پښتانه متل کوي چې: «ژوند یوه څټه غله نه ده چې تمام شي!» ځینې ځوانان فکر کوي، لکه وخت چې نه ختمېږي او فرصتونه به تل د دوی په تمه ولاړ وي.
داسې ځوانان کم نه دي چې خدای پاک ورته استعداد، ذکاوت او وړتیا ورکړې ده؛ دوی د لوړو هیلو د پوره کولو او د روښانه راتلونکي خوبونه ویني، خو د سستۍ او بې عملۍ په پالنګونو کې داسې خوړې وړې(سیند وړي) پراته دي چې د خپل ژوند د بدلولو لپاره هېڅ ګام نه اخلي.
د یوه عادي کار لپاره ساعتونه په پلان جوړولو تېروي، د عمل پر ځای خبرې کوي او د نن کار سبا ته پرېږدي. ورځې یې په تمه، میاشتې یې په بې هدفۍ او کلونه یې د هغو ارمانونو په نوم تېرېږي چې د پوره کولو لپاره یې کله هم مټې نه رانغاړي. ته وا وخت د ربړ په څېر غځېدلی دی او د ژوند شېبې د دوی د خوښې تابع دي.
کتابونه یې پر مېز پراته وي، درسونه یې نیمګړي وي او موخې یې یوازې د ذهن په کونجونو کې ساه اخلي. د نورو د بریاوو ستاینه کوي، خو د هغو شپو او ورځو له زحمته ناخبره وي چې بریالي انسانان یې د خپلو موخو په لار کې تېروي.
دوی باید درک کړي چې استعداد د بریا تضمین نه دی؛ استعداد یوازې یو پټ ځواک دی چې د هڅې، نظم او پرلهپسې زحمت په مټ غوړېږي. هغه وړتیا چې د عمل ډګر ته راونه وځي، د وخت په تېرېدو د یوه نیمګړي ارمان په توګه پاتې کېږي.
ځوانه!
ژوند ستا د بې پایه پلانونو په تم ځای کې نه دی ولاړ. وخت بریک نه نیسي، نه شاته ګرځي او نه ستا د سستۍ پروا لري. هره ورځ چې بې هدفه تېروې، په حقیقت کې د خپل راتلونکي له شتمنۍ یوه برخه بایلې.
پاڅېږه! کتاب پرانیزه، زدهکړه وکړه او مهارتونه زده کړه؛ د خپلو موخو لپاره عملي ګامونه واخله. د سبا په تمه د نن فرصتونه مه بایله؛ ځکه چې روښانه راتلونکی د هغې چا په برخه وي چې د نن ورځې ارزښت پېژني او د خپلو هیلو لپاره مبارزه کوي.
په یاد ولره، استعداد د خدای ډالۍ ده او د دې ډالۍ ساتنه او غوړول ستا مسؤولیت دی. ژوند یوازې په خوبونو، هیلو او پلانونو نه جوړېږي؛ بلکې د ارادې، زحمت او عمل په پایله کې مانا پیدا کوي.
له پالنګ څخه پاڅېدل یوازې د خوب پرېښودل نه دي؛ بلکې د خپل برخلیک د بدلولو لومړی ګام دی!
لیکوال: شاه زلمی
نېټه:٢٠٢٦ کال د نوامبر ١٨مه