Homeسپورتد ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د غوراوي د پروسې سیالۍ پیل...

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د غوراوي د پروسې سیالۍ پیل شوې

تاند – د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د ۱۹ کلنو لوبغاړو د غوراوي د پروسې خپلمنځي سیالۍ پیل شوې.

دا پروسه تېره اوونۍ د روانې مې میاشتې په ۱۷مه پیل شوه چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي او دوهمه برخه به یې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۴  نېټې دوام وکړي.

 دغو سیالیو کې د کورني کرکټ د دوهمې او لومړۍ درجې ولایتي سیالیو او د چټکې توپ اچونې په برخه کې د ازادې سیالۍ د موندل شویو لوبغاړو په ګډون په ټوله کې ۶۴ پیاوړي او ځلېدلي لوبغاړي ګډون لري چې په ۴ لوبډلو وېشل شوي دي. په یاده لړۍ کې ټولې ۱۶ سیالۍ ترسره کېږي چې هره لوبډله به پکې اته لوبې ولوبوي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروسه د روزنیزې ډلګۍ او د غوراوي کمېټې غړو له لوري له نږدې څارل کیږي او په پای کې به ترې له ۳۰ -۳۵ غوره لوبغاړي د چمتووالي د راتلونکو کمپونو لپاره غوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...