Home+د (باغبان) پر دري ژباړې د مرحوم استاد پژواک مفصله او مغتنمه...

د (باغبان) پر دري ژباړې د مرحوم استاد پژواک مفصله او مغتنمه سريزه

پښتو ژباړه: همت عمرزوی
د ژباړن خبري: 
(استادپژواک)
لکه د ټاګور باغ؛ د ټولو انسانانو باغ، همدا (کاینات) دي. په دې باغ کې ښکلی ګل (ژوند) دی، د یاد باغ مالیار د (بشر روح) دی، چې د (انسان) او (نورو ژوندیو موجوداتو) ترمنځ په یو ناڅرګند سرحد کې لالهاند او آواره ګرځي. تل د وېري په حالت کې په لټون دی، دا چي بشپړ نه دی نو ځکه هغه څه چې لټوي، نه یې شي موندلای. نو ځکه درد ګالي اودا چې کمال ته نه دی رسېدلی، دغه مجهول درد همداسي زغمي خو؛ هغه نه شي موندلای، نو ځکه له دې کبله فریاد کوي چې د کمال څخه بې برخي دی. خپل ناڅرګند فریاد لټوي، خو داهم نه شي موندلای، بناً ناهیلی کېږي اود تمي له کمال څخه هم اوړي. فقط په وجود بسنه کوي، د مرګ د پټي هنګامې د دوام په خاطر، خپلي هیلي د سرور او خوښۍ په پردو کې پټوي، کله په سپين کفن کې تور تابوت را نغاړي او کله تور تابوت په سپين ټوکر کې پېچي، خپل پلټونکې او ناکامه روح تېرباسي. د هغه لپاره سندري زمزمه کوي او دا سندري د خوښۍ نغمې ګڼي، دا چي یادي سندري هم خوښي نه شي ورته راوړای، نو دا سندره د غم سندره نوموي. دا مضمونونه (حیات او اندیشه) هغه څه دي چې ژوند د یو ناڅرګند مقصود پرتابلو لیکلي، او د انسانانو په غیږ کې يې ایښي دي تر څو د دوی په وسیله په کایناتو کې خوځون وکړي، او دا موارد ځان او نورو ته را وبولي. هغه څه چې یو انسان ته تربل انسان د ازلي او ابدي رمز د امتیازپه توګه وربخښي، هغه د هستۍ د دې طِلسم په رابللو کې توپير او اختلاف دی.
(ټاګور)؛ د دغو انسانانو په منځ کې یو انسان دی، د هغو بې شمېره کاروانونو په منځ کې چې د ختيځ د ځمکي پر لوړو او ژورو، دښتو او غرونو يې د دنیایي ژوند د انجام په لور سفر کړی دی. د پخوانیو (ریمیانو) د کاراون څخه زمونږ د اوسني عصر د سندرو د زمزمه کولو لپاره همدا یوتن را پاته و. ترڅو  په خپل عصر کې راشي او نورو راتلونکو زمانو ته هم لاره وکړي.
د ټاګور پيغام د ژوند په جګړه کې د سولې ترسره کول دي. په دې سړي (ټاګور) کې مینه د انساني طبیعت یو جز او د بشریت د ريښې کلک بنسټ دی. دی په خټو لړلي ګاميښي ښکلي کوي او د ښکلا سره مینه پالي، د ټاګور قریحه کله په يو (سپیني دایري) کې لکه یو تور څرګند جسم حرکت کوي، کله بیا هغه جسم سپين او دایره توره وي، دا ټول هغه رمزونه دي چې دی يې په خپل روح کې لري، د نوموړي خوښي، خوښي ده او غم یې غم دی. دابه ډېر د حیرانتیا خبره وي چې کله يې هم د خوښۍ له کبله اوښکي توی کړي وي. اما داچي ښوونکی دی، اوغواړي چې لارښود واوسي، پر ډېرو دردونو اوغمونو يې موسکا کړي ده.
(ټاګور) نبوغ نه لري، که چېري نبوغ شتون ولري د هغو (د تمي او رسیدو وړ سویه) په دې مزیت تعبیرول بل څه او بل بحث دی. (ټاګور) فقط رڼي سترګې او پوه زړه لري، داسي رڼي سترګې چې په طبیعت کې د جمال تر شتون پورته نه تېرېږي، او داسي پوه زړه، چې د انسان درد د هستۍ په زړه کې حِسوي.
(ټاګور) د طبیعت سره په مینه ژوندی دی او په درک اوستاینه کې يې تلپاته او جاویدان دی، په دې کار نور نومورکي خلک هم توانېدلي او ترسره کړی يې دی، اما شهرت د ټولو لپاره ګټور نه وي.
(ټاګور) په (باغبان) کې د اعجاز یو غوره او د ستایني وړ بېلګه او مظهردی. دا اعجاز یو حساس زړه دی، چې د هستۍ، اوبو، ګوهر اودرد ترمنځ د یو رابط حیثیت لري، دا خبره د نوموړي پر ټولو آثارو صِدق کوي، او په رښتیا چې همداسي ده.
د انسان ژوند هغه شمعه ده چې لمبه يې د خپلو لوګیوپه منځ کې ځلېږي، دردونه، فکرونه، هیلي او عواطف يې پتنګان دي. انسان د ژوند پر شاوخوا ګرځښت کوي، د پتنګانو بیباکي (دی) بریالیتوب ته رسوي، ځکه دې بې پروا پتنګ له خپلو لړزاندو وزرونو څخه وېره او ډار لري کړی دی.
اما؛ انسان خپل عواطف د فکرونو په بندکې اسیر کړي دي. اندیشه اوفکر ددې مخلوق یوازنی بادار دی چې دی يې د (خپل ځان څخه تر نه تېرېدو) تلپاته اسارت ته  سپارلی دی. (ټاګور) د با انديشه انسانانو په منځ کې پتنګ ته ورته ترټولو نیږدې انسان دی، هغه پتنګ؛ چې ډېر پرشمعې نه سوزي بلکي پرګل کښېني، نوپه دې خاطر ټاګور تر ژوند جمال ته لومړیتوب ورکوي. نوموړی په معبودِکل کې د حقیقت برخه خوښوي، د ختيځ په ګورستان کې چې نکهت کافور د زمان هوا د نیستۍ باد ته سپارلې ده، اود هغه هستي د زمانو پېښو لاهم زبونه کړې او له منځه وړې ده. (ټاګور) هغه شمعه ده چې خپل پر مزار سوزي، ددې شمعې شغلې د خپلو وړانګوپه دایره کې د ځلېدو له سرحده د ځيرکۍ ترکچي یو ځلانده روښنایې ده، چې ليدل کېږي. اما؛ هغه څه چې مونږ لټوو تل په دې شغلو کې نه موندل کېږي، ځکه چې (دی) لا تراوسه په هغو عقیدو او باورونو معتقد دی چې د ده نه دي. پرته له دې چې دې ټکي ته پاملرنه وکړي: دا چې نوموړی راغلی، هغه عقيدې تللي دي، دا باغوان داسي باغستان ته مایل دی چې د ګلونو رنګ ته یي لیوال اوپه خوشبويی يې مست دی، خو؛ نه غواړي چې د خزان شوو ګلونو هیلي د تفکر په خمارکې رنځ یوسي.
(ټاګور) په یو مړه چاپریال کې یو ژوندی (حیات) و. بناً؛ نوموړي دا حق درلود چې همداسي و اوسي.
دی؛ د جګړې په یو ډګر کې د سولي یو بيرغ دی، چې د لرغوني عقيدې سره د نوموړي د تړاو او پيوستون څخه سرچېنه اخلي، د ژوندون په سختیوکې ددې هوسا او آسانه طریقې اختیارول نوموړی د ښيګڼو په یو لوی انسان بدل کړ. کنه دی به هم ترځان له لویو نومورکو خلکو هم، کوچنی پاته وای. (ټاګور) یو نېکمرغه سړی و، یو (شاعر فلیسوف) چې تر(فلیسوف شاعر) نېکمرغه دی. آن (ګویته) هم نه غواړي چې پردې حقیقت اعتراف وکړي. زمونږ لارښود مولانا جلاالدین بلخي یوازنی شخص دی چې کله کله په یوډول ددغه ډول اعتراف د بیانولو وېره اظهاروي. زه چې پرټولو لویو ارواحو درود لېږم، د دوی له لویوالي پرته بل څه نه شم ویلای، ولي؛ له دوی څخه بې شکایته هم نه یم. ښایې چې له منصور څخه لږ شکایت او ډېر حکایت وکړو، ترڅو د خپل ګمان له امله د یادو خلکو یار و اوسم. هرڅه چې وي یو حقیقت زما په نزد ثابت دی، ترڅو چې د ښو اوبدو ترمنځ توپير، یا د ښکلا اوبدرنګۍ ترمنځ امتیاز د خلکو په نزد شتون ولري، دا کس هرڅوک چې وي خپل حديې د اندېشي او (هغه نصیحت چې په عادت پوري تړلی وي ) په دایرې کې ساتلی دی. که چېري لویوالی او نبوغ شتون ولري، له دې دایرې بهر او تر دې حد لوړ دی، ددې ډول تفکر طرز ناهیلي کوونکی دی. اما؛ په هيڅ صورت د افکارو مانا د انساني روح د لوړ معراج د حد مانا نه لري. نو په دې اساس اړینه ده چې انسان د راتلونکو زمانو لپاره سترګي په لار ودرېږي، او هغه روح چې راځي هرکلی يې وکړي، ترڅو هغه لوړي انساني تمي او ارزوګاني په رڼوسترګو او روښانه توګه وويني. که چيري د روح دغه ناڅرګند مقام له انسانه پرته کوم بل ژوی خپل کړي، بیابه هم د یو حق پلټونکي انسان لپاره له یو رښتیني خوښۍ پرته بل څه را نه وړي. یوازي خدای تعالی (ج) کولای شي، چې دې هيلي ته ځواب او تسلي ورکړي، هغه د (کایناتو حقیقي باغوان) دی، او د( ټول ژوند پالونکی) دی.
انسان هغه مخلوق دی چې په خپل تقویم کې په کافي اندازه ښه دی، بناً هغه څه چې دی پنځوي باید د کفایت ترکچي ښه وي. دغه فکر د (ټاګور په باغبان) پوري اړه لري، ټاګور په دې کتاب کې غواړي چې دا راز منځته راوړي. سره ددې چې نه غواړي دا راز خپور کړي، داچي ددې راز خورېدا نه غواړي نو ځکه نه دی توانېدلی هغسي چې ښایې، یاد راز رامنځته کړي. د (باغبان) د سندرو موضوع د میني په لویي هستۍ کې نیستې، د ښکلاپالنه او پلټنه او د طبیعت په غېږکې د کمال لټون دی. په دې غېږه کې دا لټون د اوبو اوفضا په موسیقۍ کې، په شنه کیدونکواو خوړونکو شیانو کې، په شور او خاموشۍ کې، د سهار اوماښام په رامنځته کېدوکې، او د شپې په زړه او نیمه ورځ کې ترسره کوي.
ټاګور، خوښي اوغم، هیله او وېره، خوند اودرد لکه څنګه چې د انسان زړه پېژندلي دي، په همداسي ډول پېژندني قبلوي، ولي؛ د خپل خیال شړۍ پرعواطفو پېچي، او غواړي چې د روح بیړه او تم کېدا د ژوند په درد او یون کې د ناڅرګندو رازونو د موندلو لپاره د خپلو ګامونو سره برابر کړي. دا هغه قدمونه دي چې ددې فکرونو او آشنا عواطفو پرلوريې پورته کوي. ياغواړي چې په همدې قدمونو پرنورو لورو تيښته وکړي.
ټاګور لکه نور لوی زړونه او ناآرامي ارواوي د بقا د کشف اود فناه په لویه دره کې (مجذوب) نه دی.
لکه چې ښکاري (مسحور) به وي، داښايې هغه توپير وي چې ددې خلکو د الهام له منبعې څخه يې سرچینه اخستې ده. د هغي ډلي په نزد چې د ټاګور په چاپریال کې، لکه (اقبال) چې بهترین افسانه ویونکی او کیسه ویونکی و، د (بربن حقیقت) د الهام کانون دی. د ټاګور په نظر د پټ طلِسم یوه پاڼه ايښېده چې د حقیقت رول پکې لټوي. دغه کیف د نوموړي په نورو آثاروکې هم ډېر ښه څرګندېږي. ټاګور د خیال په تنهایۍ کې، د بېکسۍ په سوچونواو د انديشې په نه شتون کې د عواطفو پر شاهراه درومي، او زیاتوي چې زما یوازنی ملګری لار ده. نوموړی داسي څرګندوي چې کوم کار ترسره کول غواړي. هغوی چې دده مخته روان دي، هغه مستي چې د نعمتونو له امله پر اوږو لري، یوازنې توښه يې ده. کومه بېهوښي غواړي د لاري په سرکې په ده پوري ځان وتړي؛ هغه پټوي. که دغه حالت مینه ګر اوصمیمي وي کولای شو چې د ټاګور سندري يي لوړه ځاله او سرچینه وګڼو. هغه ځاله چې د انسان روح هغه پري ايښې او ورکه کړې ده، ولي؛ لايي هم نه هیروي. د باغبان پنځمه نغمه د دې نی حکایت او د دې بېلتون شکایت دی.
هرڅه چې دي، دا سړی په یاده لار کې چې دی پکې ناقراره دی لاهم لوی واټنونه وهي. د خوب او ویښي په منځ کې، د هغو خوبونو سره چې د هغه ناڅرګند (ني) آواز يې موسيقي ده ډکوي، او وایي: لکه څراغ چې پر بالښت مړشي، د سهارنیو مرغانو سره یو ځای را ويښ سوم.
(اتمه نغمه).
ټاګور هیله لري چې د یو(رامشګر نیایشګر) او یو(نیایشګر رامشګر) ترمنځ معبد و اوسي، ترڅو د هغې په جهر یادوني انعکاس وي چې په هغه کې، د هغو خوبه وړو لیدونکو د ويښولو لپاره د انساني روح داسي خاموشه پېغام وي چې فضاء يې آسمان دی.
نوموړی هغوی ته دا پېغام ور وړي، دغه شور کله د هغو لوړو وريځو له څاڅکو څخه رامنځته کېږي، چې د تندر او بريښنا له منځه خاوریني ځمکي ته را لوېږي، او کله هم د ځمکي په زړه کې له هغو خوځنده سیندونو څخه چې غواړي خپله لاره د هغه سمندر له کچي سره چې رنګ يې د آسمان له رنګ سره ورته دی او ځان څیري کوي رامنځته کېږي. زه په دغو مواردو کې په یوه هم نه پوهېږم؛ اما ټوله حِس کوم، که دغه احساس د وجود دلیل وي، بیاهم د هغه وجود حقیقت ناڅرګند دی، ټاګور وایي: خلک زما د مانا د پوهېدلو د لټون په پار دومره په الوت کې دي چې لکه سپوږمۍ په مزلونو سیند تر پښو باسي، دغه خطاب د پلټونکي او پوښتنه کونکي شخص سترګو ته راجع دی، ما خپل ژوند ستاسو پر وړاندي لڅ کړ، له پيله ترپایه مې هيڅ څه هم پټ پرېنښودل، ځکه نو تاسي ما نه پېژنئ.
(اتلسمه نغمه).
دغه اشارې یو منظور لري چې هغه دادی: د دې (باغبان) د ګلونو رنګونه د هرچا لپاره یو ډول رنګ نه لري، د انسان لمن د دې ګلستانونو لپاره د بلي هري صحرا ترلمني پراخه ده. د ټولو انسانانو لمني له یو بل سره یوشان او برابري نه دي، دا باغوانان داسي ګلان لري چې هر څوک کولای شي خپل لمن ورڅخه ډکه کړي، او داسي يې مست کړي چې آن لمن له لاسه ورکړي، بناً هر څه باید لوستونکو ته پرانستي پرېښودل شي، او له خپلي تېروتني پخپله بخښنه و غوښتل شي.
(باغبان)؛ هغه راز دی چې لوستونکی باید ځان پکې و مومي. یوازي او یوازي په دغه مانا دا کتاب لوستونکوته ډالۍ کوم.
حیف دی چې خلک په دې ډول د خپلو آثارو په ژباړه کې را څرګندشي، دا هغه حالت ته ورته دی لکه جسم چې په خپلي سايې کې څرګندشي. خو؛ چاره څه ده؟
د لویو خلکو د آثارو په ژباړلوکې دا یوه ګټه شته چې لوستونکي د خپلو لویانو په فکرونو کې مجذوب کېږي او ژباړن ته لږ فکرکوي. که دغه ګټه ترلاسه شي، نو ژباړن به د شرم له احساس او خجالت څخه تيښته کړې وي، اوکه دغه بخت بیدار نه وي، نو د دغه ډول آثارو ژباړن تر بل هر ژباړن ډېر د نیوکي او غندني سره مخ کېږي چې په رښتیايې هم دی (ژباړن) وړ وي. دا خبره د هغوکسانو لپاره کوم چې زما اعتراف يې په ډېري ناغېړی اوریدلی وي، او په دې پوه شي چې هر ډول نیوکه چې راباندي وکړي زه له بخښني غوښتلو پرته بل څه ویل نه لرم. د ټاګور ډېری شعرونه په دې مانا چې (نه شي کېدلای) د ژباړلو وړ نه دي. یو داچې شعر دی اوبل د ختيځ شعر دی، نوځکه د شرق په دنیاکې د فلسفي ځانګړنواو هغه چاپیریال ته په پام چې له یوه پلوه د ټاګور روزنه او پالنه پکې شوې ده، اوله بله اړخه نوموړي یاد محیط پاللی دی، دا ډول مسایل هم منځ ته راځي.
داچي ټاګور طبیعت اوحیات ته د ترټولو نيږدې شاعرانوله جملې څخه دی، خو؛ د ژباړن د ژونداو پالني ځای د ټاګور له محیط سره توپيرلري، نو دی طبعاً د یوي بلي ستونزي سره مخامخ کېږي، ښایي همدا لامل وي چې خپل ځيني آثار يې پخپله ژباړلي دي، ترڅو د ژباړن له زیان رسولوڅخه وژغورل شي. ولي؛ دا ژغورنه یوازي په هغي ژبي پوري محدوده ده چې د ده ځيني آثار پرې ژباړل شوي دي، نور آثار یې د نورو ژبو د ډېری ژباړونکو زیان ته سپارلي دي.
(ټاګور) په یوي ځواکمني قریحې او سوزېدلو عواطفو د درد له دنیا څخه خبري کوي، له دې نړۍ څخه د پيغام په برخه کې امانتکار اود عواطفوپه بیان کې مینه ناک او صمیمي دی. نوموړی د دغه ډول طرز په کارولوسره ځان ته یو مکتب لري. د ژباړن کار له هره اړخه د ستونزو تر پولو رسېږي، که د ټاګور فکر او اندیشه د لېږد وړ دي، هغه هم په داسي جهان کې چې ځان ته ځانګړی رمز او ایهام لري، نو داچاره داسي ښکاري لکه روښانه لمر او رواني اوبه چې خبري کوي. د خبرو دغه ډول طریقه هغه آفت دی چې د ژباړن د هیلو او هڅو پر ریښې تېشه وهي، دا یادونه د ستونزو او نیمګړتیاوو څخه د خلاصون په پار نه ده، ځکه دلته خلاصون ممکن نه دی، زما موخه داده چې لوستونکی د دې ډول بیان د مانا د درک لپاره نه شي کولای د خپلي قریحې او عواطفو د لارښووني پرته خپل ځان د (ټاګور) زړه اولیدلوري ته په آسانۍ سره ورنیږدې کړي. له دې چاري پرته څوک نه شي کولای هغه څه چې (ټاګور) لیدلي اوحس کړي دي هغوته لاس رسی ولري.
د ژباړن لاندي رحم غوښتنه او استرحام د امانتکاری د شرط لپاره دی.
هغه وخت چې زه په (حبیبیه) کې زده کوونکی وم زمونږ هندوستاني معلم مولوي عبدالحمید، د (ټاګور) دا اثر(باغبان) ماته وسپارﺉ او سپارښتنه يې راته وکړه چې ویې لولم، یاد کتاب په (انګلیسي) ژبه لیکلی و. د لوستلو څخه مې زیات خوند واخیست، او دري ژبي ته په ژباړلومې پیل وکړ، هغه دوستان چې ددې کتاب له ژبي سره آشنا نه وه لکه ژباړه هسي يې ولوست، او خوښ يې کړ، یوڅه موده وروسته زما دوست (رشید لطیفي) د انیس د مجلې د چلولو په وخت کې دا کتاب په یاده مجله کې خپور کړ، زه فکرکوم چې تردې مخکې زمونږ ډېری خلک د ټاګور له آثارو سره آشنا نه وه. اوسمهال د کابل راډیو د خپرونو اداره (باغبان) د کتاب په توګه چاپوي او خپروي. په آخر کې اړینه ګڼم چې د خپل ګران دوست اوهمکار ښاغلي ډاکترعبدالغفور روان فرهادي څخه مننه وکړم چې دده لېوالتیا او پاملرنه ادبي چوپړونو او خاصتاً ماته د دې کتاب د چاپ سبب شوه. همداشان د کابل راډیو د خپرونو له څانګي، د پښتون غږ مجلې له مدیریت او په ځانګړي توګه د یادي مجلې له مدیرښاغلي (نوابي) او د دولتي مطبعې له ریاست څخه د زړه له کومي مننه اوقدرداني کوم.
پژواک
کابل، مرغومی، ١٣٣٦ه.ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...