یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+ربړې موزې| اسدالله جلالزی 

ربړې موزې| اسدالله جلالزی 

د سهار اوه نیمې بجې وي، خپلې  دواړه ربړي موزې یې په لاس کې ور سره را واخیستي. دروازه یې قفل کړه. شاوخوا ته یې وکتل، د ده د کور په  مخکې ولاړې ونې کې ناستو مرغیو چوڼهاری او شور یې پام ور واړاوه. یوه شيبه ورته تم شو.د چوغکو له دغه چوڼهاري يې خوند اخیست . د تیرو وختونو د یادونو یوه څپه یې په زړه کې په ټوپونو شوه، پوره پینځه کاله وړاندې د لومړي ځل له پاره د سردې بند د کرنیزې پروژې د سرپرست په توګه راغی، شنه باغونه، پاکه او ستره هوا، پاخه کورونه، چې بریښنایې او کانالیزسیون سیستمونه یې هم فعال ول. په هغه مهال کې د مامورېنو اوکارګرانو ګڼي ګوڼي او ځوږ د فعالو ماشينونو، ټراکټورونو اوبلدوزونوغرهاري، په پراخو هوارو ځمکو کې د غنمو په طلایي سیند د ریبلو د ماشينونو بریدونو او د بند د اوبو شرهاري یې په غوږونو کې انګازې وکړي. په شونډو یې نرۍ موسکا خوره شوه، د خوښۍ احساس یې وکړ، دلته په کاري بهیر یې هغه ورځي هم وریادې شوې، چې په مني کې به یې په پراخو هوارو شویو ځمکو  اوبه ور سیخي کړي او د بل کال په پای کې به يې بیا کرل شوي حاصلات را ټولول . د خپل مامورېت په دوهم کال دوئ ته په پلان کې  له نورو حاصلاتو پرته یوازې  غنم یو زر او پینځه سوه ټنه هدف ورکول شوی و. خو دوئ له ورکول شوي هدف نه هم پینځه نیم سوه ټنه زیات غنم تر ګوتو کړي و. په سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې. زړه یې نه کېده چې له سردې بند له پروژې نه ولاړ شي. خو دا چې تبدیل و نو چاره یې نه وه. دی لا په خپلو خیالونو کې ډوب و. چې ناڅاپه يې د چورتونو او خیالونو دا لړۍ د مزائیل د ګولۍ شنهاري ور پرې کړه. یوۀ ګوښه دیوال ته ودریده ، ګولۍ د ده د اوسیدو له بلاک نه څه وړاندې د نورو بلاکونو په منځ کې را ولویده، چې له لګیدو سره سم وچو بوټو او واښو اور واخیست. او د څو کورونو د کړکېو ائیني هم ماتي شوي. یوه شيبه چوپیتا خوره شوه. په دغه وخت کې یې د مخامخ بلاک له کړیکۍ څخه د انجینر غفار غږ واوریده.چې دی یې مخاطب کړ.

–  آمر صاحب! سهار په خیر څنګه ولاړ یې؟

– خو ده پرته له دې چې څه ورته ووایې: مخامخ د هغه د اوسیدو د بلاک په لوري ور روان شو. هالته يې له ور رسیدو سره سم له کړیکۍ نه هغه ته وویل: را ووزه چې شعبي ته ولاړ شو.

ـ یوه شيبه خو صبر وکړه، چې د مزائیلو دا ګسه( پرله پسې لړې)  خو تیره شي. نوربه هم را وولې.
ـ راځه! را ووزه، د مزائیلو را ویشتل خو نوي خبره نه ده.

دوئ لا په خبرو وو. چې په پرله پسي توګه درۍ مزائیل نورهم راغله، خود اوسیدو له کورونو کښته د مامورېنو په کارته کې ولګیدل.

ـ انجینر غفاره! زما تلوار ده. په نهه بجې غزني ته کتار روان دی. او زه باید د ساختمان، زراعت، ماشينري او ترانسپورت له مامورېنو او کارګرانو سره خدای پاماني وکړم.

ـ اهووو رښتیا وایې: تا خو پرون خپل علم خبر درسره واخیست. بس نو در ووتم.

د ریاست د ودانۍ مخکې یو شمېر مامورېن، کارکونکې او څو تنه کارګران ولاړ و. داسې ښکاریدل لکه چې د چا انتظار باسي. خو دا چې د ده سترګي په اسمعیل تحویلدار ولګیدې نو یې پرې غږ کړ.

ـ  تحویلدار صاحب ښه شوو چې راغلی یې او پیدا مې کړي. زه روان یم، ستا دا یوه جوړه موزې له ماسره په کوټه کې پاته وي. دا دی درته په خپل لاس یې تسلیموم. تا پسي خو قید شوي دي.
ـ انجینر صاحب ! دا خو پروسږنې موزې دي  زما له قیده یې وضع کړي. که دې نه وای راوړي هم کومه پروا یې نه کوله.

ـ نه نه وایې خله! چې سبا بیا ونه وایې. انجنیر رحیم یوه جوړه موزې یووړي. زه په اوله ورځ چې د ریس په توګه راغلم هم یو قلم، دریشي، او څو جوړه کالي مې راسره راوړل، اوس هم له هغو سره ځم. خو شکر بیا په دې هم کوم چې له اوله کاله پرته دا نور کلونه بیا ریس هم نه وم، بلکې د ساختمان یو اینجنر وم. اسمعیل خان سر وښوراوه. ورو یې وویل: کاشکې ټول داسې پاک وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب