Home+پښتو ادب او ټکنالوژي| فهیم بهیر

پښتو ادب او ټکنالوژي| فهیم بهیر

د ټکنالوژي پېژندنه:

د ټکنالوژي د تاریخي پس منظر په اړه پوهان بېلابېل نظریات لري، ځکه د تاریخ په اوږدو کې پوهانو هڅه کړې ده چې د ستونزو حل ته اسانه لار د توکو، ماشینونو او نورو تخنیکونو په اساس ولټوي. کله چې د ټکنالوژي نوم اخلو د تخنیک کلمه مو ذهن ته راځي او په ولسي اصطلاح د ستونزو او مسایلو حل په اسانه توګه د تخنیک په نوم هم یادیږي.  ټکنالوژي اصلاُ  دوه کلمې دي ریښه یې یوناني ده ، چې د تخنیک پوهنې ، منظمې درملنې او هنر په مانا هم کارول شوې ده( اندړوال، ۱۴۰۱، ۳).

زما په اند د ټکنالوژي روښانه تصویر د کمپیوټر او بیا د اڼترنیټ په رامنځته کېدو سره را څرګند شو. په لومړنیو کې هڅه شوې ده چې د یوې ځانګړې ادارې یوه ځانګړې برخې کار پر مخ یوسي. خو د وخت په تېریدو سره پراخه شوې ده، د یوې ادارې له کاره وتلې بلکې جغرافیوي سرحدونه یې هم مات کړل  او اوسمهال  د انټرنیټ او بریښنايي څپو د لارې  د نړۍ شمال، جنوب ، غرب او شرق سره داسې تړلي چې د نړیوال جال په نوم یادېږي.

پښتو ادب او ټکنالوژي:

لومړۍ چاپي رسنۍ په چین کې رامنځته شوې ده. چینایانو په لومړي ځل د چاپ ماشین رامنځته کړ او په نهمه میلادي پېړۍ(۸۶۸م) کې یې کتاب چاپ کړ. درباري جریده(  court Gazette) یې هم چاپ کړه. له دوی څخه وروسته اروپایانو هم د رسنیو پرمختګ ته پاملرنه وکړه په پنځلسمه میلادي کې یې  ورو ورو وده وکړه. په (۱۷۰۲م) کې په لندن کې د انګریزي ژبې ورځپاڼه چاپ شوه.  له دې وروسته دا لړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځېده، چې په نولسمه پېړۍ ( ۱۸۶۸ م ) کې افغانستان کې هم رسنۍ (شمس النهار) رامنځته شوه او پښتو ژب یې پر پاڼه را ښکاره شوه. همدا مهال مطبعه هم افغانستان ته راوړل شوه.  له دې وروسته دویمه چاپي رسنۍ ارشاد النسوان وه، درېیمه چاپي رسنۍ  د سراج الاخبار جریده  و، چې  په ۱۹۰۶ م د جنورۍ په ۱۱ مه چاپ شوه. د دې جریدې مسول مدیر مولوي عبدالروف خان کندهاری و. لیکنې یې زیاتره د استعمار پر ضد وې (سیدي، ۱۳۹۸،ص،۳۰۸). دې رسنیو د پښتو ژبې په پرمختګ او په ځانګړي توګه د سراج الاخبار د معاصر ادب د پرمختګ او غوړېدا په اړه ځانګړی رول لوبولی دی.

انټرنېټي شبکو  په پښتو ادبیاتو کې  کره کتنې ته هم نوی بدلون ورکړ. نوې لارې او نوي لوري یې را څرګند کړل. د پښتو ادبیاتو نقد د انټرنیټي شبکو(ویبپاڼې، فیسبوک، مسینجر، واتساپ ، تلګرام، یوټیوب…) غېږې ته ولوېده. زموږ په ټولنه کې د مخابراتي شبکو د لارې هر کور د انټرنېټ سره وصل دی. دې پرمختګونو او بدلونو په پښتو ادبیاتو اغېزه کړې ده. د انټرنېټ په راتګ سره انلاین کره کتنه هم رامنځته شوه. پښتو ادب د کره کتنې په اړه د همدې بېلابېلو انلاین شکبو څخه کار اخیستل کېږي.دا لړۍ هم ګټه او زیانونه لري. زما په اند ګټې اړخ یې زیات دی.

د رسنۍ کلمه په پښتو او پارسي کې  نوې ده .د خبرو رسونو په معنا ده. د یوکس یا یوې ډلې  د لید لوري د پیغامونو رسونه کوي. رسنۍ د ټکنالوژي وسایلو پر مټ خپلو مخاطبینو ته معلومات او نور پیغامونه د یوې سیمې، هېواد او د نړۍ په کچه رسوي. د ژورنالیزم یو شمېر متخصصین په دې باور دي، چې د رسنۍ کلمه نن ټولو کانالونو او پلټفورمونو ته اشاره کوي، چې (محتوا) موږ ته راکوي هغه شرکتونه چې هغه اداره کوي .د انټر نېټ نه مخکې هم ځینې سېستمونه موجود و، چې له یو کمپیوټر څخه به یې معلومات بل ته لېږدول؛ مګر د اڼټرنېټ په راتګ سره دا فعالیت چټک شو. د شلمې پېړۍ تر پایه پورې لویونړۍ والو ورځپاڼو، د راډیو او تلویزیوني شبکو د لارې خلکو ته د معلوماتو د لېږدولو لړۍ پیل شوه.

یوویشتمه پېړۍ د تخنیکي وسایلو د راتګ عصر دی. پخوانۍ هيڅ پېړۍ د تخنیکي وسایلو د پرمختګ له پلوه  دې عصر سره سیالي نه شي کولای.  د انټرنېټ په راتګ سره د رسنیو په ډولونو، فعالیتونو او نورو خدماتو کې هم بدلون رامنځته شو. انلاین رسنۍ هم را وټوکېدلې. انلاین د انګریزي ژبې دوه توري چې  (په کرښه یا مزي) معنا لري. دغه اصطلاح د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې تر غوږو شوه.  په (۱۹۹۲م) کې د شیکاګو انلاین ورځپاڼه خپره شوه(همت، ۱۳۹۹، ص،۱۷۳

 پښتو ژبه او ټکنالوژي:

 د ټکنالوژي په راتګ سره د نړۍ ژبې هم اغېزمنې شوې دي، د ژبو په غېږه کې د نوې کلمې او ترکیبونه داخل شوې دي. د یو شمېر ټولنو ژبوهانو ورته معادل کلمې جوړې او کارولې دي. د ژبپوهانو په اند په نړۍ کې ۶۰۰۰ زرو څخه زیاتې ژبې موجودې دي چې د نړۍ اکثره ژبې سره په خپل منځ کې د جوړښت او ساختمان له مخې ګډې اړیکې او توپیرونه هم لري(بهیر، ۱۴۰۱،۱۶).  البته اوسمهال  په نړۍ کې له ۷۰۰۰  څخه د ژبو شمېر اوړي.

د ژبې مطالعه جلا او د ادب بېله ده. اوسمهال د ټکنالوژي له راتګ سره د پرمختللو ټولنو سره فرهنګي اړیکې او د نویو نظریاتو په پېژندنې سره د پښتو ژبې په برخه کې هم لوی تغیر رامنځته شوی دی، په دې معنا چې د ژبپوهنې په ساحه کې یا د ژبې د علمي مطالعې په برخه کې.  د نوې یا معاصرې ژبپوهنې د بحث موضوع یوازې د فون، فونیم یا جملې بحث نه دی بلکې  پر ټولو هغو ژبنیو او ناژبنیو چېنلونو بحث کوي چې د ژبې په تولید کې یې نقش لوبوي. په دې برخه کې نوي نظریات  رامنځته شوې او پښتو ژبه ورځ تر بلې نوې ګرامرته سترګې پرانیزې چې پښتو له دودیزې بڼې څخه را وکاږي. (ښکلی، ۱۴۰۱:۲۶).

پښتو ژبه د افغانستان ملي اور سمي ژبه ده خو اوسمهال د ټکنالوژي پر مټ په ګوګل کې پرته ده، د کمپیوټر ژبه ده او په ځینو کمپیوټري اپلیکشنونو کې ترې کار اخیتسل کېږي. اوسمهال  د بهرنیانو پام یې ځانته را ړولی دی.

  د ژبپوهنې تازه وږمو نه یوازځې د خپل بڼ ګلان وځنګول؛ بلکې د ادب زړې څانګې یې هم په حرکت او شور را وستي. د خپلو نویو تیوریو په رڼا کې یې د هنري نثر او شعر په ځمکه نوې تخمونه وکرل او نوي بوټي او څانګې را زرغونې شوې. که چېرې د کابل او ننګرهار پوهنتون د پښتو څانګې د ماسټرۍ او دوکتورا محصلانو دفاعیه غونډو ته ځېر شو؛ نو د دوی  په څېړنو کې دا برخه ښه منعکس شوې ده. اوسمهال په څېړنیز ډکر کې هغه موضوع ته زیاته ترجیع ورکول کېږي، چې د یوې ځانګړې تیوري په اساس وڅېړل شي اوسمهال په دې برخه کې د ژبپوهنې تله درنده ده او د همدې زاویې څخه د ادب په سپړلو کې هم  کار اخیستل کېږي.

د پښتو  شعر  او ټکنالوژي :

 د ساینس په راتګ سره  په ادب کې هم یو بدلون رامنځته شو. یاینس نه یوازې دا چې  ادب موضوعي اړخ ته یې مواد ورکړل بلکې د ادب په پراختیا، خپرولو او خوندي کولو کې لویه برخه واخیستله. د پښتو اوسنی شعر هم مونډرنیزم ته میلان دی. دا کلمه لومړی په هسانیه کې په ۱۸۸۸ م کې په معمارۍ کې وکارول شوه. هغه مهال انجنیريانو د نوې ودانیو د ښکلا لپاره پخواني اصول هېر او نوې اړخ ته یې پآم وکړ. د موډرنیزم کلمه د نولسمې پېړۍ په پای او د شملې په سر کې ادب او ځینو نورو هنرونو ته داخله شوه.  د پښتو معاصر ادب هم د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې را څرګند شو. چې د پخواني ادب سره یې په ګڼو برخو کې لوی توپیر درلوده(د دکتورا سکالران، ۱۴۰۳، ۸۳).

د پښتو  پخوانی ادب په ځانګړي توګه شعر له عربي ژبې څخه متاثره دی، په لومړۍ او دویمه دوره کې د عربي ژبې څخه ګڼ نظمې ژانرونه پښتو ته داخل او د پښتو د شعر لمن پرې سینګار شوه. مګر د معاصر ادب په رامنځته کېدو سره د پښتو ژبې اړیکې له لویدیځ ادب سره هم وتړل شوې. د ټکنالوژي له پرمختګ سره د پښتو شعر نور هم په موضوعي او شکلیز لحاظ پراخه شوه. د نړۍ د شعرستانونو ترمنځ یې ارتباط قایم کړ. له نورو ژبو څخه ګڼ هنري صنعتونه لکه سیمبول، پاراډکس او نور د پښتو شعر  هنري کړ په ژانرونو کې بدلون رامنځټه شو لکه ازاد نظمونه ، هایکو او د ساینس فکشن ژانر. دا هنري او فورمي اړخونه په نورو ژبو کې غوړېدلې و زما په اند د ټکنالوژي له پرمختګ سره د ګنو ټولنو تر منځ اړیکې ټینګې شوې او په پایله کې د پښتو ادب شعر ته هم راننوتل.

د پښتو  نثر او  ټکنالوژی:

 کله چې د پښتو ادب سره د ټکنالوژي نوم اخلو طبعاً د پښتو شعر او نثر اوسنۍ دورې ته به اشاره وي ځکه ټکنالوژي هم د اوسنۍ دورې محصول دی. د پښتو نثر باندې یې هم اغېزه کړې ده.   د پښتو نثر د شکل له مخې په دوه برخو ویشل کېږي یو یې هنري او بل ساده. هنري نثر احساساتو ته ژمن وي او ساده معلوماتو ته(هاشمي، ۱۳۰۹۳، ۲۳).

د ټکنالوژي په راتګ سره په ځانګړي توګه د تخنیکې او انټرنیتې پلټفارمونو په راتګ سره  د پښتو د نثر د کارولو  طرزهم بېلابېلې لارې غوره کړي.  د مثال په توګه د تلویزونې، راډیویي او چاپي خپرونو د نثرونو په طرز کې توپیر لیدل کېږي یا یې په کارونه کې. همداسې د انلاین پلټفارمونو له پاره هره برخه خپل ژبه یا طرز لري. دې تخنیکي وسایلو کارونه د نثر د استعمال ساحه هم پراخه کړه. نثر یې  له اطناب څخه اعجاز یا لنډون ته راوسته. د نثر په اقتصادي برخه کې یې هم بدلون رامنځته کړ.  اوسني لیکوال هڅه کوي چې د همدې ټکنالوژي وسایلو د کارونې په اساس په لنډه توګه خپل پیغام لوستونکو ته وړاندې کړي.

د ټکنالوژي وسایلو، کارونې د پښتو هنري نثر ته نه یوازې نوې کلمې داخلې کړې بلکې د سوژو لمن یې هم ډکه کړه. لیکوالو هڅه وکړه چې د ټولنې د پرمختګ د یوې ځانګړې موضوع په اړه د ټکنالوژي وسایلو په یوه برخه ځانګړې کیسه او لیکنه وکړي. په دې اړه په دې وروستیو کې ګڼې لنډې کیسې او ناولونه لیکل شوې دي مګر د صنعتي افغانستان لپاره تر ټولو ښه کیسه د کابل پوهنتون د پخواني استاد پوهنوال ډاکټر بریالي باجوړي کیسه ده د سکرو کان. چې د پښتو ادب معاصر تاریخ کې د استاد روهي له خوا معرفي شوې ده.

د یادونې ده ، چې هنري نثرپه ځانګړي توګه کیسې یاد هنري لیکوال اثار خپله ورځ تر بلې د ساینس د څېړنو لپاره د تحقیق سوژې وړاندې کوي او وروسته دساینس په یوه کامیابه تجربه دلېږي.

د پښتو ادب نقد او ټکنالوژي:

  د نقد یا کره کتنې منظمې بېلګې د پښتو ادب په دویمه ادبي دوره کې موندل کېږي چې د خوشحال خان خټګ، رحمان بابا او وروسته د نورو شاعرانو په شعرونو کې یې بېلګې موندل کېږي. د پښتو ادب په درېیمه ادبي دوره کې د کره کتنې اړتیا هم محسوس شوه. په اول کې یې ستونزې هم درلودې مګر وروسته ماهئیت ته په کتو ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې ده. د ټکنالوژي وسایلو په راتګ سره د پښتو په نقد کې هم بدلون رامنځته شو او دا بدلون تر ډیره د پښتو ادب د ښه والي او پراختیا سبب کېږي.

په افغانستان کې د انټرنېټي فعالیتونو په راتګ سره د زموږ د ټولنې په ډېرو برخو کې تغېر رامنځته شو. ادارو د خپلو فعالیتونو، کارونو او معلوماتو د لېږد له پاره له انټرنېټ څخه ګټه اخیسته. همدې لړۍ په پښتو ادب هم اغېزه وکړه. د ادبیاتو متن د کتاب یا د کتابچې له لمن څخه انټرنېټ غېږې ته  پورته شو. لیکوالو او فرهنګیانو خپلې ادبي لیکنې په خپلو شخصي، یا ټولنیزو پاڼو کې خپرولې. د دوی لیکنه همغه مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لیدل کېده. د لیکنې په تړاو به لوستونکو خپل نظرونه هم لیکل، ځینو به یې ښېګڼې او ځینو به یې نیمګړتیاو ته اشاره کړې وه، له همدې ځایه انلاین کره کتنه رامنځته شوه. انلاین کره کتنه په پښتو کې نوې ده. د ځوانۍ مرحله یې ده. کله چې زموږ په ټولنه کې  د(۲۰۰۲ م ) کاله وروسته  مخابراتي شبکې رامنځته شوې او د(۲۰۱۰ م) پورې ګڼ خصوصي مخابرتي شرکتونو فعالیتونه پیل کړ. دوی  انټرنېټي خدمتونه هم وړاندې کړل.  ورخ تر بلې د رسمي ادارو تر څنګ علمي، فرهنګي  او ښوونیز مرکزونه  کې هم انټرنیټي فعالیتونه پیل شول.  همدا مهال  ځینو علمي مرکزونو د خپلو علمي فعالیتونو له پاره ځانګړې پاڼې جوړې کړې دي. د همدې پاڼو د لارې  خپل فرهنګي معلومات هم وړاندې کوي (امیرزی، ۱۴۰۰،ص، ۲۵).

د انلاین کره کتنې په راتګ سره د پنځګر او کره کتونکي تر منځ واټڼ را لنډ شو.  پخوا به د یو شاعر شعر په ورځپاڼه کې خپرېده یا به یې څو کاله وروسته شعري ټولګه چاپ شوه. د وخت په تېرېدو به د کره کتونکي لاس ته ورغله، هغه به خپل نقد وړاندې کړ؛ مګر نقد به هم  د میاشتو یا کلونو په تېرېدو سره د چاپ لمن ته ولوېده. بیا به پنځګر د خپلې لیکنې یا شعر په تړاو د نقاد نظر لوسته.  (همت، ۱۳۹۹،ص،۱۸۲).

په انلاین کره کتنه کې همغه مهال یا لږ وروسته پنځګر د خپلې لیکنې یا شعر په تړاو نظرونه ویني یعنې په لنډ وخت کې کولای شي د خپل شعر ښېګنې او نیمګړې برخې چې د نقاد له لوري مشخصي شوې دي وویني. انلاین کره کتنه د اڼټرنټ په څپو مخته تلله، د دې له پاره بریښنا ته هم اړتیا وه. تخنیکې وسایلو(مبایل، کمپیوټر…) ته هم.

انلاین کره کتنې یو شمېر لوی لیکوال خپلې ټولنې ته ور وپېژندل. د هغوی له تیوري او نقد څخه نورو لیکوالو ګټه پورته کړه. انلاین کره کتنې وکولای شول، چې ادبي متون له ورکېدو څخه وژغوري. انلاین کره کتنې لړۍ په ګڼو نویو ځوانو لیکوالو کې د ادبیاتو د ایجاد روحیه هم پیاوړې کړېده. د دوی یو شمېر لیکنې د لویو لیکوالو له خوا ستایل شوې دي. دوی هڅول شوې دي، چې خپلو لیکنو ته دوام ورکړي. دې لړۍ په پښتو ادب کې د لیکوالو شمېر زیات کړ او په کمې  او کیفي لحاظ هم زیات اثار رامنځته شول(بهیر، ۱۴۰۳، ۱۲).

اوسمهال هم د پښتو د علمي او فرهنګي مرکزونو کې د بېلابېلو پلټفورمونو د لارې د انلاین کره کتنه بهیرروان وي، کله د لیکوالو، فرهنګیانو او محصلانوتر منځ بېلابېل ګروپونه جوړ شوي وي. په دې که نه یوازې د یوې سیمې کله ان د هېواده بهر ځينې نومیالي لیکوال، شاعران او کره کتنونکي برخه اخلي او دا لړۍ لا پالل کېږي.

د پښتو ادب خوندیتوب او ټکنالوژي:

د پښتو ادب تاریخي اثارو ته که ځېر شو ډیری ادبپوهان وايي کوم اسناد چې په دویمه هجري پېړۍ کې لاسته راغلي دي له هغې څخه څرګندیږي چې د پښتو تحریري اثار پخوا هم موجود و خو د بېلابېلو ناخوالو له امله له منځه تللي دي.  د دې تر څنګ ډیری اثار لیکل شوي دي د ځینو پېښو له امله د یو شمېر اثارو نسخې له منځه تللې دي، د لیکوال خواري  او فکر هم ور سره یو ځای له منځه تللي دي.

د تکنالوژي په راتګ سره د پښتو د ادبي اثارو خوندیتوب ګڼې لارې چارې رامنځته شوې دي. د ټکنالوژیکې وسایلو په راتګ سره د پښتو ژبې متن تل د کمپیوټر په حافظه کې خوندي وي چې کلونه کلونه ساتل کېږي او هیڅ نه مري. د دې تر څنګ اوسمهال د چاپ وسایل خپله د پښتنو په ټولنه کې موجود دي او کله چې یو ادبي اثر د چاپ له پاره چمتو شي په اسانه چاپ کېږي د لیکوال او شاعر فکر خوندي او تر نورو رسېږي. همداسې د انلاین پلټفورمونو په راتګ سره ادبي لیکنې او اثار تر ډېره د انټرنېت پر څو خوندي وي. د مثال په توګه د فیسبوک، مسینجر، واتس اپ، تلګرام ، یوتوب … په دې پانو کې پښتو ادبي متن لپاره د مظرو او ښکلام اړخ هم په پام کې نېول شوی دی چې دلوستونکي د پآم راجلبولو کې مرسته  کوي.

په روانه پېړۍ کې د پښتو ګڼ شمېر اثار چاپېږي او  د لوستونکو تر منګلو ځان رسوي. د ټکنالوژي پر مټ اوسمهال انلاین کتابتونونه هم جوړ شوي دي، په ځانګړي توګه د ګڼو علمي مرکزونو له خوا ځینې مهم اثار د سکن او بیا په ګروپ کې وړاندې کېږي. د دې تر څنګ اوسمهال د پي ډي ایف د لارې ګڼې لیکنې خوندې کېږي د انټرنیېټ پر مخ خپرېږي او ان د نړۍ هرې څنډې ته ځان رسوي. پي ډي ایف د پښتو ادبي اثار خوندي کړل، له ورکېدو یې وژغورل د نورو له لاسوهنې یې خوندي کړل.

د پښتو ادب پراختیا او ټکنالوژي:

 د ټکنالوژي له راتګ سره د پښتو ادب هم پراختیايي او پرمختیايي بهیر پیل کړ. د پښتو ادب په موضوعي او هنري اړخ سر بېره د اثارو په چاپ، د لوستونکو د ساحي پراخوالی او حتی د نړۍ د نورو فرهنګو او علمي مرکزونو سره یې اړیکې ټینګي شوې. دې لړۍ د پښتو ادب پرمختیايي بهیر ته نوی رنګ وکړ.  پښتو ادب د انټرنیټ او مبایل له راتګ سره د هر کور تر دروازې ورسېده. کتاب یوازې په کتابتون او تاخچه کې پاتې نه شو بلکې د هر مبایل د سکرین پر مخ د هر چا لاس ته ورسېده. په دې برخه کې د انټر نیټ ځواک پیاوړی و. .  له انټر نېټ څخه مخکې ګڼو ادارو د (ګیټ وې) په نوم سېستم څخه کار اخېسته. د ادارو تر منځ به د همدې سېستم د لارې پیغامونه لېږدول کېدل: (( انټرنیټ د معلوماتو یو بې شانه نړۍ ده، چې د هر چا له پاره هر څه لري. انټرنېټ په ۱۹۶۹م کال په امریکا  کې د کمپیوټرونو تر خپل منځي تړښت او بیا له یو بل سره د نورو اړوندو اداروکمپیوټرونو د نښلېدو له کبله رامنځته شو)) (یون،۱۳۸۷،ص،۴۳).

د شاعر او لیکوال په لاس لیکل شوی شعر او کیسه د دوی په کتابچه او ذهن کې پاتې نشوه بلکې همهاله یې د انټرنېټ پر څپو خپره کړه، د دوی لیکنې نومیالیو لیکوالو، د ادب او فرهنګ مینوالو او حتی عادي لوستونکو ته هم ورسېدې. دوی د خپلو لیکنو په اړه د لوستونکو نظریات هم په کم او لنډ وخت کې تر لاسه کړل.  د پښتنو ټولنې سره بېره د نړۍ د هغه هېوادونو علمي مرکزونو او ادرسونو سره هم نیغ په نیغ اړیکې ټیکې او پرلیکه یا انلاین توګه غوندې، ادبي بهیرونه، علمي او فرهنګي بحثونه وړاندې شول چې د پښتنو لیکوالو سر بېره د نورو ژبو او ټولنو لیکوالو هم په کې ګډون لري.  د دې تر څنګ د نورو ټولنو د مهم ادبي اثارو مهم اړخونه هم د پښتو ادب منځپانګې ته داخل شول. په ټوله کې نړیوالې تجربې پښتو ادب ته داخلي او د پښتو ادب موضوع او نور اړخونه نورو ژبو ته واوښتل.  نړیوالو تجربو د پښتو ادباتو په مضمون او بڼه کې لوی تغیر راوسته او ورځ تر بلې دا لړۍ د لیکوالو او فرهنګیانو له خوا پالل کېږي.

د پښتو ادب ژباړې او ټکنالوژي:  

پښتو ادب درې ادبي دورې لري، چې د ژباړې پیل په لومړۍ دوره کې شوی دی او لومړني ژباړې بڼه نظمی وه. د عراقي شاعر ابن خلاد عربي شعر پښتو ته د زاید سرواني له خوا ژباړل شوی و(رحماني، ۱۴۰۰،  ۱۵).  په دویمه ادبي دوره کې ژباړو لړۍ د خوشحال خان او د هغه د کورنۍ غړو او حمید مومند  له خوا هم ګرمه پالل شوې ده. په درېیمه ادبي دوره کې د ژباړو بازار نور هم ګرمېږي په ځانګړي توګه اوسمهال چې پښتو ژبه د انټرنیټ په مرسته  تر هرې ټولنې رسیدلې ده. همداسې اوسمهال د نړۍ ګڼو ټولنو سره زموږ اړیکې او نړیوالتوب پالل هغه عوامل دي چې د پښتو ژبې د ژباړې پسرلی یې رنګین کړی دی. یو شمېر وروسته پاتې هېوادونه   هڅه کوي چې د پرمختللو ټولنو د بریا راز خپل کړي د هغوی له یو شمېر  پرمختګونو  څخه د ځان په ګټه کار واخلي چې د پرمختګ لامل کېږي. په همدې اساس اوسمهال د ټکنال‍وژیکې وسایلو په راتګ سره د پښتو ادب ژباړې هم غني شوې دي او هم پراخه شوې.

له ۱۹۹۱ م راپدیخوا په پېښور، کوټه، کابل او کراچي کې پښتو ادبي ژباړې شوې دي چې لومړنۍ ژبې ی انګلیسي، اوردو، دري او تورکي دي . له دې وروسته په داخل د هېواد کې په کابل، کندهار، ننګرهار خوست او غزني کې هم ادبي ژباړې شوې دي ( وفا، ۱۳۹۶، ۳۴۱).

اوسمهال پښتو د ګوګل ټرانسلیټ ژبه  ده. د اړتیا پر مهال په ګڼو برخو کې ترې کار اخیستل کېږي او د نورو ژبو علمي او فرهنګي او نور متون راژباړل کېږي. اوسمهال تر ډېره ژباړه ماشیني بڼه هم لري. د ژباړو په لړ کې د نړۍ په کچه یوازینې هېواد چې دې برخې ته یې زیات پام کړی هغه ایران دی کله کله د لیکوال د چاپ شوې اثر یې همهاله  ژباړه هم په پارسي ژبه راوزي.  پښتو ژبه هم اوس په دې برخه کې یو څه غني شوې ده اوسمهال ګڼې فرهنګيان او د پښتو ژبې او ادب محصلان و څېړونکي په لویو علمي مرکزونو او پوهنتونو کې زده کړې او څېړنې کوي چې د دې سره د نړۍ مهم اثار ورځ تر بلې پښتو ته ژباړل کېږي د هغوی خبر یا نوې تیوري یا د یوې اثر مهموالی د ټولنیزو شبکو د لارې د نورو سره شریک کېږي. دا ژباړې زیاتره د ادب او د ژبې په تړاو نوې تیوري لري چې لوستل او زده کړه یې د پښتو ادب له پاره په ځینوبر خو کې طلايي چانس ګڼل کېږي.

د پښتو ادب تدریس او زده کړه:

د ټکنالوژي توګو یا وسایلود پښتو ادب دتدریس او زد ه کړې په اړه هم د پام وړ بدلون راوستی دی.  هره پوهنه او څانګه خپلې تیوري لري. اړونده مسایل یې د همدې تیوري د لارې تشریح او محصلانو او لوستونکو ته وړاندې کوي.  په ټوله کې په افغانستان کې تیکه په تطبیقي ادبیاتو ده یانې ادب او ژبې په تړاو نورو څېړنې او نظریات وړاندې کړي دي موږ هغه را اخلو په خپله ژبه یې تطبیقوو. نو اړتیا ده  دا معلومات وخت پر وخت د ادب زده کړیالانو او مینوالو ته ورسېږي ،تشریح شي او وې پېژني.

پخوا به دا لړۍ یوازې په علمي او تدریس مرکزونه کې وه او خال خال به چېرې فرهنګي غوندي و چې د دې لړیو تاریچه د هېواد د ګڼو پاچاهانو مرکزونو ته رسېږي له امیر کروړ نه ان تر احمد شاه بابا پورې په دا چارې تر ډېره په یو علمي مرکز کې تر سره کېدې د فرهنګیانو له پاره به جایزې هم په پام کې نېول کېدې. دې هڅې د پښتو ادب په پاللو او پرمختیا کې ونډه درلوده. اوسمهال د انټرنيت څپو یا د انلاین شبکو د لارې ګڼې اسانتیاوې رامنخټه شوې دي. د ځینو نومیالو لیکوالو او شاعرانو یا علمي او فرهنګي مرکزونو د لارې د پښتو ادب د یو ځانګړي ژانر،ادبي صنعت او موضوع یا په ټوله کې د هنري او موضوع اړخ په اړه یو ورځینې یا  څو ورځینې ان میاشتني پروګرامونه جوړه وي چې د انلاین شبکو د لاري تر ګڼو مینه والو او د ادب او فرهنګ متخصصین ته رسېږي دوی پکې ګډون کوي. نظرونه وړاندې کوي.

کله کله د ځینو شاعرانو او لیکوالو له خوا ځانګړي نلاین پاڼې جوړې شوې وې چې په غږيزاو انځوریزه بڼه باندې د پښتو ژبې او ادب په یوه برخه باندې بحث کوي مسایل تشریح کوي او د زده کړې په موخه یې تر نورو رسوي یا یې نور دلته کتلای شي.

د اوسني ادب لوستونکی او ټکنالوژي:

ټکنالوژي د اوسني ادب او لوستونکي تر منځ واټن رالنډ کړ. اوسمهال کولای شي چې نیغ په نیغه یو نوی متن ولولوی. تحلیل او تفسیر یې کړي. که چېرې ورته سوالونه پیدا شي کولای شي چې هممهاله یې ځوابونه هم تر لاسه کړي. دې  ګټورې هڅې د پښتو ادب د مطالعې، فرهنګ او معلوماتو په خپرولو او بډاینه کې ونډه واخیسته.  پخوا چې به یو معلوماتي یا یو هنري اثر ژر د لوستونکي لاس ته نه ورته ، بیا به یې لیکوال سره اړیکه نه وه مګر د تخنیکي وسایلو په راتګ سره د کتاب او لیکوالو دواړو اړیکې له لوستونکي سره نژدې شوې دي.   دا لړۍ د لیکوال او لوستونکي ترمنځ اړیک ټینګوي، د افکارو او  معلوماتو تبادله رامنځته کېږي په پای کې په یو عالي نظر او فکر سره پای ته رسېږي.

پایله:

پښتو ادب  باندې ټکنالوژي یا عصري توکي د شلمې پېړۍ په جریان کې د هرې لسیزې په تېرېدو سره خپل سیوری غړوي. خو د یویشتمې پېړۍ پیل د پښتو ادب  غني کړ.  ټکنالوژي د پښتو ادب په  مضمون او شکل باندې اغېزه وکړه، د پښتو ژبې او ادب ته یې د نړۍ ګڼې تیوري او معلومات راوستل، په هنري او تخنیکي لحاظ یې پښتو ادب غني او سینګار کړ. د پښتو ادب په پراختیا او خوندیتوب کې چټګ ګامونه واخیستل، پښتو ادب او ژبه یې هرې سیمې او هرې جغرافیې ته ورسوله. د لوستونکي او لیکوال تر منځ یې واټڼ رالنډ کړ، د پښتو ادب د خپرولو نوې لارې یې رامنځته کړلې . پښتو ژبه او او ادب یې انلاین پلټفورمونو ته داخل کړ. پښتو او ادب یې د اڼټرنیټ پر څپو تلپاتې کړ.

ساینس فکشن په نوم نوي ژانر هم رامنځته شو چې تخیلي سایسني تجربو ته یې لاره پرانیستله. د پښتو نثر یې له اطناب څخه اعجاذ ته واړوه. همدا ډول د نورې نړۍ له فرهنګي او علمي مرکزونو سره د پښتنو د فرهنګ او ادب د اتصال کړۍ رامنځته کړلې. پښتو کې یې د ژباړو زرین باب پرانیسته همداسې یې د زده کړو اسانه لاره تر نوروه سیده او نیغه وغځوله.

ماخذونه

اندړوال، نورګل.(۱۴۰۱هـ ش). پښتو ادبیاتو  پرمختګ کې د ټکنالوژي ونډه  . ناچاپ.

امیرزی، سنګین.(۱۴۰۰هـ ش).زه او مخابرات.کابل: سمون خپرندویه ټولنه

بهیر، فهیم.(۱۴۰۳ل). د ادبپوهنې د تصویر یوه څنډه. کابل: سمون خپرندویه ټلنه.

بهیر، فهیم.(۱۴۰۱ه ش). د پښتو ګرامر انځور. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

د دکتورا سکالران.(۱۴۰۳هـ ش) مصنوعي ځرکتیا او ادبیات. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

د ماسټرۍ لومړی ټولګی.(۱۴۰۳هـ ش). د پښتو معاصر ادب په لمن کې. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

ساحل، مطیع الله.(۱۴۰۱هـ ش). پر پښتو ژبه او ادب د معلوماتي ټکنالوژي اغېزې. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست.

سیدی، سید نظیم.(۱۳۹۸هـ ش).د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د پښتو ادب پرمختیايي بهیر. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

 ښکلی، اجمل. (۱۴۰۱ه ش). د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

وفا، محمد داود.( ۱۳۹۶ه ش). د پښتو معاصر ادب(څلورم پړاو). جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.

هاشمي، سید محي الدین.(۱۳۰۹۲ه ش). د نثري ادب ډولونه . کابل: د علومو اکاډمۍ د نشراتو ریاست.

همت، عبدالمالک.(۱۳۹۲هـ ش). ادب او ادبي کره کتنه. کوټه: صحاف نشراتي موسسه.

یون، محمد اسمعیل.(۱۴۰۲هـ ش). پښتو ژبه او ادبیات. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...