تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۸ مه) د متحده عربي اماراتو دوولتسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د طالبانو مشر شیخ هبتالله اخوندزاده ته د مبارکۍ پیغام استولی دی.
د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر، صدراعظم او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، او د متحده عربي اماراتو مرستیال دولتسمشر، مرستیال صدراعظم او د دولتسمشرۍ دفتر ريیس شیخ منصور بن زاید آل نهیان هم شیخ هبتالله اخوندزاده ته د مبارکۍ جلا پیغامونه استولي دي.
شیخ محمد بن راشد آل مکتوم او شیخ منصور بن زاید آل نهیان د افغانستان ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته هم د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.
د اسد ۲۸ مه له بریتامیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده او دا ورځ په نړۍ ګې د افغانستان د ملي ورځې په توګه ثبت شوې ده.
د متحده عربي اماراتو مشرانو په داسي حال کې د طالبانو د حکومت مشرانو ته د دې ورځې مبارکي ویلې چې د اسد د ۲۴ مې په مناسبت هیڅ هیواد د طالبانو حکومت ته مبارکي ونه ویله.
د اسد ۲۴ مه هغه ورځ ده چې طالبان کابل ته ننوتل او جمهوري حکومت وپرزېد. طالبانو دا ورځ د فتحې د ورځې په نوم په پراخه پیمانه ونمانځله.