ملگري ملتونه د ۵۱ مؤسسو غړو په غړیتوب؛ د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴ نیټه له خپل منشور (چی ۱۱۱ مادې لري)؛ سره سم په دې موخه رامنځ ته شوه چې د نړۍ سوله او امنیت وساتي، د جگړې مخنیوی وکړي، د دولتونو ترمنځ په همکارۍ کې مرسته وکړي، د بشر د حقوقو په ساتنه او پراختیا کې فعال رول ولري، د ټولنیز او اقتصادي ودې لپاره رغنده کار وکړي او د هیوادونو استقلال او حاکمیت هم تضمین کړي.
د دغو اهدافو په رڼا کې افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نوامبر په ۱۹ د دې سازمان له موسسو هیوادو څخه وروسته ؛ ۵۲ غړی هیواد شو.
په دغه اوږده مزل کې هسې چې افغانستان د مختلفو تحولاتو او پیښو سره مخامخ شو؛ نو د ملگرو ملتونو د دندو او واکونو په شتون کې؛ دا هیواد د بیلابیلو مواقفو په درلودو سره خپلې اړیکې له دې سازمان سره پر مخ یوړې او له بلې خوا ملگرو ملتونو هم خپلې کړنلارې له افغانستان سره تنظیم کړي.
موضوع ته په کتو کیدای شي، د ملگرو ملتونو فعالیتونه د افغانستان په هکله په لاندي برخو وویشو:
– له ۱۹۴۶ څخه تر ۱۹۷۹ کاله پوري:
په دې دوره کې د افغانستان او د ملگرو ملتونو اړیکې د هغه سازمان له منشور سره سم په څو اړخونو کې د مطالعې وړ دی:
۱- افغانستان د ملگرو ملتونو په پریکړو او فعالیتونو کې مستقلانه موقف در لود، په دې مانا چې د لویو قدرتونو له اغیز پرته یې خپله رایه کارولې ده؛
۲- د بشر د حقونو په اړه یې د بشر د حقوقو د نړیوالۍ اعلامیې په رڼا کې چلند غوره کړی؛
۳- د استعمار ضد غورځنگونو او له هغه ډلې د فلسطین د خلکو له مبارزو څخه یې خپل ملاتړ په ډاگه څرگند موقف درلود؛
۴- افغانستان؛ د ملگرو ملتونو له منشور سره سم د بې وسلو کولو او د دیتانت له سیاست څخه ملاتړ کړی دی؛
۵- افغانستان په دې کلونو کې د ملگرو ملتونو د اړونده سازمانونو او پرگرامونو غړیتوب ترلاسه کړی دی، په همدې لړ کې له ۱۹۵۰ کال څخه وروسته د ملگرو ملتونو اړوند تخصصي او مسلکي څانگو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې، د کوچنیانو اړوند موضوعات، د کلیو د پراختیا، د وچکالۍ او قحطۍ په وړاندې مبارزه، د مخدره موادو په وړاندې مبارزه، د کرهڼې او مالدارۍ اړوند او د نورو پراختیایې پروژو په پلي کولو کې، خپله ونډه درلودلې ده.
۶ – د افغانې استازو ونډه: په دې دوره کې د افغانستان د اعتبار له مخې غښتلي دیپلوماتان او استازي دې سازمان ته استول شوي دي، چې په دې مینځ کې، په کال ۱۹۶۶ کې عبدالرحمن پژواک د افغانستان د سفیر او استازي په توگه د ملگرو ملتونو د عمومی مجمعې ریاست، او په ۱۹۶۳ کال کې د ملگروملتونو د بشر د حقوقو د کمیسیون ریاست په غاړه در لودلي دی. همدارنگه په دې مینځ کې د افغانستان د پیاوړي دیپلومات او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د استاد دوکتور عبدالحکیم طبیبي چې له ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۶۴ کاله پورې د افغانستان په استازیتوب په ملگرو ملتونو کې دنده درلوده، خدمتونه د یادونې وړ دي؛ نوموړي له ۱۹۶۲ کال څخه تر ۱۹۸۱ کاله پورې د ملگرو ملتونو د نړیوالو حقوقو د کمیسیون د غړي او مرسنیال په توگه دنده درلوده او د نړیوالو حقوقو په تیره د ترانزیت د حقوقو او په وچه کې د ایسارو هیوادونو په هکله یې؛ نظریات په ملگرو ملتونو کې خورا د اهمیت وړ دي، ډاکتر طبیبي په ۱۹۶۱ کال کې د یونیسف اجرایي مرستیال او په ۱۹۶۲ کال کې د ملگرو ملتونو د مخدره موادو پر ضد د کنوانسیون د تدوین له مهمو حقوقپوهانو څخه و.
– له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۲ پورې: د ثور له کودتا وروسته:
افغانستان خپل بې طرفه بهرنی سیاست له لاسه ورکړ په تیره بیا کله چې په ۱۹۷۹ کال د دسامبر په میاشت کې د پخواني شوروي اتحاد پوځونو پر افغانستان یرغل وکړ، افغانستان په دغه پړاو کې عملاً د سوسیالیستي هیوادونو تر څنگ خپل خارجي سیاست تنظیم کړ او په ملگرو ملتونو کې نور افغانستان د یوه بې طرفه هیواد په توگه نه پیژندل کیده. په دې پړاو کې لاندیني ټکي د پام وړ دي:
۱- شوروي اتحاد تر یرغل وروسته، د ملگرو ملتونو گڼ شمیر هیوادونو د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته د یوه قانوني حکومت په توگه نه کتل؛ د ساري په توگه سعودي عربستان خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له کابل سره قطع کړي یا دا چې ځینو نورو هیوادونو نور خپل سفیران کابل ته ونه لېږل؛ چې دا په خپله په ملگرو ملتونو کې د افغانستان موقف کمزوری کاوه؛
۲ – د ملگرو ملتونو اکثریت غړو هیوادونو؛ په افغانستان کې د شوروی قواوو شتون تجاوز وگاڼه او د دې قواوو د موجودیت پر ضد یې رایه وار وار وکاروله؛
۳- ملگرو ملتونو خپل پام افغان مهاجرینو ته، په تیره چې په پاکستان او ایران کې میشت ول، متمرکز کړ؛
۴ – د ملگرو ملتونو سرمنشی له ۱۹۸۰ څخه بیا تر ۲۰۰۲ کاله پورې د افغانستان د شخړې د سیاسي حل له پاره ځانگړې استازوالي را منځ ته کړه؛
۵ – د ملگرو ملتونو د هڅو په پایله کې د افغانستان د ستونزې د حل او شوروي قواوو د وتلو په موخه په ۱۹۸۸ کال کې د جینوا موافقتنامه د افغانستان او پاکستان تر منځ د امریکا او شوروي په ضمانت لاسلیک شوه؛
۶ – د ملگرو ملتونود سولې پنځه فقره ییز پلان چې په افغانستان کې د پراخ بنسټ دولت د جوړیدو په موخه د جینوا له تړون سره سم وړاندي شو؛ او په پای کې ناکامه شو؛ او
۷- په دغه پړاو کې د ملگرو ملتونو مرستې او پروژې د افغانستان په دننه کې د جگړې له امله ډیرې ټیټې کچې ته ولویدې.
پوهاند نصرالله ستانکزی
(نور بیا)