تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو عملي چارې یې د غزني ولایت او د کابل ولایت د سروبي (نغلو) له سیمو څخه پیل کړې دي.
د دې شرکت په وینا، یوه میاشت وړاندې یې په غزني ولایت کې د ۲ زره مېګاواټه او د کابل ولایت په سروبي کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې هم په عملي توګه پیل کړي دي.
د دغو پروژو په لومړي پړاو کې د لمریزو تختو د نصب لپاره د ځمکې د هوارولو چارې د پای ته رسېدو په حال کې دي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي.
له هغې وروسته به د پروژو دوهم پړاو په چټکۍ سره پیل شي چې د لمریزو تختو نصب او فعالول به پکې شامل وي.
د پاتې ۷۹۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې به هم ډېر ژر په ټاکل شویو ولایتونو کې پیل شي.
دغه پروژې شل ځله اعلان شوې، دا ټول دروغ وايي.
موږ دلته په کابل کې نيژدې اتلس ساعته برېښنا نلري.
دا برېښنا لاپسې خرابه شوې ده.