Homeخبرونهوروستیو سېلونو په ننګرهار کې زرګونو کورنیو ته زیانونه اړولي

وروستیو سېلونو په ننګرهار کې زرګونو کورنیو ته زیانونه اړولي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) نن (دوشنبې) وویل چې په ننګرهار کې د وروستیو سېلونو له امله شاوخوا دوه زره کورنۍ زیانمنې شوې دي. د دغه سازمان په وینا، ناڅاپي سېلونو خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه کړي او د هغوی د عاید سرچینو ته یې هم زیان اړولی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې له سېل‌ځپلو کورنیو سره مرستې روانې دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د سازمان په خبره، د ننګرهار د شیرزادو ولسوالي سېلونو درانه زیانونه اړولي او ګڼې کورنۍ لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې وروستیو ویجاړوونکو سېلونو له ۷۰ زرو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي، ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي او لومړنیو خدماتو ته یې لاسرسی ګډوډ کړی دی.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی و چې وروستیو بارانونو او سېلونو د هېواد بشري وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

د اوچا په وینا، سره له دې چې د مرستو رسولو هڅې زیاتې شوې، خو د نویو پېښو او لوژستیکي ستونزو له امله د بشري مرستو کچه لا هم محدوده پاتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...