Homeخبرونهد طالبانو د مشر د څرګندونو په اړه د هغه د مخالفانو...

د طالبانو د مشر د څرګندونو په اړه د هغه د مخالفانو څرګندونې

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۸ مه) د طالبانو د عمومي مشر ملاهبت الله اخوندزاده د وروستیو څرګندونو په اړه د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو او تنظیمي مشرانو څرګندونې کړي دي.

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند، چې مشري یې محمد کریم خلیلي ته د هبت الله اخوندزاده پر هغه خبره نیوکه کړې چې ویلي یې و، د افغانستان ټول خلک حنفي مسلمانان دي. ښاغلي خلیلي دا خبره د افغان شیه ګانو پر موجودیت سترګې پټول بللي او په یوه اعلامیه کې یې د افغانستان د ټولو وګړو حنفي بلل د هېواد له تاریخي، ټولنیزو او مذهبي واقعیتونو سره په ټکر کې بللي او ویلي یې دي چې دا ډول لیدلوری د هېواد مذهبي تنوع له پامه غورځوي.

حنیف اتمر له طالبانو د بین‌الافغاني خبرو د پیل غوښتنه کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د طالبانو له مشرانو غوښتي چې یوازې د خپلو دریځونو تر اعلانولو تېر شي او د واقعي او ټول‌ګډونه بین‌الافغاني خبرو د پیل زمینه برابره کړي.

د طالبانو مشر پر خپلو ټولو مخالفانو غږ کړی و چې هیواد ته ورشي او هر څوک چې لیاقت او وړتیا لري، دولتي دندې به وروسپاري.

ښاغلي اتمر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، که د طالبانو د مشرانو تازه څرګندونې په رسمي سیاست او عملي اقداماتو بدلې شي، د افغانستان د کړکېچونو د سوله‌ییز حل لپاره زمینه برابرولی شي.

اتمر ټینګار کړی چې یوازې د اصولو بیانول بسنه نه کوي او طالبان باید خپله سیاسي اراده په عملي ګامونو ثابته کړي. هغه ویلي، د بین‌الافغاني خبرو موخه باید د ډلو او سیاسي څېرو ترمنځ د واک او څوکیو وېش نه وي، بلکې د اساسي قانون، د وګړو د حقونو او د هېواد د بنسټیزو اختلافونو د حل لپاره پر هوکړې تمرکز وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر همداراز ویلي، د خلکو په خوښه جوړ شوی اساسي قانون باید د ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو په ګډون د ټولو وګړو بنسټیز حقونه او ازادۍ تضمین کړي او حکومت یې پلي کولو ته ژمن وي.

د مقاومت ملي جبهې او جمعیت اسلامي ګوند هم په یوه ګډه اعلامیه کې په کابل پوهنتون کې د ملاهبت الله اخوندزاده په ګډون غونډه «فرمایشي» بللې او هغه یې د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت موندلو هڅه ګڼلې ده.

دغو دوو سیاسي ډلو ټینګار کړی چې سیاسي مشروعیت باید د خلکو له ارادې سرچینه واخلي او د ازادو انتخاباتو او د وګړو د ګډون پر بنسټ یې د یوه ټول‌ګډونه نظام د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...