Homeخبرونهملا یعقوب: طالبان د هیڅ چا تابعیت نه کوي

ملا یعقوب: طالبان د هیڅ چا تابعیت نه کوي

تاند/ د زمري ـ اسد ۲۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وايي، دوی په خپل “سیاست، اقتصاد او نظامي” برخه کې د “هیڅ چا تابع” نه دي او د متقابل تعامل او دیني او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

مجاهد نن “د زمري ۲۸مه” له انګرېزي ښکېلاکه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۷مې کالیزي په مناسبت جوړې سوې غونډې ته ویلي چې، دوی په هره برخه کې “کوټلي ګامونه” اخلي او زیاتوي چې، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان د ډېرو “پرمختګونه” شاهد وي.

ملا یعقوب مجاهد پر هیوادوالو غږ کړی چې ټول افغانان باید “متحد” شي او د هیواد د ملي منافعو د خطر پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې، په هوايي او ځمکني برخو کې به خپل پوځونه په ټکنالوژیکي وسایلو سمبال او د پردیو د یرغل مخنیوي ته به یې چمتو کړي

نن د “زمري میاشتې ۲۸مه”  له انګرېزي ښکېلاک څخه د افغانستان د ازادۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۷مه کلیزه ده.

افغانستان د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په همدې نېټه له انګرېزانو څخه د وخت د شاه غازي امان الله خان په واکمنۍ کې خپله خپلواکي ترلاسه کړه او په رسمي ډول یې دا ورځ د افغانستان د “خپلواکۍ” د ورځې په نوم ونوموله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...