Home+ګڼ مفهومیزې اشارې| ماهر احسانزی

ګڼ مفهومیزې اشارې| ماهر احسانزی

مفهوم تر مانا پراخ دی. د مفهوم موخه دا ده، چې یوه کلمه څو ځایه وکاروو، یا له یوې کلمې د ګڼو موردونو لپاره استفاده وکړو.

خیر، عربي کلمه ده چې د ښه او بهتر مانا ورکوي، خو زموږ په ژبه کې پر یادې مانا سربېره ان د زاریو په څېر مفاهیمو ته هم کارول کېږي.

د ژبې د هغه تعریف پر بنسټ چې د افهام او تفهیم (پوهولو او را پوهولو) وسیله ګڼل شوې؛ اشارو هم د ژبې په توګه خپل حیثیت را څرګند کړی، البته دا بېل بحث دی چې شوی تعریف څومره سم و نا سم دی یا کوم ډول اشارې د ژبې په توګه منلای شو؟

ژبه چې د پوهولو او راپوهولو دنده لري، دلته پکې قید لیک، غږ او … نشته بلکې پازه یې داده چې زه او بل سره په خبره، کار او فکر کې شریک/ پوه شو.
د ژبې ددې تعریف له مخې ویلای شو چې اشاروي ژبه هم لرو خو کتنه ورته نه ده شوې.

د لیک په ژبه کې له میخي لیکه نیولې تر ننه بېلابېلو لیکبڼو او ګرافیمونو د مفاهیمو په رسوونه کې ونډه اخیستې.

د اشارو له نوعیته موخه داده، چې اشاروي ژبه له فرهنګه اغیزمنه ده او چې د فرهنګونو یو رنګي نه لرو نو د اشاروي ژبې وحدت هم ممکن نه دی؛ خو دا خبره مهمه ده چې فرهنګونه له یو بل اغیز مني چې د ځینو هغو اشاروي مفاهیم سره شریک وي.

کله کله داسې هم کېږي چې یوه اشاره لکه د لیکنۍ ژبې د کلمو په څېر څو مفهومیزه وي.
سترګک اشاره ده. زموږ فرهنګ کې هم څو ځایه کارول کېږي.
حالات ښه نه دي هیڅوک مینې ته زړه نه ښه کوي.
ملا بسمله سړی چاته یو سترګګ ووهي.
محمد علیم بسمل

په محفل کې د خبرو په مهال سترګک وهل دا مانا لري چې ګني، نور څه مه وایه، دا یې موخه ده چې زما او ستا خوا کې ناست کس باوري نه دی، یا نه غواړم چې دې خبرو کې راشریک شي، خبرې باید بس شي.

د سترګک یوه بله دنده داده چې د یو چا د غولولو لپاره یې کاروو.

کله کله غواړو یو څوک تېر باسو، چل ورسره وکړو، هغه خبره چې اصلا هغسې نده، ده ته یې کوو، خو خپل د راز یا هغه کس چې راباندې پوهېږي چې دروغ وایم، خبره مې سمه نه ده، سترګک ورته وهو او اشاروي یې پوهوو چې ګنې خبره خو مې دغسې نه ده او ته غلی شه!

سترګک له نورو د را بېلوالي، محفل کې د غلي کېدو، د خبرې د بندیدو او… پر مفاهیمو سربېره زموږ په فرهنګ کې د یو غیر اخلاقي خو غالبا د ځوانو نسلونو په منځ کې د غیر شرعي و اخلاقي لارې د یو ځای کیدو ست هم دی.

د سترګک ځای سترګې دي او پدې سترګو کې د اشاروي ژبې ډېر برخې شته.
دا برخې ان زموږ دیني روایتونو کې هم شته دی.

د جینۍ د ورکړې په مهال د سترګو پټول خپل مفهوم ورکوي. سترګې پټول، سترګې هرې خواته اړول، د سترګو ګډول او… دا هر څه خپل خپل مفاهیم لري.
افغاني ټولنه کې له سړک یا موټره لاس جیګول د اسلام علیکم مفهوم رسوي، خو که سرتیری درته لاس جیګ کړي، باید توقف وکړو.
دا به د فرهنګونو د متنوع موجودیت دلیل وي، چې واحده اشاروي ژبه نه لرو خو له نشت یې انکار هم نشي کیدای.

زموږ په ټولنه کې لاس په ستنه کیښودل که څه اشاره به نه وي خو دغه ور نږدې عمل د مقابل لوريرد درناوي لپاره دی خو په هند او ورته مذهبونو کې دواړه لاسه جوړه کول او مخامخ د پوزې په برید سترګو مخ ته نېول د ورته مفهوم او بخښنې لپاره کاریږي.

اشاروي ژبه تر نورو ډېره منلې او د مفهوم رسوونکې ده. دا به نړۍ کې یوازینۍ ژبه وي، چې ټول یې ویونکي دي او تقریبا چې په لیکنۍ او ګړنۍ کې پاتې راشي، بیا له دې ژبې استفاده کوي.

که دې هر وطن او هر مهال قلم پکار وي، د یو لاس ورغوي ته د بل لاس ګوته د قلم په څېر وخوځوه، مخاطب پوهیږي چې قلم غواړې.
د اوبو، ډوډۍ، موټر او … اشارې همدغسې عامې او د ټولو لپاره یو دي.

ددې ژبې د زدکړې یو بل ښه والی دادی چې کاڼه راسره د ژوند په چارو کې شریک دي؛ البته، د ګونګیانو ژبه بیا بېله ده. که څه هم دوی سره به هم ځینې مشترکات ولرو، خو دا لکه د عربي، پښتو، دري، اردو او … ژبو توري چې په سلو کې به مو یوه کلمه شریکه وي.

له نابلدو، پټو لیدنو، مخفي عملیاتو، زړو، کڼو او … برخه کې رغنده ونډه د همدې اشاروي ژبې ده.

یو بل بحث چې پورته مو سرسري یاد کړ، د مسلکونو دی. د هر مسلک ژبه له بل سره توپیر لري. عادي ژبه کې مخاطب هغه کس دی چې ورته خبرې کوو. تاسې دا لیک لولئ، لکه زما خبرې چې اورئ، دلته زه متکلم( غږېدونکی) او تاسې مخاطبان یاست خو دا کلمه بیا ژورنالېزم کې دا مانا نه ورکوي.

ژورنالېزم کې موږ یوازې د راډیو اوریدونکيو ته مخاطبان نشو ویلای، دغسې که ټلویزون ګوري او د هماغه ټلویزون راډیو، ورځپاڼه نه ګوري، دا هم مخاطب نه اوریدونکی/ لیدونکی دی. دا کلمه د رسنۍ د اوریدونکي، لیدونکي او لوستونکي درې واړو لپاره هغه مهال کاروو، چې موخه مو دا درې واړه کټه ګوري خلک وي.

اشاروي ژبه همدغسې په مسلکونو کې سره توپیر لري. ژورنالیزم کې د لاس پنجه راقاتول یوه مانا لري خو عسکرۍ کې بله مانا.
په مسلکونو سربېره نظامونو کې هم کله کله اشارو ځانګړې ماناوې درلودې، یا داده چې ځینې اشارې په ځانګړو مفهومونو پورې تړلې وې.
د لاس ګوتې تر زنې لاندېویا ورمیږ ته مخامخ وړل په جهادي دور او ورته ملک الطوافۍ په مهال د نفر د ختمولو په مفهوم کاریده.

شونډې راټولول او د شهادت ګوته ورباندې کیښودل د غلي پاتې کېدو، راټولې شونډې بړوسول د بي پروایتوب، وروځې پورته اچول د حال معلومول، سترګې راپټول د منښتې، د شونډو چېچل او … دغسې سلګونه نورې اشارې دي چې خپل مفاهیم لري.

د پښتنې ټولنې دغه اشارې راټولول او د هرې یوې سپړنه او له نورو فرهنګونو سره یې پرتله د فرهنګونو یوځای کول او د خپل فوکلور سپړلو داسې یو فصل دی چې لا یې د خوشال بابا خبره چا له مخه پلو نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...