تاند (پنجشبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د چهارشنبې په ورځ د سریلانکا او هند الف لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغانستان الف (ابدالیان) لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د جون له ۹مې تر ۲۱مې نېټې پورې د سریلانکا په ډمبولا ښار کې ترسره شي. په دې لوبلړۍ کې به افغانستان الف، هند الف او سریلانکا الف لوبډلې ګډون ولري.
د افغانستان الف لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۱مه د هند الف پر وړاندې او دوهمه لوبه به د جون په ۱۳مه د سریلانکا الف پر وړاندې ترسره کړي.
د سیالیو د مهالوېش له مخې، هره لوبډله به د بلې لوبډلې پر وړاندې دوې ـ دوې لوبې وکړي او د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به د جون په ۲۱مه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.
د افغانستان الف لوبډلې مشري عمران میر کوي. په اعلان شوي نوملړ کې نورالرحمن، محمد اسحاق، خالد تڼیوال، حسن عیسیخېل، اعجاز احمدزی، بهیر شاه محبوب، فیصل خان شینوزاده، شمسالرحمن، فرمانالله ساپی، خلیل ګوربز، ظاهر خان پکتین، فریدون داودزی، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی او عبدالله احمدزی شامل دي.
افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دې لوبلړۍ موخه د ځوانو لوبغاړو چمتو کول او په نړیواله کچه د هغوی د تجربې زیاتول دي.