د سترګو پر ځای یې په کولکانو کي دوه غټ مږکان اوسي، دواړه مږکان ړانده دي،خو شپه او ورځ د خپلو کورونو په ډبرينو دروازو کي خلک څاري.
ړوند د توت د لویي وني په څېر هري خواته اغزن لاسونه غزولي دي، دی څه نه ویني، خو هر چا ته په قهر ګوري.
خلکو له خیاله د اور جامې اغوستي او د مېږيانو کمربندونه یې تر ملا ټینګ تړلې دي.
دا خلک شپه او ورځ د اورونو په کروندو کي خپلي پښې رېبي او اولادونه یې د خپلو پښو رېبلو ته ډبری تراشي.
په هر کور کي ښایستې مېرمني خبري کوي، خو ږغونه یې د ګاونډیانو له کړکیو راوزي.
دوی نیمه ورځ د اور کروندو ته اوبه ورکوي اونیمه ورځ نوي نسل ته ارې ګنډي.
زه او خپل ځان هم په یو ليري کونج کي څنګ پر څنګ ورته ناست یوو د لاسونو پیوندونه دیو اوبل په غاړه کي نڅوو.
زموږ پر دغه کار پېړۍ تېري سوي دي، مګر لا د ځوانۍ سره تندي جنګوو.
وږي بازان وینو، چي دخلکو د سترګو په کولکانو کي اور ته ببوزي وهي او زموږ غوږونو ته د خندا غټ چینجان را شړي.
زما ځان یو دم خپل لاسونه زما له ګرېوانه څنډي په ډېري بېباکۍ د وخت پر زاړه اس سپریږی د اغزیو په چلاخه د اس سترګي ړندوي.
نیم بدن یې وچ کلک هډوکي دي زړه یې له ورایه ښکاري، چي په رګونو کي تور زهر پمپوي، مګر دی په لوړ ږغ خاندي.
زه هڅه کوم په خپل ځان پسې د شا لخوا پر اس سپور سم، خو بېل سوی ځان مي یو غوڅ کړی سر راسپاري او خپله ناڅرګند لوري ته ړوند اس پونده کوي.
زه په ډېري وارخطايي يوار پرې کړي سر او بیا د ړانده اس ځغاستي ته ګورم.
اوهو دا خو زما سر دی! دا خو کټ مټ زه یم، زما سر چا غوڅ کړی دی؟ ما لا خپلي پوښتني نه دي بشپړي کړي، چي په لاسونو کي مي په وینو لړلی سر مخ را اړوي زما پوښتنو ته جوابونه وایي، خوزه یې هیڅ ږغ نه اورم.
اوس هغه غوڅه ککرۍ هر ګړی زما په ذهن کي اغزن سیم کري او له خپلو لاسونومي کرکه کېږي.
جرمني، بن ښار
٢٠ اګسټ ٢٠٢٦
پنجشنبه