عبدالعزیز نایبي
پوره یوویشت کاله وړاندې د «ماښام پخیر افغانستان» رادیو په «نیوز- روم» کې د همکارانو ګڼهګونه وه، ټولو بېـړه درلوده چې خپل ناتمام کارونه د نشراتو له پېل څخه وړاندې چې یواځې نیم ساعت وخت ورته پاتې و بشپـړ کړي او پرودیسر ته یې وسپاري. خبري سرویس ته د رسېدلي یو داسې خبر پخلی په کار و چې له کبله یې ټول همکاران غمجن وو. هو! د علامه پوهاند عبدالشکور رشاد د مړینې دروند خبر.
د خبرونو د متن ادیتر ښاغلی حیات حُرمت چې د ډیر کار له وجې ستومانه ښکارېده او لا هم د خبرونو په لیکلو او تنظیمولو بوخت و، له ما څخه هیله وکړه چې د نشراتو له پېل څخه وړاندې، له یوې باوري سرچینې څخه د خبر رد یا تائید ترلاسه کړم. ما سمدلاسه استاد حبیب الله رفیع ته زنگ وواهه. استاد پداسې حال کې چې ستونی یې ډک، ډک کېده او خفگان یې له ورایه په غـږ کې احساسېده، د پوهاند رشاد د مړینې خبر تائید کړ، یاد خبر په «خبري بولتن» کې شامل شو.
پر سبا باندې یې دنده راوسپارل شوه ترڅو د پوهاند عبدالشکور رشاد په اړه یوه ځانگړې خپرونه جوړه کړم (هغه مهال په رادیو کې د ویاندويي او خبریالۍ ترڅنگ، د پښتو ادبي خپرونو د جوړولو مسوولیت هم زما پر غاړه و).
د خپرونې په جوړولو کې زما همکار او خوږ اشنا عاشق الله یعقوب راسره مرسته وکړه؛ هغه د کابل په څلورسوه بستریزه روغتون کې، د استاد له ارادتمندانو او شاگردانو سره څو لنډې مرکې وکړې، ما له نورو سرچینو او «ویب سایتونو» څخه معلومات راټول کړل او په گډه مو خپرونه جوړه او ثبت کړه.
د هغې ورځې په ماښام نشراتو کې زموږ د خپرونې په تعقیب هغه رپوټ هم د رادیو له څپو څخه خپور شو چې زموږ د کندهار خبریال جاوید احمد وفا د استاد د جنازې د مراسمو لهپاره د نېول شویو تیاریانو په اړه چمتو کړی و. که څه هم خپرونه په بېـړه او لنډ وخت کې جوړه شوې وه، خو اوریدونکو وستایله. د خپرونې متن عاشق الله یعقوب او ما په گډه لوستی دی؛ اوس یې چې اورم زړه کې مې د درد دوه څـړیکې وشي، یو د ادب له اسمان څخه د یو ځلاند ستوري د پرېوتو ترخه خاطره، بل د گران فرهنگي دوست عاشق الله یعقوب ابدي سفر چې بېلتون یې سخت کړولی یم.
لاندې خپرونه اورېدای شئ: