چا د خولې کیسه کوي، ما یو وخت په یوه سایټ کې د اسدالله بلهار جلالزي یوه کیسه لوستې وه، دی په موټر کې ناست وي شروع په دې وکړي، چې په موټر کې کیناستم او بیا بله کیسه شروع کړي، خو په پای کې وایي: چې موټر لا هماغسې ګړندی روان و، یا تاسو دسینوهه ځینې برخې وګورئ، هغې کې خو ان سفرنامې هم شته او دا دیوې ښه کیسې ځانګړنه کولی شو وشمیرو، یوڅه بل چې زما پام یې وارواړو، هغه دا چې د ناول ضمني پیغامونه تر اصلي هغې ډیر قوي دي، ددې ناول یو ضمني پیغام دا هم دی، چې راوي سپین ږیری خپل کورته راوړي او هغه هم په دې خاطر، چې بهر به یې څوک ښه پالنه ونه کړي او هلته ماشومانو هم تنګوو، دا ناول مونږ ته ښایي چې له یوه مسافر سره چې زمونږ کلي او کورته راځي، باید چې د هغه هر ډول مرسته وکړو او دا ان په قرانکریم کې هم شته چې د میلمنو به ډیر قدر کوئ، تاسو د حضرت لوط ع کیسه وګورئ کله چې هلته پرښتې د عذاب لپاره راشي دی ورته خوسکی حلالوي او په دې توګه مونږ ته قران کریم دا پیغام راکوي، چې د میلمه باید عزت وشي، همدارنګه په پښتنو کې هم میلمه پالنه د پښتونوالې یوه ځانګړنه او نرتوب ګڼل کیږي،له دې سره کله چې د خان قرباغي موضوع رایادیږي، سپن ږیر وایي: چې هغه پرچمیانو مړ کړ، خو کوربه هلک ورته وایي چې نه هغه مجاهدینو مړ کړ، بیا کیسه همداسې غځوي او وایي: چې کله یې کلي ته راوړ، نو چا په هدیره کې نه پریښود او علت یې ورته دا ونیو چې دی کافر وو، نو ځکه دی مونږ له مسلمانانو سره نه ښخوو، دا خبره مونږ ته دا پیغام راکوي چې مونږ له خپل کلتور سره څومره ډزې لرو،ان هغه څوک هم په هدیره کې نه پریږدو، چې سندرې وایي او له یوې بلې لارې کلتور بډای کوي، همداراز د پښتنو هغه تصویر یې هم ښه راخیستی، چې سندرې اوري خو ولې سندرغاړي ته په ښه نظر نه ګوري، دا زمونږ او ستاسو دټولنې برخه ده او اوس هم جریان لري، د دې تر څنګ یوه بله خبره چې په دې ناول کې شته اولیکوال په ښه ډول ترسیم کړې ده، زما په باور دا دلیکوال په قلمي خلاقیت باندې دلالت هم کوي،هغه داسې چې په دې ناول کې لیکوال د پلار مینه ډیره ښه انځور کړې ده،زمونږ په فولکلوریکو ادبیاتو او هم په کتبي ادبیاتو کې د مور مینه په پراخه کچه انځور شوې ده او ددې لپاره په ګڼ شمیر کې دلایل موجود دي، مګر د پلار مینه هغسې مونږ ته نه څرګندیږي،که څه هم په پښتنو کې د پلار مینه هغومره بارزه نه وي او زما په باور پلار هم هڅه نه کوي، چې خپل زوی ته مینه وښیي او یا خو ما نه ده لیدلې، مګر د مور مینه هرځای او هره لحظه څرګندیږي، نو په دې توګه لیکوال دا هم ډیر ښه او پرځای کار کړی، چې لیکوال د پلار له مینې اولادونه خبر کړي، چې پخوا په دې کچه انځور نه و موجود، خو بوډا او دلیوانو پلونه یوه مستنده حواله شوه او دا یقین هم اولادونو ته ورکوي، چې پلرونه هم له اولادونو سره لیونۍ مینه لري، دا ددې ناول یوه نادره انځورګري ده، یوه بله ځانګړتیا چې ددې ناول سربیره یې د احمدي ټول ناولونه لري هغه دا، چې احمدي کوښښ کړی دخپلې لهجې لغتونه هم په خپل ناول کې خوندي کړي، دا یو ډول له خپل حالت سره تطابق دی، ځکه هغه خپلې لهجې ته ډیر نږدې و، له همدې امله ډیر معیاري لهجې ته نه دی پاتې شوی او خپله لهجه یې په کې ځای کړې ده، خو جالبه داده چې دې کار متن نه دی بې خونده کړی او لا یې خوندور کړی دی، دلته د لیکوال دا پام هم د ستایلو دی، چې د هغې لغت ترڅنګ مروج لغت هم ورسره کارولی دی، دې چارې د ناول په طبیعي والي کې خپله ونډه اخیستې ده، مثلا دی یوه ځای وایي:
(دی ستوني ستغ پروت و او سترګه یې د چت پښتولانو(تیرانو)ته وچه نیولې وه) . بله خبره چې د احمدي ناولونو ته یې ښکلا ورکړې ده، هغه دا چې دی د جزوي خبرو له لارې معلوم هدف تر لوستونکي رسوي لکه دلته چې وایي:((انور نوم دې څنګه په خوله راغی؟ تلولی غوندې شوم: تا په تبه کې یادوه، یو سوړ اسویلی یې وویستت، ما ورته کتل، په سترګه کې اوښکې راټولې وې او په غریو نیولې غږ یې مازې شونډې سره وخوځولې))، دی کولی شي، چې یوه لوی ناول درته په یوه کوټه کې وليکي او دی دې د مکالمو لپاره بیخي بهر ونه وځي، د نړیوالوداستاني اثارو یوه لویه ځانګړتیا دا هم ده، چې هغوی په لنډ وخت کې ډیر څه پنځوي یا یې کوي، مثلا څه موده وړاندې ما یو امریکایي فلم کوت، په هغې کې درې نفر د غلا لپاره کورته اوړي، دا کور تقریبا درې اطاقه لري او دا فلم ټول همدلته په دې کور کې تمامیږي او تلوسه یې دومره قوي وي، چې هیڅ ګومان پرې نشي کیدی، چې دا دې صرف په همدې کور کې خلاص شي. له دې سره سره ځینې مسایل شته چې دا ناول قوت تر سوال لاندې راولي، که څوک له نقد سره اشنا وي، دا خبره به یې حتما اوریدلي وي، چې هیڅوک هم له نقد څخه لوړ نه دی، په همدې خاطر د احمدي په ناولونو کې هم ځیني داسې شیان شته چې مونږ مشکوکوي، لومړۍ خبره چې د دې په ناولونو د اعتراض په توګه راوړلی شو هغه دا، چې دده ناولونه ایډیالوژیک دي، مثلا ددې ناول په په هغه برخه کې کولی شو، دا وګورو چې دی په کې د خان قره باغي یادونه کوي، الفاظ یې داسې دي، سړي ښه سم پرې پوهیږي،چې دی له خان قره باغي دفاع کوي، یا هم دده بل ناول چې بغدادي پیر نومیږي،د هغه ښه نه معرفي کول هم ده ته د ایډیالوژۍ د پاللو ټاپه ورکړه، ځینې نور مثالونه هم شته، مثلا تاسو د زرو ناول کې د زرو تیښته او بیا په هغې کې محتاطانه له هغې دفاع هغه څه دي، چې ده د ناولونو ته یې د ایډیالوژیک کېدو زمینه برابره کړې ده، چې دا شی کولی شي د یو تعداد خلکوپه اذهانو کې دی متنفر کړي. ایډیالوژي یوازې دا نه ده، چې ته دې د کومې ډلې پورې تړلی وې بلکې دا هم ده، چې ته دې دکومې ایډیالوژۍ په مخالفت کې هم ودرېږې باید پوه شو، چې دا ډیر باریک بحث دی او دلته باید د کومې ایډیالوژۍ بحث ونشي،خو په هر صورت په نصیر احمد احمدي دیوه شوي کلي اعتراض ډول دا هم دی. بله مسله په ناول او په ټوله کې په ټولو داستاني اثارو کې داده، چې ډیر باریک شیان یې بې خونده کوي او هغه هر څوک که څه هم نه شي معلومولی خو بیا هم ډیر باریک لوستونکي یا تجربه کوونکي پرې پوهیږي، ماڅه موده وړاندې د هالیووډ فلم کوت، په هغې کې یوه صحنه داسې وي، چې یوه ښځه له خپل خاوند سره ولاړه وي او ددې ښځې ماشوم پرنس وي، خیټه یې معلومیږي،چې راوتلې ده،کله چې دا له خاوند څخه ځي، نومنډه واخلي، دا کار ټول فلم ته او په ټوله کې چې هر ډول داستاني اثر ورته زیان لري، د ارواښاد احمدي ناول هم همداسې یو څه لري او هغه داسې، چې په پښتنو کې هیڅوک د خپل پلار یا ورور قاتل نه بښي، دا څه موده وړاندې په پکتیا کې، یو کس قصاص شو، خودمقتول کورنۍ ته ډیرې زارۍ وشوې او هم یې تر دوه سوه لکه روپو پورې ورته ومنل، مګر بیا هم هغوی ونه منل او قاتل قصاص شو، خو د انور پلار د خپل پلار د قاتل په لور مین شي، په پښتنو کې هیڅوک هم داسې نه دي، چې د خپل پلار یا ورور دقتل له پاسه دهغه دکورنۍ په یوه غړې مین شي، ان دا دپښتنو په خرافاتوکې هم موجود نه دی چې څوک دې په یو وار لیدو باندې دخپل پلار د قاتل په لور مین شي، ممکن دا خبره احمدي ډیره منطقي کړی وی او یوه لاره یې ورته جوړه کړې وی، خو دا په دې ځای کې پاتې راغلی، ارواښاد په خپل بل ناول پټان کې هم یو ځای همدغه ډول پیښو ته په اختصار زمینه سازي کوي، چې کیسه،داستان،فلم او ناول بې خونده کوي، ددې ناول یوه بله ستونزه داده چې سوژه یې د لیکوال د ذهن پیداوار نه ده، څه موده مخکې مې د ښه کیسه لیکوال عصمت څاروان مرکه اوریدله، هغه په دې باوردی، چې د کیسې یا ناول سوژه باید د لیکوال خپله وي، نه دا چې په ټولنه کې پیښه شوي وي، په دې ناول کې هم یو خای تاسو ګورئ چې د عکس پر شا نیټه لیکل شوې ده دا ددې ثبوت دی، چې لیکوال دا کیسه حقیقي راخیستې او ددې د ذهن پیداوارنه ده دا داوسنۍ کیسې د غوښتنو سره سر نه خوري، همدارنګه دی ډیر ځایونه د یو عدد کاروي او بیا پردې دا ګمان کیږي، چې ګوندې لومړی ځل یې دی، چې ناول لیکي مانا دا، چې مونږ ته یې د خام لیکوال په توګه معرفي کوي، تاسو په پورته ذکر جمله کې وګورئ،هلته وایي:یو سوړ اسویلی یې وویست دا خبره که داسې شوی وی، سوړ اسویلی وویست هم سمه راتله.که څه هم ښاغلي احمدي په پښتو ادبیاتو کې، د ډیر ناز ورکولو حقدار دی، خو څنګه چې په کار وه هغسې نه ستایل کیږي، ما هم د خپل ذوق او علم پر بنیاد دهغه د (بوډا او د لیوانو پلونه)ناول تنقیدی جایزه واخیسته،زه باور لرم، چې د کوم حاکم فکر یا دکومې ډلې له عینکو نه ده او نه به وي، زه به په راتلونکې هم هڅه وکړم، چې په نصیر احمد احمدي لیکل وکړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...